مخینه: په تېره موضوع کې مو د معتزله د دریم اصل لومړۍ برخه یعني «وعد» اصول تشریح کړل او او په هغه کې مو د اهل سنتو او معتزلو نظرونه بیان کړل. په دې برخه کې د دریم اصل دویمه برخه یعني «وعید» د اړوندو مسائلو سره به بیان شي ان شاء الله.
«وعید» په لغت کې د «وعد» له مصدر څخه اخیستل شوی دی «وعد یعد وعدا… واعد واشتد الوعید وهو التهدید، وقد أوعده و قال یعقوب عن الفرّاء: و في الخیر الوعد و العده، و فی الشر الإیعاد والوعید» وعید د ګواښ په معنی دی، یعقوب له فراء څخه نقل کوي چې «وعد» په ښه حالت کې کارول کیږي او «وعید» په بدوحالتونو کې کارول کیږي. .
د دواړو (وعد او وعید) تر منځ توپیر دا دی چې وعید په بدو چارو کې کارول کیږي.
د وعد او وعيد ترمنځ لغوي توپیر
د «القول السدید فی خلف الوعید» کتاب لیکوال علامه ملا علي قاري رحمه الله په دې اړه څیړنه کړې ده، هغه لیکي: د الله تعالی په توفیق او د هغه چا په مرسته چې زما د تحقیق کنټرول یې په لاس کې دی، زه داسې لیکم: «وعد» د ذکر په لحاظ له وعید څخه ډیر عام دی، عربان وایي: یو چا له ما سره د خیر یا شر وعده کړې وه، کله چې بدی نه وي ذکر شوی وايې: ” وعدته: ما هغه سره ته ژمنه وکړه”؛ مګر کله چې خیر پکې ذکر نه شي، دوی وايي: “أوعدته : ما ورته ګواښ وکړ( ما تهدید کړ).”
د معتزله په وينا وعید د وعد ضد دی، هغه څوک چې د خداى نافرماني کوي او د هغه حکمونه نه مني هغه به دوزخ ته ننوځي او د تل لپاره به پاتې کیږي. له همدې امله، خدای د هر چا عاقبت لکه: ګناهکار، کافر او مومن معلوم کړی دی.
د جارالله زهدي په کتاب «المعتزله» کې راغلي دي: معتزله د وعد او وعید په اړه ويلي دي چې الله تعالی په خپله وعد او وعید کې رښتينی دی او د قيامت له ورځې سره تړاو لري. هیڅوک نشي کولی د خدای تعالی کلام او خبري بدل کړي. له همدې امله خدای تعالی له توبې پرته لوی ګناهونه نه بخښي او که مؤمن له دې دنیا څخه په اطاعت سره لاړ شي د ثواب مستحق دی او که له توبې پرته د ګناهونو سره له دې دنیا څخه ولاړ نو د تل لپاره به د جهنم په اور کې وي. البته د هغه عذاب د کافر له عذاب څخه لږ دی، نو له همدې امله معتزله د قیامت په ورځ له شفاعت څخه انکار کړی دی او په دې اړه د قرآن کریم له ایتونو څخه بالکل ناخبره دي او هغو آیتونو ته یې ملا تړلې چې د شفاعت نفی کوي. ځکه چې شفاعت د وعد او وعید له اصل سره په ټکر کې دی، هېڅوک نه شي کولای چې له الله سبحانه و تعالی سره د بل چا شفاعت وکړي او د الله تعالی له عذاب څخه څوک وژغوري. بلکي هر کس ته به د هغه د ښو او بدو عملونو سره سم اجر یا ثواب ورکول کیږي.
د «وعید» په اړه د معتزله عقیده
قاضي عبدالجبار وايي: خو د وعد او وعید علم دا دی چې الله تعالی له اطاعت کوونکو سره د ثواب وعده کړې ده او ګناهکارانو ته یې د عذاب ګواښ کړی دی او خدای به خامخا هغه څه کوي چې وعده یې کړې ده، او د الله سبحانه وتعالی په حق کې وعده خلافي او دروغ ویل روا نه دي.»
او په بل ځای کې وایي: هغه وعید چې د الله تعالی له لوري شوی دی، دا وعید له کفارو پرته له فاسق ته نه دی ځانګړی، او له کفر پرته فاسق ته هم نه دی ځانګړی، لکه څنګه چې ځیني مرجئه ګمان کوي چې فاسق په قطعي ډول په ایاتونو نه دی وعید شوی. او دليل یې دا دی چې د وعید آيتونه څرنګه چې د کفارو لپاره دي، فاسقان هم پکي شامل کیږي. چې ننګول شوي چې کفار هم پکې شامل دي، او همدارنګه فاسقان هم شامل دی.
شهرستاني په «الملل والنحلل» کتاب کې وايي: «دوی (معتزله) په دې متفق دي چې کله مؤمن له دې دنیا څخه په اطاعت او توبه لار شي، نو د اجر او ثواب مستحق دی، خو که لویه ګناه وکړي او پرته له توبې مړ شي، د دوزخ د اور مستحق دی. البته د هغه سزا د کفارو له عذاب څخه لږ ده او هغوی ( معتزله ) دې طريقې ته وعد و وعید نوم ایښی دی.
له پورتنیو ویناوو څخه د «وعید» په اړه د معتزله نظر دا ثابته شوه چې کله فاسق لویه ګناه وکړي او له توبې پرته له دې دنیا څخه لاړ شې نو د دوزخ د اور مستحق دی. ځکه چې خدای له هغه سره داسې وعده کړې ده او د خدای «وعید» باید اجرا شي؛ البته د هغه عذاب به د کافر له عذاب څخه لږ او سپک وي.
علامه ابو زهره په خپل کتاب «تاریخ المذاهب الإسلامیه» کې د وعد او وعید د اصولو په اړه لیکي: “دوی (معتزله) په دې باور دي چې وعد او وعید به خامخا انسان ته رسیږي، د ثواب وعده به پوره کیږي، او د عقاب وعید به هم سر ته رسیږي، او د الله وعده د نصوح د توبې په اړه هم پوره کیږي، په همدې توګه، چا چې ښه عمل وکړ د هغه په څیر به د نیکۍ بدله ورکړل شي، او که څوک بد عمل وکړي هغه ته به دردناکه عذاب وي. نو له توبې پرته لویه ګناه نه بښل کیږي، لکه څنګه چې یو څوک ښه کار وکړي له ثواب څخه نه محرومیږي.
د معتزله دلایل
د دې خبرې د ثابتولو لپاره (د لویې ګناه مرتکب باید مجازات شي او د هغه د عمل سزا ورکړل شي، که نه نو د وعید خلاف دی)، معتزله بېلابېل دلایل وړاندې کړي، چې لاندې به یې په لنډه توګه بحث وکړو: او د اهل سنتو د علماوو ځواب هم لاندې بیانوو:
لومړی لامل یې د قرآن کریم دا آیت دی: «بلی من کسب سیئه وأحاطت به خطیئته فأولئک أصحاب النار هم فیها خالدون» ژباړه: «هو! هغه څوک چې ګناه کوي او د خپلو خطاوو په چاپېر کې ایسار شي، دوی تل په دوزخ کې وي.
قاضي عبدالجبار د دې آيت په استدلال سره وايي: دا آيت په دې دلالت کوي چې کبیره ګناهونه پر اطاعت غالب کیږي. ځکه د احاطې څخه همدا اخیستنه کیږي او عقل هم همدغه مني، او د اجسامو احاطه په هغه کې ناشونی دی، او هغه انسان به تل په دوزخ کې وي.
ځواب یې
ابن کثير رحمه الله وايي: دا آيت د بني اسرائيلو په رد کې نازل شوى و، هغوى فکر کاوه چې د دوزخ اور به دوى ته هيڅکله هم لاس نه رسیږي، پرته له څو ورځو څخه. [دا آیت د دې لپاره یاد شوی چې دوی ته یادونه وکړي] وضعیت داسې نه دی لکه څنګه چې دوی فکر کاوه. بلکي هغه څوک چي ګناه وکړي او ګناهونه يې محاصره کړي او د قيامت ورځ راورسيږي او هغه هيڅ نيکي و نه لري او ټول عملونه یې بد وي، نو هغه به د دوزخیانو څخه وي.
ابن عباس رضي الله عنهما د دې آيت په اړه وايي: «بلی من کسب سیئة» “ستاسو د کار په شان که چیري عملونه یې وي، او ستاسو غوندي کفر وکړي نو به خپل په کفر کې راچاپېر وي او هیڅ حسنه به هم ونلري.