لیکوال: دکتور نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه

دولسمه برخه

له فصیحو بشري خبرو څخه د قرآن کریم د لوړوالي یوه بېلګه
بې‌شکه، قرآن کریم د فصاحت او بلاغت په اوج کې دی؛ داسې کلام دی چې هم عقل ته خطاب کوي او هم زړه ته.  د لنډو الفاظو په ترڅ کې ژور او پراخ مفاهیم پخپله غېږ کې لري. د تاریخ په اوږدو کې، فصیح او بلیغ عربو، حکیمانو او شاعرانو، ټولو د دې الهي کلام په وړاندې سر ټیټ کړی دی. د دې بې‌ساري بیاني اعجاز یوه ځلانده بېلګه، دا لنډ او له مفهومه ډک ایت دی؛ “وَلَكُمۡ فِي ٱلقِصَاصِ حَيَوٰةٞ” [بقره: ۱۷۹]
دې ایت په څو محدودو کلمو کې اخلاقي پیغام، حقوقي او ټولنیز جوړښت په حیرانونکي بڼې بیان کړی دی.
د جاهلیت په دور کې د فصاحت له مخې دې جملې «القتلُ أنفى للقتل» – قتل د وژنې مخه نیسي، شهرت درلود، خو د قرانکریم د لوړ ایت په را نازلېدو سره څرګنده شوه، چې قرانکریم په فصاحت، روان والې او معنی کې له بشري خبرو لوړ دی.
دلته به د دې دوو جملو مقایسه وکړو او د قرانکریم د لوړتیا بېلابېل ابعاد به څرګند کړو.
د «القتلُ أنفى للقتل» پر جملې د قرانکریم د ایت لوړتیاوې
قرانکریم له ګڼو اړخونو څخه د جاهلیت د دور پر دې جملې لوړوالی لري، چې لاندې یې شرحه کوو؛
  • لفظي اختصار
یاد ایت له تنوین پرته یوازې -لس حرفونه- لري، خو د عربو د جاهلیت د دور دا جمله – څوارلس توري – لري. د قرانکریم اختصار (لنډون) نه یوازې چې معنی یې نه ده محدوده کړې، پر ځای یې له محتوا ډکه او واضحه کړې هم ده.
  • شمول او اطلاق
یاده مبارکه آیه پر یوه عمومي قاعده دلالت کوي: په هر «قصاص» کې ژوند پټ دی. خو «القتل أنفى للقتل» (قتل، د قتل مخنیوی کوي) جمله عام اطلاق نه لري؛ ځکه هر ډول قتل د بل قتل مخنیوی نه کوي. بلکې ناحقه قتل برعکس، فتنه، ناامنۍ او د نورو وژنو د زیاتوالي سبب ګرځي.
  • په “حَياةٌ” کې د تنوین معنا
د “حَياةٌ” کلمې تنوین (یعني ناڅرګندتیا یا نامعین توب) ډېره ژوره معنا لري؛ یا خو دا د یوه ځانګړي ډول ژوند نښه ده — لکه د قانون، امن او عدالت ژوند — یا دا تنوین د تعظیم لپاره راغلی، یعني دا ښيي چې ژوند ډېر ارزښت، لوړ رتبه او دروند مقام لري.
  • ښکلی تقابل (طباق)
په دې مبارکه آیه کې د بلاغت یوه ښکلي فني وسیله، یعني “طباق” کارول شوی دی؛ دلته «القصاص» د «الحياة» په مقابل کې راغلی. قصاص د ژوند اخیستل دي او «الحياة» ژوند ته اشاره کوي، یعني دا دوه متضاد مفاهیم دي. دې ښکلي تقابل د آیت معنا نوره هم ژوره او درنه کړې ده.
  • اصلي هدف ته څرګنده اشاره
په یاد مبارک آیت کې څرګنده اشاره شوې چې ژوند د قصاص اصلي او وروستی هدف دی؛ حال دا چې د بشر له خوا ويل شوې جمله کې يوازې «د قتل مخنیوي» ته اشاره شوې، چې دا پخپله تفسیر ته اړتیا لري تر څو څرګنده شي چې اصلاً موخه د ژوند ساتنه ده.
  • یو حیرانوونکی تعبیر
دا مبارکه ایه له بلاغي پلوه یو حیرانوونکی تعبیر لري؛ ځکه دا ژوند په قصاص کې اثباتوي! دا ډول بیان د قرآن له ژبنیو ځانګړتیاوو څخه دی، لکه څنګه چې یو ظرف (قصاص) کولی شي مظروف (ژوند) وساتي، همداسې دا آیه ښيي چې قصاص د ټولنیز ژوند ساتونکی دی.
  • له ستړي کوونکي تکرار څخحه پرهېز
په بشري جمله کې د «قتل» کلمې تکرار، په یوه داسې لنډ عبارت کې، دروندوالی او ژبنی تعقید پیدا کړی؛ خو د قرآن کریم آیت د اختصار، تنوع او فصاحت له لارې دا ډول تکرار نه‌دی کارولی او همدا یې بیان ته لطافت ورکړی.
  • د کلام رواني او موسیقي
په مبارکه آیت کې کلمې داسې هنرمندانه سره نښلول شوې دي چې پر ژبه نرمه او پاسته ویل کیږي؛ نه ستونزمن غږیز تکرار لري، نه هم ناهماهنګ حروف. ترکیبونه لکه «القصاص حياة» د نرمو اصواتو، خوږ ریتم او طبیعي اهنګ له امله ډېر خوږ او غوږنوازه دي، چې د بشري عبارتونو له دې ډول موسقیت څخه بې برخې دي.
  • معنوي خپلواکي
دا آیه خپله د بشپړ معنا لرونکې ده، نه نور وضاحت ته اړتیا لري، نه هم کوم قید یا شرط ته. خو بشري جمله تر هغه وخته معنا نه ورکوي، څو پورې چې یو پوره سیاق او وضاحت ورسره نه‌وي.
  • د حکم پراخوالی او عمومیت
په دې آیه کې «القصاص» کلمه د جنس “لام ” سره راغلې، چې دا د یو عمومي او ټول‌ګډونه جکم ښکاروندی دی. دا ښيي چې  قصاص یواځې په قتل پورې محدود نه‌دی، بلکې جراحت، وهل او نورو ورته ضررونو ته هم شاملېږي. برعکس، بشري جمله یوازې یوه خاص ډول  -قتل – ته اشاره کوي.
  • له ناڅرګند مفهوم څخه پرهېز
په دې ایت کې له (أفعل) صیغې څخه استفاده نه ده شوې، ځکه کله نا کله دا مفهوم هم ورکوي، چې په ترک کې یې هم ګټه شته، داسې ابهام د قران په هېڅ ځای کې هم نشته.
  • د نفیې پر ځای د اثبات له لارې تعبیر
دا مبارکه آیه د منفي تعبیر (لکه: «قتل مه کوه») پر ځای، د ژوند اثبات ته پام اړوي؛ داسې ژوند چې د قانون او عدالت تر سیوري لاندې خوندي ساتل کېږي. دا مثبت او رغوونکی فکري طرز، د قرآني خطاب له بنسټیزو اصولو څخه شمېرل کېږي.
  • د تضاد توهّم نه‌شتوالی
بشري جمله کې داسې ګومان پیدا کېدلی شي چې ګواکي «قتل» پخپله د خپل نفیې سبب ګرځي – چې دا له عقلي پلوه ناممکنه خبره ده. خو قرآني آیت له دې ډول مغالطې پاک دی  او یو روڼ، معقول او د منطقي پیغام وړاندې کوي.
  • د محصور کولو لپاره مخکي والی (تقدیم)
په دې ایت کې د «لَكُم» جار او مجرور د جملې له پیل سره راغلی، چې دا د حصر (یعنې ځانګړي کولو) معنا لري. یعنې: ژوند خاصاً ستاسو لپاره دی، که قصاص عملي شي. دا نحوي ترتیب د تاکید او اختصاص ژوره معنا لري.
د «القتل أنفى للقتل» جملې کمزوریانې
دا ډول جملې چې د جاهلیت د عصر د ویاړ لامل بلل کېدې او له قرانکریم سره سیالې جملې یې ګڼلې، د قراني ایت په مقابل کې زیانې کمزوریانې لري، چې ځینې په لاندې ډول دي.
  • نحوي او بلاغي ستونزه
د «أنفى» کلمه «نفي» (لیرې کولو) له مادې څخه د تفضیل صیغه ده، خو د «أنفى للقتل» په ترکیب کې دا نه روښانه معنا لري او نه واضح نحوي جوړښت. له بلې خوا، د تفضیل دغه ډول ترکیب له بلاغت او وضاحت نه بې‌برخې دی او ابهام زېږوي.
  • د ایجاز (لنډ بیان) نشتوالی
که څه هم دا جمله ظاهراً لنډه ده، خو د قرآن د فصاحت، دقت او هنري اختصار له ښکلا بې‌برخې ده. د «القتل» کلمې تکرار هم بیان محدود کړی، هم یې معنا منحصره  کړې ده.
  • د معنا د ژورتیا نشتوالی
د «قتل» کلمې دوه ځله تکرار، چې هم د جملې په سر کې راغلی او هم په پای کې، بیان دروند،  ستړی کوونکی او بې‌روحه کړی دی؛ نه خو ښکلی تصویر وړاندې کوي، نه هم تاثیرناک پیغام.
  • د جوړښت ګډوډوالی
«القتل أنفى للقتل» ترکیب له معنايي او لفظي پلوه نه تسلسل لري، نه هم منطقي او روان تړاو لري. دا  جمله ګونګه ده او ذهني وضاحت نه‌شي رامنځته کولی.
  • د تاثیر او حکمت نشتوالی
یاده بشري جمله هیڅ ډول عاطفي تاثیر نه‌لري، نه حکمت پکې ښکاري او نه ژور پیغام. دا یوازې یو سوړ، سطحی او یخ خبر دی، چې له روحانیت، ژور والي او شعوري پیغامه بې‌برخې ده.
په خلاصه ډول ویلای شو، چې د ( «وَلَكُمۡ فِي ٱلقِصَاصِ حَيَوٰةٞ » [بقره: ۱۷۹] مبارک ایت د فصاحت، معنا او حکمت په برخه کې د عربو د جاهلیت د عصر د فصاحت د قوي جلمې په وړاندې یو شهکار دی. دا ایت له حیرانونکي ایجاز، سنجول شوې جوړښت او جامعې محتوا سره دا ثابتوي، چې الهي کلام نه یوازې له بشري کلام څخه لوړ دی، بلکې داسې حکمت او لارښوونه هم پکې اغږل شوې، چې زړونه اراموي او ټولنې د عدالت لور ته رهنمايي کوي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version