لیکوال: علامه سید ابوالحسن ندوي (رحمه‌الله)

ژباړه: مفتي محمد قاسم قاسمي

د قرآن‌ کریم د پوهېدلو اصول (څلورمه برخه)

د قرآن‌الکریم څو نورې وړاندوینې

قرآن‌الکریم علاوه پر غلبةالروم ډېري نوري وړاندوینې هم لري چې دلته د هغوی ټولو ذکر کول ستونزمن دي دلته یوازې د څو مهمو وړاندوینو په اجمال اکتفاء کیږي، چې د هغوی تفصیل د تاریخ په کتابونو کې راغلی دی.
۱- د قرآن‌الکریم وړاندوینه د موحدو او امر منونکو مسلمانانو د حکومت اړوند:  {وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} (النور: ۵۵). «الله تعالی هغه کسانوته چې ایمان یې راوړی دی او نیک اعمال یې ترسره کړي دي په ځمکې د حکومت وعده ورکړې ده لکه څنګه چې یې پخوانیو ته حکومت ورکړی وو او هغه دین چې د هغوی لپاره یې غوره کړی دی به باثباته کړي او د خطر او وېري احساس به په امنیت بدل کړي پرته له هغې چې زما سره شرک وکړي زما عبادت به کوي او هر څوک چې له هغې وروسته کفر وکړي له نافرمانه او فاسقانو به وشمېرل شي».
۲- د مهاجرینو قدرت ته رسېدل او د هغې پایله: {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ۳۹ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ۴۰} (الحج: ۳۹-۴۰).
«هغه مسلمانانو سره چې هغوی سره جګړه کیږي د هغوی د مظلوم واقع کېدو پر بنا د جګړې اجازه ورکول کیږي. او په یقین چې خدای هغوی ته په مرسته کولو کې قادر دی. هغوی په ناحقه له خپلو کورونو بهر کړل شول. د هغوی جرم پرته له دې چې ویل یې زموږ پروردګار الله دی بل څه نه وو. که خدای تعالیٰ خلګ یو د بل په وسېله نه دفع کولای د راهبانو صومعیې، د مسېحیانو کلیساوي، د یهودیانو کنسیې او د مسلمانانو مساجد چې د خدای نوم په کثرت سره په هغوي کې ویل کیږي له مینځه تلل. خدای تعالی حتماً د هغه کسانو چې مرسته یې کوي مرسته به یې وکړي. په حقیقت چې خدای قادر او غالب دی».
{الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ} (الحج: ۴۱). «دوی هغه کسان دي چې که موږ دوی ته په ځمکه کې اجرائي قوت ورکړو هغوی به لمونځ پرځای کړي او زکات به ورکړي او د ښو کارونو امر به وکړی او له بدو کارونو به خلګ راوګرځوي او د ټولو کارونو پای د الله تعالی په لاس کې دی».
۳- د تازه مسلمانو او د هغوی د خدماتو اړوند وړاندوینه: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ} (المائده: ۵۴). «ای مؤمنانو! که ستاسو څخه څوک له خپل دین څخه وګرځي خدای به د هغوي په وړاندې په داسې صفاتو کسان راولي چې: د خدای به هغوی خوښ وي او د هغوی به خدای خوښ وي او د مؤمنانو سره نرمي او له کافرانو سره به سختي کوي؛ د خدای په لار کې به جهاد کوي او د ملامت‌کونکو له ملامت کولو به په زړه کې وېره نلري».
۴- د مرتدینو، ایران او روم سره جګړه:
{قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَىٰ قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ۖ فَإِن تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا ۖ وَإِن تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا} (الفتح: ۱۶). «صحرا مېشتو عربو ته چې جګړې ته ندي تللي ووایه: تاسو به د ډېر جګړه‌مار قوم په وړاندې راوغوښتل شئ یا به له سره هغوی وجنګیږئ او یا به هغوی تسلیم شي. که تاسو د امر اطاعت وکړئ تاسو ته به خدای د ښیګڼو بدله درکړي او که د پخوا په څېر مخ واړوئ خدای به تاسو له دردونکي عذاب سره مخ کړي».
۵- د برحق دین د غالب کېدو اړوند وړاندوینه:
{يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ} (التوبه: ۳۲). «هغوی غواړي د خدای نور په پف کولو سره نابود کړي او خدای تر هغه وخت چې خپل نور اختتام ته ونه رسوي لاس به  و نه کاږي اګر څه که کافرانو ته کراهیت ولري». {هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ} (التوبه: ۳۳) «هغه،  هغه ذات دی چې خپل پیغمبر یې له هدایت او برحق دین سره استولی دی تر څو هغه دین ته پر ټولو ادیانو غلبه ورکړي اګر څه چې مشرکان ناراضي وي».
{يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ} (الصف: ۸) «غواړي چې د خدای روښنائي (نور) په پف کولو سره خاموشه کړي او خدای به خپل نور تکمیل کړي که اګر څه کافران ناخوښ وي».
۶- له قرآن مجید څخه ساتنه:
{إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ} (الحجر: ۹) «په تحقیق چې موږ قرآن نازل کړی دی او خپله به له هغه حفاظت وکړو».
۷- د قرآن جمع کول او د هغه د تفسیر خپرول:
{لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ۱۶ إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ۱۷ فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ۱۸ ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ ۱۹} (قیامت: ۱۶-۱۹). «(ای محمدَ ﷺ) د وحي د نزول په وخت کې د هغه د ژر زده کولو لپاره آیاتونه د ژبي لاندې مه لوله، بېشکه د هغه یو ځای کول او لوستل زموږ وظیفه ده، نو بیا کله چې موږ لوستلو ته یې له غوږ نیولو وروسته ولوله، هغه وخت زموږ بله وظیفه د قرآن معاني او تفسیر بیانول دی». ددې آیت په تفسیر کې شاه ولي‌الله دهلوي فرمایي: {إِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهُ} هغه ده چې پر موږ د قرآن د جمعَ کولو وعده په مصاحف کې ضرور ده، او {قُرْءَانَهُ}  یعني توفیق ورکوو د حضرت محمد ﷺ د امت قراء او عوامو ته په تلاوت کولو د هغه تر څو د هغه پیوستون له یو بل څخه جدا نشي. خدای تعالیٰ فرمایي د دې په فکر مه اوسه چې قرآن ستا له زړه هېر شي او د هغه د تکرار مشقت مه ګاله: دا یو خارق العاده کار ده چې محمد (ص) د تکرار مشقات چې ټول مسلمانان یې د قرآن د حفظ کولو لپاره ګالي نه ګالل او د جبرائیل (ع) د تبلیغ سره سم د هغه په مبارک ذهن کې ځای پرځای کیدل، څه د داسي فکر ځای چې موږ پر ځان ضرور ګڼلی. هغه څه په مراتب ستا له تبلیغ متأخر دي او هغه د قرآن جمعَ کول په مصاحف او د امت په لوستلو کې دي، نو بیا خپل ذهن او خاطر د هغه د حفظ کولو په مشقت مه مشغول کوه بلکي څنګه چې موږ هغه د جبرائیل په ژبه تلاوت کړو د هغه د اورېدو او استماع په لټه اوسه. بیا د قرآن توضیح پر موږ ده، په هر عصر کې به یو ټولی د قرآن په شرحه او د هغه د نزول د سبب  په بیان مؤفق او بریالی کړو تر څو د هغه د حکم صدق بیان کړي او دا ټول په مراتبو ستا له حفظ کولو او تبلیغ څخه متأخر دي، ځکه د قرآن آیاتونه متشابه دي بعضي د هغوی  د بعضو نور مصدق دي او حضرت محمد (ص) د قرآن مجید مبین (بیانونکی) دی. د قرآن مجید حفظ چې د حق موعود دی په دې توګه ظاهر شو چې د هغه جمعَ کول په مصاحف کې وکړي او مسلمانان د هغه تلاوت کولو توفیق په شرق او غرب،  لیل او نهار کې وموندي، او همدا د «لایغسله‌الماء» معنیٰ ده. بیا یې {جَمْعَهُ وَقُرْءَانَهُ} چیرته بیان کړل او په «بیان» د وعد کلمه «ثم» چې د تراخي (تأخر)  لپاره ده ذکر کول پوهوي چې په مصاحف کې د قرآن د جمع کولو په وخت کې په تلاوت مشغول کېدل شایع شول او له هغه وروسته یې تفسیر په ښکارېدو شو او په بهر کې هم همدا ډول متحقق شو.
۸- د صلح حدیبیه بریا او د مکې د فتحي وړاندوینه:
{إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا} (الفتح: ۱) «(ای محمدَ ﷺ موږ تا ته ښکاره فتحه او بریا درکړه».
۹- د غنائمو حصول او په راتلونکي کې فتوحات:
{وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَٰذِهِ} (الفتح: ۲۰). «خدای تعالیٰ تاسو ته د ډېرو غنائمو په لاس ته راوړلو کې وعده درکړي ده. هغه په تاسو د غنائمو په عطاء کولو کې تعجیل وکړ». {وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا ۚ} (الفتح: ۲۱) «اوتاسو ته یې هغه غنیمتونه درکړل چې ستاسو له قدرت څخه بهر وو چې په لاس یې راوړئ. هغه د خدای په قدرت کې قرار لري».
۱۰- مسجدالحرام ته په بریالۍ توګه ننوتل:
{لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَآءَ اللَّهُ ءَامِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ} (لفتح: ۲۷).
«ان‌شاءالله تاسو به په پوره ډاډ او اطمنان، وېښته خریلي یا قطع کړي حتماً مسجدالحرام ته ننوزئ».
۱۱- د رسول الله ﷺ رحلت او د اسلام توسعه:
{إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ۱ وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا ۲} (النصر: ۱-۲) «کله چي د خدای نصرت او فتحه او بریا ورسي او ته به ډلي ډلي خلګ چې د خداي دين ته مخ اړوي ووینې».
۱۲- د رسول‌الله ﷺ د دښمنانو عدم بریا او نه راتلونکی:
{إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ} (الکوثر: ۳). «پرته له شک ستا دښمن به بې‌فرزنده (نامؤفق او ناکام) پاته شي».

هدایت او انقلاب د قرآن مجید له لویو معجزو څخه دي

رسول الله ﷺ د قرآن مجید او خپل سیرة او پیغمبري اخلاقو په توسط چې خپله یې د قرآن ژوندۍ تفسیر وو، «کان خلقه القرآن» داسي لوی تحول او انقلاب د خلګو په اعتقاداتو، افکارو، اخلاقو، معاشرت او تولنه کې ژوندۍ کړ چې د هغې ډول په تاریخ کې نه لیدل کیږي. او دا خپله د قرآن مجید یوه معجزه ده چې سلګونه نورې معجزې له ځان سره لري. په رېښتیا چې شخصیتونه او ډلې چې د دې انقلاب په پایله کې په وجود راغلې هره یوه یې ځان ته یوه معجزه ده بشري تاریخ د ځمکې په هېڅ ځای او د انسانانو په هېڅ ډلې کې د داسې عظیم انساني انقلاب اړوند معلومات نه لري. په دې برخه کې اړین ګنل کیږي چې د اسلام او جاهلیت تر مینځ مقایسه وشي او د دې لوی انقلاب په ټولو اړخونو او ابعادو روښانه بحث وشي. په دې برخه کې ضرور ده چې د جاهلیت د وخت او اسلام ديني، فکري او ټولنیزه اوضاع له  متعددو لورو بررسي او مطالعه کړل شي. هغه وخت کولای شو چې د دې لوی انقلاب په عظمت چې د قرآن‌الکریم په واسطه رامینځ ته شوی پوه شو. په دې معجزه کې د پام وړ ټکی دا ده چې دا لوی او عظیم انقلاب پرته له هغه امکاناتو چې عموماً په نړۍ کې پیژندل کیږي او د مصلحانو او ښؤنکو له لوري کارول کیږي، رامینځ ته شوی دی. ځکه مصلحان معمولاً تل له هغه وسایلو او امکاناتو لکه درس او تدریس، تألیف او لیکني، مدارس او علمي مراکز، ټولنیزي رسنۍ وغیره…. کاروي. خپله قرآن مجید هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې دې انقلاب پرته له پېژندل شویو امکاناتو څه ډول ظهور وکړ. باید وګورو چې څه شئ سبب شو چې هغه سرسخته دښمنان چې د یو بل د وینو ته ناست وو او دا امکان نه وو چې د ډېرو اموالو په خرڅولو سره یې په مینځ کې الفت او ورورګلوي رامینځ شي خو خدای تعالیٰ یې زړونه په الفت او وروګلوی پیوند کړل. لکه څنګه چې فرمایي: {…هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ۶۲ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَّا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ۶۳} (الأنفال: ۶۲-۶۳). «هغه، هغه ذات دی چې ته یې په خپل نصرت او د مؤمنانو په وسیله تائید کړې او د هغوی په زړونو کې یې الفت په وجود راووړ. که تا د هغوی په زړونو کې د الفت د ایجادولو لپاره ټوله نړۍ مصرف کړي وای په هغه به نه وای توانیدلای. خو خدای تعالیٰ یې په زړونو کې الفت ایجاد کړ. په رېښتیا چې هغه غالب او د حکمت خاوند دی». قرآن مجید په ډېرو ځایونو کې دا لوی انقلاب ځان ته منسوب کړی او تصریح کړي یې ده چې دا انقلاب د قرآن مجید په وسیله رامینځ ته شوی دی. {هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ۲ وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ۳} (الجمعه: ۲-۳). «هغه، هاغه ذات دی چې رسول یې د نالوستو په مینځ کې د هغوی له مینځه انتخاب کړ تر څو یې آیاتونه هغوی ته ولولي او د هر ډول پلیدۍ یې پاک کړي او کتاب او حکمت هغوی ته ور زده کړي اګر څه وړاندې یې په ښکاره ګمراهۍ کې ژوند کاوه». بل ځای کې فرمایي: {وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ} (آل عمران: ۱۰۳).
«د الهي له نعمتونو یو نعمت در په یاد کړئ کله چې تاسو د یو بل دښمنان وئ. هغه وخت یې ستاسو په مینځ د الفت فضا رامینځ ته کړه. په پایله کې مو د هغه په فضل یو له بل سره لکه ورونه مزل وکړ. هغه وخت چې تاسو د اور په څنډه کې قرار درلود نجات یې درکړ. الله تعالیٰ دا ډول نښې ستاسو لپاره واضح کوي ترڅو لار وموندئ».
په سورة انعام کې فرمایي: {أَوَمَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ} (الأنعام: ۱۲۲) «څوک چې پخوا مړ وو ژوندۍ مو کړ او هغه ته مو نور ورکړ تر څو د هغه په وسېله د خلګو په مينځ کې مزل وکړي». په حقیقت کې نشو کولای د جاهلیت او اسلام تر پورتني تعبیر غوره، روښانه انځور وړاندې کړو. او د هغې دواړو ځانګړتیاوی او تفاوتونه تر دې غوره انځور کړو. په رېښتیا چې د جاهلیت او اسلام تاریخ د پورته آیاتونو روښانه تفسیر او د اجمال مذکور تفصیل دی.
جاهلیت څه دی؟ د {کُنْتُمْ أَعْدَآءَ} مظهر، او د {وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ} (آل‌عمران: ۱۰۳) مظهر دی.
اسلام څه دی؟ د {فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ} تفسیر، او د {فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا} تصویر!  د جاهلیت د دور متمدن انسان لپاره تر {أَوَ مَنْ کَانَ مَیتًا} څخه بل غوره تعبیر نشو پیدا کولای لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب او د هغه نه زیږېدونکی تحولاتو ته تر {فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ} (الأنعام: ۱۲۲) غوره بیلګه نشو موندای.

قرآن مجید او نوري اسماني صحیفې د علم او تاریخ په تله کې

له قرآن مجید وړاندې اسماني صحیفې د تحریف او تغیر هدف ګرځېدي، ځکه الله تعالیٰ د هغوی ساتنه او بقا به غاړه اخیستي نه وه. بلکي دا کار یې د هغه وخت د علماؤ په غاړه ایښئ وو. له بل پلوه تیرو شویو صحيفو ته د بشریت اړتیا تر یو ټاکلي وخت تعلق درلود. قرآن مجید په دې برخه کې فرمایي:
{إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ ۚ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِن كِتَابِ اللَّهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ} (المائده: ۴۴). «په رېښتیا چې موږ تورات چې د هدایت او نور درلودونکی دی نازل کړي دي. امر منونکو پیغمبرانو او مشایخو او علماؤ د هغه په وسیله یهودانو ته حکم کاوه. ځکه چې هغوی د خدای د کتاب د ساتونکو په توګه ټاکل شوي وو او پر هغه ګواه ول». پورته مطلب یو علمي او تاریخي واقعیت دی لکه څنګه چې خپله تیر شویو امتونو په هغې اعتراف کړی دی، د عهد عتیق صحیفې په وار وار د لاس‌وهنو، غلاکولو او سوزولو هدف کرځیدلي، د یهودو مورخین په دې امر اتفاق نظر لري چې درې ځلي داسي حوادث واقع شوي دي. لمړۍ ځل یې هغه وخت وو چې بخت‌النصر (Nebuchadezzar) (۵-۶-۵۶۴ ق. م) د بابل پاچا په یهودیانو په (۵۸۶ ق. م) کال کې حمله وکړه. او بیت المقدس چې هلته د حضرت سلیمان (ع) د تورات نخسې او د آل موسی او آل هارون تبرُکات یې محفوظ کړې  وې و یې سوزول. پاتي یهودیان یې اسیران کړل او بابل ته یې ځان سره انتقال کړل او پنځوس کاله یې  ځان سره وساتل. وروسته له هغه «پیغمبر عزیز» پنځه صحفې چې د تورات په نوم وې دوباره له خپلې حافظې دیکته کړې. او ټول واقعات یې په تاریخي توګه ثبت کړل، او وروسته بیا «نحمیا» نور کتابونه هم اضافه کړل. او د داود (ع) زبور یې هم ملحق کړ. دوهم ځل هغه وو چې څلورم انطیوخوس (Anticochus) چې لقب یې ابیقانس او د یونان د انطاکیه پاچا وو په کال ۱۶۸ ق. م. کې په بیت المقدس حمله وکړه او د مدرسې صحفې یې وسوزلې، او د تورات تلاوت او د یهودو شعایر او روایات یې ممنوع اعلان کړل. وروسته له هغه «یهودا مقابي» مقدسي صحفې سره را جمعَ کړې او له سره یې ترتیب کړي. او د عهد عتیق صحیفو ته یې نوري سلسې هم وراضافه کړي.
دریم ځل هغه وخت وو چې تیتوس (Tituc) (۸۱-۴۰ م) د روم پاچا په کال (۷۰ م) کې په بیت المقدس حمله وکړه، او هغه له هیکل سلیماني سره له مینځه یووړل او تخریب یې کړل مقدسې صحیفې یې له ځان د فتحي د یادګار په توګه د روم پلازمېني ته انتقال کړې. یهودیان یې تبعید کړل او د ښار په اطرافو کې یې نور خلګ ځای پر ځای کړل. پورته حوادثو ته په پام او په ځیني نورو دلایلو د یهودانو لیدلوری د هغوی د اسماني کتابونو د صحت او حفاظت اړوند د مسلمانانو له ليدلوري سره د قرآن د صحت او حفاظت اړوند ډېر متفاوت دی. مسلمانان د قرآن مجید هره کلمه الهي کلام او منزل من‌الله ګڼي او د هغه د محفوظ والي په اړه له نزول تر پایه اعتقاد لري. خو یهودیان نقص او زیات‌والی د اسماني کتابونو منافي (متضاد)  نه ګڼي. هغوی په دې کې ستونزه نه ویني چې پیغمبران د کتابونو د مؤلف په توګه قلمداد کړي. محترم لوستونکي، له لاندي اقتباساتو کولای شي چې د یهودانو د نظر په ټکو د هغوی د مقدسو کتابونو اړوند پوه شي. د یهودانو په دائرةالمعارف کې چې د یهودو د ممتازو پوهانو په واسطه جمع او ترتیب شوی دی دا عبارت لیدل کیږي: «یهودان په دې برخه کې شک او تردید نلري چې د عهدعتیق کتابونو کې دې تغیر او زیات والی شوی وي». «د یهودانو د روایاتو مطابق (پرته له وروستنیو ۸ آیاتونو چې په هغوی کې د حصرت موسیٰ (ع) د مرګ واقعه ذکر شوې ده) د تورات پنځه لمړني کتابونه د موسیٰ (ع) تألیف دي خو د یهودو پوهانو دې تناقضاتو او اختلافاتو ته مرتباً پاملرنه کړې ده او د پوره تدبیر سره یې د هغه د اصلاح کولو په لټه کې وو». اسپینوزا (Spinoza) وایي: «د عهدعتیق پنځه لمړني کتابونه د حضرت موسیٰ (ع) تألیفات نه دي بلکي عذراً یې هغه تألیف کړي دي». «تازه تحقیقاتو ثابته کړي ده چې د عهدعتیق لمړني پنځه کتابونه له ۲۸ منابعو څخه اخذ شوي دي». خو د اناجیل اربعه موضوع (چې هغه ته نوی عهدعتیق ویل کیږي) له پخواني عهدعتیق بدتر دی. د هغه د مؤلفینو اړوند ډول ډول تردید او شکونه وجود لري؛ د حضرت مسیح (ع) او د نوي عهد عتیق په لیکوالانو کې لويه مسافه موجوده ده چې د هغې طی کول د مورخینو او څیړونکو له عُهدې څخه بهر دي، ځکه ذکر شوې اناجیل په مختلفو وختونو کې د دیني شوراګانو په واسطه په ترتیب د اصلاح او تغییر له مراحلو تیر او دې حالت ته رسیدلي دي. په حقیقت کې په ځای ددې چې دا اناجیل په وحي او الهام مبنی وي تر ډېره د حکایاتو او داستانو د کتابونو سره شباهت لري او هر څوک چې په ژور لیدلوري د هغوی تاریخي ادوار وڅیړي دا مدعا به تصدیق کړي. دا انجیلونه د اسناد او اعتماد له نظره حتیٰ د مسلمینو د احادیثو او سننو د دریمې درجې له کتابونو سره هم نشي برابرېدای د صحاح سته کُتب خو پرځای پریږده؛ ځکه د صحاح سته د کتابونو متصل اسناد په رسول‌الله (ص) منتهي کیږي. او د مسلمانانو په نزد صحیح حدیث هغه حدیث ته ویل کیږي چې امین او معتبرو راویانو له سند سره هغه نقل (روایت) کړې وي. او په هغه کې هیڅ ډول نقص (علت او شذوذ) پیدا نه شي. خو ذکر شوي انجیلونه د هر ډول اسنادو څخه فاقد دي او د هغوی سند تر مؤلفانو او د مؤلفانو تر حضرت عیسیٰ (ع) مفقود (ورک) دی. له دې ور اخوا، په هغه ژبو چې دا صحیفې نازل شوې دي تغیر یې موندلی دی، او اوس یې یوازې د هغوی ژباړې موندل کیږي. په دې جهت کولای شو هغه د احادیثو د څلورمي درجې د کتابونو سره تشبیه کړو ځکه چې د لوړ تحقیق، صلاحیت او صحت د معیار څخه برخمند نه دي. د همدې واقعیتونو پر بنا د هغوی مقایسه کول له قرآن مجید سره په هېڅ وخت ښه نه دي. تازه مسلمان شوی مستشرق «موسیوایتین» د ذکر شویو انجیلونو د معرفی کولو په ضمن کې یې هغه داسي ارزیابي کړي دي.  «پرته له شک هغه انجیل چې الله تعالیٰ حضرت عیسیٰ (ع) ته ورکړی او د هغه د قوم په ژبه نازل کړی وو ضایع شوی دی، هو هغه انجیل یا خپله له مینځه تللی یا له مینځه وړل شوی دی. مسیحیانو د هغه په ځای څلور نور کتابونه ځای په ځای کړي دي چې د هغوی صحت مشکوک دی، ځکه دا کتابونه په یوناني ژبه دي؛ هغه ژبه چې د حضرت عیسیٰ (ع) له سامي ژبي سره هیڅ ډول همغږي نه لري. په همدې دلیل د دې یوناني انجیلونو ارتباط له خدای تعالیٰ سره د تورات او قرآن په نسبت ډېر کښته دی».
د عهد عتیق مضامین او مطالب هم په صریحو تاریخي تېروتنو او په څرګندو ضد و نقیض کړنو  دلالت کوي. داسي مطالب خدای تعالیٰ ته منسوب کړل شوي دي چې اصلاً د الله تعالیٰ له جلال او کمال سره نه ښایي؛ او د سالم عقل پر خلاف دي. همدا ډول په انبیاؤ (علیهم السلام) هم داسي تورونه لګول شوي دي چې عادي انسانان هم له هغه پاک او مبرا دي انبیاء (علیهم السلام) خو لا لري دي. ډېر داسې شواهد په تورات او انجیل (د عهد عتیق “Bible”) کتابونو کې وجود لري چې د هغوی د اصلي مطالبو په صریح تغیراتو دلالت کوي. د عهد عتیق (Bible) خپل مطالب د هغه صریحو تیروتنو او په هغه کې ضد نقیض والي ته اشارات لري، په واضح ډول ښکاري چې هغه څه په هغه کې (الله جل شأنه) ته منسوب شوې دي چې د هغه د جلال او کمال سره نه ښایي او د متفق علیه له صفاتو سره په ټکر کې دي او د سالم عقل پر خلاف دي. په عهد عتیق کې الهي پیغمبرانو ته هغه تورونه منسوب کړل شوې دي چې عادې انسانان هم له هغه مبرا دي. علاوه پر دې، د تورات او انجیل داخلي شواهد د هغوی د مطالبو د تغیر او زیات‌والي څرګندونه کوي. دا د هغه صحیفو حال دی چې له ډېرو کلونو راهسې دوه متمدن ملتونه (یهود او نصارا) په هغوی اعتقاد لري، او اسلام او مسلمانان هم تر دې حده ددې صحیفو معتقدینو ته امتیاز قایل دي چې هغوی ته یې د اهل کتابو لقب ورکړی دی؛ خو د هندیانو د «وید» په نوم کتاب او د ایرانیانو «وستا» اړوند نشو ویلای چې له څه مراحلو تیر شوي او له کومو حوادثو سره مخ شوې دي او اصلي مطالب یې څومره محفوظ پاتي شوې دي، او دقیقاً له کوم وخت څخه په وجود راغلی دی. «ای. بارته» (A.Barth) د پاریس د اسیایي ټولنې نماینده (The Society Asiatique of Paris)په خپل کتاب “د هندوستان مذاهب” (The Religions of India) کې لیکي: «که موږ الحاق شوې مطالب جدا کړو چې دا کار ستونزمن هم نه دی، هغه وخت ددې صحیفو اصلي عبارات په خپل ځای پاتې کیږي چې په هېڅ ځای کې یې ادعا نه کوي چې د خدای له لورې دی. د هغه په عباراتو کې په کثرت سره تحریف او زیات‌والی شوی دی، البته د بد څه لپاره یې قصد نه وو. د هغه د عمر اړوند په قطعي ډول څه نشو ویلای هغه برخې یې چې په وروستي دور کې د براهمه په واسطه لیکل شوې دي له پنځه سوه کالو ډېر قدامت نه لري. خو د «وید» نور مطالب دومره پخواني دي چې د هغې د وخت ټاکل ممکن نه دي». اوس به ووینو چې د هندوئیزم غښتلي پوهان او د هندوستان  څېړونکي د دې کتاب اړوند څه وایي، په دې برخه کې لاندې دوه اقتباساتو ته پام وکړئ:
۱- د کلکتې د پوهنتون استاد «سریش چندر چکرورتي» په خپل کتاب (Philosophx Of The Upanishads) کې لیکي: «په دې اړوند دوه نظریې وړاندې شوې دي، چې د لمړۍ نظرې پلوی «بال ګنګادهرتلک» او دویمې نظریې پلوی (Maxullar) دی، بال ګنګادهرتلک معتقد دی چې د ویدیانو مناجات د مسیح څخه ۴۵۰۰ کاله وړاندې په وجود راغلي دي، خو د “مکس ملر” نظر دا دی چې د “وید” قدامت له ۲۲۰۰ کالو څخه ډېر نه دی په عین حال کې هغه معتقد دی چې “رګ وید” د آریایي افکارو پخوانی مدرک دی. په هر صورت پرته له دې چې د “رګ وید” د عمر اړوند په دقیق ډول څه ووایو هغه څه چې واقعیت لري دا دي چې د “رګ وید” د مناجاتو مجموعه په واحد وخت کې لیکل شوې نه ده، او باید ومنو چې د “رګ وید” مناجات په څو پیړیو کې تألیف شوي دي».
۲- د هند مشهور پوهان ډاکټر رادها کرشنن (د هند پخوانی رئیس جمهور) د ویدیانو د افکارو اړوند په خپل کتاب “هندسي فلسفه” (Indian Philosophy) کې داسې لیکې: «د ویدیانو ګډوډه ایدیالوژي نه څرګنده ده او نه روښانه، په همدې دلیل په دې اړوند ډول ډول ښونځي موجود دي، علاوه پر دې ویدیان دومره د وسعت خاوندان دي چې لیکوالان په آزاد کمال کولای شي د خپلو اعتقاداتو لپاره له هغه ګټه واخلي».
خو اوستا، د پخوانیو ایرانیانو د مقدسي صحیفې (اوستا) د حقیقت اړوند د غربي مشهور پوهان په څیړونې اکتفاء کوو. “راپرت ایچ پفائفر” (Robert H Pfeiffer) د هاروارد پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخواني رئیس په خپل کتاب “دیني دائرةالمعارف” (An Encyclopedia Of Religion) کې لیکي: اوستا (د روایاتو په لحاظ) د علومو مجموعه وه، د هغه ډېري برخې اسکندر له مینځه یووړې وروسته یې دریمي پېړۍ کې د هغه په پاتې برخو بل کتاب تدوین شو. خو په حقیقت کې د هغه یوه برخه یا “نسک” (Nask) د ویندیداد (Vendidad) په نوم محفوظ پاتي شوی دی په نهمي پیړۍ کې یوازې هغه برخه یې چې د عباداتو متعلق وه هندوستان ته نقل شوه. چې په پنځه برخو کې موندل کیږي چې عبارت ده له “یاسنا” (Yasna)، “ګاتها” (Gatha)، “ویسپرد” (Vespered)،  “ویندید” (Vendid) او “خورد اوستا” (Khorda Avesta). خو قرآن مجید چې د خدای تعالی وروستنی کتاب او د بشر د هدایت عهده‌لرونکی او د خالق له مخلوق سره ارتباط، او تر قیامته د الی‌الله دعوت دی، له نورو کتابونو څخه د متفاوت وصف خاوند دی. الله تعالی په خپله د هغه د ساتنې او حفاظت عهده له هر ډول تغییر او تحریف څخه په غاړه لري. لکه څنګه چې فرمایي: {وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ۴۱ لَّا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ۴۲} (فصلت: ۴۱-۴۲) «دا هغه لوړ مقامه کتاب دی، دروغ په هغه لار نلري نه د مخي لخوا او نه د شا لخوا، د پوه او ستایل شوي له لوري رالیږل شوي». الله تعالیٰ د قرآن مجید حفظ او ساتنه له هر ډول لاسوهونکې حادثې څخه تضمین کړي ده لکه څنګه چې فرمایي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ} (الحجر: ۹). «بی‌شکه موږ قرآن مجید نازل کړ او موږ خپله به یې ساتنه کوو». بې‌شکه د الهي دا وعده د قرآن مجید د حفظ او بقا متضمنه، د هغه د کلماتو نشر او خپرول او د معناوو مفهومي کیدل یې په هر وخت کې ده، او په بل عبارت د الهي دا وعده د قرآن مجید ناقابله پوهه، ناقابل عمل، او هیرول کاملاً نفي کوي ځکه په عربي کې د حفظ کلمه د پراخو، او ژورو معناوو څخه برخمنه ده.
Leave A Reply

Exit mobile version