په لومړۍ برخه کې د علامه (رح) په فردي او ټولنیز شخصیت خبرې وشوې؛ اما د خاندان او کورنۍ له اړخه ویلی شو چې نوموړی د لوړ مرتبه خاندان او مخورې کورنۍ څخه و او د نسب لړۍ یې سیدنا حسن بن علي بن ابوطالب کرم الله وجهه ته رسیږي او د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له ځوځاتو څخه دې؛ نوموړی د ماشومتوب او ځواني راهیسې د یو لړ ځانګړو صفتونو درلودونکی و چې د روښانه راتلونکي او ستر شخصیت ښکارندويي یې کوله؛ داسې صفتونه لکه: د ماشومانو لوبو ته بې رغبتي او نه پام کول، د علم او مطالعې سره شدیده مینه او لیوالتیا، د علماءو او نېکانو سره ناسته ولاړه او داسې نور؛ د نوموړي د ودې او پرمختګ لوی سبب او د ده په حق کې د الله تعالی ستر نعمت او پیرزوینه د علامه زاهده او پرهیزګاره مور وه چې تل یې په زړه سوانده نصیحتونو او نیکو او عاجزانه دعاګانو سبب شوه چې علامه د بریا، پرمختګ او نیکمرغۍ لوړو څوکو ته ورسیږي چې بلآخره د روژې مبارکه میاشت د جمعې په ورځ له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، الله دې له هغه څخه راضي وي.
د علامه (رح) د خاندان د صفتونو بېلګې
د مولانا ټبر او خاندان د بې شمیره ښو او غوره صفتونو څخه برخمن و چې یو له هغو څخه د دې خاندان معنوي رڼا او روحي ځلا ده؛ دغه خاندان په هره دوره کې د صالحانو او مصلحانو سره ژورې او ټینګې اړیکې لرلې او پاللې؛ څرنګه چې «شاه علم الله» د سید آدم بنوري یو له مریدانو او ارادتمندانو څخه و چې هغه د مجاز خلیفه او د شیخ احمد سرهندي مُجدد الف ثاني مرید و، د دې خاندان ځینو نورو د شاه ولی الله دهلوي او شاه عبدالعزیز سره اړیکې او تعلقات درلودل. په هر حال، دغه مبارک او نیکمرغه خاندان د ځانګړو امتیازاتو خاوند دې؛ اما حضرت امام ندوي ځینو دغو صفتونو ته اشاره کړې چې سید سلیمان حسیني ندوي په مختصر ډول داسې لیکي: دغه خاندان خپل نسب د مبالغې او افراط په حد کې ساتلی ده چې له امله یې ډیری موروثي ځانګړتیاوې یې خوندي پاتې شوي؛ البته ځیني غړي یې له ذهني او جسماني اړخه نیمګړتیا او کمزورتیا هم لري.
دغه ټبر پر خالصې توحیدي عقیدې ټینګ او له مشرکانه اغیزو څخه خوندي پاتې شوی؛ له بدعتونو څخه یې ډډه کوله او د اهل سنت او جماعت په مذهب قائم پاتې شوي او د دې کورنۍ له شعارونو او ځانګرتیاوو څخه، توحید او د سنتو اتباع ته بلنه وه.
د یاد خاندان یو بل غوره او ممتاز صفت چې په ټولو دورو کې شتون لري، میړانه، غیرت او دیني احساسات دي؛ څرنګه چې د دې خاندان په تاریخ کې مشهور دي.
دغه خاندان تل د چالاکۍ، سیاسي ذهنیت او زرنګۍ له اړخه کمی لري او پکې اخلاص او د زړه پاکوالی موندلای شو او په ټوله کې مظلوم واقع شوي. له تاریخ څخه څرګندیږي چې دوی په هره دوره کې د شریعت او طریقت جامع وو؛ په داسې توګه چې که له یوه اړخه رباني علماء پیدا شوي، له بله ځایه روحاني مشایخ. یاد خاندان هیڅکله له ډیر مال او شتمنۍ څخه برخمن شوی نده؛ تر ډیره یې په مجاهدې او بیوزلتوب سره خپل ژوند تېر کړی او د خپلې اړتیا په اندازه به یې مال او شتمنۍ ترلاسه کول.
د فکري د ودې شرایط
امام ندوي (رح) په داسې کورنۍ کې سترګې وغړولې چې د پوهې او معرفت له رڼا څخه ډکه وه؛ هغه سپیڅلې نبیره چې دعوت کوونکي، مخلصان، حقیقت پیژندونکي عارفان او بې ساري علماء یې د پوهې او معرفت، تألیف او تصنیف او د اعلای کلمة الله په لار کې جهاد او مبارزې په بېلابېلو برخو کې نړیوالو ته وړاندې کړل؛ هغه خاندان چې د نفس او ظلم پر وړاندې په اصلاح او پرهیزګارۍ، زهد او استغناء او معنویت او مبارزې باندې اباده او سمسوره وه؛ دغه خاندان که پخوا د شاه علم الله په څېر عارفانو باندې ژوندی او ویاړمن و، په وروستي وخت کې سرښندونکي مجاهدین او زړه سوي مخلصین لکه سید احمد بن عرفان یې هم په خپله غیږه کې روزلی دې او هرومرو به د دغو درنو مشرانو معنوي او روحي اغیزې د دوی پر نسل او ځوځاتو باندې مثبت اثر ولري او یو له ښکاره بیلګو څخه یې لوی علامه سید ابوالحسن علی ندوي یادولای شو؛ داچې نوموړی له ځواکمن او قوي حس او بې ساري معرفت څخه برخمن و. د خپل تېر شوي تاریخ په کره کتنې او لوستلو سره، پرینښوده چې د دوی په لاسونو کې د معرفت او هدایت بله شوې ډیوه چې د هغې په وسیله یې د لار ورکو کسانو په منځ کې رڼا اچوله، مړه شي؛ بلکه د هغه د اصلاح او رڼا رسولو په لار کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې او د خپلو اسلافو سره د همدې شدیدې مینې او زیاتې علاقې له وجې و، چې د خپلې تألیفي دورې په پیل کې یې د شهید حضرت سید احمد بن عرفان ویاړمن ژوندلیک په لیکلو کې لومړیتوب ورکړ، چې د لیکوال د ژور احساس او لوړ همت څرګندونه هم کوي.