لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

دوه‌څلوېښتمه برخه

بدیع‌الزمان جزري
د “حِیَلِ نافعه” یا د ګټورو میخانیکي وسایلو په برخه کې د مسلمانانو په نوښتونو کې د میخانیکي ساعتونو او بلابرونو (هغه آله چې په مرسته یې شیان بامونو یا لوړو ودانیو ته پورته کیږي) بېلابېل ډیزاینونه شامل وو؛ دې میخانیکي آلو به د ګیرونو په مرسته خطي حرکت پر دوراني حرکت بدلوی. دا سیستم نن سبا په ټولو عصري انجنونو کې کارول کیږي.
په دې برخه کې تر ټولو مشهور اثر د «بدیع‌الزمان ابوالعز بن اسماعیل بن الرزاز الجزری» (وفات ۱۱۸۴م) «الجامع بين العلم والعمل النافع في صناعة الحيل» دی. یاد کتاب په ۱۹۷۴ میلادي کال کې «ډونالد هیل» انګلیسي ته وژباوه، او د علم معاصر تاریخ‌پوه «جورج سارتون» د “حِیَلِ نافعه” په برخه کې تر ټولو واضح او غوره اثر، او په فني برخه کې د مسلمانانو د لاسته راوړنو اوج بللی دی.
د الجزري کتاب څو برخې لري چې تر ټولو اوږده برخه یې «اوبیزو ساعتونو» ته ځانګړې شوې ده، او یوه بله برخه یې «د اوبو د را پورته کولو وسایلو» ته ځانګړې شوې ده. د الجزري په ساعتونو کې داسې اتوماتيکې نانځکې ځای پر ځای شوې وې چې وخت به یې مالوماوه، لکه مرغان چې په خپله مښوکه به یې کوچني توپونه د سنجونو پر لور ورګزارول، یا دروازې چې خلاصیدې به او کوچني انسانان به ترې راوتل، یا د برجونو دایرې چې تاوېدې به، او یا داسې کسان چې طبلې به یې وهلې او شپېلۍ  به یې غږولې. په ډېریو دغو ساعتونو کې لومړنۍ محرک ځواک د ډېر دقیق قرقره‌یي( هغه ساده ماشین چې په مرسته یې وزنداره شیان پورته کیږي)
سیستم له لارې نانځکو ته لېږدول کېده.
الجزري د کتاب په هغه برخه کې چې د «اوبو د را پورته کولو وسایلو» ته ځانګړې شوې، د یوه داسې پمپ ډیزاین بیانوي چې معاصرو تاریخ‌پوهانو د «بخار له ماشین» سره تر ټولو نږدې نمونه ګڼلې ده.
دا پمپ له دوو متقابلو نلونو جوړ شوی چې هر یو یې استوانه‌يي (Cylinder) پیستون لري. کله چې یو نل د فشرده‌سازۍ (کمپریشن) په حالت کې وي، بل نل یې د مکش (سکشن) عمل ترسره کوي. د دې متضادو خوځښتونو د همغږۍ لپاره یو غاښ‌لرونکی ډیسک (دندانه‌دار ډیسک) شتون لري چې دواړه برخې په غیرمرکزي توګه ورسره نښلول شوي دي. دغه ډیسک د ګیرونو په مرسته چې له مرکزي محور سره وصل دی حرکت کوي. په هر پمپ کې درې والونه (سوپاپونه) ځای پر ځای شوې دي چې یوازې له لاندې څخه د اوبو د راپورته کولو جریان ته اجازه ورکوي او د اوبو د بېرته تګ مخه نیسي.
د الجزري له لوري طرحه شوی پمپ یوه فلزي آله ده چې د باد یا د هغو حیواناتو په واسطه کار کوي چې په دایروي ډول حرکت کوي. د دې پمپ موخه دا وه چې له ژورو څاه‌ګانو څخه د ځمکې سطحې ته اوبه راپورته کړي، یا له هغو سیندونو څخه چې په ټیټو سطحو کې واقع دي، لوړو سیمو ته اوبه ولېږدوي، لکه د مصر د «المقطم» غر.
سرچینې یادونه کوي چې دې ټکنالوژۍ ددې وړتیا درلوده چې اوبه به یې شاوخوا لس متره لوړې پمپ کولې، او په مستقیم ډول به یې د ځمکې پر سطحه تویولې، په داسې حال کې چې د مکش نل به د اوبو په دننه کې ډوب پاتې کېده.[۱]
۳.‌ تقی‌الدین بن معروف دمشقي
«تقی‌الدین بن معروف الدمشقی»، چې د لسمې هجري (شپاړسمې میلادي) پېړۍ له مهمو اسلامي انجنیرانو څخه شمېرل کېږي، یو نامتو عالم او تخنیک‌پوه و.
نوموړي د «الطرق السنية في الآلات الروحانية» تر عنوان یو کتاب لیکلی، په دې کتاب کې یې د میخانیکي وسایلو دقیق توضیحات وړاندې کړي دي؛ لکه اوبیز، میخانیکي او شني ساعتونه، بالابرونه د قرقرو او ګیرونو په مرسته د اوبو فوارې، او چرخېدونکي آلې چې د بخار د توربینونو په وسیله کار کوي.
یاد کتاب له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی، ځکه د اسلامي تمدن په دوران کې د میخانیکي انجنیرۍ د پرمختګ یو مهم پړاو بشپړوي، او داسې وسایل پکې توضیح شوي چې تر هغه مخکې نه په اسلامي او نه هم په غربي منابعو کې یادونه ترې شوې وه.
تقی‌الدین په خپلو توضیحاتو کې د معاصرې انجنیرۍ نقشو ته ډېر نږدې شوی، تر دې چې په یوه انځور کې یې د یوې آلې ټول جزئیات د بېلابېلو لیدلورو او درې‌بعدي اړخونو په مرسته ښودلي دي.
یاده ځانګړنه ددې اړتیا پیدا کوي چې متخصصین د دې متونو او انځورونو د دقیق فهم لپاره ژوره مطالعه وکړي.
د هغو مهمو اوبیزو ماشینونو له جملې څخه چې تقی‌الدین په خپل کتاب «الطرق السنية في الآلات الروحانية» کې بیان کړي یو یې هم «شپږ‌سلنډره پمپ» دی. تقی‌الدین د لومړي ځل لپاره له داسې «بلوک سیلندر» څخه کار واخیست چې شپږ سیلنډرونه یې په یوه کرښه کې ځای پر ځای کړي وو، او همداراز یې یو «میل‌بادامک» کارولی و چې شپږ برآمدګۍ یې په منظم ډول د یوې دایرې پر محیط وېشل شوې وې.
دا سیستم داسې ډیزاین شوی چې سیلنډرونه یو‌ پر بل پسې په حرکت راځي او د اوبو جریان په دوامدار ډول جاري ساتي.
تقی‌الدین سپارښتنه کړې وه چې د سیلندرونو شمېر باید له درېیو کم نه وي، تر څو د اوبو په را پورته کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نشي.
دا پرمختللی مفهوم  چې هم د متوالي فعالیت ترتیب پکې مراعات شوی او هم د نوسان مخنیوی، د عصري دینامیکي تعادل له نظریې سره یو ځای، د نننۍ څو‌سیلنډره انجنونو او کمپرسرونو د ټکنالوژۍ بنسټ جوړوي.
شیخ تقی‌الدین په خپل شپږ‌سیلندره پیستوني پمپ کې د هر پیستون پر میل یو دروند وزن نصب کړی و، چې همدا وزن به د نل په صعودي برخه کې د اوبو له ستنې څخه دروند و. دې طرحې دا تضمینوله چې پیستون په مؤثر ډول بېرته ښکته راشي او اوبه تر ټاکلي لوړوالي پورې پمپ کړي. د تقی‌الدین دا نوښت له هغې طرحې څخه مخکې و چې «مورلند» په ۱۶۷۵ میلادي کال کې وړاندې کړه، په کومه کې چې د پیستون د بېرته راوستلو لپاره له سربي ډیسکونو څخه کار اخیستل شوی و.
د تقی‌الدین له یادو نوښتونو څرګندويږي چې د اسلامي تمدن میخانیکي انجنيري یوازې د تفریحي وسایلو تر جوړولو نه وه محدوده، بلکې داسې پرمختللي ډیزاینونه هم پکې شامل وو چې له اروپایي ټکنالوژیو څخه پېړۍ مخکې رامنځته شوي وو. [۲]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۳۳۱.

[۲]. التراث العلمی الإسلامی شیئ من الماضی أم زاد للآتی؟ ص: ۳۹.

Leave A Reply

Exit mobile version