لیکوال: د. اسامه جوهري

محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم

په نړۍ کې د انسان د پیدایښت او شتون بنسټیزه موخه د الله جل جلاله عبادت کول دي، ددې لپاره چې انسانان خپلې دې اساسې موخې ته متوجه شي او د عبادت کولو په څرنګوالي وپوهېږي نو الله جل جلاله په هر وخت کې انسانانو ته ددې لارښوونه کړې او خپل پیغام یې تر انسانانو رسولی، الله جل جله انسانانو ته د خپل دغه پیغام د رسولو په موخه د همدې انسانانو له جملې څخه ځینې کسان غوره کړل چې د انبیاؤ او پیغمبرانو (پیغام وړونکو) په نوم یادېږي.
انسانانو ته د لارښوونې لپاره الله جل جلاله نېږدې )۱۲۴۰۰۰( یوسل او څلورویشت زره پیغمبران را لېږلي دي، دې ټولو انبیاؤ د نورو انسانانو لپاره د ښوونکو حیثیت درلود، چې وخت پر وخت به پرې د الله جل جلاله له لوري وحی راتله (نازلېده) او دوی به بیا هغه انسانانو ته رسوله، اکثره خلکو به په لومړیو کې د خپلو انبیاؤ تکذیب کاوه او هغوی به یې په درواغو تورنول خو د وخت په تېرېدو به یې ځينې ملاتړي او پلویان پیدا کړل او ځینو انسانانو به د ژوند تر پایه ورسره مخالفت کاوه.
د الله تعالی دې استازو نه یواځې انسانانو ته د عبادت طریقه او تګلاره ښوده بلکې هغوی ته یې د ژوند د ټولو اړخونو په تړاو سالمه لارښوونه کوله چې په وسیله یې په دنیوي او اخروي ژوند کې بریا ته ورسېږي.
د انبیاؤ دا لړۍ له آدم علیه السلام څخه پیل او په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پای ته ورسېده، الله جل جلاله فرمایي: (مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (الأحزاب: ۴۰)) ژباړه: (ای انسانانو) محمد صلی الله علیه وسلم ستاسې له نارینه وو څخه د هیچا پلار هم نه دی، بلکې هغه د الله جل جلاله استازی او وروستی پیغمبر دی، الله جل جلاله په هر څه پوه دی.
په هر نبي او پیغمبر باندې د الله جل جلاله له لوري ځانګړي احکام نازلېدل چې هغه به خپل قوم ته د هماغو احکامو ښوونه کوله، د وخت په تېرېدو به چې کله په انساني ټولنه کې بدلونونه رامنځته شول نو الله جل جلاله به په هماغو خلکو کې بل نبي پیدا کړ او له شته حالاتو سره سم به یې په هغه تازه احکام نازل کړل او ددې لپاره چې قوم ته یې د خپلې پیغمبرۍ دلیل او نښانې وړاندې کړې وي الله جل جلاله به خپل هر پیغمبر ته یوه ځانګړې معجزه هم ورکړې وه.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وړاندې چې کوم پیغمبران رالېږل شوي وو هغو ټولو به د ځینو ځانګړو احکامو تر څنګ توحید ته دعوت او بلنه کوله، همدا توحید د ټولو انبیاؤ تر منځ ګډ او مشترک دعوت دی چې هر نبي خپل قوم ورته رابللی دی او له شرک څخه یې منع کړی دی، الله جل جلاله فرمایي: [وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ (النحل: ۳۶)] ژباړه: موږ په هر قوم کې یو پیغمبر مبعوث کړ (څو انسانانو ته دا ووایي چې:) د الله تعالی بندګۍ وکړئ او له طاغوت څخه ځان وژغورئ. یواځې د الله تعالی عبادت کول توحید دی چې ټول قومونه ورته رابلل شوي او طاغوت شرک دی چې ټول قومونه ترې منع کړل شوي دي، همدا توحید د اسلام دین دی او د ټولو انبیاؤ مشترک دعوت دی، له همدې امله د هر نبي دین ته اسلام ویل کېږي ابي هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې: [الْأَنْبِيَاءُ إِخْوَةٌ لِعَلَّاتٍ ، أُمَّهَاتُهُمْ شَتَّى وَدِينُهُمْ وَاحِد] ژباړه: ټول پیغمبران علاتي وروڼه دي، میندې یې بېلې خو دین یې یو دی.
لکه چې ومو ویل د ټولو انبیاؤ دین اسلام وو یعنې په اصولو کې یې له یو او بل سره هېڅ توپیر نه درلود، خو په شرائعو او احکامو کې به د نوي پیغمبر شرعي احکامو له پخوانیو هغو سره توپیر درلود او د همدې نوي شریعت په راتلو به پخوانی شریعت منسوخ ګڼل کېده او انسانان به د نوي پیغمبر د لارښوونو په منلو مکلف وو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخکې چې کوم انبیاء او پیغمبران تېر شوي دي په خپل وخت کې یې شریعت اسلامي وو او عمل کونکي پرې مسلمانان ګڼل کېدل، لکه د موسی علیه السلام په وخت کې یهودیت حق دین او شریعت وو چې بیا د عیسی علیه السلام په راتګ سره منسوخ شو او د عیسی علیه السلام دین او شریعت په حقانیت کې د هغه ځای ناستی شو همدا راز کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی پخواني ټول شرائع منسوخ شول او ټول انسانان یواځې او یواځې د همدې دین او شریعت په منلو او عملي کولو مکلف وګرځېدل، ځکه چې محمد صلی الله علیه وسلم وروستی نبي او شریعت یې آخري شریعت دی چې وروسته ترې بل هېڅ شریعت راتلونکی نه دی.
لکه څنګه چې له نورو انبیاؤ سره د خپل قوم وګړو او نورو خلکو مخالفت کړی وو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره هم په لومړیو کې د هغه قوم او نورو خلکو ډېر سخت مخالفت وکړ، خو د وخت په تېرېدو سره خلک د اسلام له سپېڅلي دین څخه اغېزمن شول او ډېرو یې منلو ته غاړه کېښوده، کله چې خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړه وړه او د هغه غوره اخلاق ولیدل او هم یې اسلام د ژوند بشپړ سالم نظام وموند نو اسلام ته به یې لېوالتیا ډېره شوه او په چټکۍ سره به یې ځانونه د اسلام غېږې ته رسول، خو له دې سربېره بیا هم هغو خلکو چې ځانونه یې د پخوانیو پیغمبرانو لارویان او امتیان ګڼل (یهود او نصرانیان) ډېرو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت مخالفت وکړ او په خپلو دینونو پاتې شول،
 یهودو، نصاراوو او ملحدینو د الله جل جلاله او قرآن کریم سربېره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند او سیرت باندې هم ډول، ډول تورونه پورې کړل، نیوکې یې مطرح کړې او په پراخې کچې سره خپلې دا نیوکې او پوښتنې د مسلمانانو تر منځ خپروي. دا سمه ده چې ځینې خلک به د ځان پوهونې په موخه ځينې پوښتنې مطرح کوي خو اکثره خلک یې د تعصب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت وژنې په موخه مطرح کوي، په دې عنوان کې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه شوې نیوکې او پوښتنې ځوابوو، الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي څو یادو نیوکو ته قناعت بخښونکي علمي او عقلي ځوابونه ووایو؛ والله هو المستعان.

۱ څرگندون

  1. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
    جوړ پخیر
    له تاسو نه نړی مننه .
    چې مونږ ته ښکلي معلومات وړاندې کوۍ .
    کور ودان
    لوګر ـ محمداغه

Leave A Reply

Exit mobile version