لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه

دریمه برخه

افراط او بې‌نظمي
ډېری خلک له دې وېرې چې د افراط یا د بې‌نظمۍ په دام کې ونه‌لوېږي، له ډېریو نظریاتو، عقایدو، خبرو او کړنو ځان ژغوري. حال دا چې د دغو دوو اصطلاحاتو تعریف د انسان په عقل کې کومه کرښه یا ثابته اندازه نه لري. کېدای شي یو کس تر ټولو ناوړه اعمال، لکه لواطت او یا د ځان لوڅول، ترسره کړي، خو ځان بې‌نظمه ونه‌ګڼي؛ او بل کس نیک کارونه لکه نکاح کول او د حلالې غوښې خوړل پر ځان حرام کړي، خو سخت‌دریځي یې ونه‌ګڼي.
نو له همدې امله یوازې هغه مهال د مخلوقاتو ریښتینی ارزښت درک کېدای شي، کله چې عقل د پېژندنې وړتیا ولري او له نورو اغېزناکو عواملو څخه آزاد واوسي. ډېری هغه کسان چې د نظریاتو او عقایدو څېړنه ترسره کوي، خپلې ارزونې د ښکاره یا پټو عواملو تر اغېز لاندې راولي، دا عوامل کېدای شي قوي وي یا کمزوري؛ ځکه هر څوک چې د یوې موضوع، شخص یا پېښې په اړه څه وایي یا لیکي، هغه ګټې، زیانونه او خاطرات یې په ذهن کې وي چې زړه یې کوم وخت ورسره مشغول شوی وي، او دا خاطرې په غیرشعوري او ارادي ډول د هغه پر وینا او قلم اغېز کوي.
د ډېریو لیکوالانو او ویناوالو د نظر د بدلېدو لامل همدا دی. هر څه چې د انسان په ذهن کې راتېرېږي، که د سترګو د رپېدو په څېر لنډ واوسي هم د هغه پر پرېکړو اثر کوي. له همدې امله، پیغمبر ﷺ د قضاوت او حکم پر مهال الله تعالی ته دعا کوي چې ما دې خپل ځان ته نه سپاري: «اللَّهُمَّ لا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ» «خدایا! حتی د سترګې د رپېدو په اندازه هم ما خپل ځان ته مه سپاره.»[۱] او د نفس د اغېز په بیان کې چې د حقیقتونو د پېژندلو مخه نیسي، فرمایي: «إِنَّكَ إِنْ تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي تُقَرِّبْنِي إِلَى الشَّرِّ وَتُبَاعِدْنِي مِنَ الْخَيْرِ» «ځکه که ته ما خپل ځان ته وسپارې، نو شر ته به دې ورنیږدې کړی او له خیر څخه به لرې کړی یم.»[۲]
عاقل انسانان چې د منطق او عقل له اصولو سره بلدتیا لري، کله چې غواړي پر نورو اغېز وکړي، نو معلومات په داسې بڼه وړاندې کوي چې د مخاطب ټول حواس او درک وپوښي؛ چې په پایله کې یې هغه فکر چې دوی یې انتقالول غواړي د مخاطب په ذهن کې ځای نیسي، او مخالف حقایق که هر څومره پیاوړي او ثابت هم واوسي د دغې فکر تر محاصرې لاندې راځي. هر کس چې په دې کار کې تر نورو تکړه و نو  پر نورو یې اغېز هم وي، ولوکه پیغام یې پر باطل ولاړ وي هم. لکه څنګه چې ویل شوي: «د باطل زیات تکرار له زړونو د حق رڼا باسي.»
همدا لامل دی چې کله واکمنان او باچاهان د فساد اراده وکړي، نو فساد د خیر، تمدن، اخلاقو او پرمختګ په بڼه ښکاره کولای شي، او د دې کار لپاره یواځې له رسنیو ګټه اخیستل بسنه کوي.
د حقیقي پوهې اوج دا دی کله چې انسان خپل عقل د بل تر واک لاندې را نه ولي او د نورو لارښوونو پسې ونه ګرځي. نو که چېرې یو څوک هڅه کوي چې د باطلو خبرو د تکرار له مخې د یوه انسان پر عقل اغېز وکړي، نو باید همدا انسان هم په همغه کچه بې‌اعتنايي وښيي، تر څو فکر یې خپل اصلي او واقعي انداز ته را وګرځي، یعنې له مبالغې مخکې حالت ته. ځکه هغه کس چې نن د خپل زړه خاوند دی، شونې ده چې سبا یې له لاسه ورکړي، او دا هغه طرز فکر دی چې یوازې تر ټولو هوښیار، بصیر او خاص خلک یې درک کولی شي. ډېری هغه باطلې خبرې چې خلک یې تکراروي، اصلاً د یوه کس خبرې وي، او نور یې یا له وېرې، یا د طمعې، یا د دوستۍ، او یا د دښمنۍ له مخې تکراروي، نه د دې لپاره چې ګني خبره یې پر ځای ده. ډېر کم داسې خلک شته چې خبره د خپل ذاتي قناعت له مخې بیانوي. یوازې یو عالم او هوښیار انسان کولای شي دا ډول ظریف تفاوتونه وپېژني، او ګڼ شمېر ویناوال نه شي کولای چې تېر یې باسي.
ټول هغه کسان چې پر خلکو واک او نفوذ لري، لکه مشران، پاچاهان او شتمن خلک، کولی شي چې د یوه فکر لپاره پراخ ملاتړ رامنځته کړي، حتٰی که فکر یې ډېر خطا او ناسم واوسي هم. موږ وینو چې په هر هېواد کې هماغه فکر خپرېږي او پياوړی کېږي چې د هغه ځای مشران یې غوښتونکي وي، او اکثره خلک یواځې مقلدان او تعقیب کوونکي وي، نه خپلواک فکرکوونکي.
د موجوداتو د ارزښت سم درک او د هغوی ترمنځ د تمییز قدرت یوازې هغه وخت شونی دی چې درې اساسي عناصر له هر ډول بهرني اغېز څخه خوندي پاتې شي:
لومړی: د بصیرت سلامتي؛ بصیرت باید له هر ډول غیرطبیعي اختلال څخه پاک وي، هاغسې لکه څه ډول چې بدن د تبې په حالت کې د یخ او ګرم ترمنځ سم توپیر نه شي کولی. په دې مثال کې ستونزه د هوا په یخوالي کې نه ده، بلکې د بدن په حالت کې ده. هغه کس چې د اور ترڅنګ ناست وي، که ټول خلک د هوا یخوالۍ تایید کړي، خو دا کس به سمه پریکړه و نه شي کولی. همدا راز دواړه کسان د خپلو ځانګړو شرایطو تر اغېز لاندې دي، پداسې حال کې چې هوا بدلیدونکي نده.
پر عقل د اغېزناکو عواملو شمېر د هغو عواملو په پرتله چې پر بدن اغېز کوي ډېر زیات دی، ځکه چې فکري او ذهني تأثیرات ډېر ژر او پرلپسې واقع کېږي، لکه د سترګو رپول، او دا لړۍ نه ختمېدونکې ښکاري. اکثره دا تأثیرات تکراري وي، او ځینې یې فزیکي تأثیراتو ته په کتو دومره کوچني ښکاري لکه پر توره غوا سپین وېښته.
په ډېرو مواردو کې د عقل پرېکړې د همدغو علل او رواني ناروغیو تر اغېز لاندې راځي. مثلاً یو کس چې د خپل بصیرت او درک له مخې په داسې چاپېریال کې لوی شوی وي چې هلته بې‌نظمي او ګناه حاکمه وي، نو دا ډول انسان به حتماً اعتدال ته د سخت‌دریځۍ او افراط نوم ورکوي، او برعکس. هر څومره چې دغه فرد پر ښي لور منحرف شوی وي، په هماغه اندازه به د اعتدال په تعریف کې ظلم او تېروتنه کوي. دی به ځان ډېر دقیق، هوښیار او د عدالت تله ګڼي. خو حقیقت دا دی چې تله باید پر یوه هواره سطحه کېښودل شي تر څو وکولی شي په عادلانه ډول د شیانو وزن اندازه کړي، ځکه که سطحه کږه او مایله وي، نو د تلې دقت اغېزمنیږي، سره له دې چې تله به هماغه تله وي او وزن به هم هماغه وزن وي.
دویم: د اساس د سلامتیا موضوع ده، هغه اساس او معیار چې د اشیاؤ د ارزښتونو او اندازو د پېژندلو لپاره له ښوونو نیولې تر نورو برخو پورې پرې تکیه کېږي. بنسټ باید سالم او کره وي. هغه کس چې د پېژندنې معیار یې پر دین ولاړ وي، نو د ارزښتونو او حقیقتونو د درک لپاره الهي وحې او نصوصو ته رجوع کوي، ځکه همدا وحې قاطع مراجع او وروستۍ محکمه ده. خو هغه کس چې د پېژاندنې معیار یې پر شخصي ذوق، سلیقې، یا بې‌دلیله رأیو ولاړ وي، داسې مثال لري لکه یو څوک چې طلا او سپین زر یواځې د رنګ او ځلا پر بنسټ سره بېلوي، خو نور معیارونه په پام کې نه نیسي. دا کار پخپله د سنجش په اساس کې یوه نقص دی.
ډېری خلک د دین په چارو کې د افراط او تفریط د پېژندلو لپاره له خپل ذوق، احساس او یا د اکثریت له رایې څخه استفاده کوي. دا معیارونه که څه هم په خپل ځای ارزښت لري، خو د داسې موضوعاتو د سنجش لپاره کارول کېږي چې اصلاً د هغوی د سنجش لپاره نه دي ټاکل شوي. ذوق او سلیقه کیدلای شي د لباس، څښاک، خوراک، کور یا د ترانسپورت د وسیلو د انتخاب په برخه کې ارزښتناک واوسي، او همداراز د اکثریت تأیید هم ښایي په ځینو خاصو مواردو کې ګټور تمام شي. خو کله چې همدا واقعي تلې په ناسمه توګه وکارول شي، نو د انحراف ته لاره هواروي. یعنې هغه وسیله چې باید د ښکلا یا سهولت د ارزونې لپاره وکارول شي، که د حق او باطل د توپیر لپاره وکارول شي، نو نتیجه به یې غلطه وي. الله تعالی په قرآن کریم کې دا حالت داسې بیان کړی دی: «لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا، وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا، وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا، أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ، أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ.»
ژباړه: «د هغوى زړونه شته خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته خو څه پرې نه اوري، دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.» [۳]
په دې آيت کې د زړه، سترګو او غوږونو موجوديت تأیيد شوی، ځکه دا د انسان هغه حقایق دي چې انکار ترې نشي کیدلای. خو سره له دې الله تعالی له دوی څخه د پوهېدو، لیدلو او اورېدلو ځواک اخیستی دی، ځکه سره له دې چې د سمې نتیجې د ترلاسه کولو وسایل یې درلودل خو دوی ناسمې نتیجې ته رسېدلي دي، نو له همدې امله د دې نعمتونو موجودیت او نه‌موجودیت سره توپیر نه لري، ځکه چې ګټه ترې نه ده اخیستل شوې.
هغه کس چې تله یې په لاس کې وي خو د وزن سمه اندازه نه شي معلومولی، د هغه کس په څېر دی چې تله نه لري او یواځې د اټکل او ګومان پر بنسټ د وزن دعوه کوي. بلکې کېدای شي لومړی کس لا زیات د ملامتۍ مستحق واوسي، ځکه هغه حقیقت ته د رسېدو وسایل درلودل، خو نه یې سم کار ترې واخیست او نه هم سمې پایلې ته ورسېد.
الله تعالی دا حالت داسې توصیف کړی دی: «أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ، أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ» ژباړه: «دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.» [۴]
درېیم: له جهل څخه د معلوماتو سلامتي یو حیاتي ضرورت دی، ځکه په یوه برخه کې زموږ ناپوهي کولای شي چې په نورو برخو کې هم زموږ پر درک او قضاوت اغېز وکړي. هغه څوک چې غواړي د اعتدال لاره ومومي، باید د افراط او تفریط لارې هم وپېژني، تر څو یقیني شي چې هغه مسیر چې انتخاب کړی یې دی رښتیا هم د منځلارۍ او اعتدال لاره ده. زموږ مخې ته درې لارې پرتې دي:
۱. د افراط لاره
۲. د تفریط لاره
۳. د اعتدال یا منځلارۍ لاره
په دغو دریو لارو کې ناپوهي کولای شي د بلې لارې د درک وړتیا له خنډ او خطا سره مخ کړي. که یو کس یوازې دوه لارې وپېژني، مثلاً اعتدال او تفریط، نو ښایي د اعتدال لاره د افراط په توګه غلطه تعبیر کړي، او که بل کس یواځې له افراط او اعتدال سره آشنا وي، نو ښایي اعتدال ته د تفریط نوم ورکړي. نو له همدې امله د هرې لارې په اړه د قضاوت پر وخت لازمه ده چې له عقل، تدبیر او ژور تفکر څخه کار واخیستل شي. لکه څنګه چې الله تعالی امر کړی، انسان باید خپل ځان، فکر او قدمونو ته زحمت ورکړي، تر څو د نورو د حالت او له خپل وضعیت سره د پرتله کولو په برخه کې عادلانه او دقیق قضاوت ته ورسېږي.
الله تعالی په دې اړه فرمایي: «أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ، كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ، فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ.» «آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.»[۵]
او الله تعالی بیا فرمايي: «أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا، أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا؟ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ، وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ.» «اّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي.» [۶]
او الله تعالی فرمايي: «قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ، ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ، إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» «ورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى.» [۷]
او بیا فرمايي: «قُلْ سِيرُوا فِي الأَرْضِ، ثُمَّ انظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ» «ورته وايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و..»[۸]
څومره زیاتی دی چې انسان یوازې د نورو له حالاتو د ناخبرۍ له امله د یوه حال په اړه له خطا سره مخ کیږي، حال دا چې که یې فکر کړی وای او په نورو اړخونو یې هم ځان پوه کړی وای، نو ممکن قضاوت یې بدل شوی وای. خو ډېری وخت انسان د پایلو پر بنسټ ژر قضاوت کوي، او له همدې امله له دې مهمې نکتې غافل پاتې کېږي چې د هرې پایلې تر شاه یو لړ لومړني عوامل او مقدمات شتون لري، چې باید ژور غور پرې وشي.
مشرکانو هم هغه مهال کله چې بې‌دلیله ملایکې (العیاذ بالله) د الله لورګانې وبللې، الله تعالی بلې مهمې نکتې ته متوجه کړل چې که فکر یې کړی وای، نو دا خبره به یې نه کوله. هغه دا چې: تاسو چې خپلې لوڼې د شرم له امله ژوندۍ خښوئ او د ځان لپاره یې نه خوښوئ، او ورسته همدا مسئله د الله تعالی لپاره سمه ګڼئ؟!
الله متعال فرمايي: فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ ﴿۱۴۹﴾ أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ ﴿۱۵۰﴾ أَلَا إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ﴿۱۵۱﴾ وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۵۲﴾ أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ ﴿۱۵۳﴾ مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ﴿۱۵۴﴾”«نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟ (او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل، خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي، چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي، اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې، په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟»
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

 [۱] ـ مستردک حاکم،  ج ۱،  ص ۷۳۰.

[۲] ـ مسند امام احمد،  ۳۲۷،  دارالرسالة.

[۳] ـ سوره اعراف،  آیه: ۱۷۹.

[۴] ـ سوره اعراف،  آیه: ۱۷۹.

[۵] ـ سوره غافر،  آیه: ۸۲.

[۶] ـ سوره حج،  آیه: ۴۶.

[۷] ـ سوره عنکبوت،  آیه: ۲۰ .

[۸] ـ سوره انعام،  آیه: ۱۱.

[۹] ـ سوره صافات،  آیه: ۱۴۹ ـ ۱۵۴.

Leave A Reply

Exit mobile version