د مسیحیت د بغاوتونو او له الهي احکامو سره د مخالفتونو څخه که سترګې پټې کړو، مسیحیت هماغه دین دی چې د سیدنا موسی علیه السلام د رسالت د تکمیل او د تورات د تعلیماتو د دوام لپاره پر سیدنا عیسی علیه السلام نازل شو.
حضرت عیسی علیه السلام بني اسرائیلو ته رالیږل شوی و او دوی ته یې بلنه ورکوله چې خپل ضمیر پاک کړي او په احساساتي او روحاني توګه وده وکړي. ځکه چې بني اسرائيل په دې وخت کې په هر ډول ظلمونو او بد اخلاقیو اخته وه. مګر دا دین د عیسی علیه السلام له عروج وروسته تحریف شو، او په اصولو کې یې پراخه لاس وهنه وشوه. له همدې امله هغه د شرک له افکارو او فلسفو سره ګډ، او له خپل آسماني شکل څخه لرې شو.
عیسویان اهل کتاب وه، او عیسویت هم یو الهي دین وو، او پر یوه خالق او واحد خدای باندي یې باور درلود، خو عیسویانو د الله سره یې، زوی (عیسی) او روح القدس (جبریل) شریکان ونیول او هغوی یې هم عبادت کول.
د تثلیث له عقیدې سره سره، د اکثرو عیسویانو تر منځ د دې مفاهیمو په څرګندولو او ځینو نورو ته د تثلیث( درې ګونې اقنومونه یا اقانیم ثلاثه) د بللو په برخه کې لا هم ژور اختلاف موجود دی او په دې اړه بېلابېل کتابونه او عقیدې لري.
بنسټیزي کلمې: مسیحیت، نصرانیت، عیسویت، تثلیث، تورات، بایبل، روح القدس، عیسی، مریم، صلیب او اله.
مقدمه
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، مسیحیت یا نصرانیت یو له آسماني دینونو څخه دی چې د خپل ظهور له پیل راهیسې له ځانګړو او حیرانوونکو کارونو او نښو سره مخ شوی دی، داسې چې د دې دین د لومړنیو شخصیتونو (مریم، زکریا او عیسی علیهم السلام) لخوا خارق العاده کارونه لکه: د حضرت مریم لخوا د بل موسم میوه خوړل، په سپین ږیرتوب کې د حضرت زکریا اولاد کېدل، او د عیسی علیه السلام زیږون پرته له پلار څخه او نورې معجزې ترسره شوې. خو سره له دې چې الله جل جلاله د دغو مبارکو انسانانو په لاسونو ډېرې معجزې او کرامتونه ښکاره کړل، بیا هم بني اسرائيلو د اسماني رسالت د نه منلو په اړه خپل لجاجت ته دوام ورکړ او په خپل نفساني او بې ځای دلایلو سره يې له حق څخه سرغړونه وکړ. نو موږ ګورو چې دا دين د پرمختګ په لومړيو پړاوونو کې له بنسټيزو ستونزو سره مخ شو او د هغه اړین شخصيتونه يې تر ازار لاندې راغلي او تعالیم يې تحريف او له منځه تللې دي.
نو په دې لیکنه کې به لومړی د مسیحیت یا نصرانیت تاریخ د قرآن عظیم الشان له نظره وڅېړل شي او په راتلونکو پړاوونو کې به د دې دین د پیروانو کتابونه، عقاید او عبادات تر بحث لاندې ونیول شي; همدارنګه، په مختلفو دورو کې د انجیل تحریفونه او دا چې دا دین څنګه په نړۍ کې خپور شوی بحث به وشي.