لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه 

اته دېرشمه برخه

د نفس د ساتنې سلبي وسایل
اسلام د نفس د ساتنې لپاره د مثبتو تدابیرو ترڅنګ منعه کوونکي (سلبي) موارد هم په نظر کې نیولي دي، چې له هغو څخه یو مهم یې په نورو د ظلم کول منعه ده.
الف) د ظلم او نفس وژنې منعه
اسلامي شریعت نورو ته زیان رسول او وژنه یې په هر ډول چې وي، منعه کړې او ستره ګناه یې بللې ده، ان که په غیري قصدي ډول هم وي، باید ترسره کوونکی یې مجازات شي؛ خدای تعالی فرمايي؛
” وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنٗا مُّتَعَمِّدٗا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَٰلِدٗا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمٗا [1]
او هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله په ده باندې غضب كړى دى او په ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى.
دا ایت د قاتل د جزا سختوالی ښيي؛ په جنهم کې ډېر وخت پاته کېدل، الهي غضب او له الهي رحمت څخه شړل او ستر عذاب یې پایله ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمايلي؛ «أَبَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ لِقَاتِلِ الْمُؤْمِنِ تَوْبَةً.[2]» – الله تعالی د قاتل مومن توبه نه مني.
که څه هم ډېری علماء په دې باور دي، چې د قاتل توبه هم منل کیږي، خو له دې څخه په اسلام کې د نفس د ساتنې اهمیت څرګندیږي.
خدای تعالی فرمايي؛
” وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُمۡ خَشۡيَةَ إِمۡلَٰقٖۖ نَّحۡنُ نَرۡزُقُهُمۡ وَإِيَّاكُمۡۚ إِنَّ قَتۡلَهُمۡ كَانَ خِطۡـٔٗا كَبِيرٗا “[3]
او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده
او همداشان فرمايي: ” وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ – بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ “[4]
او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي –   چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده.
اسلام هغه چا ته چې په ظلم سره وژنې کوي او هغه یې خپله لار ټاکلې د سختې جزا ګواښ کړی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«لَا تُقْتَلُ نَفْسٌ ظُلْمًا إِلَّا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا، لِأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ الْقَتْلَ[5].» – هېڅ یو نفس به په ظلم سره نه وژل کیږي، مګر دا چې د ادم زوی قابیل د خپلې ګناه سهم تر واخلي، ځکه هغه لومړی کس و، چې قتل یې وکړ او دا یې کړنه یې رواج کړه.
امام نووي رحمه الله وايي؛ – دا حدیث د اسلام اصل دی او د همدې پر بنسټ څوک چې هم د کومې لارې بنسټ کېږي او نور یې اقتدا وکړي، د قیامت تر ورځې یې د ټولو عاملانو په ګناه کې او په جرم کې ورسره شریک دی[6].
دا اصول د نفس ساتنې او د ظلم د منعې په برخه کې د اسلام د توجه ښکارندویي کوي.
اسلام د قتل جرم داسې ستر او بد عمل بولي، چې د ټول بشریت وژنه یې بولي او دا د دې جرم نهایت بدوالی څرګندوي، خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛ ” مَن قَتَلَ نَفۡسَۢا بِغَيۡرِ نَفۡسٍ أَوۡ فَسَادٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعٗا وَمَنۡ أَحۡيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحۡيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعٗاۚ “[7] چا چې هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ .
دا ایت په اسلام کې د نفس پر اهمیت او ارزښت ټینګار کوي.
د همدې حیاتي ارزښټ له امله د قیامت په ورځ د بنده ګانو د حقونو په لړۍ کې لومړی محاسبه د تویو شو وینو کیږي؛ عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ «أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَينَ النَّاسِ، يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فِي الدِّمَاءِ.» د قیامت تر ټولو لومړۍ پرېکړه چې د انسانانو ترمنځ کیږي، د تویو شویو وینو په اړه ده.
همداشان پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ «لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ[8].» – د نړۍ له منځه تګ الله تعالی ته د یوه انسان تر ناحقه وژنې اسانه دی.
په ترمذي کې د ابوسعید په روایت سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه را نقل شوې؛ «لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ لَأَكَبَّهُمُ اللَّهُ فِي النَّارِ[9].» که چېرته د اسمان او ځمکې اهل د یوه مؤمن په وینې تویدنې کې ګډون وکړي، نو الله به ټول جهنم ته واچوي.
همداشان بیهقي د ابن عمر رضی الله عنه په روایت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوی، چې وايي؛ «مَنْ أَعَانَ عَلَى دَمِ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِشَطْرِ كَلِمَةٍ، كُتِبَ بَينَ عَيْنَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: آيِسٌ مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ.[10]» هر څوک ان که د نیمې کلمې په اندازه هم د یوه مسلمان په وژنه کې مرسته وکړي، نو د قیامت په ورځ به یې په تندي باندې ولیکل شي؛ د خدای له رحمت څخه نهیلی.
اسلام یوازې د مسلمان نه بلکې د تړون لرونکي کافر او ذمي وژنه هم په ډېر شدت سره منعه کړې، پیغمبر صلی الله فرمايي: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا.»[11] – هر هغه څوک چې له مسلمانانو سره تړون لرونکی کافر ووژني، نو د جنت بوی به یې سپږمو ته ونه رسیږي یا دا چې بوی به یې د څلوېښت کاله د مزل په اندازه له لیرې څخه محسوسوي.
دا حدیث څرګندوي چې د انسانانو ژوند ژغورل — که هغوی د ذميانو (غیرمسلمانو چې د اسلامي دولت تر ملاتړ لاندې وي) له ډلې هم وي — یو شرعي مسؤولیت دی او هر ډول تېری پر دوی، ستره او نه بښونکې ګناه ګڼل کېږي.[12]
قتل، د هغه بنسټ له منځه وړل دي چې الله تعالی په خپله حکمت او قدرت سره پیدا کړی دی. د یوه انسان ژوند اخیستل، د هغه د کورنۍ او خپلوانو پر حق تېری دی، هغه کسان چې له ده سره تړلي وو او د ده له شتون څخه یې ګټه اخیستله. قتل حرام (منع شوی) عمل دی، که هغه مسلمان وي او که کافر چې د اسلامي دولت تر امان یا تړون لاندې وي.
په دې احادیثو او قرآني نصوصو کې د قتل د حُرمت او د ژوند د ساتنې پر اهمیت ټینګار شوی دی. دا تعلیمات د انساني ژوند ارزښت څرګندوي او دا ښيي چې ژوند ساتل د یوه عادلانه او د رحم پر بنسټ ولاړې ټولنې جوړولو لپاره اساسي رول لري.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] سورۀ نساء آیۀ ۹۳.

[2] ضياءالدين أبو عبدالله محمد بن عبدالواحد المقدسی، (۲۰۰۰م) الأحاديث المختارة مما لم يخرجه البخاري ومسلم في صحيحيهما. بيروت – لبنان. دار خضر للطباعة والنشر والتوزيع: ١٦٣/٦.

[3] سورۀ اسراء، آیۀ ۳۱.

[4] سورۀ تکویر، آیۀ ۸ و ۹.

[5] صحيح البخاري:كتاب الرقاق باب القصاص يوم القيامة (۳/۹) وصحيح مسلم: كِتَابُ الْقَسَامَةِ وَالْمُحَارِبِينَ وَالْقِصَاصِ وَالدِّيَاتِ، بَابُ الْمُجَازَاةِ بِالدِّمَاءِ فِي الْآخِرَةِ، وَأَنها أَوَّلُ مَا يَقْضَى فِيهِ بَينَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: ۱۳۰۴/۳.

[6] المنهاج للنووی: باب المجازاة بالدماء في الآخرة… ۲/۴۳۵.

[7] سورۀ مائده آیۀ ۳۲.

[8] صحيح البخاري: كتاب الرقاق باب القصاص يوم القيامة (۳/۹) وصحيح مسلم: كِتَابُ الْقَسَامَةِ وَالْمُحَارِبِينَ وَالْقِصَاصِ وَالدِّيَاتِ، بَابُ الْمُجَازَاةِ بِالدِّمَاءِ فِي الْآخِرَةِ، وَأَنها أَوَّلُ مَا يَقْضَى فِيهِ بَينَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: ۱۳۰۴/۳.

[9] محمد بن يزيد ابن ماجة أبو عبدالله القزويني، (۲۰۰۹م) سنن ابن ماجه، كِتَابَ الدِّيَاتِ بَابُ التَّغْلِيظَ فِي قَتْلِ مُسْلِمٍ ظُلْمًا تحقيق: محمد فؤاد عبدالباقي، مصر، دار إحياء الكتب العربية.: ۸۷۴/۲.

[10] سنن الترمذى أبواب الدِّياتِ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ بَابُ الحُكْمِ فِي الدِّمَاءِ: ۱۷/۴.

[11] أحمد بن الحسين، أبو بكر البيهقى (۲۰۰۳م) شعب الإيمان الرياض، مكتبة الرشد للنشر والتوزيع: ۲۵۷/۷.

[12] صحيح البخارى: كتاب الجزية: باب إثم من قتل معاهدا بغیر جرم: ۹۹/۴.

Leave A Reply

Exit mobile version