لیکوال: مهاجر عزیزي

غوره مسلمان (اوومه برخه)

یو مسلمان په اخلاق او ښه خوي سره، په ارامۍ او له وقار او شرافت څخه ډک پر لارې ځي. او همدارنګه هغه د تګ په وخت کې اعتدال کوي او خپل مخې ته ګوري او هر ځای نه ګوري.
 د کایناتو څښتن موږ ته دا راښيي چې څنګه له شرافت او وقار څخه ډک تګ وکړو ، هلته چې فرمايي: «وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِینَ یمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا» د رحمن الله ښه بندګان هغه دي چې په ارامي، عاجزۍ او درنښت سره ګرځي او کله چې جاهلان ورسره مخامخ شي نو ورته وایي: تاسو ته سلام.
همدارنګه د ښه خوي خاوند په تګ کې اعتدال غوره کوي، نه تېز او نه ورو ځي او نه په غرور سره ګرځي. لوى څښتن فرمايي: «واقصد فی مشیك» يعنې: (او په خپل تګ كې اعتدال كوه!) روایت دی چې حضرت عمر رضي الله عنه یو سړی ولید چې مړ تګ یې کاوه او د سستۍ تظاهر یې کاوه، او غوښتل یې چې عاجزي زیاته کړي، نو حضرت عمر رضي الله ورته وفرمایل: «لاتمت علینا دیننا اماتک الله : زموږ دین په موږ مه وژنه، خدای دې تا ووژني.” همدارنګه روایت دی چې عمر رضی الله عنه یو سړی ولید چې سر یې ټیټ کړی و او ځان یې بې وسه او بدبخته ښکاره کاوه، نو ورته یې وویل: «ارفع رأسک فإن الاسلام لیس بمریض» » سر پورته کړه، ځکه اسلام ناروغ نه دی.» يعنې: خوشحاله، پياوړی،  او ژوندی اوسئ. له دې څخه څرګندیږي چې مسلمان باید په هر حالت کې خوشحاله  وي تر څو شخصیت یې ښه او ښکلی وي. لکه څنګه چې له سنتو څخه ثابته شوې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په تېزۍ او خوشالۍ سره تګ کاوه. نو د «واقصد فی مشیك» معنا دا ده: په خپله لاره کې بې ادبه او تکبر مه کوه. عطاء رحمه الله فرمایي: د دې معنا دا ده چې په عزت او وقار سره وګرځئ!
او همدارنګه فرمايي: «ولا تمش فی الأرض مرحًا إنك لن تخرق الأرض ولن تبلغ الجبال طولاً» (او په ځمکه کې په نرمۍ سره وګرځئ، ځکه چې تاسو هیڅکله ځمکه نشي ماتولی او نه به د غرونو لوړوالي ته ورسيږي.)
د ذکر شوو آیتونو په پام کې نیولو سره، راځئ چې خپل تګ او ګرځېدلو ته فکر وکړو؛ ایا موږ په وقار او آرام سره حرکت کوو او ایا موږ د تګ سمه طریقه څارو؟ آیا کله مو پام کړی چې زموږ په ټولنه کې د ډېرو خلکو تګ د حیرانتیا وړ وي!
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته وفرمایل: «إیاكم والجلوسَ على الطرقات» فقالوا: ما لنا بد، إنما هی مجالسنا نتحدث فیها. قال صلى‌الله‌علیه‌وسلم: «فإذا أبیتم إلا المجالس؛ فأعطوا الطریق حقها». قالوا: وما حق الطریق؟ قال صلى‌الله‌علیه‌وسلم : «غض البصر، وكف الأذى، ورد السلام، وأمر بالمعروف و نهى عن المنكر» «یعنی: پر سړکونو له ناستو ډډه وکړئ. دوی وویل: ای د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم موږ ته له ناستو پرته بله چاره نشته. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نو كله چې تاسو په كښېناستلو مجبور یاست، د لارې حق ادا کړئ، هغوی وویل:  د لاره حق څه دی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمايل: سترګې پټول، له ځورولو ډډه کول، سلام اچول، په ښو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول.» د مسلمان لپاره له ښو خوينو او غوره اخلاقو څخه دا هم ده چې په لاره کې بې ضرورته ناست نه وي او د خلکو د ځورولو لامل نه شې . ځکه چې په ځانګړې توګه ښځې په دې برخه کې لږ له ستونزو سره مخ کیږي او نه شي کولای په اسانۍ او ډاډمنه توګه پر لاره تېرشې. له همدې امله، ښه خوي دا غوښتنه کوي چې څوک باید له اړتیا پرته په سړکونو کې غونډه ونه کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګ په وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښه اخلاقو بېلګې

خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تګ په وخت کې تر ټولو غوره سړی وو. لکه څنګه چې هغه په ​​عاجزۍ، وقار او آرامۍ سره روان و، او تګ یې د خوشالۍ، خوځښت او اعتدال څخه ډک و. حضرت علي رضي الله عنه فرمايي: «إذا مَشى تَكفَّأَ تَكفُّؤًا، كأنَّما ینحَطُّ مِن صَبَبٍ» کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تګ راتګ کاوه، نو دومره په زړه پورې تګ به یې کاوه لکه له لوړي څخه چې راښکته کېده، سر به یې نه پورته کاوه.
 او کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره د تګ په وخت د هغوی شاته روان و، او ویل به یې چې دا هغه طریقه ده چې راعی او مسئول د خپلو رعیتونو سرپرستي کوي. (دا پدې مانا ده چې مسؤول شخص د ټولو اړخونو څخه د خپل رعیت د کنټرول لپاره د هغوی شاته ځي). او هغه دا مناسب نه ګڼله چې د دوی وړاندې ولاړ شي. لکه څنګه چې پاچاهان هم ورته طریقه لري او پیروان یې د نوکرانو په څېر د دوی شاته ځي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته ویل: «أمشوا أمامی» (زما مخې ته ځي)؛ له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضوان‌الله‌علیهم‌اجمعین هم له ښي او چپ اړخ څخه او هم د هغه د مخ څخه تګ کاوه. رسول الله صلى الله عليه وسلم ولې د خپلو اصحابو تر شا روان و؟ په دې اړه علماء کرام وايي: لومړی دا چې دا طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تواضع دلالت کوي او دوهم دا چې ملائکې د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر شا حرکت کوي لکه څنګه چې به يې ويل: «خَلُّوا ظَهری للملائكة» (زما شا د ملائکو لپاره خالي کړئ.) او دريم دا چې د خپلو اصحابو له حالاتو او حرکاتو خبر شي او د اسلامي شريعت له مخې ورته ښوونه او روزنه ورکړي.
Leave A Reply

Exit mobile version