حجة الاسلام امام محمد غزالي رحمهالله په خپل خاص سبک، دې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «د روژې مقصد د الله تعالی پر اخلاقو ځان برابرول او په پرښتو پسې اقتدا کول او تر وسې پورې له شهوتونو څخه بېپروا کېدل او لاس اخیستل دی؛ ځکه هغوی له شهوتونو پاکې دي او د انسان مرتبه له حیواناتو لوړه ده؛ دا چې د عقل په نور، شهوتونه ماتولی شي او له پرښتو څخه یې مقام ټیټ دی؛ شهوتونه پرې برلاسي دي او باید مبارزه ورسره وکړي، نو له همدې امله، کله چې په شهوتونو کې ډوب شي، تر ټولو ټیتې درجې ته ورلوېږي او د ځناورو له ډلې سره یوځای کېږي، خو کله چې شهوتونه وځپي، مرتبه یې لوړیږي او د پرښتو مقام ته به ورنږدې شي».
علامه ابن قیم رحمهالله دا موضوع نوره هم روښانه کړې او وايي: «د روژې هدف له شهوتونو څخه د نفس کنټرول، له عادتونو څخه یې جلا کول او په شهواني قوه کې تعادل رامنځته کول دي، تر څو د هغه هدف غوښتلو ته چې د نېکمرغۍ راز پکې دی او د هغه څه منلو ته چمتو شي چې تزکیه پرې کېږي او ابدي ژوند پکې نغښتی دی، لوږه او تنده یې شور او ځوږ راکموي او د بېوزلو وږې لښکرې ورپه زړه کوي او د خوراک او څښاک د مجرا تنګولو په وسیله پر انسان د شیطان د برلاسي کېدو لارې تنګوي او د بدن غړي یې له هغې ناړامۍ یې راګرځوي، چې په دنیا او آخرت کې ورته زیان رسوي او هر غړی آراموي، ځواکونه کنټرول او مهاروي؛ له همدې امله، روژه د پرهېزګارۍ مهار، د مبارزانو سپر او د نېکانو او مقربانو بڼ دی».
علامه ابن قیم رحمهالله په بلاغت سره د روژې د رازونو او مقاصدو په اړه زیاتوي: «روژه د ظاهري غړو او باطني ځواکونو په ساتنه او په فاسدو موادو له ککړېدو څخه د هغو په ژغورنه کې عجیب اغېز لري، دا فاسد مواد که د انسان پر غړو او قواوو برلاسي شي، هغوی فاسدوي. همداراز، روژه د فاسدو موادو په تخلیه کې اغېز لري، چې دا فاسد مواد د روغتیا پر وړاندې خنډ کېږي. پر دې اساس روژه د زړه او غړو روغتیا تامینوي او هغه څه بېرته ترلاسه کوي، چې د شهوت پنجو غلا کړي دي.
روژه له تقوا او پرهېزګارۍ سره ډېره مرسته کوي، لکه الله تعالی چې فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه تر تاسو پر پخوانیو چې فرض شوې وه، چې پرهېزګاري وکړئ».
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هم فرمایلي دي: «روژه نیول (د ګناه د ترسراوي په مقابل کې) سپر او ساتونکې ده». هغو کسانو ته یې د روژې امر کړی، چې شهوت پرې فشار راوړی او د واده وس نه لري او روژه یې د دې شهوت د ختمولو سبب ګڼلی دی.
هدف دا دی چې کله سالمو عقلونو او فطرتونو د روژې په دې ګټو شاهدي ورکړې ده، الله تعالی هغه د رحمت، احسان، ژغورنې او سپر په توګه ورته مشروع کړې ده».
یو ځل بیا اصلي موضوع ته ورګرځېدلی او وايي: «دا چې د زړه خیر او ثبات په هغه تګلوري پورې تړاو لري، چې الله تعالی ته یې رسوي او ټول پام یې د بې نظمیو په انسجام د الله تعالی په لور راګرځوي، نو د عزتمن او مهربانه خدای رحمت د خپلو بندګانو په اړه وغوښتل، چې یوه اندازه روژه ورته مشروع کړي، تر څو اضافي خواړه او څښاکونه له منځه یوسي او زړه د هغو شهوتونو له مداخلې وژغوري چې د الله تعالی لوري ته د هغه په ورتلو کې ځند رامنځته کوي؛ ځکه د زړه پاشلتیا الله تعالی ته له مخ کولو پرته نه سمېږي، خوراک، څښاک، له خلکو سره اړیکې، اضافي خبرې او خوب یې پاشلتیا نوره هم پسې ډېروي، سرګردانه کوي یې، له الله تعالی څخه یې مخ اړوي. همداراز، الله تعالی روژه د مصلحت په اندازه مشروع کړې ده، داسې چې انسان په دنیا او آخرت کې ترې ګټه اخلي او تاوان ورته نه کوي او لنډمهاله یا اوږدې مهاله ګټې یې له منځه نه وړي».