کارپوهانو د دې پوښتنې ځواب لپاره مختلف عوامل نومولي دي. د کدرونو تېښته، د مشرانو فساد، د بې سوادۍ خپرېدل او کورنۍ جګړې. بې له شکه، په افریقایي هیوادونو کي د ذکر شویو لاملونو منفي اغیزه د انکار وړ ده.
خو ترسره شوې څیړنې ښیي چې دا عوامل د استعمار په نوم د لوی عامل زېږنده ده. دا استعمار دی چې په تیرو دوو پیړیو کې یې د افریقا خلک د پرمختګ او ثبات په لور د سمیدو او حرکت کولو اجازه نه ده ورکړې.
د سوچ وړ خبره دا ده چې استعماري لیکوالانو تل په ثانوي او فرعي عواملو باندې لاس پورې کړی او ذهنونه له اصلي عامل څخه چې هماغه استعمار دی، اغفال کړي.
دا غونډه چې د آلمان د لومړي وزیر، بیسمارک په بلنه ترسره شوه، د افریقایي خلکو د استعمار پیل په نښه کړ. استعماري قدرتونو د افریقایي خلکو د ارادې په پام کې نیولو پرته براعظم وویشل او د نه ختمیدونکي بحرانونو او کړاوونو په کړکیچ کې یې ډوب کړ.
د افریقا براعظم ته د قدم اېشودلو سره، استعمارګرو د هغې طبیعي زیرمې تسخیر کړې او د مظلومو خلکو په وړاندې یې هر ډول ظلم او تشدد ته اجازه ورکړه. هغوی د افریقا وږي خلک د افریقا لویې وچې له طبیعي زیرمو څخه د ګټې اخیستنې څخه بې برخې کړل او د دوی لوږه یې زیاته کړه.
استعمار په دې کار بسنه ونکړ بلکې د افريقا خلک یې دځان مریان کړل. نیواکګرو په ښارونو او کلیو باندې په چاپو اچولو سره د ماشومانو په ګډون نارینه او ښځې غلامان کړل او په خورا سختو او دردونکو شرایطو کې یې د غلامانو بازارونو ته ولېږدول.
له سختو شرايطو سره سره غلامانو د نیوکي حق نه درلود او که يې نیوکي کړي وای، نو له سختو شکنجو سره به مخ کېده. د استعمارګرو د بې غورۍ له امله ډېرو غلامانو د غلامانو بازارونو ته د لېږدولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکول او جسدونه يې سمندر ته غورځول کېدل.
د افریقا په وچه کې په دقیقه توګه دا پالیسي پلي شوې ده. نکروما وايي: د افریقې مشرانو تر استعمار مخکې محدود امتیازات او واکونه درلودل، کله چې استعمار راغی، نو دا امتیازات او واکونه د استعمارګرو لخوا نامحدود شو. د استعمار موخه دا وه چې د دغو مشرانو دايمي ملاتړ ترلاسه کړي.
له همدې کبله دغو مشرانو په خپلو ټولو پرېکړو کې د ښکېلاکګرو ګټې په پام کې نيولې او په دې توګه يې ټول اخلاقي او عنعنوي اصول تر پښو لاندې کړ. هغه مشران چې د استعمارګرو له ګټو سترګې پټې کړې، له کودتاو، وژنو او زندانونو سره مخامخ شوي.
د سوډان ولسمشر عمر البشیر د هغو مشرانو یوه بیلګه ده چې د استعمارګرو د امر نه د سرغړونې له امله د امریکا او اروپا له سختو بندیزونو سره مخامخ شو او بالاخره یې حکومت ړنګ شو.
په تیرو څو میاشتو کې د افریقا د لویدیځ ځینې برخې د څو انقلابي کودتاو شاهدې وې. د دې پیښې علت دا دی چې ډیری افریقایي مشران د استعمارګرانو ګوډاګیان دي او کله چې د دوی د ګټو په وړاندې حرکت کوي نو د دوی له قهر سره مخ کیږي. د کارپوهانو په اند، د فاسدو او بې کفایته مشرانو شتون د افریقا لویې وچې د وروسته پاتې کیدو یو اصلي لامل دی.
د افریقایي هیوادونو یو له جدي ننګونو څخه د تعلیمي خپلواکۍ نشتوالی دی. په حقیقت کې استعمار د داسې کار اجازه نه ده ورکړی. ځکه چې په تعلیم کې خپلواکي د داسې نسل د زیږون معنی لري چې کولی شي په لنډ وخت کې د افریقا لویې وچې څخه د استعمارګرو ټغر ټوله کړي. استعمارګرانو د خپل مطلوب نسل د روزلو لپاره لومړی د افریقا له وچې څخه ځوانان غوره او غربي هیوادونو ته یې استول. د دې تر څنګ يې د غربي استادانو او استاذانو تر ادارې لاندې د ځانګړو ښوونځيو او مکتبونو په جوړولو سره د داسې نسل د لوړولو هڅه کړې، چې له فراغت وروسته به د استعمارګرو د ګټو د ساتني په پار، دولتي مسووليتونه به پر غاړه اخلي. له دغو ځوانانو څخه یو هم د اکیتي ژانکي لاسن په نوم یو کس دی. دغه ځوان افریقایي د انګلیسي سوداګرو په مرسته اروپا ته د بهرنیو ژبو د زده کړې لپاره لاړ او د زده کړې او د بهرنیو ژبو د زده کړې له بیلابیلو پړاوونو تیرولو وروسته بیرته افریقا ته راستون شو او په ۱۸۴۲ کال کې یې د اروپا په کچه لومړنی ښوونځی یې د اروپا په رنګ پر لاره واچول او د هغې له لارې د لویدیځ کلتور په خپریدو کې ملا وتړل. د افريقايي ځوانانو تر لېږلو وړاندې هم استعمارګرو د افريقايي سوداګرو اولادونو ته د زده کړو په موخه په خپلو کلاګانو کې کوچني ښوونځي جوړ کړل او وروسته بيا همدغه ځوانان د اشغالګرو په لومړۍ کرښه کې به د خپلو خلکو په وړاندې جنګېدل.
د برلین په کنفرانس کې هم د دغو ځوانانو ډیری، برخه اخیستې وه. د افریقا لویه وچه پرته له دې چې د خپل تعلیمي سیسټم د اصلاح او تنظیم لپاره هڅه وکړي بله چاره نه لري. د ښوونیز نظام په اصلاح سره د یوه خپلواک او ژمن نسل د روزلو لپاره لاره هواره کېږي. دا هغه وخت دی چې د افریقا لویه وچه به د روښانه راتلونکي شاهد وي.
د افریقا راتلونکې
د افریقا لویه وچه د بشري او مالي سرچیني له اړخه ټول اړین ظرفیتونه لري ترڅو د لوی پرمختګ حرکت متتحقق کړي؛ له همدې امله، دې وچې د نړۍ د ډیرو قدرتونو پام ځانته اړولی دی. له ۲۰۰۲ کال راهیسې، ملګرو ملتونو په دې وچه کې د سولې او پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره ارزښتناک پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي. د دې پروګرامونو په پایله کې، ډیری جنګونه له مینځه وړل شوي. ډېرو هېوادونو په افريقايي هېوادونو کې د پانګونې لپاره اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي. په حقیقت کې، درې هیوادونه متحده ایالات، فرانسه او بریتانیا د افریقا په وچه کې د مستقیمې پانګونې ترټولو لوی مقدار جوړوي. متحده ایالات په افریقا کې هر کال ۱۴.۱ ملیارد ډالر، فرانسه ۱۱.۸ ملیارد ډالر او انګلستان ۱۱.۱ ملیارد ډالره په افریقا کي په مستقیم ډول په هر کال کې پانګونه کوي.
د افریقا له نیمایي څخه ډیر نفوس د ۲۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي ځوانان تشکیلوي. که دا ځوان ځواک د هیوادونو له پانګونې سره یوځای شي، دا به د افریقا لویې وچې لپاره روښانه راتلونکی رامینځته کړي.
د تیرو څو کلونو وچکالۍ او د کورونا وبا سره سره د افریقا وچې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی. اوس مهال د افريقا اقتصادي وده د نړۍ د منځنۍ اقتصادي ودې په پرتله لوړه ده او دا لړی به نور هم لوړ شي.