وروسته له دې چې سرمایه داري نظام د اقتصادي مسائلو او ټولنیزو ستونزو په حل کولو کې پاتې راغی، دغه اقتصادي نظریه رامنځته شوه او د دې نظریې بنستګرانو او مؤسسینو د خلکو د ستونزو د هوارولو او په سرمایه داري نظام باندې یې د برلاسي او غلبې ادعا کوله؛ د دې نظریې بنسټ ایښودونکی کارل مارکس و؛ نوموړي شتمنۍ او دنیا پالنه د بشر له مهمو اړتیاوو څخه وګڼله او اقتصادي نظام او د ګټې ترلاسه کول یې د ټولنې د روح په څېر ګڼل او دین، تمدن، د ژوند فلسفه او ښکلي فنون یې د هغې د ثمرې او پایلې په توګه پیژندل؛ نوموړی وایي: «په هره زمانه او د تاریخ په هر پړاو کې د صنعت او تولید لپاره ځانګړې کړنلاره شته او د همدې پر بنسټ ټولنیزې اړیکې تعینیږي، اما د لږ ځنډ وروسته هغه ټولنیزې اړیکې د تولید کړنلارو سره متناسب او همغږي نه پاتې کیږي او ځيني خلک د دې اړیکو د رغولو لپاره د نوي تشکیلاتو هڅه او کوښښ کوي او همدغه هڅې په تاریخ کې د انقلاب او پاڅون په نوم پیژندل کیږي، اما تاریخ پوهان د هغوی په واقعیت نه پوهیږي»؛ دغه متضاده اقتصادي نظریه، د سرمایه دارۍ اقتصادي نظریه ده او د هغه په اصولو او قوانینو یې نیوکې درلودې.
د سوسیالیزم اصول
ا-ټولنیز مالکیت: سوسیالیزم نظام د سرمایه دارۍ نظام سره د تضاد او مخالفت په درشل کې، لومړنی اصل یې چې ټاکلی، پر عایداتې ابزارو ټولنیز مالکیت دې؛ د دې اصل له مخې د تولید ټول عوامل لکه: ځمکه، فابریکې، د کرنې ابزار او… د خلکو په شخصي ملکیت کې نه دي بلکه ملي ملکیتونه دي او د دولت تر څار لاندې اداره کیږي؛ یوازې هغه شیان چې شخصي او فردي دي، کولای شي په شخصي ملکیت کې داخل شي.
۲- دولتي پلان جوړونه: په دې نظام کې د نورو اقتصادي ابزارو د دولتي کولو ترڅنګ حتی پلاننګ او د عاید او شتمنۍ ګټلو طرحه د دولت په انحصار کې ده؛ له دې اصل څخه موخه داده چې ټولې اقتصادي کرښې او سیاست جوړونه د دولت د کنټرول لاندې ده او د ځانګړې برنامې له لارې یې ترسره کوي.
۳- د فردي ګټو په نسبت ټولنیزو ګټو ته لومړیتوب ورکول: د دې اصل او قانون له مخې ټولنیزې ګټې تر فردی او شخصي ګټو لومړیتوب لري او وګړي دې د شخصي ګټې او فردي عاید د ترلاسه کولو په لټه کې نه اوسي.
۴- د عاید او ګټې مساوي ویشنه: د دې اصل له مخې هغه ګټه او شتمنۍ چې د تولید او سودارګرۍ له لارې ترلاسه شوي په مساوي ډول دې وویشل شي او د افرادو په منځ کې دې د شتمنۍ د ویشلو پر مهال زیات توپیر رامنځته نشي؛ البته دا د یوې ادعا په توګه پاتې شو او هیڅکه هم په عمل کې داسې ونشول.
د سوسیالیزم پر نظام نیوکې
سوسیالسټي نظام هم د سرمایه دارۍ نظام په څېر منحرف شو او په عمل کې له خپلو اصولو څخه ډیر لېرې پاتې شو؛ د سوسیالیزم نظام عیبونه او ستونزې په لاندې ټکو کې خلاصه کولای شو:
۱- د دولت د تېروتنې او اشتباه په صورت کې به زیان ټول ملت ته متوجه وي: کله چې ټول سوداګریز پلانونه او برنامې او د عاید د ترلاسه کولو تګلاره د دولت په لاس کې وي، که چارواکي په برنامو او پلان جوړونه کې تیروتنه وکړي، ټول وګړي به زیانمن کړي.
۲- د ملکیت ټولیز کولو لپاره د فردي او سیاسي ازادیو سلبول: ځکه د سوسیالسټي نظام او د هغه د اقتصادي نظریاتو د پلي کولو لپاره د یو پیاوړي، ځواکمن او جابر دولت شتون اړین دې او افراد به د دې ډول ځواک د نه شتون په صورت کې کار ونکړي، د داسې دولت لخوا به فردي او سیاسې ازادۍ هرومرو تر پښو لاندې شي.
۳- د شخصي عامل د نشتون له امله د فردي هڅو او زیارونو د روحیې له منځه تلل: داچې د سوسیالیزم نظام پر ټولنیزو ګټو ولاړ نظام دې او شخصي ګټې ترې هېرې دي، افراد به د شخصي کوښښ او هڅو په ډګر کې د سستۍ او کمزورتیا سره مخ شي او په دې برخه کې به کماحقه هڅې او زیار و نه باسي.
دغه دوه اقتصادي فکرونه هیڅکله و نه توانیدل چې د ملتونو اقتصادي ستونزې له منځه یوسي، بلکه هر یوه په یو ډول نه یو ډول د نړیوالې بیوزلۍ په پراختیا او د بیوزله ملتونو په نه پرمختګ کې رغنده رول درلود؛ اما په ډیر تأسف سره اوسمهال هم د غربي هیوادونو اقتصادي استعمار د سرمایه دارۍ نظام په وسیله دوام لري او ډیری اسلامي هیوادونه په یادې اقتصادي نظریې او پایلو کې یې ښکیل دي.
ډاکټر «عوض محمد عوض» مصری لیکوال او د فکر خاوند داسې لیکي: «د استعمار پنځم او وروستی ډول، هغه دې چې د اقتصادي استعمار نوم پرې ایښودل شوی چې د سرمایه داري نظام شرکتونه د هغه په وسیله د هیوادونو د ګټو په لټه کې دي او له هغه څخه د مال راغونډولو او ترلاسه کولو د ډګر په توګه ګټه اخلي؛ ډیری لیکوالان معتقد دي چې دغه ډول ګټه غوښتنه پر نوي استعماري خوځښت باندې برلاسی دې».