لیکوال: ابوعائشه محمداسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه : ٢٩)
سریزه
په تېرو برخو کې مو د هغو کسانو د نظریاتو په اړه په تفصیل سره بحث او څېړنه وکړه چې د قیامت او له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل نه مني. په دې برخه کې به د ځینوهغوډلو یادونه وکړو چې هغوی هم د معاد او بیا را ژوندي کېدو څخه منکر دي، خو په بله طریقه؛ یعنې د تناسخ په نظریه.
د دوی په باور کله چې انسان له نړۍ څخه ولاړ شي او روح یې له بدن څخه جلا شي، نو دغه روح بل بدن ته لېږدول کېږي؛ دا فرق نه کوي چې هغه دوهم بدن د انسان وي او که د حیوان. دا موضوع د عقایدو له حساسو او جنجالي موضوعاتو څخه ده.
له هغو ناسمو او باطلو عقایدو څخه چې د ځینو دینونو او ملتونو ترمنځ خپرې شوې دي، یوه یې د تناسخ عقیده ده. د دې عقیدې موخه دا ده چې د مړي روح له خپل اصلي بدن څخه بل ژوندي مخلوق ته، که انسان وي او که حیوان، انتقال شي.
دوی وایي چې دا انتقال ځکه کېږي چې روح ته د لومړي ژوند له پای وروسته یو بل فرصت ورکړل شي، څو ځان له هغو ککړتیاوو او ګناهونو څخه پاک کړي چې ترسره کړې یې دي؛ ځکه د دنیا ژوند ډېر لنډ دی او روح ته باید کافي وخت ورکړل شي، څو له ګناهونو څخه ځان خلاص کړي.
ځینو د تناسخ تعریف داسې کړی دی: «د روح ګرځېدل او د زېږون تکرار، بیا بیا.»
د تناسخ تعریف
تناسخ د هغو کسانو له نظره چې پرې باور لري داسې تعریف شوی دی: «د بدن له مړینې وروسته د روح بېرته ځمکنۍ نړۍ ته ستنېدل، په داسې ډول چې په یو نوي بدن کې حلول وکړي.»[1]
د کتاب «الملل والنحل» لیکوال تناسخ داسې بیانوي: «د تناسخ او حلول د پیدا کېدو اصل له (الحرنانیه) قوم څخه دی. تناسخ دا دی چې راګرځېدنې او دورې بې پایه تکرار شي، او په هره دوره کې هماغه څه پېښېږي چې په لومړۍ دوره کې پېښ شوي وو.
اجر او جزا په همدې دنیا کې ده، نه په هغه بله نړۍ کې چې هلته د عمل کولو فرصت نشته. ټول هغه کارونه چې موږ یې اوس ترسره کوو، د هغو اعمالو بدله ده چې موږ په تېرو دورو کې ترسره کړي دي.
هغه خوښي، خوشحالي او ښېګڼه چې موږ یې په دې دنیا کې ترلاسه کوو، د هغو نېکو اعمالو پایله ده چې موږ په تېرو ژوندونو کې ترسره کړي دي. او غم، درد، کړاو او تکلیف د هغو بدو اعمالو سزا ده چې موږ په تېر ژوند کې کړي وو.
په تېر کې هم همداسې وو او په راتلونکي کې به هم همداسې وي؛ ځکه د حکیم ذات له شان څخه دا نه تصور کېږي چې هر څه په بشپړه توګه له منځه یوسي.»[2]
تناسخ څو ډولونه لري؟
د تناسخ د بڼو په اړه داسې ویل شوي دي:
۱ ـ نسخ:
د بل انسان بدن ته د روح بېرته ستنېدل.
۲ ـ مسخ:
د روح انتقالېدل د نوي حیوان بدن ته.
۳ ـ رسخ:
د روح انتقالېدل نباتي جسم ته.
۴ ـ فسخ:
د روح انتقالېدل یوجامد جسم (بېروحه مادې) ته.[3]
څوک د تناسخ عقیده لري؟
څېړنې ښيي چې پرتناسخ باور لرونکي یوازې یوه یا دوه ډلې نه دي، بلکې ګڼ شمېر ډلې پرې باور لري. موږ د هغو سرچینو پر بنسټ چې مونږ یې لرو، هڅه کوو لاندې هغه مهمې ډلې یادې کړو چې د تناسخ عقیده لري.
په هندو دین کې د تناسخ مفهوم
د تناسخ یا بیا تجسم نظریه د هند د عقیدوي او ټولنیز نظام یوه مهمه برخه ده، او د خلکو د کړنو، اخلاقو او فکري طرز په جوړښت کې مهم رول لري.
له همدې امله د هند نيمه قارې او ترې اغېزمن شوي کلتورونه د سمساره نظریې (هغه څه چې تل د راګرځېدوحالت کې وي) او د زېږون او مرګ د دورې تر اغېز لاندې دي.[4]
تر ټولو لومړنی او مهم دین چې د تناسخ عقیده یې لرله، د هند د خلکو دین دی؛ تر دې چې ډېری هغه کسان چې وروسته په دې عقیده اخته شوي، له همدوی څخه اغېزمن شوي دي.
د هندیانو له مهمو باورونو څخه یوهم تناسخ دی. د دوی په نزد تناسخ دا مانا لري چې روح د بدن له وتلو وروسته بېرته ځمکې ته راګرځي او بل بدن ته انتقالېږي.
کله چې انسان مړ شي، روح یې له بدن څخه وځي او د هغه ماشوم بدن ته ننوځي چې په هماغه لحظه کې زېږېدلی وي.
خو د دوی د باور له مخې، هغه انسان چې مړ شوی وي که په خپل ژوند کې صالح او نېک عمله وي، نو روح یې د داسې ماشوم بدن ته داخلېږي چې د ده له خپلې طبقې او کورنۍ څخه لوړه درجه ولري. خو که مړ شوی انسان په خپل ژوند کې بدکاره او فاسد وي، نو روح یې د داسې ماشوم بدن ته انتقالېږي چې په ټیټه طبقه او کم مقام کورنۍ کې زېږېدلی وي.
که هغه انسان په راتلونکي ژوند کې هم فساد او بدو کړنو ته دوام ورکړي، نو بل ژوند کې به په کمزورۍ او ناروغۍ اخته انسان زېږيږي او که په بل پړاو کې یعنې کله چې روح د دوهم انسان له بدن څخه ووځي او د درېیم کس بدن ته ولېږدول شي ، بیا هم فاسد وي، نو د حیوان په بڼه به وزېږيږی.
که فساد او بدکاري یې همداسې دوام وکړي، نو په هر پړاو کې به د حیواناتو تر ټولو ټیټو درجو ته ښکته کېږي؛ تر دې چې په پای کې به په غوماشي او یا په سپږه بدلېږي .
خو هغه څوک چې د نېکۍ اوسم عمل په لارو کې پرمختګ کوي، هر ځل یو پړاو پورته کېږي، تر دې چې تر ټولو لوړې طبقې ته، یعنې د براهمنو طبقې ته رسېږي. کله چې دې طبقې ته ورسېږي، او له هغې وروسته هم نېکۍ او سم عمل ته دوام ورکړي، نو د ژوند څرخ یا دوره یې پای ته رسېږي؛ خو روح یې له براهما (د دوی له خدای) سره یوځای کېږي. دوی دې حالت ته نیرفانا وایي، او دا د دوی په باور تر ټولو لویه نېکمرغي ده چې یو روح یې غوښتلی شي.[5]
د هندوانو یوله مهمو باورونو څخه د ارواحو تناسخ دی. د دې مانا دا ده چې روحونه په پرلهپسې دورو کې له یوه جسم څخه بل جسم ته انتقالېږي.
هندوان باور لري چې کله انسان له دنیا څخه ولاړ شي، روح یې بل بدن ته انتقالېږي؛ آن هغه بدن کله د حیوان بدن هم وي. دا د هغه کس د تېر ژوند د اعمالو پورې اړه لري چې له مخې یې یا نېکمرغه او یا بدمرغه کېږي.
خو په دوهم ژوند کې دهغه کارونو او اموراتو اړوند هيڅ هم نه احساسوي چې په لومړي ژوند کې ورسره شوي وو، او دا دورې همداسې دوام کوي، تر دې چې روح پاک او صفا شي او د براهما سره د یوځای کېدو وړتیا پیدا کړي.[6]
د دوی همدغه بې بنسټه او پوچ باورونه ددې لامل شوي چې نه آخرت ته ارزښت ورکړي او نه د مړه کېدونکو کسانو ددې نړۍ شخصیت ته کومه پاملرنه وکړي تر دې چې کله د دوی څخه یو څوک مړشي، د هغه جسد سوځوي؛ ځکه د دوی په باور د هغه پخوانی ژوند پای ته رسېدلی دی او له هغه څخه به نور هېڅ اثر نه پاتې کېږي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۲۰۳.
[2]. الشهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تصحیح و تحقیق: ا. احمد فهمی محمد، ۱۴۱۳هـ.ق/۱۹۹۲م، ج ۲، ص ۳۶۱-۳۶۲.
[3]. المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۲۰۳.
[4] الیاسي، پریا، زندګي پس از مرګ وتناسخ در متون مقدس هندو، د ادیانو د څېړنو مجله، درېیم کال، شپږمه ګڼه، ۱۳۸۸هـ ش، ص ۷.
[5] القرشي، حمید جابر، لماذا نحن مسلمون، بېنېټې، ص ۲۵.
[6] الحوالي، دوکتور سفر بن عبدالرحمن، أصول الفرق والأديان والمذاهب الفكرية، بېنېټې، ص ۱۰۳.


