لیکوال: د. اسامه جوهري

په اسلامي نړۍ کې د الحاد د خپرېدو موخې (شپږمه برخه)

ددې لپاره چې په اسلامي نړۍ د الحاد د خپرېدو په موخو باندې وپوهیږو نو اړینه ده چې لومړی پخپله د الحاد اساس ورپسې د هغو خلکو موخو ته وګورو چې الحاد ته پرمختګ ورکوي؛ د بېلګې په ډول موږ په قلم باندې لیکل کوو، یعنې د قلم ذاتي موخه لیکل کول دي، خو دا چې لیکوال څه لیکي او موخه یې څه ده، دلته باید د لیکوال موخې ته وګورو. په همدې ډول الحاد هم په خپل ذات کې ځانګړې موخې لري چې د خلکو د دیني باورونو او یقین کمزوري کول یعنې د انسان په (Believe system) کې بدلون راوستل دي او کوم خلک چې د الحاد تر شا ولاړ دي او د پرمختګ هڅه یې کوي، د هغوی موخه واکمني ترلاسه کول او حاکمیت کول دي.
دا چې څه ډول د الحاد په واسطه د انسان عقیده او باور ته زیان رسېږي او (Believe system) یې بدلون مومي، په دې اړه په را روانو عنوانونو کې بحث کوو، خو اوس د حق او باطل تر منځ د حاکمیت په مسئله باندې تم کیږو:
دا چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کفر او اسلام جنګ روان دی او په دې جنګ کې یو لور ته اسلام او بل لوري د الحاد په شمول د نړۍ ټول ادیان ولاړ دي. الحاد په معاصر وخت کې د مسلمانانو په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی، الحاد په خپل ذات کې کوم ځانګړی قوت او ځواک نه دی، بلکې د نورو ادیانو له لوري د مسلمانانو په وړاندې الحاد د یوې وسلې په توګه کارول کېږي، دا ښکاره ده چې له عقیدوي اړخه اهل کتاب (یهود او نصارا) د نورو ادیانو د منونکو په پرتله اسلام ته نږدې دي، خو له بده مرغه چې همدې اهل کتابو د اسلام د بنسټیزو ستنو او اساساتو د انهدام او له منځه وړلو لپاره هر ډول هلې ځلې کړي، چې په لومړیو کې دا هلې ځلې په فزیکي ډول وې او اوس یې له فزیکي هلو ځلو سربېره فکري جګړه هم په لار اچولې او کار ترې اخلي، دې حالاتو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم هم اشاره کړې په یوه حدیث کې فرمایي: فارس نطحة أو نطحتان، ثم لا فارس بعدها أبدًا، والروم ذات القرون أصحاب بحر وصخر، كلما ذهب قرن خلف قرن مكانه .
يعنې فارس به يو يا دوه  ټکر وي بيا به فارس نه پاتې کېږي، خو د روم به ډېر ښکرونه وي يو ښکر یې چې له منځه ولاړ شي نو بل نوی ښکر به يې راښکاره کېږي. که څه هم د خلفاء راشدینو په وخت کې د روم سلطنت له منځه ولاړ، خو د وخت په تېرېدو دا جوته شوه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم پّ معاصر وخت کې د اروپا لویه د نوي ښکر په توګه څرګنده شوه.
کله چې په نامسلمانو هېوادونو کې د اسلام لپاره بلنه او دعوت کېږي، نو اړینه ده چې د اسلام د حاکمیت لپاره به هم بلنه کوي، یعنې که د لوېدیځ په کوم هېواد کې یو داعي چا ته د اسلام بلنه ورکوي، نو د اسلام په چوکاټ کې به د ژوند ټول نظام ورته بیانوي. که یهود، عیسویان او ملحدین په اسلامي نړۍ کې د خپلې واکمنۍ لپاره مبارزه کوي، نو څه ډول خپل دعوت پر مخ وړي؟ یهودیت او عیسویت خو خپل بشپړ نظامونه نه لري، نو هغوی خلکو ته کوم دلیل وړاندې کوي؟ څنګه به واکمنۍ ته ځان رسوي؟
ددې لپاره دوه طریقې موجودې دي: یوه خو دا چې د ټولې نړۍ خلک په زور سره د ځان تابع یا مریان کړي او بله لاره دا ده چې د داسې یو نظام د بریا لپاره کار وکړي چې په هغه کې مسلمانان مغلوب او کافران غالب او پیاوړي وي، نوموړی نظام یواځې او یواځې الحاد او د الحاد څانګې لکه سیکولرېزم، لېبرلېزم، فیمینېزم او… دي. مشهور ليکوال عابد الله جان په خپل کتاب (Afghanistan :The Genesis of the Final Crusade) کې د امريکا د ارادې په اړه ليکي :
 Organized efforts are underway to draft Iraqi and Afghan constitutions in a manner to confine Islam to private lives and restrict. Muslims from living collective lives by Islam
په افغانستان او عراق کې اسلام د مسلمانانو په انفرادي ژوند پورې محدودول او په ټولنيز  ژوند کې یې د اسلامي قوانينو د عملي کولو مخنيوی په ډير منظم ډول ترسره کېږي.
په تاریخ کې هم داسې بېلګه موندلای شو: کله چې په اروپا کې حاکمیت د کلیسا په لاس کې وو نو یهودو به د یوې داسې موقع انتظار کاوه چې هڅه وکړي او د کلیسا حاکمیت پای ته ورسوي، دا موقع دوی ته هغه مهال لاس ته ورغله چې په اروپا کې الحادي فلسفې رامنځته شوې، په همدې اساس یهودو به هڅه کوله چې یادو تحریکونو ته پرمختګ ورکړي، تر دې چې د فرانسې په انقلاب کې هم یهودو غیر مستقیمه ونډه لرله. همدا راز د عثماني سلطنت د له منځه وړلو لپاره هم یهودو او بریتانیې په ګډه د (جیویش لیجن) په نوم د یهودو فوځ او لښکر رامنځه کړ، چې په دې کې د فلسطین شا او خوا مېشت شپېته زره یهود له بریتانوي فوځ سره یوځای شول، همدا راز د لوزان په معاهده کې هم د اروپایي هېوادونو لومړنۍ خبره دا وه چې عثماني خلافت به له منځه وړل کېږي.
څرګنده ده چې په اسلامي نړۍ کې د الحاد د پرمختګ او بریا لپاره د لوېدیځ د هڅو موخه دا نه ده چې مسلمانان له خپل عقل څخه کار واخلي او هر څه په پټو سترګو ونه مني او یا د خپل ځان په ګټه یو سیکولر دولت او حکومت جوړ کړي، بلکې اصلي موخه یې دا ده چې مسلمانان د هغوی تر واکمنۍ او حاکمیت لاندې واوسي. که چېرې مسلمانان خپلې خوښې او خپل واک ته پرېښودل شوي وای/ پرېښودل شي، نو د خپلو هېوادونو لپاره به کوم ډول نظامونه غوره کړي، اسلامي نظام او که غربي نظام؟ آیا اسلامي هېوادونو ته به جمهوریت په جمهوري اصولو راغلی وای؟ که اوسنۍ نړۍ ته وګورو نو آیا په اسلامي هېوادونو  کې داسې کوم جمهوري او سیکولر دولت شته چې د لوېدیځ د مرییتوب پړی یې په غاړه نه وي؟ ښکاره ده چې هېڅ داسې هېواد هم نشته، ځکه خپله لوېدیځ هم هغه جمهوري او سیکولر دولت پرمختګ ته نه پرېږدي چې خپلواک وي او هغوی ته یې څه ګټه ونه رسېږي؛ دداسې یو نظام تر ټولو غوره بېلګه په تېره پېړۍ کې د کمونېزم نظام دی، دا چې د کمونېزم ګټه لوېدیځو هېوادونو ته نه رسېده، نو ځکه یې امریکا او اروپایي هېوادونه په وړاندې ودرېدل، په همدې توګه لوېدیځ د سیکولرېزم او الحاد پرمختګ او حاکمیت یواځې او یواځې ددې لپاره غواړي چې نور هېوادونه او دولتونه د دوی مریان او غلامان شي.
لنډه دا چې الحاد د لوېدیځوالو د لاس یوه داسې آله ده چې په واسطه یې خپله واکمني تر لاسه کوي، که چېرې د یو مسلمان هېواد له لوري له لوېدیځ سره ومنل شي چې: سمه ده، دولت او حکومت دې سیکولر شي او دین دې له سیاست څخه واېستل شي، خو ددې پرځای چې په خپل دولت کې نور نوي قوانین رامنځته کړو غواړو چې خپل شته اسلامي قوانین پلي کړو، دا د اسلامیت او مسلمانیت له امله نه بلکې موږ د خپلواکو او آزادو انسانانو په توګه غواړو چې همدا قوانین نافذ کړو، ځکه چې دا تیار چمتو شوي قوانین دي او زموږ په اند په خپل لاس له جوړو شویو قوانینو څخه یې منطقي او عقلاني اړخ پیاوړی دی، همدا ادعا که هر اسلامي هېواد وکړي، نو بیا یې هم لوېدیځ نه مني او مخالفت ورسره کوي، بلکې په تېرو لسیزو کې دا ثابته شوه چې ځینې خلک د جمهوریت او ټاکنو پر مټ واکمنۍ ته ورسېدل، خو بیا هم خپلې خوښې ته پرېنښودل شول او حکومتونه یې د همدې لوېدیځ او اروپا پر مټ راونړول شول.
پخواني شوروي د خپلې واکمنۍ د پراختیا لپاره غوښتل چې د نړۍ په نورو هېوادونو کمونېزم او الحاد حاکم کړي، اوسمهال امریکا او اروپا غواړي چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره په نورو هېوادونو د ډیموکراسۍ، پانګوالۍ او په ټوله کې د الحاد په اصولو ولاړ نظامونه حاکم او پلي کړي. چین هم د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، د ایغور په مسلمانانو باندې رنګارنګ ظلمونه کوي، خپلو عبادتونو ته یې نه پرېږدي، روژې پرې په زوره ماتوي او له هرې لارې یې بې دینۍ ته اړ باسي.
په اسلامي نړۍ کې داسې هېڅ ملحد هم نشته چې خپله یې د ژوند لپاره د یو نوي نظام په جوړولو فکر کړی وي، بلکې ټول ملحدین یا له لوېدیځ څخه اغېزمن شوي او یا هم له روسیې او د بده مت له ملحدینو څخه، نو کله چې دوی د الحاد لپاره هلې ځلې او مبارزه کوي په دې معنا نه ده چې دوی خلک یو خودمختار عقلانیت ته هڅوي، بلکې هڅه کوي چې خلک د هغو خلکو تابع کړي چې دی یې پخپله تابعداري او مرییتوب کوي؛ که په اسلامي نړۍ کې د الحاد موخو ته ځیر شو، نو په ډېرې اسانۍ سره مومو چې په اسلامي نړۍ کې د الحاد پرمختګ د اسلام د حاکمیت پای او د لوېدیځ د حاکمیت پیلامه ده، د حاکمیت دا موضوع اوسنۍ او نوې نه ده.
کومه جګړه چې د ابلیس او آدم علیه السلام تر منځ پیل شوې وه لا تر اوسه روانه ده او له هماغه وخت راهیسې دوه نړیوالې ډلې د یو او بل په وړاندې موجودې دي چې یوه اولیاء الرحمن او بله یې اولیاء الشیطان ده، دا چې په هغه وخت کې د انسانانو نفوس لږ و، نو ددې دواړو ډلو غړي هم لږ وو، خو اوس چې نفوس ډېر شوی، نو دا دواړه ډلې هم د شمېر له پلوه سترې شوې دي. د شیطان په ډله کې د جني شیاطینو تر څنګ ډېر انسي شیاطین هم شامل دي چې د نورو ادیانو او فاسدو نظریاتو لپاره مبارزه کوي. لنډه دا چې په هر وخت کې هرو مرو د حق یوه ډله موجوده وي چې د باطل له لارویانو سره په مقابله کې بوخت وي.
په کوم وخت کې چې یهود اوبني اسرائیل په حقه و، نو هغه وخت فرعونیانو د شیطان یا باطلې ډلې په توګه شتون درلود، د وخت په تېرېدو نوي الهي احکامات راغلل او په یهودیت کې بدلون راوستل شو، یعنې په یهودیت کې یو څه زیاتونې وشوې او یو څه احکام منسوخ شول، دا چې نوموړي اضافات او نسخ د عیسی علیه السلام په واسطه تر سره شول، نو ځکه د عیسویت نوم ورکړل شو، عیسی علیه السلام یهودو ته وویل چې اوس همدا د حق لار ده او زه د الله تعالی له لوري رالېږل شوی استازی یم، تر څنګ یې دوی ته د خپل نبوت نخښې او معجزې هم ور وښودې، خو یهودو د هغه خبره و نه منله، په همدې توګه عیسویت د حق ډلې او یهودیت د باطلې ډلې صفت اختیار کړ او له همدې ځایه باطل پرستو یهودو د حق ډلې مخالفت پیل کړ. وروسته چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او د اسلام مبارک دین یې خلکو ته راوړ، خلکو ته یې د خپل نبوت نخښې او معجزې هم وښودې نو د نورو خلکو تر څنګ یې یهودو او عیسویانو ته یې د اسلام د منلو بلنه ورکړه چې لږ شمېر یې دا بلنه ومنله خو اکثرو یې له منلو څخه ډډه وکړه، په همدې ترتیب سره اسلام د حق ډلې ځای ونیو او یهودیت او نصرانیت دواړه د باطل ډلې شوې او د حق ډلې مخالفت ته یې مټې را ونغاړلې، چې دا دی تر نن ورځې پورې همدا مخالفت روان دی.
دا چې اسلام یو فطري دین او د ژوند بشپړ ځانګړی نظام دی له همدې امله ډېرو خلکو په آسانۍ سره ومانه او په ډېره کمه موده کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده او حاکم شو، د اسلام دا پرمختګ باطلو ډلو د ځانونو لپاره د خطر زنګ وباله او د اسلام د حاکمیت د لا پراختیا د مخنیوي لپاره لاس په کار شول او غوښتل چې خپله حاکمیت ته ورسېږي د همدې موخې لپاره یې له مسلمانانو سره په سلګونو کاله پرلپسې جګړې وکړې چې په تاریخ کې د صلیبي جګړو په نوم یادېږي خو له دومره مبارزې سره سره یې بیا هم خپله موخه تر لاسه نکړای شوه دا ځکه چې  د کفر او اسلام مقابله يوازې په مادي بنسټونو نه ده ولاړه، بلکې دا يوه نظرياتي او فکري مقابله هم ده او دا ښکاره ده چې مسلمانانو سره د اسلام په څير قوي، اصولي او منطقي دين موجود دی، نو که چېرې يوازې د مادياتو مسئله وای نو بيا د اسلامي نړۍ راپرځول اسانه وه، له دې مخکې په تاريخ کې د چنګيزخان لښکر یوه ښه بېلګه ده چې يوازې په مادياتو سمبال وو خو فکري او نظرياتي جهت يې له نشت سره برابر وو، همدا لامل وو چې چنګيزيان تر هغه وخته پورې محدود ول چې تر څه وخته يې مادي ځواک درلود.
غرب هم د صليبي جګړو په اخري پير کې په دې پوه شو چې له اسلامي نړۍ سره د جګړې لپاره يوازې په مادياتو بسنه نه کېږي، بلکې له نظرياتي او فکري اړخه هم د مسلمانانو کمزوري کول اړین دي، د مسلمانانو ددې فکري او نظرياتي قوت د ختمولو لپاره له غرب سره تر ټولو اغېزمنه لار دا وه چې د مسلمانانو فکري او نظرياتي قوت ختم او متبادل افکار منځته راوړي، که چېرې تاريخ ته ځير شو نو دا خبره درک کولای شو چې  اسلامي نړۍ د خپل قوت پر مهال له بيروني فکري جګړو څخه خوندي وه، خو کله چې اسلامي نړۍ ته د خارجي (غربي) افکارو راتګ پيل شو نو اسلامي نړۍ مخ پر زوال روانه شوه.
غربي افکار هم په دوه ډوله دي چې يو يې تنصير او بل يې الحاد دی، تنصير د الحاد په پرتله ډېر کمه نتيجه ورکړه همدا لامل دی چې الحاد خپرول د غرب يوه قوي وسله جوړه شوه، لکه څنګه مو چې د الحاد په تاریخ کې وویل په اروپا کې د کلیسا د زور او حاکمیت د له منځه وړلو لپاره لومړی الحاد ته پرمختګ ورکړل شو او د ملحدو فیلسوفانو په لاس د عیسویت په وړاندې نوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظام رامنځته شو، کټ مټ همدغه ډول په اسلامي نړۍ کې هم د اسلام د حاکمیت د پای ته رسولو په موخه په الحاد ولاړ متقابل نظامونه راوړل شول چې پیل یې په سیکولرېزم وشو، ددې نظامونو د راوستلو تر شا ټوله غربي نړۍ ولاړه وه، یهودو او عیسویانو چې د کومې موخې لپاره په سوونو کاله خپلې وینې تویې کړې وې د هغې موخې په ترلاسه کولو کې د الحاد په واسطه بریالي شول، په لومړي ځل د یهودو او عیسویانو دغه د الحاد وسله د اسلامي نړۍ په زړه یعنې عثماني سلطنت کې د مصطفی کمال اتاترک په لاس د سیکولرېزم په بڼه وکارول شوه. بالاخره په ۱۹۱۷م کال کې  له سلګونو کالو وروسته په اسلامي نړۍ کې داسلامي سیاست وروستۍ ډېوه مړه شوه او اسلام یواځې تر مسجدونو پورې محدود کړای شو. په همدې ډول د وخت په تېرېدو سره په اسلامي نړۍ کې د اسلام اقتصادي نظام هم له منځه ولاړ او پر ځای یې د کمونېزم او کپیټالېزم نظامونه راوړل شول او د اسلام د ټولنیز نظام پرځای د لېبرالېزم خپرول پیل شول.
کله چې په اروپا کې د الحاد او عیسویت مقابله وه، په هغه وخت کې الحاد کمزوری و او د حاکمیت تر لاسه کولو یې تقریبا درې سوه کلونه ونیول، بل دا چې د دې نظامونو جوړېدو او پلي کېدو هم ډېر وخت ته اړتیا لرله، له همدې امله په اروپا کې الحاد او الحادي نظامونه په تدریج سره رامنځته شول، خو برعکس د اسلامي نړۍ خلاف ټوله اروپا، یهود، نصاری او ملحدین یوموټی ولاړ وو، بل دا چې د اسلام خلاف نظامونه هم چمتو شوي موجود وو نو په اسلامي نړۍ کې یواځې ددې نظامونو پلي کېدل پاتې وو، له همدې امله په اسلامي نړۍ کې د سیکولر نظامونو پلي کولو ډېر وخت ونه غوښت، تر څنګ یې په اسلامي نړۍ کې داسې څوک هم پیدا نشول چې د یادو نظامونو په وړاندې په لویه کچه مقابله وکړي او هغوی چې ددې نظامونو خلاف یې مقابله کوله ډېر لږ وو، چې بیا به دهمدې لږو خلکو په وړاندې به هم ټوله غربي نړۍ را پاڅېده او هغه مبارزه به یې له منځه یوړه، چې دا لړۍ لا تر اوسه هم دوام لري، له همدې امله کومې چارې چې په اروپا کې لږ تر لږه شپږ سوه کلونه وخت ونیو هماغه چاره په اسلامي نړۍ کې یواځې د سلو کلونو په اوږدو کې بشپړه شوه.
په اسلامي نړۍ کې لومړی د اسلام سیاسي نظام په بشپړ ډول له منځه یوړل شو او د اسلام اقتصادي نظام په ډېرو کمو هېوادونو کې پاتې، خو په اسلامي هېوادونو کې د الحاد دوه سترې او بنسټیزې موخې لا هم پاتې دي: یوه دا چې د اسلام ټولنیز نظام له منځه یوسي او پر ځای یې لېبرالېزم راولي چې په دې برخه کې یې هم ډېر پرمختګ کړی او بل دا چې په ظاهري لحاظ هم له اسلامي هېوادونو څخه اسلام له منځه یوسي، څو په مسلمانانو کې بیاځلې د واک، ځواک او حاکمیت تصور پیدا نه شي، خو الحمد لله په اسلامي نړۍ کې تر اوسه داسې خلک او علماء شته چې د الحاد ددې شومو موخو خلاف مقابله کوي، د پلانونو د شنډولو هڅې یې کوي او په اسلام باندې چې کومې نیوکې کېږي په مدلل ډول د هغو ځوابونه وایي، هیله ده چې د الحاد دغه هڅې د الحاد وروستی پړاو شي او د کومو پایلو هیله چې لري هیلې پاتې شي او عملي بڼه غوره نه کړي.
Leave A Reply

Exit mobile version