لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (اتلسمه برخه)

د روژې میاشت؛ برکتونه او فرصتونه

له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟

ب: د تهجد لمونځ
د تهجد لمونځ د مؤمن معراج دی او د زړه د نورانیت، د څېرې د ښکلا او په عمر، ژوند او رزق کې د برکت لامل کېږي. همداراز، د کال په ټولو نوافلو کې تر ټولو افضل لمونځ دی. رسول الله علیه وسلم به په رمضان او له رمضانه پرته په نورو وختونو کې د تهجدو د لمونځ اهتمام کاوه.
۱. د تهجد مفهوم
ویل کېږي: «هَجَدَ الرَّجُلُ» یعنې سړی د شپې ویده شو او «هَجَدَ» یعنې د شپې یې لمونځ وکړ او «متهجّد» هغه چا ته ویل کېږي چې له خوبه راپورته کېږي او په لمانځه درېږي.
۲. د تجهد د لمانځه فضیلت
الف: د شپې او د تهجدو لمونځ جنت ته د داخلېدو لامل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په جنت کې داسې خونې دي چې بهر یې له دننه او دننه یې له بهر څخه لیدل کېږي، الله تعالی دا خونې د هغو لپاره چمتو کړې دي چې خواړه ورکوي، په نرمۍ او مهربانۍ خبرې کوي، مستحبې روژې نیسي، سلام عاموي او کله چې خلک ویده شي، د شپې لمونځ کوي.»
ب: قیام اللیل (د شپې لمونځ) د ګناهونو کفاره او له ګناهونو څخه منع کوونکی دی، له ابو امامه رضي الله عنه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث روایت دی چې ویې فرمایل: «قیام اللیل (د شپې لمونځ) کوئ؛ ځکه چې دا کار تر تاسو وړاندې د نېکانو طریقه وه او ستاسو رب ته د نږدې کېدو وسیله ده، همداراز، د ګناهونو کفاره او له ګناهونو څخه منع کوونکی دی».
ج: د تهجد لمونځ د څېرې د نورانیت لامل کېږي. له ابوسفیان څخه روایت شوی او هغه له جابر بن عبدالله څخه نقل کړي دي چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د چا چې د شپې لموځ ډېر وي، په ورځ کې یې څېره ښکلې او نوراني کېږي».
۳. اسلاف او د تهجد لمونځ
اسلافو او د دین مشرانو به تهجدو ته خاصه پاملرنه کوله او دا لمونځ به یې الله تعالی ته د نږدې کېدو، د الهي معرفت د ترلاسه کېدو، د زړه د روښانه کېدو او د مخ د ښکلي کېدو لامل باله او په ډېر پام، خشوع او خضوع یې په نیمه شپه کې عبادت کاوه. د دین مشرانو به ویل: موږ چې چېرته صالح انسان لیده؛ نو د شپې لمونځ به یې کاوه او له شک پرته چې انسان خیر او نېکۍ ته د شپې د لمانځه له لارې رسېږي، نو څوک چې خیر او نېکي د شپې په لمانځه کې ګڼي، آیا بیا به یې پرېږدي؟
د دین له بزرګانو څخه یو محمد بن واسع و، چې تهجدو او د شپې لمانځه ته به یې خاصه توجه کوله. کله به چې ورباندې شپه تیاره کېده، راپورته کېده به او تهجد به یې کول، کورنۍ به یې ویل: هغه مهال به د ده حال د هغه چا په څېر و لکه ټول دنیاوال یې چې وژلي وي.
ابو سلیمان دارانی وايي: «په الله تعالی قسم، که قیام اللیل نه وای، دنیا مې نه خوښېده. په الله قسم، چې د شپې خاوندان په خپلو شپو کې په داسې خوندونو کې دي، چې د تفریح د خاوندانو له تفریح څخه ډېر دي. ځينې وخت مې پر زړه داسې شېبې تېرېږي، چې د الله تعالی د ذکر له شوق څخه مې زړه په وجد راځي او له ځانه سره وایم: که جنتیان په همداسې نعمت کې وي، نو په لوی نعمت کې ژوند کوي.»
له حسن بصريرحمه‌الله څخه یې وپوښتل: د شپې ویښ پاتې کېدونکي ولې ښکلې څېرې لري؟ هغه ځواب ورکړ: «ځکه هغوی له خپل رب سره خلوت کړی، نو الله تعالی په خپل نور نازولي».
د تهجد لمانځه د ادا کولو طریقه
د تهجد لمونځ ۸ رکعته دی او د سهار د لمانځه په څېر دوه دوه رکعته ترسره کېږي؛ خو غوره دا ده، چې په رمضان کې د ماخستن تر لمانځه وروسته شل رکعته تراویح لمونځ وکړي، که ممکنه وه ورپسې دې د شپې په پای کې اته رکعته تهجد لمونځ وکړي، خو که شونې نه وه، بیا دې څلور رکعته وکړي؛ تر څو د رمضان د قیام په دواړو سنتو عمل وشي، چې همغه د تراویح او تهجد لمونځ دی.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version