لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۱۳)
امام عيسی بن يونس (مړ ۲۶۴هـ ق ) ويلی دی: لاتتكلمن فِي أَبِي حَنِيفَةَ بِسُوءٍ وَلا تُصَدِّقَنَّ أَحَدًا يسئ الْقَوْلَ فِيهِ فَإِنِّي وَاللهِ مَا رَأَيْتُ أَفْضَلَ مِنْهُ وَلا أَوْرَعَ مِنْهُ وَلا أَفْقَهَ مِنْهُ. يعنې: د امام ابو حنيفه په اړه بدې خبرې مکوئ او په اړه يې پر هيڅ بدې خبرې باندې باور مکوئ، په الله قسم چې ما له ده څخه افضل فقيه او صاحب د تقوا ندی ليدلی. امام ابن عبدالبر يې په اړه ويلي دي: قد اثنى عَلَيْهِ قوم كثير لفهمه ويقظته وَحُسْنِ قِيَاسِهِ وَوَرَعِهِ وَمُجَانَبَتِهِ السَّلاطِينِ. (يوې سترې ډلې دمخکينيو علماوو يې د فهم، ځيرکي، د ښو قياسونو، تقوا او دسلاطينو څخه د لرې والي په دليل سره ستاینه کړې ده.)
سفيان بن عيينه رحمه الله فرمايی: ما مقلت عينی مثلَ أبی حنيفة، یعنی زما سترګو د امام ابوحنيفه رحمه الله په څېر شخصيت نه دی ليدلی. د جرحې او تعديل امام حضرت يحيی بن سعيد القطان رحمه الله فرمايي: انه واللهِ لأعلم هذه الأمة بما جآء عن الله و رسوله. يعنې: قسم په الله ابوحنيفه رحمه الله د دې امت ترټولو پوه شخص دی، د هغه څه په نسبت چې له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يی راوړي دي.
د امام بخاري رحمه الله استاد يحيی بن معين رحمه الله فرمايي: عدلٌ، ثقةٌ، ما ظنّک بمن عدّله ابن المبارک و وکيعٌ. يعني: امام ابوحنيفه رحمه الله عادل او د اعتماد وړ دی. ستا ګمان د هغه چا په اړه څه دی چې عبدالله بن مبارک او وکيع بن الجراح رحمه الله د هغه تعديل او توثيق کړی دی؟
حافظ محمد بن يوسف شافعی رحمه الله په خپل کتاب عقود الجمان کې ليکلي دي: کان ابوحنيفه رحمه الله من کبار حفاظ الحديث وأعيانهم. يعنی: امام ابوحنيفه رحمه الله د حديثو له سترو حفاظو او غوره علماوو څخه و. حافظ ابن عبدالبر مالکي رحمه الله (مړ۴۶۳ هـ ق) ليکلي دي: روی حماد بن زيدٍ عن أبی حنيفه أحاديث کثيرةً. يعني: حماد بن زيد له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه ډير زيات احاديث روايت کړي دي.علامه ذهبی رحمه الله دامام ابوحنيفه رحمه الله معرفي داسې کوي: أبوحنيفه الامام الأعظم فقيه العراق، متورع، عالم، عامل، متعبد، کبيرالشان. يعنی: ابوحنيفه رحمه الله امام اعظم، د عراق فقيه، پرهيزګاره او پوه، عامل په علم، عبادت کوونکی، او د لوړ منزلت درلودونکی شخص دی.
د اسلامي نړۍ ستر مورخ علامه ابن خلدون فرمايي: انّه من کبار المجتهدين فی علم الحديث. يعني امام ابوحنيفه رحمه الله د مجتهدينو له مشرانو څخه په علم د حديث کې دی. امير المحدثين علي بن مديني رحمه الله فرمايي: هو ثقةٌ لابأس به. يعني امام ابوحنيفه رحمه الله د اعتماد وړ دی (روايت) يې کوم مشکل نه لري. همدارنګه امام شافعي رحمه الله ليکي چې امام مالک څخه پوښتنه وشوه چې آيا تا امام ابوحنيفه رحمه الله ليدلی د؟ هغه وفرمايل: هو! ليدلی مې دی، هغه داسې شخص و که يې تا ته د دې ستنې د سرو زرو د ثابتولو دلائل وړاندې کړي وای نو هغه به خامخا په خپل دلیل کې کاميابه شوی و (دا پايه به يې ثابته کړې وای چې د سرو زرو ده).
ستر مورخ شيخ محمد بن يوسف صالحي په خپل مقبول او جامع کتاب « عقودالجمان فی مناقب الامام الاعظم أبی حنيفة النعمان» کې د امام اعظم رحمه الله مقام او منزلت په لاندې ډول سره ليکي: إعلم رحمك الله أنّ اﻹمام أباحنيفة رحمه الله مِن كِبار حفّاظ الحديث وقد تقدّم أنّه أخذ عن أربعة آلاف شيخ من التابعين وغيرهم و ذكره الحافظ الناقد ابوعبدالله الذهبي في كتابه الممتع طبقات الحفّاظ من المحدثين منهم ولقد أصاب وأجاد، ولولاكثرة إعتنائه بالحديث ماتهيأ له إستنباط مسائل الفقه فإنّه أوّل من استنبطه من اﻷدلّة.
پوه شه! الله دې پرتا رحم وکړي، پرته له شکه امام ابو حنيفه رحمه الله د احاديثو د سترو حفاظو څخه ګڼل کيږي په مخکې صفحاتو کې بيان شوي چې دی له تابعينو، شيوخو او نورو څخه علم حاصل کړی دی.
علامه ابن خلکان رحمه الله په وفيات الأعيان کې ليکي: أبوحنيفة النعمان بن ثابت بن زوطى بن ماه الفقيه الكوفي، مولى تيم الله ابن ثعلبة، وهو من رهط حمزة الزيات؛ كان خزازاً يبيع الخز، وجده زوطى من أهل كابل([1])، وقيل بابل، وقيل من أهل الأنبار، وقيل من أهل نسا، وقيل من أهل ترمذ، وهو الذي مسه الرق فأعتق، وولد ثابت على الإسلام. وقال إسماعيل بن حماد بن أبي حنيفة: أنا إسماعيل بن حماد بن النعمان بن ثابت بن النعمان بن المرزبان، من أبناء فارس من الأحرار، والله ما وقع علينا رق قط. ولد جدي سنة ثمانين، و ذهب ثابت إلى علي بن أبي طالب، وهو صغير، فدعا له بالبركة فيه وفي ذريته، ونحن نرجو أن يكون الله تعالى قداستجاب ذلك لعلي فينا، والنعمان بن المرزبان أبو ثابت هو الذي أهدى لعلي بن أبي طالب، الفالوذج في المهرجان النيروز. ([2])
امام اعظم رحمه الله د وريښمينو رختونو تجارت کاوه او په کوفه کې يي د سوداګرۍ مرکز و، خو د کار څانګې يي په بيلابيلو ښارونو کې موجودې وې. د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په خلافت کې د هغه په امر د کوفې ښار ودان شو او په زرګونو صحابه کرامو هلته خپل کورونه آباد کړل. په هغوی کې يو هم حضرت عمرو بن حريث رضی الله عنه کوفې ته راغی او هلته يې يو سرای د جومات ترڅنګ جوړ کړ او دا سرای ډير لوی او مشهور و. په دغه سرای (مارکيټ) کې د امام اعظم رحمه الله دکان او د وريښمو اوبدلو کارخانه وه. خطيب بغدادي په تاريخ بغداد کې ليکي: چې د وريښمينو رختونو سوداګرو او د دوی دکانونه د عمرو بن حريث په سراي کې مشهور او معروف وو. داسې ښکاري لکه دار عمرو بن حريث چې ټول د وريښمينو رختونو د اوبدلو او خرڅولو لپاره ځانګړی و. امام يافعي رحمه الله د امام اعظم رحمه الله د کارخانې او وريښم اوبدلو يادونه کوي او ليکي چې « له دار کبير لعمل الخز و عنده مناع الخز» هغوی د وريښمينو رختونو لوی سرای لري او له هغوی سره وريښم اوبدونکي کارګر کار کوي. ابن خشنام رحمه الله د وريښمو په رخت او د هغوی د اقسامو په پيژندلو کې د امام اعظم رحمه الله د پوهې او مهارت په اړه ليکي چې «کان خزازا و کان فی بيعه و شرائه يستقصي و يدق النظر فيه (امام رحمه الله د وريښمينو رختونو سوداګر و، د وريښمو په رانيولو او خرڅولو کې يې د وخت د غوښتنو په نظر کې نيولو سره دقيق نظر درلود) او کله چې به په کوفه کې کوم چا د يوه ښه يا ځانګړي رخت په اړه پوښتنه کوله نو خلکو به هغه د امام ابوحنيفه رحمه الله دکان ته ورلیږه. داسې معلوميږي چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په دې عمده فروشي کې د اوس وخت د سترو مارکيټونو په څېر د هر شي قاطع قيمت معلوم و او پر چنو وهلو يې وخت نه ضايع کاوه. ددې کار لپاره هغوی خالص خپله ګټه په نظر کې نه لرله بلکې هغوی تر خپل ځان د خلکو ډير مراعت کاوه. امام صاحب رحمه الله د خپلې سرمايې زياته برخه علماوو ته په تحفو کې او له عامه خلکو سره په ښېګڼو مصرفوله. سفيان بن عيينه رحمه الله وايي چې ابوحنيفه رحمه الله به ډېر خيراتونه کول. څومره ګټه چې به هغه ته په لاس ورتله هغه به ېي پر خلکو مصرفوله. ماته ېي دومره ډيرې تحفې راليږلې چې زه به د هغوی له ډيروالي نه حیران شوم. ما د هغو دوستانو ته د دې شکايت وکړ نو هغوی راته وويل که تاسو هغه تحفې ليدلې وای کومې چې هغه سعيد بن ابی عروبة ته ورليږلې نو بيا به مو څه ويل. امام ابوحنيفه رحمه الله هيڅوک داسې نه دي پريښي چې نيکي يې ورسره نه وي کړي.
ويل کيږي چې امام ابوحنيفه رحمه الله د بغداد او کوفې ترمنځ يو شرکت درلود چې د هغه له لارې به يې په يوه ځانګړې سرمايه باندې کاروبار کاوه او د هغه تجارت ګټه او منافع به يې د کوفې پر علماوو، محدثينو او فقهاوو ويشلې، تر څو هغوی خپل ضرورتونه ورباندې پوره کړي او د نورو له احتياجه وتلي وي.
لنډه دا چې امام عالي مقام رحمه الله د ډېرو عالي اخلاقو او لوړو صفاتو خاوند و. د هغه مناقب، صفات، شمائل، کرامات او همدارنګه د هغوی سياسي ژوند، له عامه وګړو سره چلند، له علماوو او عامه خلکو سره دده ښېګڼې او دده عقلي، منطقي دلائل او بصيرت او په کاروبار (تجارت)کې دده تعامل بيانول له دې نه زيات دي، چې په دې څو پاڼوکې راوړل شي. موږ دلته مشت نمونه يې خروار ذکر کړل، د زياتو معلوماتو لپاره هغه کتابونه وګورئ چې د امام عالي مقام رحمه الله په ژوندليک او سوانحو ليکل شوي دي، چې هغه کتابونه له شمېره زيات دي او ددې سوانحو په پای کې د يو څو کتابونو نومونه راوړل شوي دي.
د سیرت او سوانحو کتابونو لیکلي دي چې کله به امام ابو حنیفه رحمه الله ته کومه مسئله سخته شوه، خپلو ملګرو ته به یې وویل: دا زما د کومې ګناه له امله راته سخته شوه، نو د “استغفر الله” په ویلو به یې پیل وکړ او کله به لمانځه ته پورته شو، نو مسئله به حل شوه او ده به وویل: لکه چې ګناه مې الله تعالی راته وبښله! د امام ابوحنيفه رحمه الله ددې عمل په هکله چې دوخت لوی عارف او زاهد حضرت فضیل بن عياض رحمه الله خبر شو، نو ډېر زیات يې وژړل او ویې ویل: د دې سړي ګناهونه ډېر کم دي.[3]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]: – په نزهة المشتاق فى اختراق الآفاق (1/ 195) کې دي: وكابل من مدن الهند المجاورة لبلاد طخارستان وهي مدينة جليلة المقدار حسنة البنية وبجبالها عود جيد وبها النارجيل والإهليلج الكابلي.
[2]: – وفيات الأعيان (5/ 405)
[3] ـ طبقات الحنفية لــ علي القاري ۴۸۷/۲ د رسالة المسترشدین په حواله.


