لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

یوڅلوېښتمه برخه

میکانیک (علم‌الحیل)
مسلمانو ساینسپوهانو له هغو پراکندو معلوماتو او قاعدو څخه ګټه واخیسته چې پخوا یونانیانو، رومیانو، ایرانیانو او چینایانو د میخانیک علم په برخه کې وړاندې کړي وو. دوی دې علم ته په پراخه کچه وده ورکړه، نوې تخنیکي لارې یې پکې ایجاد کړې، خپل ابتکارات یې ورزیات کړل، او د میکانیک علم یې له یوې تفریحي او جادویی بڼې څخه، په یو مهم او عملي علم بدل کړ.
مسلمانانو یاد علم «علم‌الحیل» باله؛ دلته له «حیله» موخه هغه لارې چارې وې چې ځانګړې موخې ته د رسیدو لپاره د سختو شرایطو د ماتولو لپاره کارول کېدې؛ یعنې د داسې یوه ځواک رمنځته کول چې د انساني او حیواني ځواک اړتیا کمه کړي، او د کم میکانیکي ځواک په مرسته ډېر ځواک ته لاسرسی پیدا شي.
د دې علم موخه دا وه چې د انسانانانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، زور او عضلي ځواک د حیلو او فکر په وسیله بدل شي، او د بدني کار پر ځای له وسایلو کار واخیستل شي، څو له ستړي کوونکي غلامانه کار څخه خلاصون ومومي. په ځانګړي ډول اسلام په معیشتي چارو کې د فزیکي استثمار نظام له منځه یووړ، د خدمت‌کوونکو او غلامانو د آزار او د حیواناتو له بدني ځواک څخه ظالمانه استفاده یې منع کړې ده.
نو له همدې امله د داسې وسایلو جوړول چې د انسان پر ځای د درنو چارو د ترسره کولو لپاره کار ترې واخیستل شي، تمدني تمایل و، او یوازې هغه ملتونه ارزښت ورکوي چې د علم او تمدن پر لور ګامونه اخلي. سربېره پر دې دا ډول تمایل د هرې اختراع اصلي فلسفي هسته ده، ځکه چې پوهان ورځ تر بلې د انسان د ژوند د ښه والي او د ستونزو د کمولو لپاره وسایل جوړوي.
«علم‌الحیل النافعة» (د ګټورو وسایلو علم)، د اسلامي تمدن د علومو په چوکاټ کې د پرمختللي تخنیکي پوهې ښکارندوي کوله؛ انجنیرانو او تخنیک‌پوهانو خپله علمي پوهه د دین، ښارجوړونې او د تمدن په خدمت کې کاروله. [۱]
په داسې حال کې چې پخوانیو ملتونو د علم‌الحیل هدف یوازې دیني یا روحي تاثیرات ګڼل، لکه د کاهنانو له لوري له خوځنده یا غږیزو بتانو څخه استفاده کول، یا د معبدونو لپاره د ځانګړو سازونو او غږونو رمنځته کول؛ خو د اسلام په راتګ سره د بنده او خالق ترمنځ د اړیکې په برخه کې واسطه او بصري فریب له منځه یوړل شو. له همدې امله د «علم‌الحیل النافعة» نوی هدف دا شو چې د میخانیکي وسایلو له لارې د انسان پر ژوند واقعي اغېز واچوي.
دا وسایل او اختراعات د هوا د حرکت (آیرودینامیک)، د مایعاتو د جریان او تعادل (هیدرودینامیک او هیدرواستاتیک)، ورو کارکوونکو میخانیکي والونو، له لیرې څخه د کنټرول سیستمونو، ساینسي آلو، پلونو، کاریزونو، معماریو، ساختماني چارو او ځینو نورو برخو کې طراحي کیدل.
تاریخي شالید ته په کتو ویلای شو چې په اسلامي نړۍ کې د میخانیکي انجنیرۍ تکنالوژي د درېیمې هجري (نهمې میلادي) پېړۍ راهیسې وده موندلې او همدا پرمختګونه د یو شمېر مطرحو مسلمانو پوهانو په هڅو ترسره شوي دي. د دې تحول د مهمو مرحلو له جملې یوه یې هم هغه ارزښتمن آثار دي چې له دغو مخکښو انجنیري پوهانو څخه راپاتې دي. [۲]
  1. د موسی بن شاکر اولادونه
محمد (وفات: ۲۵۹هـ / ۸۷۳م)، احمد او حسن (وفات: ۲۶۱هـ / ۸۷۴م) د «موسی بن شاکر» اولادونه وو چې د درېیمې هجري (۹مې میلادي) پېړۍ په دوران کې یې ژوند کاوه. دوی د ریاضي، نجوم او عملي-تخنیکي علومو په برخه کې زیات شهرت ترلاسه کړ او په ځانګړې توګه د خپل ارزښتناک اثر «حیل بنی موسی» له امله ډېر زیات مشهور شول.
امام ابن خلکان د دې کتاب په اړه وايي:
«دوی یو حیرانوونکی او نادر کتاب لري چې د هر ډول عجیبو شیانو بیان پکې شته؛ ما هغه مطالعه کړی، زما لپاره له غوره او خوندورو کتابونو څخه و.»
دا کتاب شاوخوا سل میخانیکي وسایل تشریح کوي، دقیق توضیحات، انځورونه، او د جوړولو او کارولو طریقې پکې بیان شوي دي. د بنی‌موسی اولادونو له هغو سرپوښونو څخه کار واخیست چې په اوتومات ډول فعاله کېدل، او داسې سیستمونه یې جوړ کړل چې له ټاکلي وخت وروسته به فعالېدل. دا نوښتونه په اتوماتیک ډول د کنټرول په برخه کې له لومړنیو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي، چې د ساینس او ټکنالوژۍ په تاریخ کې خورا مهم مقام لري. دوی همداراز له مخروطي سرپوښونو او اتومات محورونو کار واخیست، او د میخانیکي محورونو داسې میکانیزمونه یې تشریح کړل چې د اروپا د عصري میخانیک تر نظریو ۵۰۰ کاله وړاندې و.
د بن موسی له لوري جوړې شوې ځینې میخانیکي دستګاوې په لاندې ډول دي:
  • داسې چراغ چې په شدید باد کې به هم نه مړ کېده؛ او فتیله او تېل به یې پخپله تنظیمېول؛ خلکو به فکر کاوه چې څراغ اصلاً تېل او فتیله مصرفوي نه.
  • داسې فواره‌ چې اوبه به یې یو وخت د وېرې په بڼه، او بیا د فوران په بڼه راوتلې، او په دوامدار توګه به بدلیدې را بدلیدې.
د تاریخپوهانو له لوري د دوی د نورو ستایل شویو اختراعاتو له جملې یو یې هغه لوی نجومي رصدي وسایل دي چې د اوبو په ځواک سره به په حرکت راتلل، دې آلې به ټول آسماني ستوري ښودل، او د یوې لویې آینې پر مخ به یې منعکسول. هرکله به چې یو ستوری یا شهاب راښکاره شو، نو دې آلې به ثبت او تعقیبوه، او هماغسې به یې ورکېدل هم سمدلاسه ثبتول.
دوی د زراعت او کروندې په برخه کې هم اختراعات رامنځته وکړل، لکه: د حیواناتو لپاره ځانګړي آخورونه چې د خوړو او اوبو اسانه لاسرسی پکې ممکن و، او له نورو حیواناتو سره یې د ګډیدو مخه نیوله؛ د حمامونو لپاره زېرمتونونه؛ د مایعاتو د غلظت اندازه کولو وسایل؛ او داسې وسایل چې په کرنیزو ځمکو کې نصب کېدل ترڅو د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د اوبه کولو بهیر تنظیم کړي.
د دوی دا ډول خلاقانه افکارو او اختراعاتو د حِیَل نافعه یا میخانیک انجنیري په پرمختګ کې ستر رول ولوباوه، ځکه چې د دوی طرحې له بارور (ثمربخش) تخیل، دقیق توصیف، او مخکښ تجریبي طرزفکر څخه برخمنې وې. [۳]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، مخ: 3.

[۲] باشا، احمد فؤاد، التراث العلمی الإسلامی: شیء من الماضي أم زاد للآتي؟، ص: 29، دارالفکر العربی، چاپ اول، 1423هـ.ق.

[۳] هماغه ماخذ، ص: 30.

Leave A Reply

Exit mobile version