لیکوال: حامد سلیم

په اسلام کې صدقه او د هغې أجر

څرنګه چې اللهﷻانسانان د شتمني په لحاظ یو برابر نه دي پیداکړي، ځینې کسان یې شتمن او مالداره او ځینې نور یې غریب او مسکینان ګرځولي، د شتمنو مسلمانانو په شتمنیو او مال کې اللهﷻ د فقیرانو لپاره یو مقدار حق ګرځولی دی، په دې سربیره اللهﷻ اغنیاؤ ته امرکړی چې په ناچاره خلکو صدقه او خرچه وکړي؛ یو خوبه  بیوزله او مسکینان له فقر او غربت څخه و ژغورل شي او بل به صدقه کونکو کسانو ته د جهنم له اور څخه د خلاصون ذریعه او سبب وګرځي د دوی په اړه اللهﷻ داسې فرمایي:
قُلْ لِعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ (ابراهيم 31).
ژباړه: ووایه! (اې محمده!) هغوبندګانو زما ته چې ایمان یې راوړی دی، چې سم دې (اداکوي) لمونځ او ورکړه دې کوي په پټه (که مستحب وو) اوپه ښکاره (که فرض یا واجب وو) له هغه مال څخه چې مونږ دوی ته ورکړی، وړاندې له راتلو د هغې ورځې چې پلورل، اخیستل او دوستي په هغې کې نشته.
عدي ابن حاتم (رضی الله عنه) فرمایي: چې رسول الله ﷺوفرمایل:
«مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ اللهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلَا يَرَى إِلَّا النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ، فَاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ» [صحیح مسلم: ج ۲ ص ۷۰۳ رقم ۶۷-(۱۰۱۶)]
ژباړه: نه  دی یوهم له تاسو څخه مګر زر ده چې اللهﷻ به ورسره خبرې وکړي، چې نه به وي په مابین د ده او دهغه کې ژباړن (او د دوی په منځ کې به  کومه پرده او مانع هم  نه وي چې بنده له خپل رب څخه پټ کړي) نظر به وکړي ښي لوري خپل ته، وبه نه ویني مګر هغه (نیک عمل) چې وړاندې یې کړی، بیا به نظر وکړي کیڼ (چپ )لوري ته، وبه نه ویني مګر هغه (بد عمل) چې مخکې یې ترسره کړی، بیا به مخامخ نظر وکړي و به نه ویني مګر اور مخامخ ده ته، ځان وساتئ له اور څخه اګر که په یوه ټوټه (حصه) د خرما هم وي.
 زموږ او ستاسو په هېواد کې خلک د وچکالۍ له لاسه کړيدلي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نوباید له دوی سره په هغو ځایونو کې چې خوراکي توکوته اړتیا وي باید ورته برابر او په کومو ځایونو کې چې اوبو ته اړتیا او ضرورت لیدل کیږي؛ نو هلته باید د څښاک د ابو ترتیب ورته وشي، ترڅو د ټولنې له وګړو سره په هره برخه کې مرسته او همکاري وشي.
همدارنګه د بوټو کښینول، له صدقې جاریې څخه حسابیږي او بل د وطن په ښکلا کې رغنده رول لوبوي؛ باید موږ او تاسو د نورو صدقو تر څنګ لږ تر لږه یو یو نیالګی هم کښینوو تر څو مو د هېواد ښکلا نوره زیاته رنګینه او هم د أجر او ثواب خاوندان شو.
 الله  ﷻ هغو کسانو ته چې صدقه او خیرات ورکوي د کامیابي خبر ورکړی:
فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (التغابن 16)
ژباړه: نو وویرېریږئ تاسې له اللهﷻ څخه څومره مو چې په وس کې وي او(دهغه فرمان) واورئ او اطاعت وکړئ او خپل مال (داللهﷻ په لار کې) ولګوئ. همدا ستاسې لپاره خیر(غوره) ده، هغه څوک چې وساتل شي  له حرص او بخیلۍ د نفس څخه؛ نو همدوی بری موندونکي دي.
همدا راز انس ابن مالك (رضی الله عنه) فرمایي: چې رسول الله  ﷺفرمایلي:
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا، أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا، فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ، إِلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ» (صحيح البخاري: ۳ / ۱۰۳ رقم ۲۳۲۰ )
ژباړه: نه دی یو مسلمان  چې کینه وي  یو بوټی له بوټو او یا کښت کوي له کښتونو څخه، بیا له هغه څخه خوراک کوي مرغه، انسان او یا کوم بل حیوان ؛ مګر  وي  به د لره   په  دې عمل سره صدقه.
همدارنګه ابو هريره (رضي الله عنه) فرمايي: چې رسول الله ﷺفرمایلي:
«إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لِابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ، يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ» (سنن ابن ماجه: ۱ / ۸۸ رقم ۲۴۲ )
ژباړه: یقناً ځینې له عمل او نیکۍ څخه وصل کیږي مؤمن لره، وروسته له مرګ دهغه څخه، هغه علم چې نورو ته یې ور زده کړی او خپور کړی وي، هغه نیک بچی چې پریښی یې وي، هغه مصحف چې په میراث سره یې پریښی وي، یا یې مسجد جوړکړی او یا یې د مسافرو لپاره یوه کوټه او خونه  جوړه کړې وي، یا خو یې نهر جاري او روان کړی وي، یایې له خپل مال څخه صدقه ایستلې وي د  ژوند او  روغ والي په وخت  کې؛ نو وصل او پیوسته به شي صدقه دلره ، وروسته له مرګ دده څخه.
داسلامي امارت مسؤلین کوښښ او تلاش کوي چې خپل هېوادولو ته د ښه او آرامه ژوند امکانات برابر کړي، د راتلونکي لپاره یې هلې ځلې کوي چې هیوادوال له ستړي او سرګردانه ژوند څخه را وګرځوي او په خپل کور او هېواد کې ورته د کار او ښه ژوند زمینه برابره کړي، د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې روانې ساتلي چې څرنګه وکولای شي خپلو هېوادوالو ته د ژوند او کار کولو ښه زمینه په خپل ګران هېواد کې دننه برابره کړي.
خو د یوهېواد بیا رغونه او ساتنه نه تنها په نظام پورې اړه لري، بلکې د هېواد ټول اوسیدونکي دا دنده او مسؤلیت په غاړه  لري چې د خپل وس اوتوان مطابق  هېواد والو ته د سوکالۍ لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍکړي.
Leave A Reply

Exit mobile version