لیکوال: د. اسامه جوهري
د قرآنکریم اعجاز
دا چې قرآنکریم د الله تعالی له لوري رالېږل شوی کتاب دی نو هرو مرو به له نورو کتابونو توپیر لري، تر هر څه وړاندې دا لویه دعوه ده چې دې کتاب ته د الله تعالی کتاب ویل کېږي، ملحدین ددې دعوې د ثبوت لپاره دلائل غواړي او وایي چې په کوم دلیل قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی؟
قرآنکریم له ډېرو داسې مُعْجِزُو برخمن دی چې هره یوه یې ددې پوښتنې ځواب دی، له دې ټولو معجزو څخه ښکاري چې دا کتاب د انسان له لوري نه دی لیکل شوی، ځکه چې انساني عقل او ذهن د داسې کتاب له لیکلو ناتوانه او عاجز دی، (ننګونه، د قرآن کریم حفظ، کره وړاندوینه، ساینسي اعجاز، تاریخي اعجاز او عددي اعجاز) ټولې د قرآنکریم معجزې دي چې په ترتیب سره یې په مختصر ډول بیانوو:
۱ـ ننګونه (Challenge):
په نړۍ کې بل داسې کتاب نشته چې خپل لوستونکي یې په زغرده ننګولي وي چې ددې کتاب په څېر بل کتاب راوړئ یا یې ولیکئ، خو الله جل جلاله په قرآنکریم کې درې ځله ټوله نړۍ ننګوي چې که کولای شئ ددې کتاب مثل راوړئ، دا درې ننګونې په لاندې ډول دي؛
په لومړي قدم کې ټول انسانان او پېریان د قرآن په څېر د کتاب له راوړلو څخه عاجز ګڼي، وایي: [قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ (الاسراء: ۸۸)] ژباړه: ای محمده! ته ورته ووایه چې: که انسانان او پېریان ددې لپاره راټول شي چې د دې قرآن په څېر بل کتاب راړوي نو مثل یې نشي راوړلای. وروسته الله تعالی په یاد چېلېنج کې آساني راوسته فرمایي: [قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ (هود: ۱۳)] ژباړه: ای محمده! ورته ووایه جې ددې قرآن په څېر لس جوړ شوي سورتونه راوړئ. دې ننګونې ته یې هم چا مثبت ځواب ونه شو ویلای په پای کې یې د یو کوچني سورت په راوړلو وننګول، فرمایي: [وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (البقرة: ۲۳)] ژباړه: او که چېرې تاسو د هغه څه په اړه په شک کې یاست چې موږ په خپل بنده نازل کړي؛ نو تاسو هم د هغه په څېر یو سورت راوړئ، او له الله پرته مو خپل مرسته کوونکي هم راوبلئ که چېرې تاسو ریښتیني یاست.
په یادو درې واړه آیاتونو کې الله تعالی د (مثل) کلمه ذکر کړې، یعنې یا د قرآن په څېر، یا د لسو سورتونو او یا هم د یو سورت په څېر.
پوهان دلته یوه نکته بیانوي چې له قرآنکریم څخه مخکې څومره کتابونه تېر شوي دلته هغو ته هم اشاره شوې، یعنې که په تېرو کتابونو کې هم د قرآن په څېر کتاب وي نو را یې وړئ، تر څنګ یې په هغه وخت کې شته انسانانو ته خطاب دی چې که تاسو هم کولای شئ نو ددې قرآن مثل راوړئ او راتلونکو نسلونو او انسانانو ته هم اشاره ده چې هغوی هم ددې قرآن مثل نه شي راوړلای. د قرآن کریم دا خبره حقه او ثابته ده ځکه چې نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې چا داسې کتاب را وړای شو او له هغه څخه وروسته تر نن ورځې پورې چې نږدې څوارلس نیمې پېړۍ کېږي هیچا هم د قرآن دې ننګونو ته مثبت ځواب ونه شو ویلای، بلکې هر انسان یې په وړاندې ځان عاجز او ناتوانه ګڼي.
د عربي ژبې ماهر پروفيسر هملټن ګب ( Hamilton gibb ) وايې:
د نورو عربو په څير هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) هم د ژبې او بلاغت ذوق درلود، که چېرې قران د هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) تخليق وای نو بيا به نورو عربو هم د هغه مقابله کولی شوه، دوی ته ووایه چې د قرآن په څېر لس آیاتونه جوړ او راوړي، که يې نشي راوړلای (لکه څنګه چې ثابته شوې هم ده چې جوړ يې نکړای شول) نو بيا يې بايد د معجزې په توګه ومني.
دا د قرآنکریم ځانګړی اعجاز دی، ځکه چې هېڅوک هم په دومره ډاډ او جرئت سره د خپل علم او پوهې په اړه دا دعوه نه شي کولای، په همدې اساس ویلای شو چې دا دعوه یواځې او یواځې د هغه ذات ده چې له ټولو څخه یې علم او پوهه ډېره ده.
۲ـ حفظ (یادول) (Memorization):
د قرآن کریم حفاظت او ساتنه خپله د قرآن کریم یوه معجزه ده، الله جل جلاله فرمایي: [إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (الحجر: ۹)] ژباړه: یقینا موږ ذکر (قرآن) نازل کړی او موږ یې ساتنه کوو. په نړۍ کې ځینې داسې تاریخي کتابونه شته چې ډېرې لرغونې زمانې ته یې نسبت کېږي، خو د اصل په اړه یې هېڅوک هم کره خبره نشي کولای، ځکه چې د وخت په تېرېدو سره په نوموړو کتابونو کې د خلکو له لوري ډېر بدلونونه راغلي دي، دا بدلونونه څو لاملونه لري چې یو یې له هغه کتاب څخه د نقل او کاپي اخیستل دي چې په دې توګه د نقل کوونکي افکار هم پکې ځای پر ځای کېږي، د بېلګې په ډول ساینټ پولس (Saint Paul) د انجیل په لیکلو کې خپل افکار او نظریات داخل کړي، چې په انجیل کې د تحریف پیلامه شوه او وروسته بیا بېلابېلو پادریانو د خپلو شخصي ګټو په پار په انجیل کې رنګارنګ بدلونونه راوستل همدا لامل دی چې نن موږ یو او واحد انجیل نشو موندلای.
خو قرآن کریم په خپل اصلي حالت له ټولو بدلونونو څخه محفوظ او ساتل شوی دی، لامل یې دا دی چې قرآن کریم یوازې په مصاحفو یا لیکلې بڼه تر موږه نه دی رارسېدلی، بلکې له یونسل څخه بل نسل او له یوه ځای څخه بل ځای ته د حفظ او یادولو له لارې لېږدول شوی چې دا د قرآنکریم ځانګړی اعجاز دی په نړۍ کې بل هېڅ کتاب هم له دې ځانګړنې برخمن نه دی.
قرآن کریم په نړۍ کې یوازیني هغه کتاب دی چې ډېرو خلکو یاد او حفظ کړی دی، د (۲۰۰۴) کال د جون په (۱۷مه) نېټه د Aljazeera.net د یو خپاره کړي راپور په اساس یواځې په پاکستان کې د قرآن کریم د حافظانو شمېر اووه میلیونه (۷۰۰۰۰۰۰) تنه دی. په (م۲۰۱۵) کال کې د یو بل راپور په اساس په المغرب کې د قرآن کریم (۱۱) میلیونه حافظان موجود دي.
له دې سربېره که چېرې په ټوله نړۍ کې د حافظانو شمېر راټول شي نو شونې ده چې سلګونو میلیونو ته ورسېږي، خو تر اوسه بل هېڅ داسې کتاب نړۍ ته نه دی راغلی او نشته چې یواځې یومیلیون حافظان ولري.
۳ـ له غیبو خبر ورکول (د راتلونکي په اړه کره وړاندوینه):
له غیبو او پټو څیزونو خبر ورکول هم د قرآنکریم یوه معجزه ده، په نړۍ کې له الهي کتابونو پرته بل داسې کتاب نشته چې له غیبو څخه یې د قرآن کریم په څېر دقیق او کره خبر ورکړی وي، دلته د همدې کره وړاندوینو څو بېلګې بیانوو:
لومړۍ بېلګه- د ابولهب په تړاو د قرآن کریم وړاندوینه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ډېر مشرکین وو خو د دې مشرکینو له جملې څخه قرآنکریم یواځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره (ابولهب) په اړه داسې وړاندوینه وکړه چې ابولهب او ښځه به یې د شرک په حالت کې مري، په سورة مسد کې الله جل جلاله د ابولهب او د هغه د ښځې د هلاکېدو خبر ورکوي، نوموړی سورت په (۶۱۰م) کال کې نازل شوی، ددې سورت له نزول څخه څوارلس کاله وروسته یعنې په (۶۲۴م) کال کې ابولهب مړ شو، د ابولهب په تړاو چې کوم وخت قرآن کریم خبر ورکړی وو په هغه وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نورو سرسختو دښمنانو هم شتون درلود چې ډېرو یې وروسته ایمان راوړ، خو د ابولهب په اړه په دقیق او کره ډول وویل شول چې مشرک به مړ کېږي او هم هغسې هم وشول، یعنې قرآن کریم څوارلس کاله وړاندې د غیبو خبر ورکړی وو.
دوهمه بېلګه- د فارس او روم د جګړې په تړاو وړاندوینه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د فارس او روم دوه مشهورې امپراطورۍ موجودې وې او له ډېرو مودو راهیسې د دوی تر منځ جګړه روانه وه، چې کله به پکې فارسیانو بریا تر لاسه کړه او کله هم رومیانو، دې لړۍ سلګونه کاله دوام موندلی وو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې هم له (۶۰۲م) څخه تر (۶۱۴م) پورې ددې دواړو امپراطوریو تر منځ جګړې جریان درلود، په دې وخت کې رومیانو سخته ماته وخوړه او فارسیانو تر بیت المقدس پورې د رومیانو اړوند سیمې ونیولې. دا چې فارسیان مشرکین ول نو د مکې مشرکینو هم د فارسیانو ننګه کوله او رومیان چې اهل کتاب ول نو مسلمانانو د هغوی پلوي کوله، مسلمانان د فارسیانو په دې پرمختګ خفه شول له همدې امله الله جل جلاله د روم د سورت لومړني پينځه آیاتونه نازل کړل او خبر یې ورکړ چې په راروانو څو کلونو کې به رومیان جګړه ګټي او غلبه به تر لاسه کوي، د وخت په تېرېدو کټ مټ هماغه څه وشول چې قرآن کریم یې وړاندوینه کړې وه.
درېیمه بېلګه- رسول الله د نړیوالو لپاره رحمت دی:
د اسلام په لومړیو کې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځې څو تنو ایمان راوړی وو دا آیت نازل شو چې: [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (الأنبیاء: ۱۰۷)] ژباړه: نړیوالو (عالمیانو) ته له رحمت پرته موږ ته د بل څه په توګه نه یې استولی. ددې آیت د نزول پر وخت له مکې بهر چا ته د دین بلنه هم نه وه ورکړل شوې خو د وخت په تېرېدو سره دا دی وینو چې د قرآن کریم وړاندوینه په ټوله معنا سمه او کره وه، نن د نړۍ له شمال څخه تر سوېل او له ختیځه تر لویدیځه په ټوله نړۍ کې مسلمانان موجود دي او دا په ډاګه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو قومونو او ملتونو لپاره د پیغمبر په توګه رالېږل شوی وو، او نن د دنیا نږدې هر قوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیرو او امتي لري.
۴ـ د قرآن کریم ساینسي اعجاز (ساینسي حقائق بیانول):
د قرآن کریم یوه معجزه دا هم ده چې موږ ته یې ځینې ساینسي حقائق بیان کړي چې دېته (اخبار عن غیب الحاضر) هم ویل کېږي، یعنې ډېر هغه څیزونه چې د قرآن کریم د نزول پر وخت یې هم شتون درلود خو د هغه پېر انسانانو ته معلوم نه وو او نه پرې پوهېدل او اوس خلک پرې پوه شوي.
په اوسني پېر کې چې ساینس کوم حقائق څرګند کړي موږ ورته د معجزې نوم نشو ورکولی ځکه چې ددې حقائقو ترلاسه کول د ډېرو تجربو پایله ده، یعنې اوس چې موږ ته ساینس کوم څه بیانوي دا هر څه له تجربه کېدو وروسته وایي، برعکس قرآن کریم موږ ته له تجربو پرته حقائق بیان کړي دي، او موږ ته یې هغه حقائق بیان کړي چې په اوسني پېر کې له ډېرو تجربو وروسته ثابت شول؛ دلته د قرآن کریم ددې اعجاز څو لنډې بېلګې بیانوو:
لومړۍ بېلګه: د روم سورت په درېیم آیت کې الله جل جلاله د فارسیانو او رومیانو د جګړې د ځای په اړه فرمایي: [فِي أَدْنَى الْأَرْضِ] یعنې دا جګړه به په (ادنی الارض) باندې وي، په دې ځای کې له (ادنی الارض) څخه پخوانیو مفسرینو د (اقرب الارض) معنا اخیستې، یعنې په هغه ځمکه چې عربو ته ډېره نېږدې ده. بل لوري ته تاریخپوهان وایي چې د اهل بازنطین (رومیانو) او فارسیانو تر منځ جګړه له مړسمندر یا بحرمردار (Dead sea) سره شوې وه. یعنې په قرآن کریم کې له (ادنی الارض) څخه موخه بحرمردار (Dead sea) دی.
په عربي ژبه کې د ادنی لفظ په څو معناګانو کارول شوی دی لکه د وړوکي، لږ شمېر او نږدې، له دې برسېره (ادنی) د (أسفل) په معنا هم کارول کېږي یعنې ټیټه، ښکته او لاندې. نو په قران کریم کې له (ادنی الارض) څخه موخه د ځمکې تر ټولو ټیټه برخه ده، په همدې اساس قرآن کریم نږدې څوارلس نیمې پېړۍ وړاندې بحر مردار(Dead sea) ته د ځمکې تر ټولو ټیټه برخه ویلي وه. خو معاصر ساینس له ډېر څېړنو وروسته دا ثابته کړه چې بحرمردار د ځمکې تر ټولو ټیټه برخه (Lowest Point of the earth) ده، چې د سمندر له سطحې څخه (۴۰۰) متره ټیټه ده.
له نن څخه څوارلس پېړۍ وړاندې ساینس هومره پرمختګ نه وو کړی چې د ځمکې تر ټولو ټیټه برخه معلومه کړي خو قرآن کریم موږ ته لا هماغه وخت د ځمکې تر ټولو ټیټه برخه معرفي کړې وه، همدا ددې څرګندونه کوي چې دا کتاب د کوم انسان له لوري نه دی لیکل شوی بلکې د هغه ذات کلام دی چې ځمکه یې پیدا کړې او په هکله یې بشپړه پوهه هم لري.
دوهمه بېلګه: په (۱۹۲۹م) کال کې ایډون هبل د نړۍ په هکله یوه نظریه وړاندې کړه چې د بېګ بنګ په نامه یې شهرت وموند، دا نظریه په بنسټیز ډول د کائناتو د پراختیا له امله رامنځته شوه، معاصر ساینس دا خبره په ټینګار سره کوي چې کائنات په پرلپسې توګه د خپرېدو په حال کې دي او خپرېږي، ساینس دا خبره کابو (۹۰) کاله پخوا ثابته کړه خو قرآن کریم آن څوارلس نیمې پېړۍ پخوا لا دا خبره کړې ده.
الله جل جلاله فرمایي: [أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا] ژباړه: آیا کافران نه ګوري چې آسمانونه او ځمکه سره تړلي وو او بیا موږ سره و غوړول. په دې آیت کې الله جل جلاله په څرګندو ټکو د کائناتو د غوړېدو او خپرېدو حال بیان کړی په داسې حال کې چې د بېګ بنګ (سترې چاودنې) له نظریې څخه وړاندې هیڅوک هم د کائناتو د خپرېدو په تړاو نه پوهېدل، بلکې یواځې او یواځې قرآن کریم ددې خبرې ادعا کړې وه چې دا دی اوس ساینس هم له خپلې پخوانۍ خبرې تېر شو او د قرآن خبره یې تایید کړه.
۵ـ د قرآن کریم تاریخي اعجاز (تاریخي حقائق):
قرآن کریم له ځینو داسې تاریخي حقائقو څخه پرده پورته کړې چې په معاصر وخت کې لرغونپوهانو له ډېرو څېړنو څخه وروسته یادو تاریخي حقائقو ته لاسرسی پیدا کړ چې دلته یې څو بېلګې بیانوو:
لومړۍ بېلګه: له میلاد څخه (۱۳۵۰) کاله وړاندې د ځینو اشخاصو نومونه په قرآن کریم کې راغلي چې یو له هغو څخه هامان (Haman) دی. د هامان نوم یو تاریخي او اختلافي بحث وو، په انجیل کې د هامان په اړه یوازې دومره ویل شوي وو چې په بابل (Babylonian) کې یو مشهور شخص وو، ځینو ملحدو لیکوالانو او تاریخ لیکونکو به ویل چې په تېر تاریخ کې داسې کوم شخص نه دی تېر شوی، او ځینو بیا ویل چې د هامان په نوم شخص له میلاد څخه (۳۰۰) کاله پخوا تېر شوی او په دې توګه به یې په قرآن کریم کې د هامان یادونه یوه علمي غلطي بلله، قرآن کریم د هامان په اړه وایي: [وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَاأَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَاهَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ (القصص: ۳۸)] ژباړه: فرعون وویل چې ای زما درباریانو! زه ستاسو لپاره له ځان پرته بل خدای نه پېژنم؛ نو، ای هامانه! ته ما ته په خټه اور بل کړه (خټه پخه کړه) او بیا ترې ماته یوه داسې لوړه ودانۍ جوړه کړه تر څو د موسی خدای وګورم، زه داسې انګېرم (باور لرم) چې هغه (موسی علیه السلام) دروغ وایي. په دې آیت کې قرآن کریم هامان د تعمیراتي چارو د ماهر په توګه یاد کړی، چې په اړوندو چارو کې یې له فرعون سره کار کاوه (د فرعون وزیر وو)، په معاصر وخت کې لرغون پوهانو په لرغونو او تاریخي آثارو د څېړنو په پایله کې د (Hieroglyphics) یعنې د مصر د پخواني لیکدود ځینې نمونې تر لاسه کړي، د یاد لیک له نمونو څخه جوتېږي چې هامان د دوهم رمسیس یا فرعون په وخت کې د ودانیو او ماڼۍ جوړولو یا (کنسټرکشن) ماهر وو، همدا خبره نوموتی بریتانوي څېړونکی کنټ کیچن (Kinnth Kitchen) په خپل کتاب (pharaoh triumphant: the life and time of Ramesses 11) کې هم تصدیقوي، همدا راز مشهور جرمن څېړونکي (Leoreinisch) د مصر د لرغونو آثارو او لیکنو اصلي انځورونو ته کتابي بڼه ورکړې چې بیا یې دغه پخوانۍ لیکنې معاصر لیکدود ته هم (Decode) کړي یا اړولي (ژباړلي) دي، نوموړي لیکوال په خپل کتاب کې هامان د (Chief of the stone curry workers) په نوم یاد کړی.
د یادونې وړ ده چې له (Hieroglyphics) یا د مصر له پخوانۍ ژبې څخه په لومړي ځل په (۱۸۲۲م) کال کې فرانسوي څېړونکي (Jean Francois Champollion) ژباړه پیل کړه.
لنډه دا چې د لرغونو توکو د څېړنې په اساس نړۍ ته (۱۱۰۰) کاله وروسته دا څرګنده شوه چې هامان یو تاریخي شخصیت وو او د فرعون د دربار تعمیراتي چارې یې پرمخ وړې، خو قرآن کریم له دې څېړنو څخه یوولس پېړۍ یا (۱۱۰۰) کاله وړاندې نړۍ ته دا تاریخي واقعیت په څرګند ډول بیان کړی وو.
دوهمه بېلګه:
قرآن کریم په بېلابېلو ځایونو کې د عیسی علیه السلام ځینې واقعات او معجزات بیان کړي دي، چې د هغو له جملې څخه یوه په ماشومتوب کې د عیسی علیه السلام خبرې کول دي، الله جل جلاله فرمایي: [فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَامَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا يَاأُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (مریم: ۲۷-۲۸-۲۹-۳۰)] ژباړه: مریم هغه (عیسی علیه السلام) له ځان سره اخیستی وو او خپل قوم ته یې راووړ، هغوی ورته وویل: ای مریمې! تا ډېر حیرانوونکی کار کړی، ای د هارون خورې! نه ستا پلار بد سړی وو او نه هم ستا مور بدکاره وه، نو مریم هغه (خپل زوی) ته اشاره وکړه، دوی وویل: څنګه له هغه چا سره خبرې وکړو چې په زانګو کې دی او لا ماشوم دی؟ (عیسی علیه السلام) وویل: زه د الله بنده یم، ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم.
او بله معجزه یې له خټو څخه د مارغانو او الوتونکو جوړول وو چې بیا به د اصلي الوتونکو په څېر شول، الله جل جلاله د عیسی علیه السلام خبره داسې بیانوي: [أَنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ (آل عمران: ۴۹)] ژباړه: له شک پرته زه تاسو ته له نښانو سره ستاسو د پروردګار له لوري راغلی یم، زه تاسو ته له خټو څخه الوتونکی جوړوم او په هغه کې (روح) پو کوم نو د الله په اجازه به هغه الوتونکی شي. د مائدې سورت په (۱۱۰) آیت کې هم ددې معجزې یادونه شوې چې هلته یې الله جل جلاله د خپلو نعمتونو په لړ کې عیسی علیه السلام ته وریادوي.
دا دوه د عیسی علیه السلام هغه معجزې دي چې په معاصرو او شته انجیلونو کې نشته، ځکه چې اوسني ټول شته انجیلونه تحریف شوي دي، په (۱۹۴۵م) کال د مصر په نجع حمادي نومي ښار کې د (توما انجیل) (gospel of Thomas) وموندل شو، د لرغونپوهانو په قول دا انجیل په (۱۳۰م) کال پورې اړه لري، یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه (۴۰۰) کاله مخکینی انجیل دی، په یاد انجیل کې د نوموړو دواړو معجزو یادونه شوې، هم په ماشومتوب کې د عیسی علیه السلام خبرې کول او هم یې د الوتونکو د جوړولو معجزه.
که څه هم ځینو عیسویانو د انجیل دا نسخه رد کړې خو له تاریخي اړخه دا خبره ثابته ده چې دا انجیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه (۴۰۰) کاله پخوانی انجیل دی، نو کله چې یوه نسخه دومره پخوانۍ هم وي او په عربي ژبه هم نه وي او رسول الله ته هم له عربي پرته بله ژبه نه وه یاده نو بیا څنګه رسول الله ته ددې دوه معجزو په اړه معلومات وشو؟ ځواب ښکاره دی چې قرآن کریم د الله جل جلاله کتاب دی چې په رسول الله صلی الله علیه و سلم باندې یې نازل کړی.
درېیمه بېلګه:
د مصري دور په تړاو د قرآن کریم بله معجزه دا ده چې په یوسف سورت کې الله جل جلاله د یوسف علیه السلام په وخت کې د مصر حاکم د (مَلِک) یا پاچا په نوم یاد کړی [وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى، وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ، قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ، مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ] په دې ټولو ځایونو کې د وخت حاکم د (مَلِک) په نوم یاد شوی، خو په نورو ځایونو کې بیا د مصر حاکم د (فرعون) په نوم یاد شوی. دا د قرآن کریم یوه تاریخي معجزه ده چې الله تعالی په خپل مُعْجِزْ کتاب کې ذکر کړې ده.
د تاریخي څېړنو په اساس له میلاد څخه (۱۵۳۹) کاله وړاندې فرعوني دور پیل شوی دی، او یوسف علیه السلام د فرعوني لړۍ له پیل څخه وړاندې تېر شوی دی، په دې معنا چې د یوسف علیه السلام له زمانې وروسته د فرعوني پاچاهانو لړۍ پیل شوې ده، له همدې امله کله چې د یوسف علیه السلام په وخت کې د حاکم خبره کېږي نو د پاچا (مَلِکْ) یا (King) په نوم یادېږي.
قرآن کریم په هغه وخت کې دې ټکي ته اشاره کړې چې هیچا په ځانګړي ډول عربو د مصر د تاریخ په اړه دومره کره معلومات نه لرل، ځکه چې په جزیرة العرب کې د مصر په پخوانۍ ژبه څوک نه پوهېدل نو له تاریخ څخه به یې څنګه خبر ول؟ څرګنده ده چې دا کتاب د مخلوق په لاس نه دی لیکل شوی بلکې د ستر خالق له لوري په رسول صلی الله علیه وسلم وحی شوی کتاب دی چې هغه پر هر څه پوه او خبر دی.
۶ـ د قرآن کریم عددي اعجاز:
برسېره پر هغو معجزو چې تر اوسه مو بیان کړې، د ریاضي له نظره هم قرآن کریم یو معجز کتاب دی، دې ډول معجزو ته تر اوسه ځینو پوهانو لاسرسی پیدا کړی او لا به ډېرې داسې هم وي چې تر اوسه چاته نه دي معلومې، د داسې معجزو په لړ کې یوه هم د ځینو مشخصو کلمو حیرانوونکی تکرار دی چې دې هر څه ته په کتو عاقل انسان دې پایلې ته رسېږي چې دا کلام هېڅکله هم د بشر نه شي کېدای:
-
لکه څنګه چې آسمانونه اووه دي نو په قرآن کریم کې یې یادونه هم اووه ځله شوې او د آسمانونو پیدایښت هم اووه ځلې ذکر شوی دی.
-
د (یوم) کلمه چې د ورځې په معنا ده په مفرد ډول (۳۶۵) ځله او جمع یې چې (أیام) ده او د ورځو په معنا ورکوي (۳۰) ځلې په قرآن کریم کې راغلې، او د میاشتې کلمه (شهر) دولس ځله راغلې ده.
-
د کرلو او ونې کلمې هره یوه (۲۶) ځله ذکر شوې ده.
-
د مکافاتو کلمه (۱۱۷) ځله او د بخښنې کلمه (۲۳۴) ځله چې د مکافاتو دوه برابره ده ذکر شوې ده.
-
د (ووایه) او (وایي) کلمې هره یوه (۳۳۲) ځله ذکر شوي دي.
-
د دنیا او آخرت کلمه هره یوه په مساوي ډول (۱۱۵) ځله ذکر شوې ده.
-
د شیطان کلمه او د ملائکې کلمه هره یوه (۸۸) ځله ذکر شوې.
-
د ایمان او کفر کلمه هره یوه (۲۵) ځله ذکر شوې.
-
د جنت او دوزخ کلمه هره یوه (۷۷) ځله راغلې.
-
د ذکات او برکت کلمه هره یوه (۳۲) ځله راغلې.
-
د نېکو خلکو (ابرار) او بدو (فجار) درې، درې ځله یادونه شوې.
-
د تاوده اوړي او سوړ ژمي کلمې هره یوه په مساوي ډول ۵ ځلې ذکر شوې.
-
د خمر (شرابو) او نشې کلمه هره یوه شپږ ځله ذکر شوې.
-
د پوهېدو او روښنایي کلمې هره یوه (۴۹) ځله راغلې.
-
د وعظ (نصیحت) او ژبې کلمه هره یوه (۲۵) ځله راغلې.
-
د سود او فساد کلمې هره یوه (۵۰) ځلې یاده شوې.
-
د اجر او فعل کلمې هره یوه (۱۰۷) ځلې یاده شوې.
-
د محبت او اطاعت کلمې هره یوه (۸۳) ځلې یاده شوې.
-
د تګلارې یا مسیر او (ابدا) کلمې هره یوه (۷۵) ځلې راغلې.
-
د مصیبت او شکر کلمې هره یوه (۷۵) ځله راغلي.
-
د شمس او نور کلمې هره یوه (۳۳) ځله راغلې.
-
د لارښوونې او رحمت کلمو په مساوي توګه (۷۹) ځله یادونه شوې.
-
د ستونزو او د آرامۍ کلمو هرې یوې (۱۳) ځله یادونه شوې.
-
د ښځې او نر کلمه هره یوه (۲۳) ځله راغلې چې یو ځای شي (۴۶) ځله کېږي، نو که ځیر شو د انسان په هره حجره کې (۲۳) جوړې کروموزومونه موجود وي چې په مجموع کې (۴۶) کروموزومه کېږي.
-
د خیانت او خبیث کلمې (۱۶) ځله ذکر شوي.
-
د بشر او انسان کلمه (۶۵) ځله ذکر شوې، د انسان د جوړښت د څيزونو یادونه هم په ټولیز ډول (۶۵) ځله شوې، داسې چې: خاوره (۱۷) ځله، نطفه (۱۲) ځله، علقه (۶) ځلې او لحم یا غوښه هم (۱۲) ځله چې دا ټول جمع شي (۶۵) ترې جوړېږي.
-
د صلاة یا لمانځه کلمه پینځه ځله یاده شوې، چې په شپه او ورځ کې پینځه ځله فرض هم دی.