Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د سود غندنه (دویمه برخه)
اسلام سه شنبه _9 _جنوري _2024AH 9-1-2024AD

د سود غندنه (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
د سود غندنه
لیکوال: محمد اسماعیل علیزی
ژباړن: عبد الجلال ابو عمر
د سود غندنه (دویمه برخه)
سود (ربا) دوه ډوله دي: د فضل (ډېر/اضافه) سود او د نسیه (قرضي) سود.
د فضل سود چي مُعاملي سود هم ورته وایې په هغو اجناسو کي چي وزني وي، داسې چي د همجنسو توکو یوه اندازه له زیاتې اندازې سره مُعامله شي. د بېلګي په توګه: سل کیلو غنم د سل کیلو او لس ګرامه غنمو په بدل کي ورکول؛ چي دا ډول راکړه ورکړه سود (ربا) او حرام ده، يا د سلو ګرامو سره زر د یو سل او لس ګرامه سرو زرو سره معامله، سود (ربا) او ناروا ده. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د سرو زرو په بدل کې سره زر، د سپینو زرو په بدل کې سپین زر، د غنمو په بدل کي غنم، د وربشو په بدل کې وربشي، د خرما په بدل کې خرما، د مالګې په بدل کې مالګه [د جنسیت له مخې باید] سره ورته او [د مقدار له مخې باید] سره مساوي وي او لاس په لاس [بدل] شي. یعنې یو مجلس کي باید دا معامله ترسره شي او تأخیر او زنډ په کي رانشي.
نو کله چې د دې ډلو څخه یو توپیر ولري [د مثال په توګه، وربشی د غنمو یا سره زر د سپینو زرو په مقابل کې]، په هر ډول چې وغواړئ وپلورئ [او دا شرط هم نده چې دا باید ورته مقدار سره ولري] که لاس په لاس وي [يعنې په مجلس کې ترسره کيږي] (د مسلم په روایت 2970)
د عباده بن صامت رضي الله عنه د حدیث له مخې د اهل سنتو د څلورو امامانو او د هغوی د لویو فقهاوو له نظره د سود (ربا) حرمت په دغو شپږو شیانو پورې محدودې نه دی. پدې کې هرهغه څه شامل دي چې د دوی معنی لري. لکه حبوبات او… [ابو حذیفه، د سوداګرۍ او تجارت آداب: 184-185]
نسیه یا قرضي سود (ربا)؛ هغه دا دی چې یو څوک په بل چا پور ولري او کله چې د هغه د ادا کولو وخت راشي نو هغه ته ووایي: خپل پور ادا کړه کنه نو د ځنډ په بدل کې به د پور په مقدار کي یوه اندازه پیسې اضافه کړم؟! دا مسله شاید د دواړو ترمنځ څو ځله تکرار شي؛ د بېلګې په توګه د سلو زرو افغانيو پور څو سوه زرو افغانيو ته به ورسېږي، نو دا ډول سود (ربا) د جاهليت په زمانه کې رواج و او قرآن کريم مؤمنانو ته داسې خطاب کوي:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبٰوٓا أَضْعٰفًا مُّضٰعَفَةً ۖ  [آل‌عمران:۱۳۰]
اې مؤمنانو دا زياته او څو برابره سود خوري پرېږدئ.
د دې سود (نسیه ربا) بل ډول دا دی چې یو شخص یا کوم مالي مؤسسه بل کس ته د لنډې یا اوږدې مودې لپاره یو څه پیسې په پور ورکړي او په بدل کې له هغه څخه اضافي پیسې واخلي. همدارنګه د دې سود (نسیه ربا) بل ډول دا دی چې پيسې او مالونه لکه: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او داسې نور يو له بل سره په نامشروع ډول مُعامله شي، مثلاً سل کيلو غنم له سل کيلو وريژو سره د دوو مياشتو لپاره يا لس مثقاله د سپينو زرو له یوسل او لس مثقاله سپینو زرو سره د يوې ټاکلې مودې لپاره  مُعامله شي.
د سود اړوند اقتصادي مطالب او اندونه
مركانتيليستان؛
د مركانتيليستانو له انده پیسې په حقیقت کي هماغه پانګه ده. د دوی په وینا پیسې [لکه ځمکه] د تولید یو عامل ګڼل کیږي او د پانګې ګټه د پیسو د اجارې لګښت [د ځمکې اجارې ته ورته] ګڼل کېږي؛ البته مركانتيليستان په سرو او سپینو زرو ټینګار کاوه. دوی سره او سپین زر (د هغه وخت رائجې پیسې) د اقتصادي شتمنۍ سرچینه ګڼله. په بل عبارت؛ د قیمتي فلزاتو پیسې ملي شتمني ګڼل کیده، او ټول فعالیتونه د هغوی د ګټلو لپاره تنظیمېدا.
دا استدلال چې مونږ ګټه د پیسو کرایه ګڼو، ممکن نني عصر هم ملاتړي ولري. مګر د کرایې د تعریف له مخې کوم چې د عین د بقا له ساتلو سره سره د ګټو تملیک دی، خورا روښانه ده چې د ګټ شاملېدای نشي؛ ځکه چې پیسې د کور یا موټر په څیر ندي چې د هغې له ګټو څخه پداسې حال کې چې عین یې خوندي وي، استفاده وشي. بلکې د پیسو له ګټو د هغې د عین له مصرف سره یوځای استفاده کیږي، بناپردې، ګټه د پیسو د کرایې په توګه نشي منل کیدای.
کلاسیکیان
اډام سمیټ او ریکارډو (د کلاسیک مکتب مشهور بنسټګران) په دې باور دي چې ګټه د خسارې او بدلې ورکولو څخه عبارت دی چې پور اخیستونکي د پور ورکوونکي د پیسو د کارولو او استفاده کولو په بدل کې تادیه کوي. د “سمیټ” په وینا، هرکله چې یو څوک د ژوند اړتیاوو څخه اضافه زیرمې ولري، هڅه کوي چې دا زیرمې د عاید ترلاسه کولو لپاره وکاروي. د هغه ټولې زیرمې په دوو برخو ویشل کېږي، یوه برخه د عاید ترلاسه کولو لپاره ځانګړې شوې او پانګه جوړوي او بله برخه یې سمدستي لګښتونو ته ځي؛ له همدې امله د سمیټ په وینا، پانګه د سپما پایله ده او مصرف کي د امساک په واسطه وده کوي؛ او په غیر ضروري مصرف او اسراف سره کمیږي.
سمیټ په خپلو څیړنو کې د ګټې او سود ترمنځ توپیر نه کوي او سود د حاصل او تادیاتو په توګه یادوي چې د ګټې او د پانګې په خطر کې لوېدو لره شاملېږي.
لنډه دا چې د پانګې تراکم او ډېرښت د امساک او کم لګښت پایله ده، او امساک هم ممکن نه دی پرته لدې چې د هغې لپاره بدله وي. او د بدلې ګټه سپما ده.
کلاسیکیان دوو مسلو ته اشاره کوي: لومړی، دوی وايي: “ګټه د سپما او امساک او کم لګښت بدله دی.” په ځواب کې موږ کولی شو ووایو: “لومړی: هرع سپما او امساک د بدلې مستحق نه دی؛ ځکه چې دا خوندي شوي مقدار ممکن “خزانه” وي؛ له همدې امله، یوازې سپما او خزانه د بدلې سرچینه نشي کیدای. دوهم: بدله باید په مادي بدلو پورې محدودې نه وي. بلکه معنوي بدلې او هڅونې (کوم چې معمولا د مادي څخه پیاوړي وي) د بدلو په توګه ګڼل کیدای شي؛ البته، که سپما د خزانې په بڼه نه وي، نو د هغې لپاره هیڅ بدله نشته.”
ْدویمه مسله چې دوی ورته اشاره کوي دا ده چې دوی وايي: “ګټه د هغه تاوان جبران دی چې پور اخیستونکي د پور ورکونکي د پیسو په کارولو ترلاسه کوي” که دا لیکنه د مفاهیمو سرچینه وي، دا یوه جامع او دومره پراخه سرچینه نه ده؛ ځکه چې دا یوازې هغه پورونه توجیه کوي چې پور اخیستونکي ترې ګټه پورته کړې؛ مګر په دې کې به هغه پورونه شامل نه وي چې ګټه یې نه وي کړې یا ځینې وختونه تاوان یې کړی. که چیرې د ګټې کچه پرته له دې چې دا پور سود لري یا نه؛ ترلاسه شي. نو د ګټې د وجود د توجیه کولو پر ځای دا بیان د تړونونو (قراردادونو) لکه مشارکت، مضاربت او داسې نورو توجې کوي.
د پانګې په اړه د بیرته راټیټېدو نرخ کې د کمښت په صورت کې ګټه؛
دا پدې مانا ده چې که د پانګې مالک د اوس لپاره خپله پانګه واچوي، هغه به بیرته راټیټ شي؛ كه پور وركړي او له ترلاسه كولو وروسته يې پانګونه وكړي، حاصل به يې كم وي. ځکه چې د پانګې مارکېټ اشباع ته تللی وي او د بیرته راګرځیدو کچه راټیټه کیږي، د دې دلیل په ځواب کې، موږ کولی شو ووایو: “دا فرضیه عمومي نه ده ځکه چې دا ممکنه ده چې پور په داسې وخت کې تادیه شي او بیرته ورکړل شي، کله چې پانګه اچونې د بیرته راټټېدو نرخ لاهم مخ په ډیریدو وي.”
د هغه خطر په وړاندې ګټه چې پور ورکوونکي یې په ځان قبلوي.
ځکه چې دا احتمال شته چې پور به بیرته نه ورکول کیږي. د دې دلیل په ځواب کې، موږ کولی شو ووایو: لومړی: یوازې خطر نشي کولی د عاید سرچینه وي. دوهم: داسې څه باید وي چې خطر دفع کړي؛ خو ګټه نه یوازې دا چې دا وړتیا نه لري؛ بلکې هغه پخپله هم له همدې خطر سره مخ دی او له دې خطر سره د مقابلې تر ټولو ښه لاره هماغه ګروي او ضمانت دی چې اسلام یې پرېکړه کړی دی، نه سود.
د سود تاریخچه
د اضافه پور ادا کول د تاریخ څخه دمخه زموږ وخت ته ځي او حتی د پیسو د خپریدو دمخه وخت ته ځي. شته تاریخي شواهد په لومړنیو بشري ټولنو کې د جنسي پورونو د ورکړې قضیې په ګوته کوي؛ او د هغه وخت په زراعتي ټولنو کې جنسي پور د تخمونو (بذر) په بڼه ورکول کېده، تر څو د حاصلاتو د راټولولو په وخت کې په لوی مقدار کې بیرته ورکړل شي. په هرصورت، دا چې دا ډول پورونه ډیر عام نه وو او سربیره پردې د هغه وخت ځانګړي ترتیبونه، د ننني پورونو څخه توپیر کوي، د تاریخي څیړنو له نظره ډېر مهم نه دی او په حقیقت کې د ټولو ډولونو خپریدل، د پورونو د ترلاسه کولو او تادیه کولو پورې اړوند ترتیبات، د پیسو ( د تبادلې وسیلې) د رواجېدو له زمانې څخه پیل کیږي.
د “سومریان” تمدن په جریان کې (شاوخوا 3000 کاله مخکې له میلاده)، له ګټې سره د پور قراردادونو ډیری مثالونه شتون لري. په دې موده کې د پور څخه ګټه په کال کې محاسبه شوې او د پورونو د سود کچه چې په سپینو زرو تادیه شوې وه په کال کې 20٪ وه. د بابلیانو د تمدن په زمانه کې (چې په ۱۹۰۰ ق م کې د فرات په رود کې د سومریانو نه وروسته رامنځ ته شو)، سود (ربا) عام و او د حمورابي مشهور قانون د مختلفو پورونو د سود تر ډېره حده ټاکلی و.
په وروستیو پېړیو کې په ځانګړې توګه د یوناني امپراتورۍ په جریان کې پور ورکول او سود (ربا) په بې ساري ډول وده وکړه. په هغه وخت کې، سمندري تجارت یو لوی فعالیت ګڼل کیده. او تجارانو به د بیړۍ یا د هغې د تجارتي مالونو په بیه کولو سره له صرافانو څخه پور اخیست. د دې ډول پورونو د سود کچه د 20 او 100٪ ترمنځ بدلون موندلی. سربیره پردې، د پورونو نور ډولونه اشخاصو یا ښارونو ته ورکړل شوي، چې د سود کچه یې ټیټه وه.
په لرغوني روم کې لکه یونان دا ډول پورونه د مختلفو سودي نرخونو سره ورکول معمول وو. د دې پورونو اصلي ځانګړتیا دا وه چې اکثرا اشخاصو ته په لنډمهاله (یو کال یا لږ) موده کې ورکړل شوي؛ په هرصورت، دا نشي ویل کیدای چې ډیری پورونه د مصرف اړخ لري. یونانیانو او رومیانو (لکه څنګه چې د شته سرچینو څخه ښکاري) د سود څخه عاید ته په کمه سترګه کتل. د سود د ناوړه پایلو او د پور اخیستونکو د نا امیدۍ له امله، چې په راتلونکو برخو کې به پرې بحث وشي، په دې هیوادونو کې د سود محدودولو لپاره تدابیر ونیول شول او د مختلفو پورونو لپاره د سود زیاته قانوني حد وټاکل شو.
Previous Articleد سود غندنه (لومړۍ برخه)
Next Article د سود غندنه (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «درېیمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD2 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.