لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم

څلوېښتمه برخه

د انترناسیونالیزم د پدیدې پیل
دا چې انترناسیونالیزم څه وخت راپیدا شو او لومړني بیرغ‌وال یې څوک وو، د دې سیاسي مکتب د پېژندلو په برخه کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه د یوه فکري مکتب اصل او بنسټ هغه وخت په سمه توګه پېژندل کېدای شي چې بنسټ‌ګران او علم‌وال یې وپېژاندل شي، او دا روښانه شي چې دغو کسانو د داسې یوه مفهوم له منځته کولو او پراختیا څخه کومې موخې او پروګرامونه درلودل. لاندې ځینو مواردو ته اشاره کوو:
انترناسیونالیزم له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته تجربوي او عملي زمینه پیدا کړه. که څه هم تر دې وړاندې د امانوېل کانت او ویلیم په شمول ګڼو نورو مفکرانو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نړیوالې ادارې د جوړېدو طرحې وړاندې کړې وې خو دا طرحې تر ۱۹۱۹ میلادي کال پورې چندان بریالۍ نه وې. سره له دې، د ۱۶۴۸ میلادي کال راهیسې د نړیوالو حقوقو د تدوین په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي وو. [۱]
د «انترناسیونالیزم» د اصطلاح رېښه انګلیسي ژبې ته رسیږي، یاده اصطلاح په لومړي ځل ۱۸۷۷ میلادي کال کې وکارول شوه، د ۱۸۶۴ میلادي کال په ترڅ کې د مارکس له لوري د نړیوالو کارګرانو د اتحادیې (لومړنۍ انترناسیونال) په جوړولو سره ابداع شوه. [۲]
د انترناسیونالیزم لومړنۍ واضعین د رواقیانو (Stoics) ډله وه چې په درېیمه قبل‌المیلاد پېړۍ کې یې فعالیت کاوه او مشران یې زېنو (Zeno) او کریسیپوس (Chrysippus) ول. دوی په دې عقیده ول چې د نړۍ ټول خلک د یوې ګډې ټولنې غړي دي او د همدې نړیوالې ټولنې په وړاندې مسؤلیتونه لري. د دې نړیوالې ټولنې قوانین طبیعي قوانین دي او باید د اطاعت وړ وبلل شي. او همدا نړیوال دولت پر فرد حاکم دی. رواقیان د ملت‌ او ناسیونالېزم مخالف ول، دوی به ویل: «د بشري ټولنې قوانین باید د طبیعت له قوانینو سره برابر او هماهنګ وي، نه برعکس.» دوی د بشري قوانینو طبیعي قوانیو ټولګه “نړیوال قانون” (Universal Law) بلل. د «نړیوال تبعه» اصطلاح هم همدوی وضع کړې وه او د ځانګړي هېواد یا خاصې ټولنې له تابعیت سره مخالف ول. دوی د ټولو انسانانو ترمنځ ورورولۍ ته قایل ول او ټول انسانان یې د مساوي حقوقو لرونکي ګڼل. [۳]
د «سیاسي مکتبونو» د کتاب لیکوال ډاکټر بهاءالدین پازارگاد د یادې موضوع په اړه لا زیات معلومات وړاندې کړي دي او د انترناسیونالیزم ټول پړاوونه یې د «خلاصۀ تاریچخۀ سیر فلسفۀ انترناسیونالیسم از زمان قدیم تا حال» تر سرلیک لاندې په څو مخونو کې تشریح کړې دي.[۴]
د انترناسیونالیزم ډولونه
د فکري مکتبونو پېژندونکي او هغه کسان چې په دې برخه کې یې لیکنې کړي یا نظریې وړاندې کړې دي، د انترناسیونالیزم لپاره درې اساسي ډولونه ذکر کړي دي:
۱. لېبرال انترناسیونالیزم؛
۲. استیلاګر (سلطه‌جو) انترناسیونالیزم؛
۳. انقلابي انترناسیونالیزم.
د «مکتب‌ها و اصطلاحات سیاسی» د کتاب لیکوال محمدعلي سادات د انترناسیونالیزم په اړه له لازمو توضیحاتو وروسته لیکي:
«سوسیالیستي انترناسیونالیزم یو نړیوال سازمان دی چې د لوېدیځو هېوادونو د ډموکراتو ګوندونو او د ځینو ختیځو هېوادونو د ګوندونو له راټولېدلو څخه جوړ شوی او تر اوسه هم شتون لري.»[۵]
په دې حساب دا څرګندیږي چې د انترناسیونالیزم ډولونه یوازې په یادو دریو ډولونو (لېبرال، سلطه‌جو، او انقلابي) ډولونو پورې محدود نه دي، بلکې د انترناسیونالیزم ډولونه د نظریه‌پردازانو او لیکوالانو د لیدلورو او نظریاتو له مخې بیلابیل ډولونه لري او مختلف تقسیمات یې په اړه وړاندې شوې دي.
یادونه: که څه هم یاده مفکوره د نشنلزم او ملي‌پالنې له منځته راتګ وروسته راپیدا شوه او خلک یې د مساوات، ورورولۍ، عدالت، له تعصب څخه د لرېوالي او د یو بل ترڅنګ د ګډ ژوند پر لور رابلل (که‌څه هم په خپلو کې له ډېرو ستونزو ډکه ده)؛ خو اسلام شاوخوا ۱۴۰۰ کاله وړاندې د خپلو ارشاداتو، لارښوونو، احکامو او امرونو له لارې ټول مسلمانان سره وروڼه بللي، او هغوی ته یې امر کړی چې د الله تعالی پر رسۍ لاسونه ټینګ کړي، له هر ډول اختلاف، بېلتون او دښمنۍ څخه ځانونه وساتي، هغوی یې یو امت ګڼلې، او د هر یوه حقونه یې د بل پر وړاندې څرګند کړي دي.
هغوی ( په ځانګړې توګه هغه مسلمانان چې د لوېدیځو پدیدو تر تأثیر لاندې راغلي وي) چې د دغو مفکورو په لیدو او لوستو سره متأثر کېږي، رنګ بدلوي، ژبه یې د ستاینې او تمجید پر لور چلېږي، او یادع مفکوره د بشریت د نجات او سعادت سرچینه ګڼي ، غوره به دا وي چې د اسلام قوانینو، امرونو او لارښوونو ته مراجعه وکړي او وګوري چې اسلام د مسلمانانو د یووالي، اتفاق او همبستګۍ لپاره کوم پروګرامونه وړاندې کړي او هغوی ته یې کومې ارزښتناکې توصې کړې دي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | برخه وروستۍ

سرچینې:
[۱] کاوه، ماهان، از ناسیونالیزم تا فاشیسم، ۱۳۹۹هـ.ش، ص ۱۲.

[۲] لیکوال: Fred Halliday، مفاهیم گوناگون انترناسیونالیسم، ۱۹۸۸م، ص ۱۰.

[۳] پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتب‌های سیاسی، بې‌تا، ص ۳۶.

[۴] د لا ډېر تفصیل لپاره دې یاد شوي کتاب ته مراجعه وشي، له ۳۵مې تر ۳۹مې صفحې پورې.

[۵] سادات، محمدعلي، مکتب‌ها و اصطلاحات سیاسی، لومړی چاپ، ۱۳۶۰هـ.ش، ص ۴۵.

Leave A Reply

Exit mobile version