لیکوال: م. فراهي توجګي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

اوولسمه برخه

د رسول په عصر کې اقتصاد
کله چې انسان د یوې ټولنې په لمن کې د خپل ژوند خیمه دروي او بنسټونه یې ټينګوي، نو د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې پیلوي. د وخت په تېرېدو سره، هلته خپل بنسټ ټینګوي او ځان او خپلې کورنۍ ته یو ارماني او هوسا ژوند برابروي. تر هغه ځایه چې دا چاپېریال د ده لپاره خوندي او د ژوند وړ وي، خپل ټول ځواک د شتمنۍ راټولولو، د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د لا ډېرو ګټورو لارو موندلو ته اړوي، تر څو نور هم شتمن شي.
خو کله نا کله داسې پېښې رامنځته کېږي چې انسان دې انتخاب ته اړ کوي، چې د هر څه باوجود پاته شي او یا هم په هر قیمت ولاړ شي. دا هماغه څه وو چې د اسلام په پیل کې له مسلمانانو سره پېښ شول. هغه مهال چې مسلمانانو کلونه کلونه په مکه کې ژوند کړی و، کاروبارونه یې غوړېدلي و او په بازارونو کې یې تجارت رونق درلود، نو ناچاره شول چې د خپل دین او عقیدې د ساتنې لپاره په پټه مدینې ته هجرت وکړي او له هر څه او هر چا لاس پر سر شي. ځینې ان دېته اړ شول، چې خپلې کورنۍ په مکې کې پرېږدي او دوی یوازې مدینې ته لاړ شي.
په داسې یوه وضعیت کې له خپل مال او شتمنۍ څخه تېرېدل او دښمن ته یې پرېښول د عقیدې د ساتلو لپاره د دوی هغه کوچنۍ قرباني وه، ځکه مسلمانان په مکه کې د بېلابېلو لاملونو له کبله، لکه اقتصادي بندیزونه، د مشرکانو ظلمونه او ناوړه چلند له امله سم عاید نه درلود او ژوند ورځ تر بلې ورته ستونزمنېده.
په مدینې کې نوی ژوند
مهاجرینو د نبوي مسجد په څنګ کې ژوند غوره کړ او د هجرت ژوند یې مانه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دوی د ژوند او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره ځینې اقتصادي اقدامات ترسره کړل، چې له امله یې په څو کلونو کې مهاجرین د کور او مصروفیت خاوندان شول او د خپلو لګښتونو د پوره کولو ترڅنګ یې یو څه اضافي ګټه وټه هم درلوده او د غوره ژوند لار یې پرمخ پرانستل شوه.
د هجرت په لومړیو کلونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقتصادي اقدامات
  • د مهاجرو او انصارو ترمنځ د ورورۍ تړون؛ دا کار د دې لامل شو، چې په هر انصار ورور باندې یې د مهاجر ورور مالي کمک لازمي شو.
  • کله چې مهاجرین مدینې ته ورسېدل، انصارو اراده لرله چې خپلې نیمايي شتمنۍ دوی ته ورکړي، خو رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هغوی له دې کار څخه منع کړل. پر ځای یې، د “مساقات – دهقاني” او “مزارعه” قراردادونه یې د هغوی ترمنځ وکړل. د دې کار له لارې، نه یوازې د کار زمینې برابرې شوې او د کرنیزو او باغي محصولاتو کچه ډېره شوه، بلکې د ټولنې عمومي عواید هم لوړ شول[1].
  • د تجارت او سوداګرۍ پراختیا
په لومړیو کې تجارت یوازې د قریشو په لاس کې وو او مسلمانانو ته یې د تجارت اجازه نه ورکوله. رسول الله د قریشو د تجارتي امنیت په ګواښلو سره وکولای شوای، چې د بدر له غزوې څخه غنایم ترلاسه کړي او پنځمې برخې جلا کولو وروسته یې نور پر لښکریانو ووېشل. [2]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومت د ګټې سرچنې
د رسول الله د اقتصادي اقدماتو په نظر کې نیولو سره د مسلمانانو اقتصادي وضعیت ښه شو او اسلامي حکومت ګڼې د درامد لارې وموندلې؛
  • خصوصي ملکیتونه؛ انفاق، حسنه قرض، چې په قراني ایتونو کې ذکر شوي.
  • عمومي شتمنۍ؛ خراج – د هغو ځمکو او باغونو مالیات چې د مسلمانانو په تصرف کې وې، لکه؛ د خیبر د ځمکو د محصولاتو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم استازي واستول. [3]
جزیه – له هغو نامسلمانو کسانو څخه، چې د اسلام تر بیرغ لاندې یې ژوند او شتمنۍ امن شوې وه او له خدماتو یې مستفید کېدل، خو بیا یې هم اسلام نه مانه، نو د جزیې تر عنوان لاندې مالیه ترې اخېستل کېده. مثلا: د (اېلې) د سیمې له خلکو چې درې سوه تنه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم درې سوه دیناره جزیه اخېسته. [4]
فدیه، وقف، نذرونه، کفارې، لقطه -بې مالکه مال – زکات، ورک مالکانو مال او نورو اقتصادي فعالیتونه.
  • حکومتي شتمنۍ؛ معدنونه، ځنګلونه، څړځایونه، ځمکې او د پادشاهانو د اختصاصي ملکیت وسایل.
حکومتي لګښتونه؛
د مسلمانانو بیت المال، په اصل کې د دولت خزانه ګڼل کیږي او ګټې یې په مشخصو ځایونو کې لګول کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په همدې بڼه مصرفوله.
د حکومت لګښتونه په لاندې ډول دي؛
  • امنیتي لګښتونه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم، د ټولنې د امنیت لپاره ګڼې غزوې او سریې طرحه او په بریالۍ بڼه پلې کړې، چې د لګښتونو لپاره یې له بیت المال څخه استفاده کوله. لکه؛ د وسلو، اذوقې او نورو تدارکاتو لپاره.
  • تبلیغاتي لګښتونه؛ کله هم چې رسول الله صلی الله علیم وسلم په کومه غزوه کې بریالی کېده نو هلته به یې د اسلامي پوهې د خپرولو لپاره استازی لېږه. مثلا: د مکې له فتحې وروسته یې هلته – عتاب بن اسید – امیر کړ او (معاذ بن جبیل) یې هلته د احکامو د تدریس لپاره ولېږه. [5]
  • د هوساینې په موخه لګښتونه؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه مهمه دنده د خلکو د اجتماعي برخې تأمین و. نو هغه صلی الله علیه وسلم به د بیت المال یوه برخه د ناداره خلکو لپاره لګوله، تر څو یې ژوند برابر شي.
  • زیربنايي لګښتونه؛ د حکومت د بنسټیزو کړنو په برخه کې لګښتونه د بیت المال د مصرف بله برخه ده؛ لکه؛ د کور جوړولو لپاره د ځمکو وېش، د بازار لپاره د ځای مختص کول، د عمومي حمامونو ایجاد او…
  • د زده کړو لپاره لګښت؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم زده کړو ته هم ډېر اهمیت ورکاوه، د بدر د غزوې اسیرانو ته یې وویل: ( څوک چې لس تنو ته تعلیم ورکړي، نو ازاد به شي.) [6]
  • نظامي لګښتونه؛ د مسلمانانو د بیت المال یوه ستره برخه په نظامي برخه کې مصرف کېده. لکه؛ فوځي ځواک، وسلو او د اذوقې په برخه کې.
دا لګښتونه کله ان دومره زیاتېدل، چې رسول الله به له غیرمسلمانانو څخه قرض اخېسته، لکه د هوازن په جګړه کې یې چې له صفوان ابن امیه څخه سل زرې او اوښ امانت اخېستې وه. [7]
د اقتصادي وضعیت د سمون لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلارې
رسول الله صلی الله علیه وسلم داقتصادي هوساینې لپاره ځینې کارونه ترسره کړل، چې مخکې ورته اشاره وشوه. نوموړي همداشان د بیو د لوړېدو، د بې کارۍ د ستونزې د حل او کار ته د تشویق و همداشان لږ ګټې ته د هڅونې او د بازار لپاره د مناسب ځای د ټاکلو په موخه ځینې اقدامات ترسره کړل.
د بیو له لوړېدو څخه مخنیوی
د بیو د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه یو هم د ناسم او بې‌ځایه منځګړو (واسطو) شتون دی او د انفلاسیون یا قیمتۍ د مخنیوي تر ټولو مؤثره لار همدا ده چې دا ډول دلالان له منځه یووړل شي. په همدې اړه، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:
توکو  ته مخه مه کوئ، تر هغه چې بازار ته داخل شي
او همداراز یې فرمایلي:
«د ښار اوسېدونکی باید د کلیوالو د مالونو منځګړی نه شي [8]
د دې لارښوونو ګټې دا دي:
  • کله چې بې‌ګټې واسطه له منځه لاړ شي، د قیمتونو له لوړوالي مخنیوی کېږي.
    ۲. د مال خاوند د بازار له قیمتونو د ناپوهۍ له امله دوکې ته نه لوېږي.
    ۳. کله چې کاروانیان ښار ته داخلېږي، جنسونه په بازار کې وړاندې کېږي او ټولو خلکو ته لاسرسی پیدا کوي، نه دا چې یوازې یوه ځانګړې ډله د ښار څخه بهر یې واخلي او انحصار یې کړي. [9]
د احتکار منعه
د اقتصاد په برخه کې د رسول الله بله کړنه د احتکار منعه کول وو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ ( څوک چې له څلوېښتو ورځو ډېر د غذايي توکو احتکار وکړي، نو له شک پرته چې له الله څخه یې بېزاري غوره کړې او الله تعالی هم ترې بېزاره دی[10].
درېیمه کړنلاره پر بازار د یوه ناظر ټاکل دي، رسول الله – سعید بن عاص – د مکې او -عمر- د مدینې پر بازار د څارونکو په حیث ټاکلې وه. [11]
د بې کارۍ د ستونزې حل او کار ته هڅونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الهي پیغام د رسولو د ستر مسؤلیت تر څنګ بزګري او تجارت ته توجه درلوده او خلک یې کار ته هڅول. نوموړی وايي: خدای تعالی هغه سالم انسان چې نه د دنیا  کار کوي او نه د اخرت بد اېسوي.
ویل کیږي، چې یو سړی د رسول الله حضور ته راغی او مرسته یې وغوښته؛ نو رسول الله وفرمايل: څوک چې له موږ مرسته غواړي، مرسته یې کوي او چې بې نیازي اختیار کړي، نو الله تعالی یې دې بې نیازه کړي.
دا کس درې ځلې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او هر ځل یې همداسې خبره اورېده، نو په اخر کې یې په جرات سره وویل ( په رب تکیه کوم) نو په همدې نیت یې تبر د امانت په ډول یوړ او د صحرا لور ته لاړ او هلته یې خاشاک راټول کړل او ویې پلورل، څو ورځې وروسته یې د خپلې اړتیا وړ اسباب برابر کړل او په همدې ډول مخکې روان او پانګه یې پیدا کړه.
ارزانه پلور ته هڅونه
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هغه چاته چې خپل مالونه یې له معمول قیمت نه ارزانه پلورل، وویل؛: د مسلمانانو په بازار کې ارزانه توکې پلورې او دا کار د ثواب لپاره کوې؟»
هغه سړي ځواب ورکړ: «هو، همداسې ده
نو رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ورته زېری ورکړ او ویې فرمایل:
«هر څوک چې هڅه وکړي او بازار ته وده ورکړي، هغه د الله په لاره کې د جهاد کوونکي په شان دی [12]
د بازار لپاره د ځای تعین
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بازار لپاره د ښه ځای دټاکلو برخې ته هم توجه کوله؛ یوه ورځ یو کس ورته راغلی او ویې ویل؛ ما یو ځای د بازار لپاره په نظر کې نیولی، تاسو یې ځای وارزوی، نو رسول الله ورسره لاړ او هغه ځای یې ولید، خوښ یې شو او ویې ویل: ( دلته د بازار ښه ځای دی، تاوان نلري او پر تاسو خراج هم نه بندیږي. [13]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] . بیهقی، السنن الکبری، بی‌جا، دارالفکر، بی‌تا، ۱۱۶/۶.

[2] .واقدی، المغازی، بیروت، مؤسسه‌ی اعلمی، ۱۴۰۹ق، چاپ سوم، ۱۸/۱ و ۳۷۷؛ ابن‌سعد؛ طبقات الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیه، بی‌تا، ۷/۲.

[3] . ابن‌هشام، السیرة النبویة، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا، …

[4] . واقدی، پیشین، ص: ۷۸۶.

[5] . واقدی، المغازی، پیشین، ۸۸۹/۳؛ ابن‌سعد، پیشین، ۲/۱۰۴.

[6] . ابن‌سعد؛ پیشین، ۲/۱۶.

[7] . ابن‌هشام؛ پیشین، ۴۴۰/۲؛ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، دارالصادر، بی‌تا، ۶۲/۲.

[8] .مقریزی؛ امتاع الاسماع، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق، ۳۸۸/۱۴)

[9]. حریری، محمدیوسف؛ اسلام و نظام اقتصادی، انتشارات امیری، ۱۳۶۲ش، ص: ۱۸۸.

[10] . احمد بن حنبل؛ مسنداحمد، بیروت، دارصادر، ۳۳/۲؛ یحزم؛ المحلی، بی‌جا، دارالفکر، بی‌تا، ۶۴/۹.

[11] . حلبی، السیرة الحلبیة، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۰۰ق، ۴۲۴/۳.

[12] . سیوطی، الجامع الصغیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۱ق، ج۵۵۹/۱.

[13] . طبرانی، المعجم الکبیر، قاهره، داراحیاءالتراث العربی، بی‌تا، ۲۶۴/۱۹.

Leave A Reply

Exit mobile version