لیکوال: ابو عائشه 

د جهمیې فرقه (لسمه برخه) 

صحیح عقیده کومه ده؟ 
صحیح عقیده هغه ده چې د قرآن کریم له آیتونو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، د صحابه کرامو له قول او عمل او د صالحو سلفو او خیر القرونو له کړنو سره موافقه وي.
صحیح عقیده هغه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه صحابه کرام او صالح سلف پرې ولاړ وو، او دلیل یې لاندې آیاتونه او احادیث دي:
– الله سبحانه و تعالی فرمايي: «فإن آمنوا بمثل ما آمنتم به فقد اهتدوا وإن تولوا فإنما هم في شقاق»؛
  «که دوی په هغه څه ایمان راوړي چې تاسو پرې ایمان راوړی وو، نو دوی به هدایت ومومي. او که دوی مخ واړوي، نو بې‌شکه چې دوی په مخالفت کې دي.»
– او فرمايي: «والسابقون الأولون من المهاجرین والأنصار والذین اتبعوهم بإحسان رضی الله عنهم ورضوا عنه»؛
  «او لومړني مخکښان د مهاجرینو او انصارو څخه، او هغه کسان چې په نیکۍ سره یې د دوی تابعداري وکړه، الله له هغو څخه راضي شو او هغوی له الله څخه راضي شول.»
– رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناجیه ډلې په اړه فرمایلي دي:
  «وهم من کانوا علی مثل ما أنا علیه وأصحابي»؛
  «هغوی هغه کسان دي چې په هغه لاره باندې دي چې زه او زما اصحاب پرې روان یو.»
– او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
  «خیر الناس قرني ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم»؛
  «غوره خلک زما د زمانې خلک دي، بیا هغه څوک چې له دوی وروسته راځي، بیا هغه څوک چې د هغوی وروسته راځي.»
له دې آیتونو او احادیثو څخه څرګندېږي چې موږ باید په خپلو عقایدو او مسایلو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړو او د هغه د ګرانو اصحابو او صالحو اسلافو لار تعقیب کړو. په دې کې تابعین او تبع تابعین هم شامل دي، ځکه دوی په داسې وخت کې ژوند کاوه چې فتنې لږې وې. له دوی وروسته فاسدې او باطلې عقیدې او انحراف کوونکي ډلې څرګندې شوې.
انسان په خپل ژوند کې تل یوې سمې او سالمې دیني عقیدې ته اړتیا لري، او دا اړتیا د انسان په طبیعت کې نغښتې ده. انسان صحیح عقیدې ته ځکه اړتیا لري چې دا د هغه له ځان‌پېژندنې او نړۍ‌پېژندنې څخه سرچینه اخلي. دا هڅه کوي چې د هغو پوښتنو ځوابونه ومومي چې د نړۍ د فیلسوفانو او پوهانو ذهنونه پرې مشغول دي.
صحیح عقیده د انسان زړونه ډاډه کوي، روح ته سکون ورکوي، بدنونه سالم ساتي، او فرد او ټولنه په خیر او برکت سره ژوند کوي. که د چا عقیده سمه نه وي، نو هغه به په دې دنیا کې د څارویو په څېر ژوند کوي.
که څوک په صحیح عقیده پوه نه شي، ښايي د شیطاني ډلو تبلیغاتو له کبله د انحراف لاره ونیسي او ګمراه شي.
ادامه لري… 
Leave A Reply

Exit mobile version