لیکوال: نعمان سعید

د عثماني خلافت پای؛ له انګریزانو سره د عربانو همکاري

برتانوي استعمار د عثماني خلافت د ختمولو او له خلافت څخه د عربانو د بې برخې کولو لپاره د مختلفو عربي ډلو سره دسیسې جوړې کړې او نه یوازې د لارنس آف عربیه له لارې یې دا کار وکړ؛ بلکې له دغه ډول نورو ډیرو افرادو، اشخاصو، عرب ملتپالو او پخپله د عربو په داخلي کړۍ کې دننه یې په مختلفو سیمیزو او طبقاتي دښمنیو کې د ښکیلولو لپاره پراخه شبکه جوړه کړه، چې د همدغو جګړو پایله وه، چې هغه عربي نړۍ چې له پېړیو ـ پیړیو راهیسې د عثماني خلافت یوه نه بیلدونکې برخه وه بیله شوه او دا دی نن په وړو او بې ارزښته هېوادونو وېشل شوې ده.
د عربي هیوادونو د بې کفایتۍ دومره لویدلی حالت دی، چې د نفتو له بډایه شتمنیو سره ـ سره بیا هم مجبور دي، چې په خپلو کې له یو بل نه د ځان د ساتنې لپاره د لودیځو هیوادونو په پوځي ځواک او سیاسي ملاتړ تکیه وکړي. غربي استعمار له همدې مجبوریت نه په ګټې اخیستنې د عربو په خلیج خپلې اوسپنېزې پنجې ټینګې خخې کړې او عرب یې ښه کلک نیولي دي.
په ننۍ لیکنه کې د برتانوي استعمار د دې پراخې شبکې یوازې یوه برخه په لنډه توګه راخلم، چې د سعودي عربستان په نوم د ځمکې اړونده ده او له عثماني خلافت څخه بغاوت یې هغه مهال د برتانیې د اجنډا په سر کې ځای درلود.
برتانیا ته د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د دوو ډلو کنټرول اړین و، یو آل سعود و، چې د نجد په سیمه یې پیړۍ ـ پیړۍ واکمني کړې وه او ځانونه یې هیڅکله د عثماني خلافت برخه نه منله؛ بلکې د جګړې په ډګر کې یې پرلپسې د خلافت پر ضد مبارزه هم وکوله او دویمه ډله یې د مکې واکمنه کورنۍ وه، چې مشري یې حسین بن علي کوله او د عثماني خلافت له وخته د مکې مکرمې واکمن و او شریف مکه بلل کېده.
انګریزانو دا دواړه په خپلو لاسو کې واخیستل او په ۱۹۱۸ میلادي کال کې د انګریزي استازو لخوا له دواړو سره رسمي تړونونه لاسلیک شول، چې زه به ان شآء الله په خپلو ځینو نورو مقالو کې ورته تفصیلي اشاره وکړم.
آل سعود ته ویل شوي وو، چې بریتانیا به د دوی د واکمنۍ او واک ساتنه کوي او د دې ضمانت در کوي، چې د سیمې حکومت به د آل سعود کورنۍ په لاس کې وي او د مکې مکرمې واکمن شريف حسين بن علي ته ویل شوي و، چې په دې شرط، که د عثماني خلافت په خلاف بغاوت وکړي او ترکي ځواکونه له حجاز څخه وباسي؛ نو د امير المومنين په توګه به یې تسلیم او د ټولې عربي نړۍ پاچاهي به ورته وسپاري. په دې توګه دواړو ډلو د عثماني خلافت په پای کې خپل ـ خپل رول ادا کړ.
کله چې عربي نړۍ د عثماني خلافت له واکمنۍ څخه ووتله، نو د دغو دوو ډلو په منځ کې یې آل سعود د زیات اعتبار وړ وګڼل شو او د نجد په شمول نورې سیمې او همدارنګه د حجاز مقدس سیمه ورکړل شوه، چې په پایله کې د سعودي سلطنت تأسیس شو او د شريف مکه زوى حسين بن علي ته د اردن د خاورې واک ورکړل شو او د هلته پاچا اعلان شو او پخپله شريف مکه د عربي نړۍ د پاچاهۍ په ارمان له دنيا څخه لاړ.
په دې باب یو په زړه پورې تاریخي حقیقت دا دی، چې د دغو دریو ډلو، عثماني خلافت، شریف مکه حسین بن علي او آل سعود لخوا د هند په نیمه وچه کې دریو مذهبي مکتبونو، دیوبندي، بریلوي او اهل حدیثو ته جلا ـ جلا اړیکه اوس هم او مخکې هم وه او حمایت ورته حاصل دی. ان شآء الله په نورو لیکنو کې به دغه حمایت په بشپړ ډول وڅیړو.
Leave A Reply

Exit mobile version