ترتیب: داود ګرگیج

د “اسراء” او “معراج” د پېښو درسونه او پیغامونه د اسلامي نړۍ د معاصر مفکر مولانا مفتي محمد قاسم قاسمي حفظه الله په وینا

د “معراج” د پیښې پس منظر

«سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ» [إسراء: 1] د اسلام په تاریخ کې او د تاریخ پوهانو د ځینو مشهورو اقوالو له مخې د رجب په میاشت کې یوه لویه او عبرتناکه پیښه رامنځته شوې ده. هغه پیښه د “د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج شپه ” ده. ځینو بیا د ربیع الاول او ربیع الثاني په میاشت کې د معراج پیښه بللې ده. خو حافظ مقدسي؛ محدث او د تاریخ له سترو پوهانو څخه یو مشهور قول ویلَی چې د رجب په اووه ویشتمه نېټه کې پیښه وسوه. د معراج د پیښې پس منظر څه دی؟ او کوم درسونه لري؟ په دې برخه کې باید فکر او مطالعه وشي. جریان له دې ځایه پیل شو؛ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې وو او اسلام ته یې بلنه ورکړه، او شپې او ورځې یې د توحید او یووالی په بللو، د خدای تعالی د یووالی او ربوبیت په تبلیغ کی او خلکو ته د اسلام په رسولو کې تیرې کړې. په دې ورځو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې له سختو کړاوونو او شکنجو سره مخ وه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابو طالب د هغه ښه ملاتړی وو او د هغه د ملاتړ لپاره یې خپله سینه خوندي کړې وه. په دې ورځو کې قريشو دا جرأت نه درلود چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې سخته پرېکړه وکړي. خو کله چې ابو طالب وفات شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو له لوري رد شو او د قریشو مخالفت د الله جل جلاله له بلنې سره لا زیات شو. حتی هغه ورځ هم په تاریخ کې ثبت ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې هم نه ده هېره شوې چې یوه جاهل قریشی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سر کې خاورې واچولې . دا ډول پیښې  ډیرې ورته  تکرار شوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم په فکر کولو پیل وکړ.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف ته د تبلیغ لپاره سفر وکړ، ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف غوره کړ؟ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته معلومات وو چې طائف یو کلتوري مرکز دی او د قریشو او طائف تر منځ اړیکه او رقابت موجود وو. قريشو د “هبل”  بت عبادت کاوه او طائف والا د “لات”  بت عبادت کاوه. د قريشو او د طائف د خلکو تر منځ قومي، اقتصادي او نژادي سيالۍ روانې وې. د طائف خلک خوشحاله او په نعمتوکی وه. او دا مشهوره چې د حجاز او مکې خلکو خپل اوړي په طائف کې د تفریح ​​لپاره تیرول.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته د بلنې د وړاندې کولو له پاره ورغی او په دې فکر کې وو. چې د طائف خلک پوه خلک دي او پوهېږي. او په مکه کې ظلم او بی رحمي روانه ده، کېدای شي دطائف خلگ اسلام قبول کړي. او د دوی منل به د مکې په خلکو اغیزه وکړي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف د خپل دعوت لپاره غوره کړ. خو له ده سره ناخوښه مخامخ شوه او مشرانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بې احترامي څرګنده کړه. ارواپوهان او ټولنپوهان وايي، چې د طائف د خلکو شتمني او غرور د دې لامل وو، چې د رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) بلنه يې له پامه وغورځوله. ځکه چې د دوی سیمه پرمختللې وه، دوی نورو ته سپکاوی کاوه، او ځکه چې دوی نعمتونه درلودل، نو دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې له پامه وغورځولې. د طائف خلک په مېلمه پالنې مشهوره وه، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې يې ډېر بې پروايي، بې رحمي او تاوتريخوالی څرګند کړ، او ناسمه پرېکړه يې وکړه، د عزت او مېلمستيا پر ځای يې خپل ماشومان او تنکي ځوانان   په لاره کې ودرول. چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته راستون شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی وکړې، او ډبرې د ده طرف ته وغورځوې. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو قدم پورته کړ، یوه ډبره به یې پرې راښکته کړه، او بدن به یې په وینو ولړل شو. دا تصور کولی لا ګران دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره، سپک او وهل شوی وو. دا کرکټر څوک دی؟ د نړۍ لپاره رحمت، د انبیاوو او رسولانو امام اومحمد‌صلی‌الله‌علیه‌وسلم  د خدای رسول او خوږ پیغمبر دی. لنډه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف ته په سفر کې له یوه نوي او سخت امتحان سره مخامخ شو:
Leave A Reply

Exit mobile version