لیکوال: ابو عائشه 

په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) 

د اسلام له نظره د امنیت د تحقق لارې 
5) د الله تعالی څخه دعا او غوښتنه 
د امنیت د تأمین لپاره د نورو غوره لارو او هلو ځلو ترڅنګ، دعا کول یوه مهمه لاره ده. دا هغه مسله ده چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم له الله تعالی څخه غوښتنه کوله. لکه څنګه چې هغه د هرې میاشتې په پیل کې د نوي سپوږمۍ په لیدو سره دعا کوله، یا د ستونزو، سختیو او کړکیچونو په پېښېدلو سره به یې دعا ته مخه کوله.
په قرآن کریم کې دا ذکر شوی چې د امنیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره خدای ته دعا کول مستحب دي. د قرآن کریم د ځینو آیتونو له مخې، دعا د امنیت د ترلاسه کولو لپاره یو له سپارښت شویو عملونو څخه ده.
خدای تعالی په خپل ښکلي کلام کې فرمایي: «وإذ قال إبراهیم رب اجعل هذا البلد آمنا واجنبنی وبنیّ أن نعبد الأصنام»؛ «او کله چې ابراهیم علیه السلام وویل: اې ربه، دا وطن خوندي (په امن) کړه او زه او زما اولادونه له دې وساته چې د بتانو عبادت وکړو.» په دې آیت کې حضرت ابراهیم علیه السلام د مکې د امنیت او آرامۍ دعا کوي.
امنیت د الله تعالی له نعمتونو څخه دی او نعمتونه یوازې له خدای څخه غوښتل کیږي. ځینې صالح سلف وايي: «موږ د خیر په اړه فکر وکړ او د هغې ډېرې لارې مو وموندلې: لمونځ، روژه، د شپې لمونځ، حج او داسې نور، او پوه شوو چې دا ټول د رب العالمین په لاس کې دي، او په دې پوه شولو چې دعا د هر خیر کِلِي ده»؛ نو کله چې د دنیا او آخرت خیر غواړې له الله تعالی څخه يې وغواړه. که د خپل ځان، کورنۍ، حکومت او د ټول اسلامي امت لپاره امنیت غواړې، نو دعا وکړه؛ ځکه، لکه مخکې مو چې وویل، حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل ښار د امنیت لپاره دعا وکړه.
ادامه لري… 
Leave A Reply

Exit mobile version