په منځني ختیځ او په ځانګړي توګه پر اسلامي هیوادونو باندې د غربي هیوادونو لخوا د اقتصادي استعمار تر څيړنې وروسته، اوس د اسلامي اقتصاد ګټې او ځانګړتیاوې تر بحث او څيړنې لاندې نیسو.
په واقعیت کې د اسلام سپیڅلی دین، له هغه ځایه چې فطري او د بشریت ژغورونکی دین دې، په اقتصادي برخه کې هم اړینې او ژغورونکې برنامې او پلانونه لري.
د اسلام له نظره اقتصاد د انساني ټولنې له مهمو برخو او اړتیاوو او مکملاتو څخه دې او په دې برخه کې نباید د افراط او تفریط ښکار شو، بلکه اړینه ده چې د اعتدال او منځلاريتوب لاره غوره کړو، په داسې ډول چې هم د افرادو فردي اړخ او اقتصادي ودې ته پام وکړل شي او هم ټولنې او ټولنیز عدالت او د ټولنې لپاره اقتصادي قواعد او موازین وضع کړل شي، له همدې امله او د موضوع اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د اسلامي اقتصاد اصول او مبانۍ په لاندې ډول څیړو:
۱- د اسلام اقتصادي نظام بنسټ او اساسات الهي دي: د اسلام اقتصادي نظام تر ټولو غوره ټکی چې له نورو نظامونو څخه یې جلا کوي او هغه ته یې بشپړ پخوالی وربښلی، د خدای له لوري د هغه د قوانینو وضع کیدل دي هغه خدای چې د خپلو مخلوقاتو په تېرو او راتلونکو، ثابتو او متغیرو اړتیاوو او ښکاره او پټو وړتیا او کمزورتیاوو باندې بشپړ عالم او پر هغوی مخصوص بالذات احاطه لري؛ په واقعیت کې دغه غوره والی، د بشري وضع شوو نظامونو له عیبونو او نیمګړتیاوو څخه د اسلامي نظام د سلامتیا او خوندیتوب تضمین دې.
۲- په فردي او ټولنیز ملکیت اعتقاد: اسلام په فردي ملکیت عقیده لري او خلک یې سوداګرۍ او د ګټې ترلاسه کولو ته ازاده پریښي، اما دغه ازادي د سرمایه دارۍ نظام په څېر نه ده چې افراد په بشپړ ډول ازاده اوسي او د خپلو شخصي ګټو لپاره په هر کار لاس پورې کړي، بلکه اسلام پر افرادو ځیني شرایط او قیدونه وضع کړي چې الهي، اخلاقي او حکومتي قیدونه پکې شامل دي.
الهي قیدونه او بندیزونه: مخکې له هرڅه باید پوه شو چې د اسلام سپیڅلی دین په ځينو مواردو کې پر اقتصادي فعالیتونو دایمي ممنوعیتونه او بندیزونه لګولي چې په هر وخت او زمان کې د اجراء وړ دي، لکه : سود خوړل، جواري (قمار)، رشوت، احتکار او نورې باطلې راکړې ورکړې یې ناجایزې بللي؛ ځکه دا کړنې په ټولیز ډول په اقتصاد کې د انحصارګرۍ او ګډوډۍ باعث کیږي، همدارنګه د هغو شیانو راکړه ورکړه او تولید چې په ټولنه کې د فساد، ګډوډۍ او د خلکو د نفسي غوښتنو د پارولو سبب کیږي او هغو ته د حرام له لارې د عاید ترلاسه کولو زمینه برابروي، حرام کړي دي.
حکومتي قیدونه او بندیزونه: اسلامي شریعت د خپلو دایمي ممنوعیتونو او بندیزونو ترڅنګ، حکومتي ممنوعیتونه هم په مؤقتي او په ځیني حالاتو کې یې د اعتبار وړ ګڼلي دي، لکه څنګه چې فقهاوو کرامو ویلي دي کله چې د نس ناستي ناروغۍ خپره شي دولت کولی شي د هندوانې پلور او پېر منع کړي او دغه ممنوعیت د دې ناروغۍ تر ختمیدو پورې الزامي دې.
اخلاقي قیدونه او بندیزونه: اسلام یوازې یو اقتصادي نظام نه دې بلکه یو دین دې چې لارښوونې او تعلیمات یې د نورو برخو په څېر په اقتصادي چارو پورې هم تړاو لري او د دې دین له نظره، د دنیا ژوند یو محدود او څو ورځنی ژوند دې او ترشا یې یو ابدی او نه ختمیدونکی ژوند راتلونکی دې او د انسان اصلي موخه د دنیا په ژوند کې دادې چې آخرت ته د ورتګ لپاره له دنیا څخه د یو پُل په توګه کار واخلي او د خپل اخروي ژوند د هوساینې په فکر کې اوسي، له دې امله د نورو پر وړاندې د ډیرو پیسو ګټل، د انسان لویه بریا نشي کیدای، بلکه ستره بریا نورو ته په خدمت کولو او ګټه رسولو کې نغښتې ده، په همدې علت اسلام ځینی وخت د اقتصاد په برخه کې الزامي دستور ندې ورکړی، اما په استحبابي بڼه یې دستور ورکړی او همدغه ټکی د اسلامي اقتصاد اخلاقي بحث ګڼل کیږي.
په اسلام کې د سرمایه دارۍ نظام زیاتی او افراط، چې هغو کسانو او وړو ډلو ته لاره هواره کوي چې د قانون له ملاتړ څخه برخمن دي او د شتمنیو د لوټولو په لټه کې دي، شتون نلري، د سرمایه دارۍ نظام هغه کړنلارې او لارښوونې چې د هغه په وسیله وکولای شي د خلکو او ډلو په حقونو تیری وکړي او د خپل ځیرک او حیله کوونکي ابزار په واسطه د نورو په ازادۍ ملنډې ووهي او د هغوی د هڅو، زیارونو او خوله تویونې ثمره له هغه څه څخه چې مستحق دي، په دیره ټیټه بیه وپېري او یا د هغوی مالونه په غولوونکو اقتصادي حیلو او دوکو اختلاس کړي؛ چې دا ډول پالیسي او کړنې په اسلام کې د منلو وړ نه دي.
اسلام په ګډ او عمومي ملکیت هم اعتقاد لري او هغه ته درناوی او ارزښت ورکوي، اما نه په داسې توګه چې د سوسیالیزم اقتصادي نظام عقیده پرې لري او عموم خلک د افرادو په مالونو کې شریک بولي، بلکه اسلام د صدقاتو، عشر او زکات او… مبحثونو به طرح کولو سره د افرادو په مال کې د عامو خلکو لپاره ونډه ټاکلې؛ په اسلام کې هغه موارد چې په ګډ اقتصادي نظام یا سوسیالیزم کې شتون لري لکه: د فردي مالونو لوټول او د هغوی د ملکیت له منځه وړل، د فردي روحیاتو او انګیزو له منځه تلل، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په زورواکو پاچاهانو او ایل شوي مرییانو د خلکو ویشل، شتون نلري.
۳- د عرضې او تقاضا قانون منل: اسلام د قیمتونو او اسعارو ټاکل د معاملې د اړخونو په خوښه پریښي چې دا خپله د عرضې او تقاضا قانون په صحت او سموالي باندې دلیل دې او هغه یې د قیمتونو د ټاکلو معیار ګڼلی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي: «ان الله هو المسعر القابض الباسط الرازق»؛ ژباړه: «همغه خدای تعالی د قیمتونو تعین کوونکی دې، هغه دې چې د شیانو عرضه (وړاندې کول) کموي یا یې ډیروي او هغه دې چې روزي رسوي»؛ همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې یو کلیوال سړي کرنیز محصولات د خرڅلاو لپاره له کلي څخه ښار ته راوړل او یو ښاري کس غوښتل چې هغه له ده څخه وپیري او په مناسب وخت کې یې په لوړ قیمت وپلوري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ښاریان له دې کار څخه منع کړل او ویې فرمایل: «دعو الناس یرزق الله بعضهم من بعض»؛ «خلک آزاد پریږدئ ترڅو چې الله تعالی ځینو ته یې د ځينو نورو په واسطه روزي ورکړي». رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لپاره د خرڅوونکي او اخیستونکي ترمنځ د دریم ګړي له لاسوهنې څخه مخنیوی کړی ترڅو د عرضې او تقاضا تعادل په بازار کې حفظ شي؛ ځکه که چیرې خپله د کلي اهل هغه وپلوري، د یو اندازه ګټې په پام کې نیولو سره هغه پلوري ځکه غواړي چې هرڅه ژر خپل کلي ته وروګرځي، تر ډیرې مودې په ښار کې نه په تمه کیږي او توکي له ځان سره نه ساتي، بلکه هغه په عادلانه توګه خرڅوي، اما که دریمګړی کس په دې منځ کې شتون ولري او هغه زیرمه کړي، د هغه جنس یا مال لپاره جعلي کمیابې او ارزښت پیدا کوي او له همدې وجې د عرضې او تقاضا طبیعي نظام د ړنګیدو سره مخ کیږي.