لیکوال: محمد اسماعیل علیزهي
ژباړن: عبدالجلال ابوعمر
د سود غندنه (دریمه برخه)
آسماني مکتبونه او سود
سود د ادیانو د ظهور په وخت کې په مختلفو ټولنو کې شتون درلود او د یوې حاد ټولنیزې مسلې په توګه د دې مذهبونو پام ځانته اړولی دی. د سود غیر اخلاقي او ټولنیزې اغیزې د دې لامل شوي چې دیني قوانین په تحریم او غندنه کي یې قاطعیت ښکاره کړي.
یهودیت
یهودیان په خپل منځ کې د سود اجازه نه ورکوي. مګر د نورو په پرتله جائز ګڼي. په تورات کې په “22 او 25 سِفر” کې راغلي: “که تاسو غریبانو ته پور ورکوئ نو سود مه اخلئ.” د “لاویین په 20 سِفر” کې داسې ذکر شوي: “یو بېګانه (اجنبي) ته سودي پور (ربوي قرض) ورکړئ؛ خو خپل ورور ته نه.” په ډیرو مواردو کې، تورات په ښکاره ډول سود منع کړی دی، او په یهودي دیني حکومتونو کې پرته له سود پور ورکونه د غریبانو د غصب کولو وسیله ګڼل کیږي. په هرصورت، په تورات کې د سود منع کول یوازې د یهودانو لپاره دی، او یهودانو لپاره د نورو (غیر یهودانو) څخه سود اخیستل روا دي. دا د “د تثنیه سِفر 23څپرکی: 20 او 19” بندونو کې راغلي: “خپل ورور ته پور په سود ورکوه، نه د سپینو زرو په سود، نه د آذوقې په سود او نه د هغه څه په سود چې د سود لپاره ورکول کیږي. تاسو کولی شئ غریب ته په سود پور ورکړئ؛ خو خپل ورور ته په سود قرض مه ورکوه. د تلمود کتاب او په تیرو وختونو کې د یهودي قوانینو نورو سیټونو (مجموعې) هم د بګانوو څخه سود اخیستل روا ګڼل شوی دی.
له دې استثناء څخه په استفاده یهودانو وکولای شول چې د نورو قومونو په منځ کې په سود کې ښکیل شي او د ضمیر له عذاب او د آخرت له ویرې پرته د نورو په پرتله په اسانۍ سره شتمني راټوله کړي. دا باید زیاته شي چې یهودانو هم په تیرو پیړیو کې د پانګې په ګټه کې د پور اخیستونکي شریکولو سره د شرعي بهانې پر بنسټ ځینې سودي معاملې مشهوره کړه.
مسیحیت
د یهودي دین په څیر د مسیح دین سود منع کړی، مګر په ډیر شدت سره. د انجیل په کتاب کې، د حضرت مسیح د خولې څخه دا سپارښتنه کیږي چې نورو او حتی دښمنانو ته پرته له دې چې د سود غوښتنه وکړي پور ورکړي. د لوقا انجیل شپږم څپرکی 26 بند وايي: “بلکې، د خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ او ښېګڼه وکړئ، او پرته له دې چې د بدلې تمه ولرئ، پور ورکړئ؛ ځکه چې ستاسو اجر به لوی وي.
د کلیسا مشرانو د مسیح دا تبلیغ په سود باندې بندیز اعلان کړ او دا یې تر دې حده سخته کړه چې سود خواره او هغه څوک چې سود حلال ګڼي ملحد او له دین څخه بهر وګڼل. ځینو مسیحیانو سود اخستونکی تر دې حده ذلیل وګاڼه چې له مرګ وروسته یې له ښخولو ډډه کول. په منځنیو پیړیو (قرون وسطی) کې، د سود تحریم دوام درلود او د مسیحي هیوادونو د شرعي قوانینو له اساسي مادو څخه ګڼل کیده؛ خو له هغه وخته چې کلیسا په عموم کې له ملکیت څخه عاید منع نه کړ، د سود اخیستونکو لپاره د شرعي سفسطې (casuistique) لاره خلاصه وه او دوی کولی شوای د ملکیت څخه د نورو مجاز عایداتو تر پوښښ لاندې سود ته دوام ورکړي. ځینې تاریخي څیړونکي په دې نظر دي چې په داسې حالاتو کې د کلیسا غفلت د هغه وخت له شرایطو سره د سمون او د ټولنې د سوداګریزو او معاملاتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره و.
د مسیحیت متنونو څخه څرګنده ده چې سود حرام وو؛ خو د نوي نسل او د “لوتر وتزوینګل” په مشرۍ د اصلاح غوښتونکو د رسانس د ظهور په جریان کې موافقه وکړه چې سود واخلي. د لوتا په انجیل کې راغلي دي: “کله چې تاسو خلګو ته پیسې په پور ورکوئ او د اجرې تمه لرئ، نو ستاسو لپاره څه فضل دی؟ … مګر خیرات وکړئ او د هغه څخه د عاید تمه مه کوئ، نو ستاسو اجر به ستاسو لپاره عالي وي.” ښکاره خبره ده چې له پورتنۍ وینا څخه بل څه نه شي پوهېدلای چې سود پرېښودل فضل او ثواب لري. د مسیحي پوهانو له دې اجماع سره سره او له رسانس څخه مخکې د دوی عمل، د سود د تحریم مؤید دی. لکه څنګه چې “سکویار” وايي: “څوک چې وايي سود کول ګناه نه ده، ملحد او له دین څخه بهر دی.”
د منځنۍ پېړۍ په پای کې د روم کلیسا د سود اخیستونکو د مخنیوي لپاره د سود منع کولو اړین حکم صادر کړ. “سین توماډاکن” د کلیسا د قانون د دفاع لپاره درې دلیلونه په ګوته کړل: 1. پیسې نه زېږېدونکی شی دی؛ 2. سود د وخت قیمت دی چونکې وخت د خدای پورې اړه لري، پور ورکوونکی حق نلري چې سود واخلي؛ 3. د هغو شیانو ترمنځ باید توپیر وشي چې په لومړي استعمال کې مصرف کیږي لکه پیسې، ډوډۍ، غوښه او نور، او د نه مصرف وړ شیان لکه کور، ځمکه، د تولید وسایل او نور.
د دویمې برخې په مورد کې، پرته د ملکیت له لیږد، دا ممکنه ده چې د هغې کارول بل چا ته واګذار شي او په بدل کې د هغې د مشروع استعمال یا د اجارې قیمت ترلاسه کړي. مګر په هغه شیانو کې چې په لومړي استعمال کې مصرف شوي وي د ملکیت حق له لیږد پرته د استعمال حق لیږد ممکن نه وي. له همدې امله د پیسو په لیږد کې پور ورکوونکي یوازې حق لري چې د پور اصلي پیسې ترلاسه کړي نه د هغې فرعي او ضمني؛ ځکه چې دا برخه په هغه وخت کې د پیسو په استعمال پورې اړه لري چې د پور ورکوونکي په ملکیت کې نه وه، بلکې د پور اخیستونکي په ملکیت کې وه. نو په اصل باندې د اضافي پیسو اخیستل ناروا دي.
سود په اسلام کې
سود خوري د اسلام د ظهور پر مهال
سود خوري د اسلام د ظهور پر مهال په عربستان کې عام و او د شتمنو لپاره د پیسو ګټلو یوه له عامو لارو څخه وه. د بلاذري په “فتوح البلدان” کې د طائف د خلکو په اړه راغلي دي چې: «كانوا اصحاب ربا اشترط النبّي عليهم ان لايرابوا»؛ (د طائف خلک سود اخیستونکي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره شرط کېښودل چې سود خوري به نه کوئ).
په مکه کې په پراخه کچه سود شتون درلود. ځکه مکه د تجارت مرکز و. حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره عباس بن عبدالمطلب او عثمان بن عفان په څېر خلکو چې د خرما سوداګر وو، سود په داسې ډول کارولی چې د خرما د حاصل په وخت کې بزګرانو به موافقه وکړه چې که دوی د تولید نیمایي برخه اخیستې او پاتې نیم یې که دوی ته پریږدي، هغه چمتو دي چې راتلونکی کال دوه چنده پور ورکړي. دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده او هغوی یې منع کړل.
خو هیڅ یو سودګر د یهودانو په څیر نه و. هغوی د سود له لارې ډیرې شتمنۍ راټولې کړې او تر ټولو مهمه دا چې یهودانو او ځینو بډایه خلکو ډیری انسانانو یرغمل نیولي و. دا یرغمل د هغو کسانو پورې اړه وه چې د پورونو د ادا کولو توان یې نه درلود، په دې حالت کې، یا پخپله یا حتی د پور اخیستونکي میرمن او ماشومان یرغمل شوي وو. حتی روایت دی چي: “ابو نائلہ سیلکان ابن سلامت” خپل رضاعي ورور “کعب بن اشرف” ته د پور اخیستو لپاره راغی. چونکې د ګرو ورکولو لپاره شی نه درلود، کعب له هغه څخه وغوښتل چې خپل ماشوم یا ښځه د هغه سره د یرغمل په توګه پریږدي.