د اسلام سپېڅلی دين، يوه غوره او هر اړخیز دين دی. د اسلام دین په راتګ سره ټولې ګډوډۍ له منځه لاړ، او انسان د ګمراهۍ او توهماتو له یرغل څخه وژغورل شو. هغه انسان چې د اسلام له ظهور څخه مخکي له جهالت او بدبختۍ سره جګړه کول او د پاچایانو له ظلمونو تنګ شوي وو او خپل لارښوونکي رڼا يې هېره کړې وه، د خپل ابدي نجات لپاره يې د ابدي لار په لټه کي وو.
هغه انسان چې خپل انسانیت یې هېر کړی وو او د مخلوقاتو عبادت ته یې مخه کړې وه او کله کله به یې ځان د نورو لپاره خدای معرفي کول او مظلوم انسانان یې په اسارت او غلامی نیول، ناڅاپه د خدای رحمت کي شامل او د سرنوشت او بشپړ نظام مالک شو.
هو! د اسلام دين د الله ﷻ له خوا د بشر د اړتياوو لپاره د لارښود په توګه نازل شوی او د انسان د ژوند ټولې چارې يې اصلاح کړ. تر څو په دې توګه انسانیت له تباهۍ څخه د سوکالۍ او د دواړو جهانونو د نجات په لور بوځي.
د اسلام دين د بشریت د حقوقو د ساتلو او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو لپاره صالحو انسانانو ته د حکومت د چارو د څارنې حق ورکړی. رسول الله ﷺ فرمایي: په تاسو کې هر یو شپون (مسئول) دی او هر یو د خپلې رمې مسئول دی.
د اسلام دين د مسلمانانو په منځ کې د قسط او عدالت په تطبيق ټينګار کوي او مسلمانان د خپل نظام په پلې کولو مؤظف ګڼي. له همدې امله د اسلامي دولت جوړول فرض دي او خلیفه یا امیر المؤمنین د پلار په توګه دي د دوی قوانین وڅېړي او له زړه څخه دوی خوښ کړي.
اسلامي نظام یو بشپړ نظام دی او د عباداتو، معاملاتو، مکافاتو، مجازاتو او مطعوماتو په برخو کې د مسلمانانو چارې سمبالوي. مطلب دا چې هر حکم چې خدای تعالی د انسانانو لپاره صادر کړی وي، هغه ته د خدای د حکم په توګه پام وکړي او په عملي کولو کي یې هیڅ ځنډ ونه کړي.
د اسلام په دين کې عقيده د اصل او بنسټ په توګه دی او د انسان اعمال په همدې اساس ارزول کېږي. د اسلام دين د انسان عقيده له هر ډول ګمراهۍ او توهماتو څخه پاکوي او د جاهليت له عادتونو او دودونو سره مخالف دی او له ریښې څخه یې باسي او انسان له الله پرته د بل چا له عبادت څخه منع کوي او د واحد خدای عبادت ته بلنه ورکوي او وايي: قُلْ هُوَ الَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصٰرَ وَالْأَفْـِٔدَةَ ۖ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
دوی ته ووايه: هماغه الله دى چي تاسي يى پیدا کړئ، تاسي ته یې د اورېدلو او ليدلو قواوي درکړې او غوركوونكي پوهېدونكي زړونه یې درکړل، خو تاسي بيخي لږ شكر باسئ.
اسلام هغه دين دى چې د خداى بندګي ته يې په لومړي سر كې ځاى وركړى دى. ځکه الله تعالی هغه ذات دی چي پیدا کوي او بیا مړ کوي او روزي ورکوي او بالاخره ټول هغه ته ورګرځي. له همدې امله د خدای بندګي او د هغه ته غاړه ایښودل انسان د نورو له بندګۍ خلاصوي او شخصیت وربښي او د ژوند له ګټو برخمن کوي.
انسان د ځمکې پر مخ د خدای تعالی خلیفه دی، تر څو د ځمکې پر مخ د هغه احکام او قوانین پلي کړي، خپلې اړتیاوې د خدای تعالی د اوامرو او نواهیوو سره تنظیم کړي او د خپل ژوند ستونزې د اسلامي شریعت په رڼا کې ولټوي.
د اسلام دين هغه دين دی چې الله تعالی د خپل رسول په واسطه بشريت ته را رسولی او د انسان ټولې ستونزې يې حل کړې دي؛ له همدې امله د هیچا په استازیتوب د قوانینو جعل ته اړتیا نشته؛ ځکه چې هغه داسې خالق او مدیر ذات دی چې د انساني فطرت مطابق یې د ژوند نظام رالیږلی ترڅو د هغه ستونزې حل کړي. اسلام هغه دین دی چې د انسان ټولې اړتیاوې یې د خپل وروستي پیغمبر په واسطه حل کړې او بشپړې کړي دی.
(نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ).
دا په دې مانا چې د الله تعالی ټول نعمتونه تاسو ته راورسېدل او د اسلام نظام چې بشپړ او د انساني ټولې اړتیاوې پکې شاملې دي، ستاسو لپاره د دین په توګه غوره شو.
له هغه ځایه چې د ټول کايناتو خالق الله جل جلاله دی او د ټولنې په مصالحو او ګټو ښه پوهيږي او عزت او ذلت هم له هغه څخه دی. انسان باید د هغه له مخې چلند وکړي او د خپلو هیلو او هوا پیروي ونه کړي، بلکې د هدف او مستقیمې لارې په لور روان شي او د بې نیاره ذات له حکمونو او فرمانونو سره سم خپل فطري اړتیاوې پوره کړي، که نه نو د ګمراهۍ او بدبختۍ په کنده کې به لاس او پښې خوزوي.
د کائناتو د خالق د وجود له پيژندلو او تصدیق وروسته انسان د هغه د اوامرو او منهیاتو په اجرا کولو مکلف دی. له همدې امله د اسلام بنسټ د کایناتو څخه ماوراء د خالق پر وجود ولاړ دی. په اسلامي نظام کې دا عقیده او باور روحي برخه تشکیلوي، له همدې امله مسلمانان په کلکه عقیده لري چې د ټولو موجوداتو خالق یوازې الله تعالی دی او پیغمبران د انسانانو د هدایت او سمې لارې ته د لارښوونې لپاره رالیږل شوي دي.
که انسان ته د اسلامي ژوند د بیدارۍ او بیا پیلولو لپاره لازم شرایط برابر نه شي او خپل اصليت او انساني ارزښتونه بیرته ترلاسه نه کړي او اسلامي شریعت په خپل ژوند کې پلي نه کړي، مادي تمایلات، بدمرغۍ او توهمات به د رغنده اسلامي لارښوونو ځای ونیسي، چې په دې صورت کې به ټولنه له پاشلو لارو او نابودی پر لور روانه شي او مخنیوی به یې ستونزمن وي.
له همدې امله د اسلام مبارک دين خلکو ته د نېغه لار بلنه ورکوي او وايي: وَأَنَّ هَـٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [الأنعام: ۱۵۳]
دغه راز د هغه لارښوونه دا ده چي همدا زما سمه لاره ده، نو تاسي پر همدې لاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ، چي هغه به تاسي له هغي لاري واړوي، تيت او پرك به مو کړي. دا هغه هدايت دی چي ستاسي رب درکړی دى، په كار ده چي تاسي له سرغړوني څخه ځان وژغورئ.
پوه شه چې د شیطان او باطل ډېرې بېلابېلې لارې دي. ځکه چې شیطان د خلکو د فریب او ګمراه کولو لپاره له ډېرو دامونو او چلونو څخه کار اخلي؛ لکه څنګه چې لیدل کیږي نن سبا کفار او شیطان صفته خلګ د خپل واک د بقا لپاره شپه او ورځ کار کوي او د رسنیو له لارې د خپلو ناوړه افکارو د خپرولو او پراخولو او د اسلامي امت تر منځ د نفاق اچولو په موخه درانه لګښتونه په ځان اخلي.
دوی هڅه کوي له مسلمانانو څخه اسلامي عقیده غلا کړي او د دوی اصلي پانګه (عقیده) د لوټلو لپاره د پیسو او پانګې په راټولولو بوخت کړي. خو اسلامي نظام چې الهي نظام دی او د صراط مستقیم په توګه یې تعبیر شوی او الهي پیغمبرانو بشریت ورته بللي دي، یوازې یو دین او یوه لاره ده، چې خدای تعالی فرمايي: إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللهِ الْإِسْلٰمُ ۗ
(د الله مقبول دين همدا اسلام دى.)
یواځینی دین چې انسان د کړکیچونو، ازمایښتونو او د اماره بالسوء نفس د غوښتنو په مقابل کې ټینګ او ثابت ساتلی شي او د انسان له فطرت سره هم مطابقت لري او د انسان د عقلي قناعت سبب ګرځي او د هغه د خاطر د سکون او امنیت سبب ګرځي او له اضطراب او زړه نازړه توب څخه یې خلاصوي. د اسلام دین دی.
او دا اسلامي ایدیولوژي ده چې د ژوند موخه ټاکي او د فطرت مطابق ستونزې حلوي. دا د اسلام دين دی چې د انسان د ژوند ايډيالوژۍ ته لار او معنی ورکوي او د نورو ايډيالوژيو له سرګردانی او پوچي څخه يې ژغوري او هغه ته ډاډ او روحي سکون ورکوي.
په اسلامي ایډیالوژۍ کې انسان په خدای، له مرګ وروسته په ژوند او د قیامت په ورځ باور لري او مرګ ته د فنا او نشت په سترګه نه ګوري، بلکې د کور د بدلون او د تخلیق د تکامل په توګه ورته ګوري. په همدې خاطر د خپلې وظیفې او رسالت په سرته رسولو کې د کور له چاپېریال څخه حرکت کوي او په هره شېبه کې خپل عمل له اصل سره سمون ورکوي. په خپلو ټولو اعمالو، اوامرو او منهیاتو کې د الله تعالی د رضا د ترلاسه کول په نظر کي لري؛ سره له دې چې له خطرونو سره یې مخامخ کړي، خو بیا هم له اطاعت څخه سرغړونه نه کوي بلکې د الله تعالی په لاره کې شهادت هم د ځان لپاره ستره بریا او د عظمت اوج ته رسیدل ګڼي.
هغه څوک چې اصل او مبدأ لري، تل د خدای له ذکر څخه غافله نه وي، په دا ډول په دوامداره توګه خپل عمر ته برکت ور بښي او تل د خدای تعالی په رضا کې د خپل زړه د سکون په لټه کې وي. لکه څنګه چې قرآن په دې اړه فرمايي: الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
يانې همدغه (د الله لوري ته ګرځېدونکي) خلك هغه كسان دي چي (ددې پېغمبر بلنه ) یې منلې ده او د هغو زړونو ته د الله په ياد سره ډاډينه ور په برخه کېږئ. خبردار اوسئ! همدغه د الله ياد هغه شى دى چي زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي.
له دې امله په اسلامي نظام کې د انسان لپاره جدي اخطار دی چې د اسلامي شريعت له دائرې نه بهر ګام اوچت نه کړي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا
یانې او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کښي تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.
(د هغو كسانو په څير مه کېږئ چي الله یې هېر کړ، نو الله پر هغوى د هغوى خپل ځانونه هېر کړل، همدغه خلك فاسقان دي.)
له نېکه مرغه نن ورځ او په دې له شور او ځوږ څخه ډکه زمانه کې چي د لوېديځ تمدن په ټوله نړۍ کې نږدې ټول ځوانان، نارينه او ښځينه یې ګمراه کړی او د بېلارۍ خواته یې کاږلې او د دې لامل ګرځېدلی چې ځوانان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره فساد ته مخه کړي او د خپلو پلیدو افکارو په خپرولو سره يې د هغوی ذهنونه یې تخریب کړی. د هغوی ذهنونه خرابوي او غواړي چې د بدبختۍ کندې ته یې واچوي؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر ځوانان د اسلامي فکر او د امت د ستونزو په ژور درک سره د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره د ويښتابه او ځان پوهاوي غږ پورته کړی او ورځ تر بلې هڅې کوي د قرآن کریم او د رسول الله ﷺ د احادیثو وعدو ته په پام سره د اسلامي دولت تاسیس کړي.
د آسماني دينونو له جملې څخه د اسلام سپېڅلی دين يواځينی ناسخ دين دی چې د پلي کېدو وړ دی او يوازې همدغه نظام کولای شي په بېلابېلو برخو کې د انسانانو ستونزې هوارې کړي. له همدې امله د قرآني ارشاداتو او د رسول الله ﷺ د سنتو له مخې د اسلامي امارت شتون فرض او د اسلامي ټولنې یوه عاجل ضرورت ګڼل کیږي؛
ځکه چې زموږ دا ډول خوب، غفلت او بې کارۍ د بدبختۍ او د عقيدې له لاسه ورکولو لامل شوی او د اسلام دښمنان شپه او ورځ هڅه کوي چې اسلامي مفکوره له منځه یوسي. موږ باید عقیده ولرو: هغه څه چې پخواني امت او زموږ اسلافو ته یې عزت او وقار ورکړی او د دوی د پرمختګ، او عزت لامل شو، یوازې په دین باندې د هغوی منګولې لګول، جهاد او د اسلام د خپراوي لپاره د دهغوی شپې او ورځې هڅې وې.
له همدې امله موږ د لوی څښتن تعالی په ژمنو باور لرو او باور لرو چې د رب العالمین په مرسته او د متعهدو ځوانانو په هڅو به یو ځل بیا اسلامي امارت تاسیس شي او مسلمانان به بیا خپل عظمت، عزت او کرامت ومومي. خو په دې برخه کې د ملت د بیدارۍ لپاره جدي کار او هلې ځلې اړینې دي تر څو امارتي نظام او سیسټم را ژوندی شي او د ځمکې په کره کې اسلامي نظام نافذ شي.
یوازینی نظام چې کولی شي اسلامي امت ته روحیه او بقا ورکړي او د امت د یووالي لامل شي، اسلامي نظام دی. ځکه چې الله تعالی فرمايي: «ما ستاسو دين بشپړ کړ او پر تاسو مې نعمتونه نازل کړل.»؛ له همدې امله دين او نظام بشپړ دی او د مسلمانانو امام چې د امت سرپوش دی، امت ته عزت او وقار ورکوي او د دوی له لاسه وتلی وقار (چې دولس نيمې پېړۍ يې پر نړۍ واکمنه کړې وه) بېرته راګرځوي. نو د مسلمانانو چوپتیا د دوی نیمګړتیا ده او که دوی د اسلام د احکامو د تطبیق لپاره کار ونکړي نو د غرب د بدو او پلیدو افکارو په اور کې به ویلي شي او د خدای تعالی په وړاندې به شرمنده شي.
او په پای کې له ټولو مسلمانانو څخه هیله کوم چې د نوي اسلامي نظام د ابادۍ لپاره لاسونه سره یو کړي او د الله تعالی په نزد د دې ستر مسؤلیت د سرته رسولو لپاره لاس په کار شي. د هغې ورځې په هیله چې له دې بدبختۍ څخه به خلاص شو او نور به د اسلام دښمنانو ته لاس ور نه کړو او د اسلام دښمن خپل دښمن وګڼو.