اوس موږ دا موضوع بيانوو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرآن کريم ښوونه په دوه ډوله کړې ده:
1- رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو کړنو او عمل سره هم په قرآنکریم د عمل کولو طریقه وښودله او په خپلو الفاظو او خبرو یې بیان او تشریح کړه. د عملي تشریح طریقه داسې وه چې کله به په قرآن کې کوم حکم او دستور نازل شو، نو په هغه د عمل کولو له لارې به یې خلکو د هغه حکم تشریح او تفسیر بیاناوه چې له امله یې د قرآن د الفاظو مفهوم به هم روښانه کېده او د نازل شوي حکم عملي انځور به خلکو ته وړاندې کېده؛ د بېلګې په توګه: په قرانکریم کې د لمانځه د ادا کولو لپاره د ټینګار حکم نازل شو او د هغه عناصر لکه قیام، رکوع، سجده، قرائت او داسې نور هم ذکر شوي، خو د دې ارکانو او عناصرو ترتیب او د ادا کولو څرنګوالی یې په قرآنکریم کې په تفصیل او جزئیاتو نه دی بیان شوی؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم امت ته په خپل عملي طريقه د لمانځه د ادا كولو ښوونه وكړه. کله چې موږ په قرآن کې د «اَقیموا الصلوٰة» حکم وینو، نو پوښتنه پیدا کېږي چې په دې حکم باندې عمل کول څنګه دي او د «لمونځ کولو» طریقه څه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم دې پوښتنې ته په خپله وینا کې ځواب ورکړی: «صلوا کما رأیتمونی اصلی»؛ لکه څنګه چې زه لمونځ کوم، تاسو هم په همدغه ډول لمونځ وکړئ). د دې عملي توضیح ترڅنګ یې کله کله د لمانځه طریقه په خپله مبارکه ژبه هم بیانوله.
همدارنګه په قرانکریم کې حج فرض شوی خو طریقه او مناسک یې نه دي ذکر شوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج فریضه ادا کړه او په عملي توګه یې د ترسره کولو څرنګوالی ښودلی او پر همدې بنسټ د قرآن کریم تفسیر او تشریح د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول او عمل له لارې ممکن دی. د حجة الوداع په کال، د عرفات په میدان کې چې ټول حاجیان پکې راټول شوي وو، اعلان وکړ:«لتأخذوا مناسککم فاني لا ادري لعلي لا احج بعد حجتی هذه» ژباړه: ای خلکو له ما څخه د حج احکام او مناسک زده کړئ، ښايي له دې کال وروسته بیا له تاسو سره ونه وینم.
2- تفهیم او قولي شرح په دوو لارو ترسره کېده:
الف: يو دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به يو آيت ذکر کولو او يا به یې هغه ته اشاره كوله او له هغه څخه اخستل شوي حكمونه به يې بيانول.
ب: بله داچې په خپل وهبي پوهې او او ځانګړي درک سره به یې له قرآن څخه چې څه استدلال او استنباط کول، هغه به يې د آیت د یادولو پرته بیانول.
د لومړي صورت لپاره د بې شمیره مثالونو څخه، موږ به یوازې درې مثالونه ذکر کړو:
1- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د قیامت په ورځ به خدای تعالی حضرت نوح علیه السلام ته غږ وکړي او هغه به ووایي: «لبیک و سعدیک یا رب» خدای به ترې پوښتنه وکړي: «ایا تا زموږ پیغام ورساوه؟ » هغه په ځواب کې وایي: هو. بیا به د هغه له امت څخه پوښتنه وشي: «آیا نوح علیه السلام زموږ پیغام تاسو ته ورساوه ؟» هغوی ادعا کوي: هیڅوک موږ ته نه دي راغلي چې موږ ته خبرداری ورکړي. بیا خدای پاک نوح ته وایي:«څوک به ستا په حق کې ګواهي ورکړي؟» هغه به ځواب ورکړي: محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه امت. لکه څنګه چې دا امت شاهدي ورکوي چې نوح علیه السلام ستا پیغام رسولی و او د امت شاهدي به رسول الله صلی الله علیه وسلم تأئیدوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« په دې اړه د خدای تعالی فرمان دی:«وجعلناکم امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس و یکون الرسول علیکم شهیدا»؛
2- حضرت عدي بن حاتم رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: آیا له «خیط الابیض» او «خیط الاسود» څخه مراد، دوه تور او سپین تارونه دي؟ هغه وفرمایل:«نه، بلکه د هغه څخه مراد د ورځې سپینوالی او د شپې توروالی دې.»
3- حدیبیې ته د سفر پر مهال د حضرت کعب بن عجره په ویښتانو کې ډېرې سپګې پیدا شوې وې، کله هغه حضرت صلی الله علیه وسلم ولیدل، ویې ویل: «زه نه پوهېدم چې ته دومره له ستونزو او تکليف سره مخ شوی یې، آیا کولی شې یو پسه راونیسې؟ هغه وویل: نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بیا خپل سر وخرېیه او درې ورځې روژه ونیسه یا شپږ مسکینانو ته شپږ صاع صدقه ورکړه.» په ظاهره په دې کیسه کې کوم ایت شریف ته اشاره نه ده شوې؛ خو له دې امله چې دا آيت: «فمن کان منکم مریضا او به اذی من رأسه ففدیة من صیام او صدقة او نسک»؛ په همدې تړاو او په همدې ځاى کې نازل شو، نو موږ دا مثال په ضمني ډول بيان کړ.