لیکوال: مهاجر عزیزي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

شپاړلسمه برخه

 

د رسول الله په عصر کې اقتصاد
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي اقتصاد مؤسس و او له ده څخه د اقتصاد په اړه ټول روایتونه په اصل کې د اسلامي اقتصادي عمومي اډانه جوړوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند له همداسې مسایلو او معاملاتو مالامال دی او د ژوند هېڅ یوه داسې برخه نشته چې هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم یا هم یو قول پکې نه وي. همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرانکریم د ټولو احکامو تطبیق کوونکی او مجري دی، چې له ډلې یې اقتصادي مسایل هم راځي.
په دې او راتلونکو مباحثو کې په ځینو هغو مسایلو یا اقتصادي قضایاو باندې خبره کوو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړي او یا یې هم ورسره اړه درلوده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په دوو برخو – مکي او مدني – باندې وېشل کیږي، چې له هجرت مخکې او وروسته دورې دي او بیا په مدینې کې د لومړي اسلامي دولت تر تأسیس پورې. دلته هم اقتصادي مسایل په همدې دوو دورو کې تر غور لاندې نیسو.
1- مکي دور: خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند ډېر برخه په مکې کې تېره کړې ده. په مجموعي ډول د ژوند له ۶۳ کلونو څخه یې یوازې ۱۱ کاله په مدینه او پاته نور ۵۲ کال یې په مکې تېر کړي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مکي ژوند هم بیا په دوو برخو وېشل کیږي، چې یو یوه برخه یې تر بعثت مخکې دور – ماشومتوب، نوي ځواني او ځواني عمر دی او بله برخه یې هم له بعثت وروسته چې وحیې پرې نازله شوه او د دین د احکامو په رسولو مکلف شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، هم له بعثت مخکې او هم وروسته داسې چارې ترسره کړي، چې اقتصادي اړخونه لري او همداشان له بعثت وروسته یې ګڼ شمېر ایتونه نازل شوي چې له اقتصادي مسایلو سره تړلي او د یاد ابعاد یې بیان کړي دي.
دلته دواړې برخې هم د رسول الله اقتصادي کړنې او هم له اقتصاد سره تړلي قراني ایتونه تر غور لاندې نیسو، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړنی شخصیت و، چې قرانکریم به یې په عمل کې هم پلی کاوه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې
پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مکي ژوند کې داسې کړنې ترسره کړي، چې اقتصادي ابعاد یې درلودل او دلته یې دوې نمونې ذکر کوو؛
الف: د مزد په بدل کې د مکې د خلکو د مالونو څرول؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مزد په مقابل کې د مکې د خلکو مالونه څرولي دي، چې دا کړنه یې اقتصادي فعالیت شمېرل کیږي.
په یوه روایت کې له عبید بن عمیر څخه را نقل شوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل؛ ” ټولو پیغمبرانو مېږې څرولي، نو خلکو وویل، چې تاسو هم څرولي؟ ویې ویل؛ هو.”
د بخاري په (کتاب الاجاره) برخه کې بل روایت کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت شوی، چې رسو الله د یاد ځواب په مقابل کې وویل:” ما د مکې د خلکو پسونه د څو قراریطو په بدل کې څرولي.”
يادونه؛ قراریط د قراط جمعه ده، چې د یوه دینار لسمه یا شلمه برخه راځي.
ب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تجارتي سفر؛ په تجارت کې بوختیا له مهمو اقتصادي مسایلو څخه شمېرل کیږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت مخکې په مکه کې سوداګري کړې ده.
له شل کلنۍ څخه بیا تر پنځه وېشت کلنۍ پورې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وجود کمال، چې تر اوسه په محدود برخو کې معلوم او مشهوره و، په تدریج سره ټولو قریشو ته څرګند شو.
د ده شرافت، دینداري، امانت، صداقت، نیک اخلاق، لوړ همت او د رهبرۍ استعداد ورځ په ورځ څرګندېدل او په همدې وخت کې ورسره خدیجې رضي الله عنها تجارتي تړون وکړ.
حضرت خدیجه رضي الله عنها د خپلې پاکۍ او عفت له امله د قریشو په منځ کې په (طاهرې) سره مشهوره وه او د پوهې، فراست او نیکو اخلاقو له امله یې ټولو قریشو احترام کاوه او همداشان په قریشو کې ډېر شتمنه ښځه هم، ان ځينې وخت به د تجارتي کاروان نمايي مال د دې وو.
خدیجې رضی الله عنها به په خپلې پانګې تجارت کاوه او له یوه کس سره یې تړون کاوه، چې په کاروان کې یې مالونه د دې په نیابت یوسي او تعین شوی سهم ترلاسه کړي.
د ابن اسحاق د روایت پر اساس کله چې نوموړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نیکو اخلاقو او امانتداري څخه خبره شوه، نو ترې ویې وغوښتل چې د دې مالونه شام ته د تجارت په موخه یوسي او تر نورو ډېر سهم ترلاسه کړي. په پایله کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خدیجې رضی الله عنها ترمنځ تړون وشو او په دې سفر کې یې خپل غلام (میسره) ورسره واستاوه.
دا سفر د فیل کال د ذي الحجې په ۱۵ یا ۱۶ مه نېټه پیل شوی و او په لړ کې یې د خدیجې رضي الله عنها غلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک اخلاق، ښه عادات او خصلتونه ولیدل او ترې متأثره شو او له را ستنېدو وروسته یې په تفصیل سره خدیجې رضی الله عنها ته بیان کړل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه اخلاق درلودل. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په تجارت کې ډېر بریالۍ چارې ترسره کړې او ښه ګټه یې وکړه.
ابن سعد د منیې له لور نفیسې څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو په پرتله دوه برابره ګټه وکړه او خدیجې رضی الله عنها ته یې تحویل کړه، هغې هم له خپلې وعدې سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه برابر وعده کړی مال ورکړ.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version