لیکوال: ابوجریر
د ایمان په اړه اړیني ټکي
مقدمه
«وَمَن یُؤمِن بِالله یَهدِ قَلبَهُ وَالله بِکُلِّ شيءٍ عَلِیمٌ» [تغابن: 11] (او څوك چې پر خداى ايمان راوړي، الله د هغه زړه ته [د الله په حكم سره د استقامت، سوکالي، او پر الهي قضا او قدر باندي رضایت او قناعت په لور] لارښوونه كوي، او خداى په هر څه ښه خبر دى).
په نړۍ کې، مختلف تمایلات او باورونه لیدل کیدای شي. هر څوک د خپل فکري ادراک له مخې په اسانه لار روان دی. هر انسان د خپلې خوښۍ لپاره هلې ځلې کوي. خو څوک چې په سمه لاره روان وي، هغه باید د ژوند د خوښۍ د پیدا کولو له منبع څخه رنګ، بوی او ترکیب اخیستی وي، ترڅو نېکبخت شوی وي.
په دې لړ کې یو له دغو نېکمرغو عقیدو څخه ریښتینی ایمان او اسلامي عقیده ده. دا یو نه منل کیدونکی حقیقت دی چې انسان له ایمان، سالم عقیدې او لوړو ایډیالوژیو پرته نه شي کولای ارام ژوند وکړي او نه د انسانیت او انساني تمدن لپاره ګټمن شي. که څوک د ایمان او عقیدې مکتب ته غاړه کیږدي؛ نو پایله یې ښکاره ده، خو که نه وي؛ نو تل په دې اړه شکمن کیږي، کله دې لوري ته او کله بل لوري ته راګرځي.
هو، د دین سره یوځای کیدل یو شرط دی. خو هغه څه چې باید په پام کې ونیول شي هغه دا دي چې یوازې په خدای ایمان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او سنت پیروي به د ډیرو خلکو د نجات لامل شي او بس. ځکه همدا عقیده انسان څخه رښتیني “مومن” جوړوي، د انسان له طبیعت څخه کبر او تکبر، فریب او خیانت، ظلم او نافرماني له منځه وړي او انسان د خدای د احکامو او عبادت ته هڅوي.
د ایمان ريښې
عقیده یو داخلي احساس او باور دی او د معنوي کړنو په ترسره کولو سره انسان ته د ذهن د سکون او ارام فکر احساس ورکوي. هغه د انسان لارښود دی او هغه د دې نړۍ او هاخوا ځایونو ته رسوي. د عقیدې مفکوره هغه نظر دی چې په کایناتو کې ترټولو لوړ او خورا ګټور نظر ګڼل کیدای شي؛ ځکه چې د بشریت د بریا او سرلوړۍ بنسټ له همدې مفکورې څخه ریښه اخلي. لکه څنګه چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بشریت د بریا لامل شوی او له هغو ځای څخه یې ریښې او اړتیاوې په پوره کړي دي. د تاریخ دغه ستر انسان فرمایي: «بُنِی الإِسْلامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلا الله وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ الله، وَإِقَامِ الصَّلاةِ، وَإِیتَاءِ الزَّکاةِ، وَالْحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». [بخارى: 8]؛
(د اسلام بنسټ په پنځو شیانو ولاړ دی: 1. دا ګواهي ورکول چې خدای یو واحد دی او له هغه پرته بل حقیقي معبود نشته او محمد د هغه رسول دی، 2. لمونځ کول، 3. زکات ورکول، 4. حج کول. 5. د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نیول.)
او په بل حدیث کې فرمایي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى یشْهَدُوا أَنْ لا إِلَهَ إِلاَّ الله وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ الله، وَیقِیمُوا الصَّلاةَ، وَیُؤتُوا الزَّکاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِک عَصَمُوا مِنِّی دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلا بِحَقِّ الإِسْلامِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله»
(ما ته د خداى له لوري حكم شوى دى چې له خلكو سره وجنګېږم تر څو چې هغوى د خداى په وحدانيت او د محمد صلى الله عليه وسلم په حقانيت باندې ګواهي ور كړي، لمونځ وكړي او زكات ور كړي، خو كله چې دا كارونه وكړي نو د دوى مال او ژوند له هر تېري څخه به خوندي وي. مګر د هغه چا لپاره چې اسلام تعیین کړی وي، او د دوی پایله د خدای سره دی.)
د شهادت د کلمې يوه ځانګړنه دا ده چې انسان ته داسې ډاډ ورکوي چې د انسان له زړه او فکر څخه شک لرې کوي د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله، لایلق الله بهما عبد غیر شاک فیهما إلا دخل الجنة»؛ [صحیح مسلم، کتاب الایمان: 31]
(زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل حقیقي معبود نشته او زه د خدای رسول یم، کوم بنده چې په دې خبره ایمان ولري او په دې کې شک ونه لري، تر څو چې جنت ته داخل شي، او له خدای سره به مخامخ شي.)
د دې کلمې بله ځانګړنه، په عمل کې اخلاص دی. يعنې داسې عمل په اخلاص سره ترسره کول چې د ايمان ضرورت وي او په منلو کې يې هيڅ شک ونلري او په عمل کې له الله سبحانه وتعالی سره کوم شريک ونه نيسي. لوى څښتن فرمايي:
د ایمان ځای
د ايمان د زياتوالي او كموالي په اړه په ډېرو كتابونو كې ډېر اختلافونه شته چې په اړه يې پوره او واضح بحثونه شوي او د دې لنډې مقالې له توان څخه بهر ده، خو په دې برخه كې څه پوهېدل ضروري دي چې ايمان په كوم ځاى كې دى؟ او څنګه سړی مجبوروي چې د عقل او فقه مطابق عمل وکړي؟
علامه انورشاه کشمیري رحمه الله په خپل کتاب «فیض الباري» د صحیح البخاري شرحې کې لیکي: «امام شافعي رحمه الله وایي چې د ایمان ځای زړه دی، او امام ابوحنیفه رحمه الله د ایمان ځای دماغ بولي، چې په مجمع البحار کتاب کې هم ذکر شوي دي.» او په ادامه کې وایي: «د قرآن کریم په ډېرو آیاتونو کې د ایمان ځای زړه راغلی دی، او زه هم پر دې باندې ډاډمن یم چې زړه او قلب کې ایمان ځای نیسي، او د ایمان هغه برخه چې په لید کې راځې هغه په دماغ کې ځای لري، خو زه د هغه یادشوي آیاتونو لپاره، ظاهري معنا غوره کوم.»
د فیض الباري محقق د دغه بحث په برخه کې وایي: «تر هغه مهاله چې ایمان په زړه کې وي، افعال نومیږي. او هر هغه مهال چې ایمان په دماغ کې ځای ونیوی، نو علوم نومیږي. نو په پوهیږو چې دننه کړنې په زړه، او د دغه کړنو علم په دماغ کې دی.»
او په دې اړه رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: أَلا وَإِنَّ فِی الْجَسَدِ مُضْغَةً، إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ کلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ کلُّهُ، أَلا وَهِی الْقَلْبُ» «خبر شئ چې په بدن کې یوه ټوټه شته، هر هغه مهال چې هغه سمه یې ټول بدن سم دی، او که هغه ټوټه خراپه شي نو ټول بدن خراپیږي.» [صحیح مسلم/ ص ۶۷۲/ کتاب المساقاة/ رقم الحديث ١٠٧ (١٥٩٩)/ دارالآفاق الربية.]
دا باید وویل شي چې ریښه د څانګې څخه خورا توپیر لري؛ هر څه باید لومړی ریښه ونیسي، او د بشپړتیا اساس ته ورسیږي ترڅو د ښاخ کولو وړتیا ولري، او د پاڼو جوړښت د څانګو په ورته بڼه سره رنګین کیږي او د ریښو سره ټېنګيږي. بختور دی هغه څوک چې ایمان یې له قوي ریښو څخه برخمن وي او د خپلو ښایستو څانګو په واسطه خلک په تعجب کړي. په دې بحث کې به یوازې یو حدیث بیان کړو چې په حقیقت کې جامع دی او دا په ډاګه کوي چې ایمان په حقیقت کې ډیری څانګې لري او د یو مسلمان لپاره دا اړینه ده چې هغه ټول په خپل ژوند کې پلي کړي او خپل ایمان پیاوړی کړي. عَنْ أَبِی هُرَیرَةَ رضیاللهعنه عَنِ النَّبِی ﷺ قَالَ: «الإِیمَانُ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً وَالْحَیاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِیمَانِ». [بخارى] (د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت شوی دی چې نبی اکرم ﷺ وفرمایل: «ایمان شپېته څانګې لري چې یوه څانګه یې حیا ده.»)
د عقیدې او ایمان ترمنځ اړیکه
هغه عقیده چې خدای یې مالکانو ته ستاینه کړې ده، یوازې عقیده نه ده؛ كه څه هم عقیده د ايمان د بنسټ اصلي سمبول دى، خو ايمان هغه عقیده ده چې په زړه كې په داسې ډول ټينګ شوى وي چې د هغوى د پيوستون نه شکیږي.
هغه څوک چې پوره عقیده او ایمان ولري هغه څه چې په زړه کې پټ دي په ژبه بیانوي او په عمل سره د خپل ایمان او خبرې تصدیق کوي. باید ووایو چې هغه عقیده چې یوازې په زړه کې پټه وي او په عمل کې هیڅ ښکاره نه وي، یو غیر موثر او زوال کېدونکې عقیده ده او د دې وړ نه ده چې عقیده ورته وویل شي.
د مومنانو صفتونه
امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحیح البخاري کې مختلف فصلونه په مختلفو عنوانونو سره شامل کړي دي. د هغه جملو څخه یې د ایمان په کتاب کې د هغو فصلونو سرلیک کړی چې په هغه کې یې د مؤمنانو صفتونه درج کړي دي. د احادیثو په لوستلو او د هغو په تشریح کولو سره به دا لنډه لیکنه اوږده شي، نو مناسبه ګڼم چې یوازې د صفاتو نومونه ذکر کړم او د نورو جزیاتو لپاره د صحیح البخاري کتاب الایمان ته مراجعه وشي. هغه صفتونه دا دي:
-
هغه شی چې ځان ته خوښوی، له ورور لپاره یې هم خوښ کړئ.
-
له پیغمبر سره مینه او محبت له ایمان څخه ده.
-
د ایمان خوند څکلی شي.
-
د ايمان نښه له انصارو سره مينه ده.
-
له فتنې څخه تیښته د ایمان برخه ده.
-
د مومنانو ښه والی په اعمالو کې دی.
-
د قدر په شپې کې عبادت له ایمان څخه دی.
-
د خدای په لاره کې جهاد، د ایمان نښه ده.
د منافق نښې
د دې لویو خلکو په مقابل کې، داسې لوټمار او بې ارزښته خلک هم شته چې یوازې د ایمان نوم اخلي او د ایمان څخه خالي دي. دا خلک اساسا مسلمانان دي او د تاریخ په ټولو دورو کې یې امت ته زیان رسولی او د اسلام له نوم څخه یې ناوړه ګټه اخیستې ده. د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې د دې احمقانو د ځانګړتیاوو په اړه خبرې کوي او د دې جماعت له ذلت څخه پرده لرې کوي.
عَنْ أَبِی هُرَیرَةَ عَنِ النَّبِی قَالَ: «آیةُ الْمُنَافِقِ ثَلاثٌ: إِذَا حَدَّثَ کذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ». [بخارى]؛
(د حضرت ابوهریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: د منافق نښې درې دي: خپل په خبرو کې دروغ وایي، پر وعدې باندې نه درېږي، او په امانت کې خیانت کوي.) په بل حدیث کې په تفصیل سره فرمایي: «أَرْبَعٌ مَنْ کنَّ فِیهِ کانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ کانَتْ فِیهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ کانَتْ فِیهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى یدَعَهَا: إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ، وَإِذَا حَدَّثَ کذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ». [بخارى]؛ ( هر څوک چې دغه څلور نښې ولري، هغه سوچه منافق دی. او هر څوک چې یو خصلت ولري، په هغه کې د منافق یوه نښه شته، مګر هغه مهال چې هغه عادت پرېږدي. هغه څلور خصلتونه دغه دي: ۱. هر هغه مهال چې امانت ور وسپارل شي، په هغه کې خیانت کوي. ۲. د خبرو په وخت کې، دروغ وایي. ۳. که تړون وتړي، هغه ماتوي. ۴. د جګړې په وخت، کنځا کوي.)
د ایمان آثار او ګټې
دا اغیزې او ګټې لکه د ایمان د لاملونو په څیر، هم ساینسي بڼه لري، هم نفساني حالتونه، او ځینې یې په عمل او چلند کې برخه اخلي. دلته موږ ځینې مهم ټکو ته یادونه کوو:
-
روحې سکون
د انسان لپاره یو له سترو خوښیو څخه آرامتیا او روحي سکون دی. اضطراب او اندیښنه د انسان یو له سترو دردونو څخه دی او د ډیرو انحرافاتو او ناکامیو سرچینه ده. له دې دردونکي درد څخه د خلاصون لپاره د انسان هڅې په دې برخه کې د ترخو تجربو ښکارندويي کوي.
-
بصیرت( روښانه فکر)
د قرآن له انده، ایمان په انسان کې د بصیرت لامل دی، او د هغه په وسېله حق او باطل پېژندلای شي. خدای تعالی فرمایي: «یا اَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا الله یَجْعَلْ لَکُمْ فُرْقاناً»؛ [انفال: 29] ( این هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، د خدای څخه پروا( تقوا) ولرئ، چې تاسو ته فرقان( د حق او باطل تشخیص) در نصیب کړي.)
-
پر خدای باندي توکل
په خدای باور کول د روح بډایه کول دي او انسان کولای شي چې ټاکل شوي حق ته لاس پیدا کړي. هغه په امن کې ژوند کوي. هغه په دې باور دی چې هغه څه چې د هغه لپاره مناسب وي هغه به خامخا راشي او څه چې د هغه برخه نه وي، هغه به په هیڅ هڅه کې نه وي. «ومن یتوکل علی اللّه فهو حسبه» [طلاق: 3] ( هر څوک پر خدای توکل وکړي، خدای هغه ته بس دی.)
-
دنیایي برکتونه
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ [اعراف/ ۹۶]
( که د سیمو خلکو ایمان راوړی وای، او د تقوا کړنلاره یې غوره کړې وای، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانستي وای.) يعنې ايمان نه يوازې دا چې د اخرت لپاره مثبتې اغېزې او ګټې لري، بلکې د دنيا د نعمتونو او برکتونو د لاسته راوړلو وسيله هم ده. که څوک د دنیا له نعمتونو څخه په سمه توګه د ګټې اخیستو په لټه کې وي، باید د ایمان په لټه کې وي.
-
ښه کارونه کول
پر دې سربیره چې نیک عمل کول د ایمان اساسي شرط دی، د ایمان له اغیزو او ګټو څخه هم دی؛ ځکه چې د ایمان ثمره ښه عمل، او نېکو کړنو مېوه ایمان دی.
-
تقوا
د مسلمان لپاره یو له ګټورو او خوشاله ځانګرتیاوو څخه یو په خدای باور او اعتماد دی. د دې نعمت په سیوري کې، ډیری اندیښنې د انسان له وجود څخه ورکیږي او د پیښو وحشي طوفانونه سر ټېټوي. په دیني کلتور کې د اسلامي اخلاقو اساسي رکن تقوی دی او له دې پرته اخلاق او ایمان هیڅ معنی نه لري.
او ویلای شو چې تقوا: ۱. د انسان د کرامت نښه ۲. د اعمالو د قبولولو معیار ۳. د نېکبختۍ لامل ۴. د ارزښتناکه آثارو بنسټ دی.
د تقوا د پیاوري کېدلو لارې
په انسان کې د نېکۍ او له بدۍ څخه د ځان ساتلو لېوالتيا شته او ډېر کم خلک شته چې په طبيعي ډول داسې نه وي؛ د پیغمبرانو او د انسانانو د معلمینو دنده په انساني ټولنه کې د دې روح پیاوړي کول او تعلیم ورکول دي. د دې مقدس هدف ترلاسه کول په مختلفو لارو ممکن دي، د هغو څخه دغه لارې دي:
-
د علم زده کړه
-
خدای باندي ایمان
-
د خدای عبادت
-
د مادیاتو څخه سترګې اړول
د ایمان د کمزوروالې نښې
د ایمان کمزوروالی، د مریضیو غوندې نښې او آثار لري، چې څو نښو ته اشاره کوو:
-
د ګناه کول
-
د زړه سختوالی
-
په عبادتونو کې سستوالی
-
خپګان او بدخلقي
-
د قران د ایاتونو څخه اغېزمن نه کېدل
-
د ذکر او دعا څخه غفلت
-
د خدای دستورات له پامه غورځول
-
پر نورو باندې تسلط غوښتنه
-
بخل او حرص
-
د خپلې خبري خلافه کړنه
-
د مسلمان ورور د ناورین څخه خوشاله کېدل
-
مکروه کارونه هیڅ نه ګڼل
-
د نېکو کارونه لږ ګڼل
-
د مسلمانانو سره د خواخوږي نه کول( په عمل او زړه کې)
-
ورورګلوې نه کول
-
د دین په مقابل کې د مسئولیت احساس نه کول
-
په ستونزو کې بېره او بې صبري کول
-
بې حده بحث او جدل کول
-
فلسفې ته میلان
-
د دنیا شوق درلودل
-
خپل خوراک، څښاک او … ته له حده ډېر پاملرنه
دا ټول موضوعات په کتابونو او حتی په ایاتونو او حدیثونو کې ذکر شوې دي، او هر څوک چې تفصیل ته یې مینه وال یي، کولای شي چې د دکتور محمدصالح المنجد مشهور کتاب، ظاهره ضعف الایمان، الاسباب و العلاج ته ورشي
هغه شی چې اسلام له نورو دینونو څخه جلا کوي، د هغه ځانګړنې دي، د اسلام ښېګڼې دا دي:
-
ساده والی
-
فطري والی
-
دوام
-
استدلاليت
-
اعتدال