لیکوال: عبیدالله نیمروزي

امام شاه ولي الله دهلوی (دریمه برخه)

د تدریس طریقه

د شاه ولي الله دهلوي د تدریس طرز داسې و چې لومړی یې قرآن کریم تدریس کاو، لکه څنګه چې په خپله وصیت نامه کې وايي: قرآن کریم داسې زده کړئ چې یوازې د قرآن کریم متن او ژباړه له تفسیر پرته تدریس کړئ. بیا هغه ستونزې چې د قرآن په متن کې راځي، د بیلګې په توګه د قرآن کریم صرفي، نحوي یا د شان نزول په برخو کي، او د قرآن له ختمولو وروسته د نصاب له مخې جلالین ولولئ؛ ځکه چې په دې طریقې سره ډېر فیض او برکت شته؛ له هغه وروسته په یو وخت کې صحيحین او نور د احاديثو کتابونه زده کړئ او بيا د فقهې، عقايدو او سلوکو کتابونه په یو وخت کي زده کړئ».
شاه ولي الله دهلوي عامو خلکو ته هم د قرآن او حديث درس ورکاوه او د دې غير رسمي درسي حلقې څخه يې موخه یې د هغه عام خپرول وو لکه څرنګه چي شاه عبدالعزيز رحمه الله وايي: «زما د نيکه طريقه داسې وه چې د قرآن کریم د درس له ختم څخه وروسته به یې د احادیثو بیان کاوه چي دلته به دواړه په یو وخت کي تدریس کېدل.»

د امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله اصلاحي او علمي خدمتونه

علامه شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د هند په اسلامي تاریخ کې یو ستر شخصیت و. هغه یو څیړونکی پوه، متفکر، روښانفکره فقیه او یو متقی عارف او قاطع  مصلح و چې د هند د اند او فکر په تاریخ کې یې داسې رول ولوباو چې هیڅکله به له منځه لاړ نشي.
ژور فکر او بیداره زړه یې درلود او له دې الهي نعمتونو څخه یې په هند کې د اسلامي نهضت د راژوندي کولو لپاره په غوره توګه کار واخیست. هر هغه ليکوال چې د شاه صاحب رحمه الله د اصلاحي خدمتونو په اړه ليکنې کوي، په ذهن کې به يې دا فارسي شعر خامخا يادېږي:
دامان نگه تنگ و گل حُسن تو بسیار
گلچین بهار تو ز دامان گله دارد.
لومړی شاه ولی الله دهلوي رحمه الله د هندي ملت په عقیده ګوته کېښوده. ځکه د دې دين لومړۍ امتیاز او ښکاره نښه په صحيحه عقيده باندې تاکيد او ټینګار دی او د هر کلتوري کار نه مخکي بايد عقيده اصلاح شي. هغه په ​​دې لاره کې په هڅه او کوښښ سره قدم کېښود او هېڅکله د تهدید او تطمیع شکار نه شو، د شرک او خرافاتو پر وړاندې ودرېد. ځکه شرک (له خپلو ډېرو ډولونو سره) د بشري ټولنې تر ټولو پخوانۍ او خطرناکه ناروغي ده.
دا ناروغي د الله تعالی د غضب تر څنګ د انسان د معنوي، اخلاقي او انساني تمدن د سوکالۍ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی او دا ناروغي د انسان ټول دیني غرایز په نطفه کي خنثی کوي. امام شاه ولي الله رحمه الله په دې عقیده دی چې د دې روحي ناروغیو علاج قرآن او د هغې په معنی تدبر کول دي؛ نو د همدې موخې لپاره يې په فارسي ژبه چې د هغه وخت د هند رسمي، اداري، دیني او علمي ژبه وه قرآن کريم ترجمه کړ او خلکو ته يې وړاندې کړ. د شاه ولي الله دهلوي تر ټولو ستر او ځلېدونکی کار د قرآن او علومو خپرول دي. ځکه چې قرآن کريم د انسان د لارښوونې ابدي سرچينه ده او همدارنګه د مسلمانانو اصلاح او روزنه او د هغوی علمي او فکري پرمختګ د قرآن په پوهه او تدبر او د هغه د احکامو په پلي کولو پورې تړلی دی. شاه صاحب د قرآن او قرآنی علومو تدریس او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
د شاه ولي الله رحمه الله په زمانه کې خلکو فکر کاوه چې د قرانکريم پوهه، دقت او په هغه کې تدبر کول د علماو او مفکرينو کار دی او د عامو خلکو لپاره د قرانکريم تلاوت کول کافي دي. د قرآن د تدريس او زده کړې په چاپېريال کي هم د قرآن د فهم پر ځای یواځې ترجمه او تفسير ته یې پاملرنه ترسره کېده. شاه ولي الله رحمه الله دا خبره د مسلمانانو تر غوږو تېر کړ چې: که د انصاف له نظره وګورئ، نو د قرآن د نزول اصلي ګټه دا ده چې له هغه څخه پند واخلئ او له هدایاتو او لارښوونو یې برخمن شئ. او د قرآن موخه یوازې د هغه تلاوت نه دی، که څه هم تلاوت کول یې یو ډول غنیمت ده. خو مسلمانانو کومه لاره نیولې ده چې د قرآن د پوهیدو هڅه نه کوي او څوک چې د قرآن کریم په معنی نه پوهیږي هغه به څه خوند ترې واخلي.
له همدې امله امام شاه ولي الله قرآن کریم د خلکو لپاره په روان فارسي ژبه کې ژباړلی چې په “فتح الرحمن” مشهور دی. د دې ژباړې موخه يوازې د دې لپاره وه چې خلک قرآن ته متوجه شي، وې لولي، پرې پوه شي او له هغه سره سم خپل ژوند جوړ کړي او همدا راز د مسلمانانو په منځ کې خپرې شوې غلط فهمي، ګمراهۍ او ناسم دودونه له منځه لاړ شي.
د شاه ولي الله له آثارو څخه یو بل اثر په دې برخه کې د بې ساري کتاب تصنیف “الفوز الکبیر فی اصول التفسیر” دی چې د علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په وینا کېدای شي د اسلامي نړۍ په کتابتونونو کې په خپل فن کې بې مثال دی، که څه هم دا کتاب لنډ دی؛ خو د کتاب هره کرښه د تفسیر د فن له مهمو ټکو او کلياتو څخه ډکه ده. دا کتاب په حقیقت کې یو قیمتي یادښت دی چې د دغه عالیقدر عالم له خوا د قرآن کریم د ستونزو د حل په اړه له پرله پسې علمي تجربو وروسته چمتو شوی دی.
دا خبره په بشپړه توګه پرځای ده، هغه خوزښت چې شاه ولی الله په هند کې د مسلمه امت د اصلاح او په ځانګړې توګه د ټولو انسانانو د لارښوونې لپاره پیل کړ، یو قرآنی خوځښت و چې د قرآن له فهم څخه پیل او د توري په جهاد سره ته یې پرمختګ وکړ. ګواکې د شاه ولي الله بنسټيزه کارنامه دا ده چې هغه د قرآن داعي او مبلغ و، او دا نه شي ويل کېدای چې د شاه ولي الله د فکري نهضت له پيل سره شرک، بدعتونه، فسق او فجور سمدستي ختم شو او جهالت له منځه لاړ. خو دا ټکی باید په پام کې ونیول شی چې د ظلم او جهالت د طوفان قوت د پام وړ کم شو او وضعیت د پام وړ بدلون وموند او د قرآن کریم د نشر او خپرېدا کې د اهمیت او پاملرنې عقیده او باور زیات شو او مسلمه امت د قرآن کریم د لوستلو له پړاو څخه د قرآن کریم د پوهیدو مرحلې ته ورسېدو چې اغیزې یې په راتلونکو کلونو کې په څرګنده توګه احساس شوې.
د مولانا سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په وینا: شاه ولي الله رحمه الله په قرآن کريم کې تفکر او دهغه مطالعه او پوهه د شرک، بدعت د ​​ناروغۍ د له منځه وړلو او د عمومي وبا علاج لپاره تر ټولو ګټوره درملنه ګڼلې ده. او دا بیان یوازې د هوښیارتیا او د مطالعې او د قیاس پر بنسټ نه و. بلکي دومره ښکاره حقيقت وو چي پخپله قرآن کريم يې شاهد وو او نه يوازي د نبوت تاريخ؛ بلکي د اسلامي دعوت بشپړ تاريخ او د اصلاح او تجديد لړۍ پر دې خبره ګواه دي.
ادامه لري …
Leave A Reply

Exit mobile version