لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه

څلورمه برخه

د زړه حواس‌پرتي
زړه هم د بدن په شان څېره او سترګې لري؛ که د زړه پام یوې خوا ته واوړي نو له بلې خوا غافل پاتې کیږي. ډېری وخت انسان ځان صادق او مخلص ګڼي او همدا حقیقت ته د رسېدو لپاره ورته کافي ښکاري، په همدې باور تکیه کوي چې په پایله کې یې  د خپل نفس غوښتنو ته تسلیمیږي او پیروي ترې کوي. د هر هغه عمل مخه نیسي چې اغېز پرې کوي، څو حکم پرې ونه کړي. دا بوختیا یې د هغه څه له څیړلو څخه منع کوي چې «حقیقت» یې ګڼي. داسې انګیري چې ګواکي معذور دی او هر مخالف حجت یو ډول سخت‌ګیري، افراط او تجاوز ګڼي؛ ځکه دی ځان مخلص او رښتینی ګڼي.
الله تعالی فرمایي: “وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ ﴿۲۰۴﴾ وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ﴿۲۰۵﴾” ژباړه: “په انسانانو كې ځینې داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه الله شاهد نيسي پر هغه څه چې په زړه کې یې دي، حال دا چې هغه ډېر سخت دي په جګړه او عداوت کې او کله چې بېرته وګرځي (له تانه اې محمده!) نو ګړندی ګرځي په زمکه کې د دې لپاره چې په هغې (زمکه) کې فساد وکړي، او کښت (فصل) او ساکښان (ذي روح) (په سوځولو او وژلو سره) له منځه یوسي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي.” [۱]
د نیت پر صداقت له حده زیات تمرکز د انسان په فکر او عمل کې د مقصود سلامتۍ ته ضربه رسوي او انسان منع کوي چې د خپلو کړنو پر سم‌والي غور وکړي. الله تعالی فرمایي: “قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا ﴿۱۰۳﴾ الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعا﴿۱۰۴﴾” ژباړه: “ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟ هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي.”[۲]
الله تعالی فرمایي: “إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ” ژباړه: “رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.” [۳]
د تفسیر له مخې په عقیده یا عمل کې چې کوم څه سخت‌دریځي یا بې‌نظمي ګڼل کېږي، بېرته د هغو دریو پخوانیو مواردو پر سلامتۍ پورې اړه لري: نیت، مقصود، او طریقه. هر کله چې له دې دریو یوه طریقه یې د اختلال ښکار شي، نو دا ستونزه حتمي په پایلو کې راښکاره کیږي.
د دې درېوو سلامتي، حقیقي سلامتي ده، نه یواځې ادعایي؛ ځکه یواځې ریښتینې سلامتي کولای شي د انسان او د نتیجو تر منځ د خطا خنډ شي.
لیبرالیزم؛ تخم او میوه
د لیبرالیستي فکر په اړه یو مسلّم حقیقت دا دی چې «لیبرالیزم» د غرایزو او محرکاتو یوه مجموعه ده. تقریباً د ټولو یا اکثرو فکرونو ریښه په غریزه کې نغښتې ده؛ او هغه فکرونه چې پر یوه غریزي اصل متکي نه وي، اکثره یې دوام نه پیدا کوي. له همدې امله په محدود ډول عمل پرې کیږي او وروسته له منځه ځي. خو د غریزي افکارو د خطا ځای دا دی چې که څه هم د یوه عمل یا خبرې اصل په فطرت کې ثابت وي، خو په خپل مناسب ځای کې نه وي ځای پر ځای شوی، لکه جنسي انحراف، لواطت، زنا، د ښځو ترمنځ جنسي اړیکې، یا له هغه حد څخه تېرېدل چې شریعت ټاکلی، داسې چې عمل له غریزې سره موافق وي، خو له حدودو وتلی وي، لکه: له څلورو زیاتې ښځې په نکاح کول، یا په یوه بله بڼه خپله غریزه پوره کول، مثلاً: د حلالو څارويو، مرغانو او کبانو پر ځای د خوګ، سپي او مردار حیواناتو غوښه خوړل؛ یا د عادي لوښو ير ځای د طلا او سپینو زرو لوښو کارول او خوراک پکې کول. د دغو اعمالو اصل (له مخالف جنس سره جنسي اړیکه، یا د حیواناتو غوښه خوړل) فطري دی، نو یو ساده اورېدونکی دا کار له خپلې غریزې سره موافق ګڼي او هڅه کوي چې خپله ورکه شوې غریزه پوره کړي، که څه هم دا غریزه ممکن له بلې غریزې سره توپیر ولري. هر څومره چې یو فکر فطرت ته نږدې وي، همغومره یې پیروان ډېر وي، خلک ژر پرې قانع کېږي او عمل پرې آسانه وي.
ځینې وخت یوه موضوع کېدای شي د څو فطري غریزو څخه ترکیب شوې وي او په دې صورت کې د انسان تأثیرپذیري د همدې ترکیب له ځواک، د هغه له سموالي، او د شخص د عقل له سلامتیا سره تړاو لري.
لیبرالیستي فکر غواړي چې انسان باید له هر ډول حد، قاعدې، بهرنۍ اغېزې یا د نورو خلکو له نظر پرته، هر څه چې غواړي ووایي او ترسره یې کړي. دا ورته مهمه نه ده چې نور خلک څه ډول عملونه ترسره کوي او نور خلک هم باید دا مهمه ونه ګڼي چې دی کوم ډول عمل ترسره کوي، او کوم دیني، قومي، قبیلوي یا نژادي باور باید اغېز پرې ونه ولري. یوازینی اصل پکې دا دی چې د عقل له مخې هغه عقل چې د مادې او طبیعت انعکاس دی باید حرکت وکړي. ځکه پر انسان یوازینی حاکم د ده عقل دی؛ همدا عقل د هماغه خدای مقام لري چې له هر ډول شریک پرته د خلکو لپاره قانون وضع کوي. له همدې امله د لیبرالیستي عقل لپاره د نورو خلکو کړنې مهمې نه دي، ځکه سروکار وسره نه لري. خو دا یو جدي نقص دی، ځکه د ټولیزو کړنو د صاحبانو له مجموعې پرته دا چاره ددې لامل کیږي چې افکار خپل نظم له لاسه ورکړي او د صحیح او فاسدو ترمنځ توپیر له منځه یوړل شي. یو انسان په یوازې ځان نشي کولای هغه څه ترسره کړي چې سم او نیک وي، نو څنګه به ددې توان ولري چې له ناسم کار څخه ځان وژغوري؟
که ورته وویل شي چې: «د نورو کارونه تا پورې اړه نه لري»، نو دی به یوازې پر هغه څه پوهېږي چې خپله یې ترسره کوي او له همدې امله عقلونه د افکارو په درک کې سرګردانه کیږي، او نشي کولای چې د سموالي یا ناسموالي په اړه یې قضاوت وکړي. دا ډول فکر د انسان له یوه فطرت یانې «کَنود»والي سره همغږي لري؛ انسان کنود دی، یعنې دا نه خوښوي چې څوک یې تر نظر لاندې ونیسي، حساب ورکول یا ګډون ورسره کول خو لرې خبره ده.
الله تعالی فرمایي: “إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودُ”“بېشکه چې انسان د خپل پالونکي ډېر ناشکره دی.” [۴]
بیهقي په خپل کتاب «شُعَبُ الإيمان» کې له قتاده او حسن بصري رحمهما‌الله څخه روایت کړی چې: له «کنود» موخه هغه څوک دی چې د الله تعالی د نعمتونو ډېره ناشکري کوي، په هغه څه کې بخیلي کوي چې الله تعالی ورکړي وي، حق خپل مستحق ته نه رسوي، خپل مملوکین (غلامان) وږي ساتي، یوازې د ځان لپاره خوراک تیاروي او د خپل قوم د ستونزو په حلولو کې برخه نه اخلي. او تر هغې یو کس کنود نه بلل کېږي چې یاد ټول خصلتونه پکې راټول نه شي.»
یاد خصلتونه په حیواناتو کې را ټول شوي دي؛ ځکه چې حیوانات یوازې د غریزې خاوندان دي او له عقل پرته د خپلو غریزو پر بنسټ حرکت کوي. انسان هم د همدې طبیعت خاوند دی، یعنې د خپلو غریزو د تحقق غوښتونکی دی، خو توپیر یې دا دی چې انسان خپل عقل کاروي او خپلې غوښتنې په هغه ډول پوره کوي چې له مقام او کرامت سره یې مناسب وي.
الله متعال غواړي چې انسان ته د خپلو غریزو د اشباع له لارې د هغې نسخې له مخې کرامت او لوړتیا وروبښي چې الله تعالی خپله ټاکلې ده؛ داسې نسخه چې د ټول انسانیت د سیستم لپاره په هر زمان او مکان کې کمال ته رسوونکې وي، نه دا چې هر قوم یا قشر دې ځان ته ځانګړی نظام ولري، دا خو په ځای پرېږده چې هر فرد دې ځان ته یو مستقل نظام رامنځته کړي.
الله متعال د هر انسان نفس ته ځانګړي خصوصیات ورکړي دي چې د خبرو او کړنو په انتخاب کې ځانګړی هویت ورکوي؛ دا ځانګړتیاوې دومره ډېرې دي چې شمېرل یې ممکن نه دي او هر څوک چې د قرآن کریم او سنتو ظاهر وپېژني، دې حقیقت ته رسیدلی شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] سورت البقره، آیتونه: ۲۰۴ ـ ۲۰۵.

[۲] سورت الکهف، آیتونه: ۱۰۳ ـ ۱۰۴.

[۳] سورت الأعراف، آیت: ۳۰.

[۴] سورت العادیات، آیت: ۶.

Leave A Reply

Exit mobile version