فیمینیزم وروسته له دې چې وکولای شو په لویدیځ کې خپل بنسټ پیاوړی کړي او د ځان لپاره د پښې ځای ومومي؛ فکر یې وکړ چې څنګه اسلامي هیوادونو ته ننوځي او د مسلمانو ښځو له اغواء کولو لپاره یې غاښونه تیزول او هره شېبه یې د یو نه یوې لارې د موندلو فکر کاوه تر څو چې اسلامي هیوادونه مستعمره شول او غربي هیوادونه جنګونو په پیلولو سره خوبوړي اسلامي هیوادونه یو په بل پسې اشغال کړ چې په دې لړ کې فرانسې مصر په نښه کړ او د مصر پر ضد د فرانسې لښکر کشي، ختیځ ته د فیمینزم د ننوتلو یو له مهمو لاملونو څخه وو. له مسلمانو هېوادونو سره د لوېديځ لومړنۍ اړيکه له مصر څخه پيل شوه. ځکه دا هیواد یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و چې په (۱۷۹۸-۱۸۰۰م) کلونو کې د فرانسويانو له خوا د «ناپلیون بناپارت» په مشرۍ د فرانسي په لښکرکښۍ سره مصر یې اشغال کړ.
فرانسویانو هم په دغه هیواد کې د مسلمانو ښځو د آزادۍ مسله د خپلو لاس پوڅو او هغو کسانو له لارې راپورته کړه چې د همدې ورځې لپاره یې روزلي وو. دا برید له لویدیځ سره د اسلامي ختیځ د اړیکو پیلامه وه چې له یوې اوږدې وقفې وروسته یې د اسلامي ختیځ له حالاتو ځان خبر کړ او اسلامي هېوادونو ته د دغو کسانو په راتګ سره په دغو هېوادونو کې د فیمینزم د تورې ورېځې سیوري را وغورځېدې او د مسلمانو ښځو په منځ کې خپرې شوې.
د فیمینیزم له لومړنیو ادّعاو څخه له اسلامي آدابو او شرعي احکامو څخه چې په ښځو پورې اړه لري د ښځو ازادي ده لکه: حجاب، د طلاق مقید کول، د نارینهو لخوا د څو ودونو منع او په میراث کې مساوات و او یو داسې حرکت دی چي مسلمانه ښزه تشویقوي ترڅو د ژوندانه په ټولو پړاوونو کي د غرب تقلید وکړي او د دین او دیني مسایلو هيڅ پروا ونه کړي.
مخکې له دې چې د ښځو د آزادۍ غورځنګ په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړي او په عین وخت کې د فیمینیزم په څیر منظم حرکتونه پیل کړي، لومړی په فکري توګه د هغې د ظهور لپاره زمینه برابره کړه او دا مرحله یې د دریو کتابونو په لیکلو او په مصر کې د یوې مجلې په خپرولو پیل کړه.
لومړۍ د مرقص فهمي المحامي نصراني لیکوال، «المراة فی الشرق/ښځه په ختیځ کي» په نوم کتاب چاپ شو، چې په دې کتاب کې لیکوال له نارینه وو سره د ښځو اختلاط او له نصرانیانو سره د مسلمانو ښځو نکاح ته هڅولې ده ښځې د عیسویانو سره او څو ودونو یې رد کړی دی، په دې کتاب کې راغلي چې نارینهو ته باید اجازه ورنکړل شي چي له یوې ښځې څخه زیاتې میرمنې په نکاح کړي. دویم کتاب د “تحریر المرأة/د ښځې آزادي” د “قاسم امین” لخوا لیکل شوی و چې دا کتاب په 1899 کې د “محمد عبدُه، سعد زغلول او احمد لطفي سید” په مرسته خپور کړي. په دې کتاب کې راغلي چې د ښځو حجاب د دین برخه نه ده او بې حجابۍ بلل او هڅول هم له دین څخه د وتلو معنا نه لري.
دريم کتاب، « المرأة الجديدة/نوې ښځه » کتاب و او دا کتاب هم د «قاسم امين» له خوا ليکل شوی او په ۱۹۰۰ ميلادي کال کې چاپ شوی دی. په دې كتاب كې ليكوال د لومړي كتاب د محتوا سربېره د خپلو څرګندونو او ادعاوو د تاييد لپاره له غربي نظرياتو څخه استدلال كړى دى. بل انتخاب د “السُّوفور/بي حجابي” مجله وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې د بې حجابۍ د پلویانو لخوا خپرېدو چي اصلي تمرکز یې د بې حجابئ په وده او د نارینه او ښځینهو په اختلاط و.