لیکوال: شکران احمدي

د احادیثو لیکنه او حُجیت (دریمه برخه)

په دویم حالت کې، د نبوي احادیثو ډېره برخه د قرآن کریم د قولي تشریح په توګه رول لوبوي. البته ښایي زموږ د عقل او پوهې د کمزورتیا له امله، د دې احادیثو قرآني سرچینه زموږ لپاره په اسانۍ د درک وړ نه وي؛ خو ډېر داسې احادیث شته چې په لږ فکر سره یې قرآني سرچینې روښانه کیږي. لږترلږه دوه بېلګې په دې اړه وړاندې کیږي:
  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لا یؤمن احدکم حتی یکون هواه تبعاً لما جئت به»؛ ژباړه: په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته پورې مؤمن نه دی، تر څو چې د هغه نفسي غوښتنې زما د لارښوونو او هدایاتو تابع نه وي. په لږ غور کولو سره څرګندېږي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا د قرآن کریم له لاندې آیت څخه اخیستل شوې ده: «فلا و ربک لا یؤمنون حتی یحکموک فیما شجر بینهم ثم لا یجدوا فی انفسهم حرجاً مما قضیت و یسلموا تسلیماً»؛ یعنې: ستا په رب قسم چې دوی به تر هغه پورې مؤمنان نه شي، تر څو چې تا په خپلمنځي شخړو کې حاکم وګرځوي او بیا به په خپلو زړونو کې ستا د فیصلې په اړه هېڅ خپګان ونه لري او په اطاعت سره به یې قبول کړي.
په بل ځای کې الله تعالی فرمایي: «وما کان لمؤمن و لا مؤمنة اذا قضی الله و رسوله امراً ان یکون لهم الخیرة من امرهم»؛ یعنې: کله چې خدای او د هغه رسول په یوه کار کې حکم وکړي، د هېڅ مؤمن سړي یا ښځې لپاره په هغه کې د اختیار حق نشته.
  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من ملک زاداً و راحلة تبلغه الی بیت الله و لم یحج، فلا علیه ان یموت یهودیاً او نصرانیاً»؛ یعنې: هر څوک چې د لارې توښه او وسایل ولري، چې هغه ته د بیت الله شریف د حج سفر ته رسېدل شوني کړي، او بیا هم حج ونه کړي او مړ شي، نو باک نشته که یهودي مړ شي او که نصراني.
په دې اړه په ترمذي کې راغلي دي چې دا خبره له دې آیت څخه اخيستل شوې ده: «ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا»؛ خو دا چې ټول آیت په یاد شوي روایت کې نشته، ډېری خلک د استنباط په طریقه پوهېدلو کې ستونزې لري. که موږ ټول آیت ته پام وکړو، پورتنی ګواښ د هغې له وروستۍ برخې څخه څرګندېږي. بشپړ آیت په لاندې ډول دی:
«ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا و من کفر فان الله غنی عن العالمین»؛ یعني: د بیت الله شریف حج د الله پر خلکو حق دی، او څوک چې هلته د تللو وس لري او بیا هم کفر کوي (حج نه کوي)؛ بېشکه الله تعالی له مخلوقاتو څخه غني دی.
دا ډول ډېرې بېلګې شته، خو د دې مقالې اصلي موضوع د احادیثو حجیت دی؛ له همدې امله، موږ په دې دوو مثالونو بسنه کوو.
لنډه دا چې د نبوي احادیثو ډېره برخه د قرآن کریم تشریح او تفصیل دی، یا له هغه څخه استنباط شوي دي. لکه چې په قرآن کې راغلي: «یعلمهم الکتاب و الحکمة» او «لتبین للناس ما نزل الیهم»؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریحات، توضیحات او استنباطات هم په پیروانو واجب دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version