لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
د حشراتو د ټولنیز ژوند او شاتو(ګبینو) اعجاز:
د شاتو مُچۍ او مېږی:
د حشراتو ټولنیز نظامونه الله تعالی د داسې حیرانوونکو ځانګړتیاوو سره پیدا کړي دي چې په هغوی کې د عمومي مصالحو د خوندي کولو لپاره د ګډ کار، تخصص، انعطاف او همغږۍ تر ټولو لوړې بېلګې لیدل کېږي. دا ټولنیز نظامونه د کوم مکلفیت له مخې نه، بلکې د هغوی د پیدایښتي جوړښت اوفطرت له مخې رامنځته شوي دي.
د دې الهي اعجاز له ډېرو روښانو بېلګو څخه یوه یې، د شاتو د مُچۍ حیرانوونکې ټولنه او ارزښتناک محصول یې، یعنې شات دي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ﴾[۱]
ژباړه: « او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي.»
دا آیت د مخلوقاتو د ټولنیز ژوند، همکارۍ او منظم نظام څرګندونه کوي.
په دې برخه کې به لومړی د «شاتو مچۍ او د شاتو د معجزه ډوله ګټو» او بیا د « مېږيانو او د هغوی د ټولنیز نظام» په اړه بحث وکړو، ترڅو په خلقت کې د الله تعالی د قدرت، حکمت ، اعجاز او نظم ځلانده نښې لا روښانه شي.
د شاتو مُچۍ او د شاتو په تولید کې الهي اعجاز:
حیرانوونکی ټولنیز نظام:
په ټوليزه توګه، د شاتومچۍ یو معجزه ډوله ټولنیز نظام لري. په دې نظام کې دلاندې ځانګړتیاوو ترټولو لوړه کچه لیدل کېږي:
-
همکاري؛
-
نظم او جوړښت؛
-
تخصص؛
-
انعطاف او نرمښت.
دا هرڅه د دوی د ټولنې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره ترسره کېږي. دغه نظم تکویني او طبعي بڼه لري او د الله تعالی د پیدایښتي تدبیر او حکمت څرګندونه کوي.
شات؛ د انسان لپاره شفا:
الله تعالی فرمایي: ﴿يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ﴾[۲]
ژباړه:«د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې د خلكو لپاره شفا ده.»
د قرآن کریم له نزول نه مخکې خلکو یوازې د شاتو غذایي ارزښت پېژانده، خو له طبي او روغتیايي ځانګړتیاوو څخه یې ناخبره وو. دغه آیت د قرآن کریم د علمي اشاراتو څخه دی چې څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې یې دې حقیقت ته اشاره کړې وه.
د شاتو طبي ځانګړتیاوې:
اصلي او طبیعي شات، چې له ګلانو څخه جوړېږي، فعال انزایمونه لري چې د لوړې تودوخې او اوږدې مودې ساتنې له امله زیان ویني؛ له همدې امله غوره ده چې په طبیعي ډول وکارول شي.
علمي څېړنو ښودلې چې اصلي شات د انسان د بدن پر ټولو غړو او سیستمونو مثبت اغېز لري، لکه:
-
د هاضمې سیستم: د معدې او کولمو د التهاب مخنیوی، د هضم ښه والی او د کولمو د خرابېدو مخنیوی.
-
هډوکي: د ودې چټکتیا او د معدني موادو د جذب اسانتیا.
-
عصبي سیستم: د تشویش او اضطراب کمول او د خوب ښه کول.
-
پوستکی او ټپونه: د ټپونو د رغېدو بهیر تر درې برابره ګړندی کوي.
-
زړه او د وینې رګونه :د زړه او رګونو ساتنه او د هغوی د فعالیت پیاوړتیا.
-
د شکر ناروغان: د ساده او ژر هضمېدونکو قندو د شتون له امله، په مناسب ډول کارول یې نسبتاً مناسب ګڼل کېږي.
شات له اویاوو څخه ډېرې ګټورې او فعالې مادې لري؛ لکه: انزایمونه، ویټامینونه، معدني مواد او د طبیعي قندو دولس ډولونه، چې هر یو یې ځانګړې روغتیايي ګټې لري.
مېږی او کره ټولنیز نظام یې:
عمومي ځانګړتیاوې:
مېږی یوه ټولنیزه او منظمه حشره ده چې له (۹۰۰۰) څخه زیات ډولونه لري او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.
ځینې ډولونه یې په یوه ځای کې مېشت وي او ځینې نور یې متحرک ژوند لري.
د مېږیو د ژوند مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
-
همکاري او متقابل ملاتړ؛
-
د دندو کره وېش؛
-
له طبیعي سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه.
دا هر څه د کوچنیو ژوو د ټولنیز ژوند له معجزه ډوله بېلګو څخه دي.
درجه بندي او د دندو وېش:
ملکه: تر ټولو لویه مېږۍ ده او اصلي دنده یې د هګیو اچول او خپلې ټولنې ته لارښوونه ده.
کاریګر مېږي:
کاریګر مېږي بېلابېلې دندې ترسره کوي، لکه:
-
د بچیانو پالنه؛
-
د خوړو راټولول؛
-
د ځالو ساتنه او پاکوالی؛
-
دفاع او امنیت؛
-
د کثافاتو لېږد او د مړو مېږیو ښخول.
عسکر مېږي:
د دوی دنده د ځالې ساتنه او د دښمن پر وړاندې جګړه او دفاع ده.
معماري او د خوړو زېرمه:
د مېږیو ځالې د استوګنې خونې، زېرمتونونه او پېچلي تونلونه لري چې په ډېر منظم ډول جوړ شوي وي.
مېږي د لارې د موندلو لپاره له خوشبویه کیمیاوي موادو څخه استفاده کوي. دغه مواد د هغوی د کیمیاوي ژبې او د ګډې لارښوونې وسیله ده. مېږي کولی شي دخپل وزن (۳۰۰۰) برابره درانه بارونه پورته او ولېږدوي، همدارنګه د خوړو او د خپلې ټولنې ساتنه هم په ډېر منظم ډول ترسره کوي.
د مېږیو اړیکې او ژبه:
د مېږیو ترمنځ اړیکې په څو ډولونو ترسره کېږي:
-
کیمیاوي ژبه: د خبرتیاوو او پیغامونو د لېږد لپاره.
-
غږیزه او حرکتي ژبه: د ګډ کار او همغږۍ لپاره.
-
ځانګړي حواس: اوږدې شاخکې (انتنونه) چې د شیانو د احساس او د حرکت د تنظیم لپاره یې کاروي.
دا هر څه د مېږیو د ټولنیزې هوښیارۍ ، منظم ژوند او د الله تعالی د ستر تدبیر څرګندې نښې دي.
الهي اعجاز:
د مېږي او د شاتو د مچۍ د ژوند نظام د همکارۍ، د دندو د وېش، تخصص او انعطاف ښکاره بېلګه ده.
شات، چې د شاتو د مچۍ د هڅو محصول دی، یو طبیعي او حیرانوونکي درمل دي چې معاصر علم یې ډېرې ګټې را څرګندې کړې دي، په داسې حال کې چې قرآن کریم څه باندې زر کاله مخکې دې حقیقت ته اشاره کړې وه.
همدارنګه مېږی د خپل ټولنیز نظم او سترذکاوت له لارې انسان ته د همکارۍ، د سرچینو د ساتنې او سم مدیریت درس ورکوي.
لنډیز:
ټولنیز حشرات؛ لکه د شاتو مچۍ او مېږي او د دوی د پیدایښت اعجاز، انسان ته ډېر ستر درسونه وړاندې کوي.
۱– د قرآن کریم علمي اعجاز:
قرآن کریم د شاتو د طبي ځانګړتیاوو او د شاتو د مچیو د دندو د وېش یادونه هغه مهال کړې وه چې معاصر علم لا دغو حقایقو ته نه و رسېدلی.
۲– ټولنیز نظم او همغږي:
د حشراتو ټولنې د منظم جوړښت ، تخصص او بې سارې همکارۍ غوره بېلګې دي، چې انسان د الله تعالی د آیتونو او د خلقت د حیرانوونکي نظم په اړه فکر او تدبر ته رابولي.
۳– اخلاقي او ټولنیز درسونه
همکاري، مسئولیتپالنه او یو بل سره مرسته هغه ارزښتونه دي چې انسان یې له دغو حشراتو څخه زده کولی شي او په خپل فردي او ټولنیز ژوند کې یې عملي کولای شي.
په پایله کې ویلای شو چې د حشراتو او د هغوی د محصولاتو، په ځانګړې توګه د شاتو، علمي او کره مطالعه نه یوازې د هغوی غذایي او روغتیايي ارزښت څرګندوي، بلکې د الله تعالی د خلقت اعجاز، حکمت او په نړۍ کې د هغه د حیرانوونکي نظم او همغږۍ ښکاره ثبوت هم وړاندې کوي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
- الأنعام: 38
- النحل: 69
-
د مطلب لنډیز له : موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 218 -212.


