لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه

نهه دېرشمه برخه

د نفس ساتنې سلبي وسایل
ب) د ځان وژنې حراموالی
په اسلام کې د نفس ساتنې یوه وسیله له ځان وژنې څخه ډډه کول دي، خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي:
” وَلَا تُلقُواْ بِأَيدِيكُم إِلَى ٱلتَّهلُكَةِ – اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، “
همداشان په بل ځای کې وايي: ” ولَا تَقتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا – او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى”
په یوه حدیث کې چې مسلم او بخاري کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی، راځي:
«مَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ، فَهُوَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ يَتَرَدَّى فِيهَا خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ تَحَسَّى سمَّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ، فَسمُّهُ فِي يَدِهِ يَتَحَسَّاهُ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا، وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِهِ يجأُ بِهَا فِي بَطْنِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا»
هر څوک چې ځان له غره څخه وغورځوي او په دې بڼه ځان وژنه وکړي، نو تل به د دوزخ په اور کې لویږي. هرڅوک چې د زهرو په خوړلو ځان ووژني، نو تل به په جهنم کې کپه کپه زهر خوري او چا چې په اوسپنې ځان وژنه وکړه، نو هغه اوسپنه به تل په جهنم کې ورسره وي او په خپله نس کې به یې وهي.
دا حدیث په واضح ډول بیانوي، چې د نفس وژنه ان که د خپل نفس هم وي، حرامه ده او ترسره کوونکی به یې به اړه پوښتل کیږي.
بخاري کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم وفرمايل:
«الَّذِي يَخْنُقُ نَفْسَهُ يَخْنُقُهَا فِي النَّارِ، وَالَّذِي يَطْعُنُهَا يَطْعُنُهَا فِي النَّارِ.»
چا چې د ځان ساه بنده کړه او ځان وژنه یې وکړه، نو په جهنم کې به هم خپله ساه بندوي او چا چې ځان په نیزې واوژه نو په دوزخ کې به هم ځان په نېزې وهي.
جندب بن عبدالله رضی الله عنه هم روایت کوي، چې رسول وفرمایل؛
«كَانَ فِيمَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ رَجُلٌ بِهِ جُرْحٌ، فَجَزِعَ، فَأَخَذَ سِكِّينًا فَحَزَّ بِهَا يَدَهُ، فَمَا رَقَا الدَّمُ حَتَّى مَاتَ، قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: بَادَرَنِي عَبْدِي بِنَفْسِهِ، حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ.»
پخوا یو سړی چې زخمي شوی و، نو درد یې نشو زغملای او له همدې امله یې په چاقو باندې لاس پرې کړ او وینه یې بنده نشوه او مړ شو. نو الله تعالی وفرمایل؛ زما بنده پر ما مخکې شو، نو جنت مې پرې حرام کړ.
ج) په اسلام کې د قصاص مشروعیت
په اسلام کې د نفس د ساتنې بله وسیله د قصاص مشروعیت دی، اسلامي شریعت قصاص د عادلانه جزا په حیث د قصدي قتل په وړاندې وضعه کړی دی. دا حکم هم مخه نیونکې اړخ لري او هم د مجرم کس تنبیه ده، خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛
” وَلَكُمۡ فِي ٱلۡقِصَاصِ حَيَوٰةٞ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ – او تاسو لپاره په قصاص كې لوى ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ”
دا ایت ښيي، چې قصاص یوازې د انتقام لپاره نه، بلکې په ټولنه کې د ګډوډي د مخنیوي او همداشان د نفس د ساتنې په موخه تشریع شوی دی.
اسلامي شریعت په قصاص کې پوره عدالت په نظر کې نیولی دی، ټول انسانان پرته له دې چې جنسیت، سن یا مقام ته یې وکتل شي، د قصاص په وړاندې برابر دي، خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي: «النَّفْسَ بِالنَّفْسِ.» – نفس د نفس په مقابل کې)
ان په غیر عمدي او خطايي قتل کې هم خدای تعالی مسؤلیت ته پام کول، لازمي بللي او دیت یې واجب کړی دی. الله تعالی فرمايي: ” وَمَن قَتَلَ مُؤۡمِنًا خَطَـٔٗا فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖ وَدِيَةٞ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُواْۚ
او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي، وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي..”
اسلامي شریعت د دقیقو او جامعو احکامو په وضعه کولو سره هم د انسان د ژوند د بقا زمینه برابره کړې او هم یې د انسان پر نفس د تعرض لارې بندې کړي دي.
له یوه اړخه یې ځان وژنه او انتحار ستره او نه بښل کېدونکي ګناه معرفي کړې او له بل اړخه یې د قصاص په تشریع سره د انسان د نفس د ساتنې لپاره عادلانه نظام برابر کړی دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

اخیستنې

1. قرآن کریم.

2. البخاري، محمد بن إسماعيل أبوعبدالله (۱۹۸۷) صحيح البخاري، محقق: د. مصطفى ديب البغاء بیروت، دار ابن کثیر.

3. ابن عاشور التونسي، محمد الطاهر بن محمد بن محمد الطاهر (۲۰۰۴م) مقاصد الشريعة الإسلامية، محقق: محمد الحبيب ابن الخوجة، قطر، وزارة الأوقاف والشؤون الإسلامية.

4. الريسوني، أحمد . (۱۹۹۲م). نظرية المقاصد عند الامام الشاطبي، الدار العالمية للكتاب الإسلامي .

5. الرازي، أحمد بن فارس بن زكرياء القزوين، أبوالحسين (۱۹۷۹م). معجم مقاييس اللغة، محقق، عبدالسلام، محمد هارون، بیروت، دار الفکر.

6. الشاطبي، إبراهيم بن موسى بن محمد اللخمي الغرناطي، الموافقات في أصول الشریعة، محقق: أبوعبيدة مشهور بن حسن آل سلمان، دار ابن عفان.

7. القشيري، أبوالحسين مسلم بن الحجاج ( النيسابوري۱۳۳ هـ). صحيح مسلم، لبنان بيروت، دار الجيل.

8. اليوبي، محمد سعد بن احمد بن مسعود، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالادلة الشرعية، ریاض، دار الهجر للنشر والتوزيع.

9. زرکشي، بدرالدین، محمد بن بهادر، البحر المحیط في أصول الفقه، دار الکتب العلمية، بیروت، لبنان.

10. غزالي، ابوحامد، محمد بن محمد، المستصفی في علم الأصول، بیروت، موسسة الرسالة.

11. ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، شفاء العلیل في مسائل القضاء والقدر والحکمة والتعلیل، دار المعرفة، بیروت، لبنان.

12. آمدی، ابوالحسن سیدالدین، علی بن ابی، علی بن محمد، غایة المرام، ناشر: المجلس الاعلی للشئون الاسلامية.

13. فخرالدین الرازی، ابوعبدالله، محمد بن عمر الرازی، مفاتیح الغیب=التفسر الکبیر، موسسة الرسالة.

14. ابن حزم، ابومحمد علی بن حزم اندلسی ظاهری، الإحکام في أصول الأحکام، بیروت، دار الجیل.

15. ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، مفتاح دار السعادة ومنشور ولاية العلم والارادة، قاهرة، دار الحدیث.

16. محمد مصطفى زحیلی (٢٠٠٦م) الوجيز في أصول الفقه الإسلامي، دمشق – سوريا، دار الخير للطباعة والنشر والتوزيع.

17. ابوداود، سلیمان بن الاشعث السجستانی، سنن ابی داود، بیروت، لبنان، المکتبة العصرية، صیدا.

18. النجدي، سمیع، أهمية المقاصد ال

شرعية، دار الکتب العلمية، بیروت لبنان.

Leave A Reply

Exit mobile version