لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (څلورویشتمه برخه) 

د اسلام له نظره د امنیت د تحقق لارې 
مخکنیو قضیو د امنیت په رامنځته کولو، درک کولو او برابرولو کې د پام وړ رول درلود. نور لاملونه هم شته چې په ټولنه کې د امنیت په رامنځته کېدو کې ونډه لري، چې په دې برخه کې به په لنډه توګه هغو ته اشاره وکړو:
  • د ټولو لپاره په مساوي توګه د عدالت او قانون پلي کول او عمومي کول، او په ټولنه کې د هر ډول توکمیز، نژادي، ژبني او داسې نور تبعیض مخنیوی او نفی کول؛
ټولنیز عدالت هغه ارزښت دی چې کله پراخ شي، په ټولنه کې خلک خپل حقونه ترلاسه کوي او د ټولنې چارې به ټول په خپل ځای کې په تناسب او توازن کې وي. ځکه چې په واک کې د انحراف ظرفیت شته، عدالت تل د واک او ټولنې د لارې معیار دی او د ټولنې د غړو ترمنځ امنیت، هوساینه او د اعتماد فضا رامنځته کوي. که عدالت راشي، مشروعیت رامنځته کېږي؛ که نه، مشروعیت له خطر سره مخامخ کېږي او خپل اعتبار له لاسه ورکوي. مقصد دا دی چې د خدای رضا او د خلکو رضایت سره یو ځای دی.
  • په اسلامي ټولنه کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ژوندي کول؛
  • د تېري (تجاوز) د لاملونو، د ممکنه تعرض (د نورو حقوقو ته)، د فشار او د وحشت له لاملونو سره مبارزه؛ او په ژوند کې د تعدي او تعرض د ریښو وچولو لپاره اړین مخنیوی؛
  • د افرادو د حقوقو سره د خلکو پوهه او د نورو حقوقو ته درناوی؛
  • د معنویت پلي کولو تضمین (ښه روزنه او اخلاق)؛
  • د خلکو د حقوقو څخه د سرغړونکو لپاره د مجازاتو د قانوني تطبیق تضمین.
هغه کسان چې د هېواد او ښار امنیت ګډوډوي باید سخته سزا ورکړل شي. مهمه نه ده چې دا کسان پخپله په دې کې ښکېل دي، یا یې پلان کړی او یا یې هڅولي او مرسته یې ورسره کړې ده.
یادونه: یوه مهمه مسئله چې باید ورته پاملرنه وشي دا ده چې دلته د امنیت، هوساینې او آرامتیا د رامنځته کېدو لاملونه او عوامل یوازې دغه نه دي چې دلته ذکر شوي دي، بلکې دا لاملونه بې شمېره دي او تر ټولو مهم لاملونو باندې مو دلته بسنه وکړه. ځینې څېړونکي دا لاملونه په دوه ډوله وېشي، چې لومړي يې معنوي لاملونه دي، او دویم يې مادي لاملونه دي. دویم ډول لاملونه هغه دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي او له هغه لاملونو څخه کولای شو د دغو نومونه واخلو: د خلکو د کاروبار لپاره زمینه برابرول؛ لکه: کرنه، سوداګري او…
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version