لیکوال: مولوي مدني

په قرآن کریم کې تدبر (څلورمه برخه)

په قرآنکریم کې د تدبر ګټې

وروسته له دې چې د تدبر د اهمیت، اړتیا او او د تدبر لاملونو پوه شو او حتی د تدبر لره د مسرتندویو امورو په اړه پوه شو، نو په پای کې موږ د تدبر کولو ګټو او فایدو ته اشاره کوو.
لومړی- یو له هغو څخه په زړه کې د ایمان د ریښو ژوروالی دی په قرآن باندې تدبر کول ایمان او یقین زیاتوي، ځکه چې کله انسان قرآن خلاصوي، نو یقیني وي چې قرآن د الله تعالی کلام او د الله تعالی لخوا دی. ځکه چې له پیل څخه تر پایه په هغه کې هیڅ اختلاف، تضاد او ټکر نشته؛ له همدې امله ایمان په زړه کې ژوریږي او تر هغه وخته پورې نه لوړیږي چې د علم الیقین درجې ته ورسیږي دا چې قرآن د خدای تعالی کلام دی. ځکه چې هغه ګوري چې ځينې آيتونه د کيسې، احکامو او اخبارو له تکرار سره سره د يو شمېر نورو تاييد کوي او ورسره موافق دي او په هېڅ ځاى کې يې کوم تناقض او اختلاف نه ليدل کېږي، نو د ايمان ريښې پياوړې کېږي او د قرآن قاري ته د د قرآن د علم کمال حاصلېږي.

دوهم د څښتن تعالی پېژندنه ده؛

د تدبر دوهمه ثمره د خدای تعالی پېژندنه ده چې تلاوت کوونکی یې ترلاسه کوي. لکه څنګه چې علامه سعدي د تدبر په ګټو کې وايي: (یعرف بالرب المعبود، و ما له من صفات الکمال، و ما ینزه عنه عن سمات النقص، و یعرف الطریقة الموصلة الیه و صفة اهلها و کلما ازداد العبد تاملا فیه و تدبرا، ازداد علما و عملا و بصیرة) [تفسیرالسعدی ج 1 ص 376 ]
(او هغه الله خپل رب او معبود پېژني؛ او د هغه کاملو صفاتو باندې پوهېږې، چې الله تعالی له عيبونو څخه پاک دى، الله او د اهل الله صفاتو ته د رسېدو لارې چارې پېژني، او په دې هم پوهېږي چې د دوى لپاره څه نعمتونه دي، همدارنګه د رښتيني دښمن او دوزخ ته د رسیدو لار او د دوزخ د خلکو په صفاتو څومره چې ممکنه وي پوه به شي او څومره چې تدبر وکړي، پوهه، عمل، بصیرت او لرلید به یې هم زیات شي.” نو دویمه ګټه د څښتن پیژندل دي.

دریم- د قاري لپاره د بندګی تحقیق، د تدبر دریمه ګټه ده؛

په قرآن کې تدبر کول د هغه شي د معلومولو وسیله ده چې الله تعالی له موږ څخه غواړي. او دا د الله تعالی د بندګۍ او عبادت د کیفیت د معلومولو وسیله ده او د هغه څه د پوهیدو وسیله ده چې الله تعالی موږ ته رالېږلې ده، ځکه قرآن د ژوند پلان او د شرعي مسائلو اساس دی چې الله تعالی نازل کړی دی. په دې اړه علامه ابن قیم رحمه الله وایي (فلاتزال معانیه تنهض العبد الی ربه بالوعد الجمیل، تحذره و تخوفه بوعیده من العذاب الوبیل، تحثه علی التضمر و التخفف للقاء الیوم الثفیل تهدیه بظلم الآراء و المذاهب الی سواء السبیل تصده عن اقتحام طرق البدع و الاضالیل تبعثه علی الازدیاد من النعم بشکر ربه الجلیل، تبصره بحدود الحلال و الحرام تثبت قلبه عن الزیغ و المیل عن الحق والتحویل، تسهل علیه الامور الصعاب و العقبات الشاقة غایة التسهیل) الی ان قال ابن قیم  رح (وفی تامل القرآن و تدبره و تفهمه اضعاف، اضعاف ما ذکرنا من الحکم و الفوائد، و بالجملة فهو اعظم الکنوز) [مدارج السالکین1\ 450]
د قرآن مفاهیم تل بنده د خپلو ښکلو وعدو په واسطه د خپل رب لوري ته وړي او د خطرناکو عذابونو په اخطارونو یې مخه نیسي. په سخته ورځ کې د هوساینې او روښانتیا لپاره یې بیداروي او د ګمراهانه افکارو او باطلو دینونو له تیارو څخه د سمې لارې لارښوونه کوي او د کفر او ګمراهۍ لارو ته له ننوتلو څخه منع کوي او د برکتونو د زیاتوالي لپاره یې بیداروي او هغه ته د حلال او حرام سرحدونه ورپيژني او زړه يې د تحريف له حرص او انحراف څخه ژغوري او سخت کارونه ورته اسانوي.»
تر هغه چې وايي. او د قرآن په تدبر، غور او فهم کې تر هغه څو چنده زیات حکمتونه او ګټې شته چې موږ یې یادونه کړې ده. لنډه دا چې قرآن تر ټولو ستره خزانه ده.

څلورم – تدبر کول؛ معنوي خواړه درمل او وسله ده؛

داسې چې روح له عیبونو څخه پاکوي، او کله چې یو مسلمان په قرآن کې ښه غور وکړي، دا تدبر د هغه لپاره یو قوي خوندیتوب رامینځته کوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًا اسری) [82]
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي.
همدارنګه الله تعالی فرمایې: (قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ) فصلت [44]
دوى ته ووايه: “دغه قُرآن د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده”
له همدې امله تدبر خپل مالک له داخلي مغشوشیتونو او شکونو څخه لرې کوي او له کموالي او د عقل له نشتوالي څخه د خوښۍ او آرامۍ لور ته رسوي، لکه څنګه چې تدبر هغه وسله ده چې انفرادي او ټولنیز خطرونه له دننه او بهر څخه دفع کوي. نو تدبر کول، ډیرې ثمرې او ګټې لري.

پنځم- ذهني او فکري روزنه؛

په هغه څه پوهیدل چې الله تعالی نازل کړي دي یو له سترو شیانو څخه دی چې د فکري روزنې لامل کیږي. ځکه چې هغه ته ګټور حقایق ور زده کوي، چې انسان یې تعقیبوي، او له هغهو زیانمنو حقایقو څخه خبر ورکوي، چې له هغوی څخه د انسان د لرې والې سبب ګرځي؛ علامه سعدي فرمایې: (فان فی تدبر کتاب الله مفتاحا للعلوم و المعارف و به یستنتج کل خیر و تستخرج منه جمیع العلوم) [تفسیرالسعدی ج 1 \ 26 ]
نو د دې تدبر په پایله کې د هغه څه خواهش نه کوي چې ضرر وي او نه هم هغه ارمانونه، خيالونه او خرافات ته میلان کوي چې ضرر او فساد يې د هغې خوا ته راګرځي، نو په قرآن کې تدبر د هر خير لپاره چابي ده. نو د قرآن په معنی د پوهیدلو لپاره یو مفکر انسان ته اړتیا ده چي الله تعالی یې مرسته کوي او د هغه د عقل او فکر دروازې، علم او ​​​​معلوماتو لپاره خلاصوي.
د علم او پوهې چابي په حقيقت کې تدبر دى او هر نيک عمل او علم له هغه څخه حاصليږي. دا هغه څه دي چې موږ غوښتل د دې مقالې په بڼه تاسو ته وړاندې کړو، چې عبارت دی له:
د تدبر تعریف؛
د تدبر اهمیت؛
د تدبر حکم؛
د تدبر د نشتوالي لاملونه؛
هغه شیان چې د تدبر کولو په رامینځته کولو کې مرسته کوي؛
او د تدبر کولو ګټې او ثمرې څه دي څخه.
له الله جل جلاله څخه غواړو چې تاسو او موږ ته د قرآن په تدبر کې مرسته وکړي، تاسو او ما ته د دین د پوهیدو توفیق راکړي، زموږ هیواد او ټول اسلامي هیوادونه د فتنې له شر څخه وساتي، او زموږ حاکمانو ته د هغه څه توفیق ورکړي چې الله تعالی پخپله خوښوي او دوی ته صالح او مصلح شوي کورنۍ او اولادونه ورکړي. (پای)
Leave A Reply

Exit mobile version