لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٩٢)
مرغان؛ د الوتنې، ځواک او الهي لارښوونې اعجاز
د انسان او ټکنالوژۍ له وسه پورته حیرانوونکې بېلګې
مرغان د الله تعالی د خلقت له خورا حیرانوونکو نښو څخه دي. دا هغه مخلوقات دي چې د ډولونو پراخ تنوع، د اوسېدو پراخه سیمه، بېسارې وړتیاوې او د بدن پېچلی جوړښت یې له هره اړخه د حیرانتیا وړ بلل کېږي.
د هوايي چلند پوهانو د الوتنې د نړۍ د یوې سترې علمي پوهنغونډې په سریزه کې لیکلي دي: «څومره الوتکې چې انسانانو جوړې کړي، یوه یې هم هېڅکله د یوه مرغه سیالۍ ته نه رسېږي، آن د یوه مرغه د هراړخيزو وړتیاوو کچې ته ورنېږدې کیدلای هم نه شي.»
دا علمي اعتراف په ښکاره ډول ثابتوي چې د الله تعالی د پیدایښت د دې لوی مثال په وړاندې د انسان عقل او صنعتي پرمختګ محدود او بېوسه دی.
مرغان، له خپلې ټولې تنوع، ښکلا او حیرانوونکو ځانګړتیاوو سره، د الله تعالی د قدرت ښکاره نښې دي؛ لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِفَوقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَٰنُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ﴾[1]
ژباړه: «آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى.»
په دې برخه کې هڅه کېږي چې د مرغانو نړۍ ته د علمي او ایماني ليدلوري له اړخه کتنه وشي؛ هغه نړۍ چې په جوړښت، الوتنه، چلند اوچاپېریال ساتنه کې یې د الهي اعجاز بېشمېره نښې پرتې دي.
پر ځمکه د مرغانو حیرانوونکی خپراوی
مرغان د الله تعالی له ډېرو ښکلو او زړه راښکونکو مخلوقاتو څخه دي؛ هم د خپلې بڼې له پلوه، هم د خپلو خوږو نغمو له مخې او هم د طبیعت د ښکلا د زیاتولو له پلوه.
دوی د ځمکې په هر ځای کې ژوند کوي؛ د قطبونو په کنګل وهلو سیمو کې، د غرونو په لوړو څوکو، د سمندرونو په توپاني څپو، په ګڼو او تیاره ځنګلونو، په لوڅو دښتو او آن د انسانانو په ګڼ مېشتو ښارونو کې ژوند کوي.
تر اوسه پورې بیولوژیستانو د مرغانو له نهو زرو څخه زیات ډولونه کشف کړې دي. دا پراخه تنوع پخپله د الله تعالی د سترځواک او کره حکمت څرګنده نښه ده.
د الوتنې جوړښت؛ د الله تعالی داسې خلقت چې له الوتکې ډېر زیات غوره دی
الله سبحانه وتعالی مرغان داسې پیدا کړي دي چې د هغوی د بدن هره برخه د الوتنې لپاره ځانګړې دنده ترسره کوي. د دوی د بدن مهمې ځانګړتیاوې دا دي:
۱. سپک او متناسب وزن؛
۲. تش، خو کلک هډوکي؛
۳. سپکې او د هوا له جریان سره برابرې وزرې؛
۴. د بدن په ټولوبرخو کې خپرې د هوا کڅوړې، چې هم وزن کموي او هم د الوتنې پر مهال عضلې یخې ساتي؛
۵. د سینې پیاوړي عضلات، چې د الوتنې ځواک تولیدوي.
دغه حیرانوونکی جوړښت هماغه څه دي چې د هوايي انجنیرۍ متخصصین یې د الوتنې بنسټيز شرطونه ګڼي؛ یعنې:
د کافي ځواک د تولید وړتیا + سپک او مقاوم بدن.
د حیوانپېژندنې پوهانو دا خبره واضحه کړې ده چې دغه دواړه شرطونه په مرغانو کې له کومې نیمګړتیا پرته په بشپړ ډول موجود دي؛ خو توپیریې دا دی چې په مرغانو کې دا ځانګړتیاوې د فلز، انجن او تېلو په وسیله نه، بلکې د غوښې، هډوکو او بڼکو په وسیله شتون لري.
فوق العاده او بېساری لید؛ دهغه څه کتل چې انسان یې نه شي لیدلی
د ژوندیو موجوداتو په نړۍ کې مرغان له خورا پیاوړي لید څخه برخمن دي.
د ځینو مرغانو د ليد ځواک د انسان په پرتله اته برابره زیات دی.
ځینې مرغان له دوه زره مترو لوړوالي څخه خپل خواړه په څرګند ډول ویني. ځینې نور بیا د ونو په څانګو کې د پاڼو لاندې هګۍ تشخیصوي. ښکاري مرغان له لوړو څخه په اوبو کې ماهیان ویني او په مستقیم ډول د ښکار لپاره اوبو ته راکوزېږي.
د مرغانو سترګې د هغوی د مغزو په پرتله لویې دي او د سر په دواړو اړخونو کې ځای پر ځای شوې دي؛ له همدې امله پرته له دې چې سر وخوځوي، نږدې “٣٦٠” درجې چاپېریال لیدلای شي؛ حال دا چې انسان یوازې شاوخوا “١٨٠” درجې لید لري او د لید د پراخولو لپاره اړ دی خپل سر او بدن ته حرکت ورکړي.
چټکتیا، ټينګښت او نه ستړې کېدونکې الوتنې
ځینې مرغان په ساعت کې له “١٣٠” کیلومترو څخه په زیاته چټکتیا الوتنه کوي. ځینې ډولونه یې بیا کولای شي شپږ زره کیلومتره واټن له هېڅ دمې پرته ووهي.
د مرغانو ځینې ډلې تر “٨٦” ساعتونو پورې پرلهپسې الوتنه کوي؛ نه تېلو ته اړتیا لري، نه خوړو ته او نه هم اوبو ته. د انسان په لاس کومه جوړه شوې الوتکه کولای شي چې له دمې پرته دومره اوږد واټن او د دومره ډېر وخت لپاره الوتنه وکړي؟
دلته یو ځل بیا د الله تعالی دا وینا د انسان مخې ته راځي: ﴿مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَٰنُ﴾[2]
ژباړه: «له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي.»
دمرغانو تنفسی سیستم؛ د یخولو بېساری الهي نظام
مرغان د “ملا تير لرونکو” ژوو په منځ کې تر ټولو اغېزمن او پرمختللی تنفسي سیستم لري.
هغه هوا چې دوی یې تنفس کوي، یوازې سږو ته نه ځي؛ بلکې د ځانګړو هوايي لارو له لارې د بدن ټولو برخو، آن د پښو تر وروستیو پورې رسېږي، څو د الوتنې پر مهال تودې شوې عضلې یخې وساتي.
د الوتکو په صنعت کې د انجن یخول یو له سترو او سختو تخنیکي کارونوڅخه ګڼل کېږي؛ خو یو مرغه چې زرګونه کیلومتره پرلهپسې الوتنه کوي، نه خولې کېږي ، نه یې عضلې ستړې او نه خرابېږي.
د مرغانو د الوتنې انرژي د پوستکي لاندې له زېرمه شوې لږې غوړې برخې څخه برابریږي، او دا انرژي په ډېر لوړ اغېز سره مصرفېږي. د بېلګې په توګه، د طلایي کرکي (Golden Plover) په نوم مرغه، له شاوخوا “٥٥٠٠” کیلومتره الوتنې وروسته، د خپل بدن یوازې ډېره کمه برخه وزن له لاسه ورکوي.
«فِي كُلِّ شَيْءٍ لَهُ آيَةٌ تَدُلُّ عَلَى أَنَّهُ وَاحِدٌ»
په هر څه کې د هغه یوه نښه شته، چې د هغه پر یووالي ګواهي ورکوي.
صقرالبحر(د سمندر باز) او د هجرت معجزه
د سمندر باز په نوم یو مرغه له یخنۍ څخه تښتي او هر کال د آسیا اوامریکا له شمالي سیمو څخه د ځمکې د کرې جنوبي سیمو ته هجرت کوي. د شمال او جنوب ترمنځ د هغه د تګ راتګ ټول واټن نږدې ۱۹ زره کیلومتره ته رسېږي.
د دې مرغه بڼکې اوبه نه جذبوي؛ ځکه که اوبه یې بڼکو ته ننوځي، نو له غوټې وهلو وروسته به بیا د الوتلو توان ونه لري.
پوهان وایي چې ټول سمندري مرغان همدا ځانګړنه لري، ځکه د هغوی اصلي خواړه ماهیان دي.
دا مرغه په هوا کې د نورو مرغانو ښکار هم ترې تښتوي؛ کله چې بل مرغه ماهی له خپلې مښوکې خوشې کړي، مخکې له دی چې اوبو ته ولوېږي هغه یې نیسي.
ایا کوم تکړه پیلوټ هم داسې کره او حیرانوونکی حرکت ترسره کولای شي؟
د سمندري مرغانو یو بل ډول هر کال له شمالي قطب څخه تر جنوبي قطب پورې نږدې “٣٢” زره کیلومتره الوتنه کوي.
ساینسپوهانو دا اوږده سفرونه د هغو کړیو (حلقو) په وسیله ثبت کړي چې د مرغانو په پښو کې تړل کېږي.
قرآني آیتونه او “فکر کولو” ته بلنه
په قرآن کریم کې انسان څو څو ځلې د مرغانو او الوتونکو په اړه فکر او تدبر کولو ته را بلل شوی دی:
لکه چې فرمایي : ﴿أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ﴾ [3]
ژباړه: « آيا ته نه وينې چې په پاكۍ سره الله ستايي ټول هغه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او هغه الوتونكي چې په وزرونو غوړولو سره الوځي؟ »
او فرمایي: ﴿أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ﴾
ژباړه:« آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي. »
دا آیتونه د ایمان لرونکو لپاره څرګندې او روښانه نښې دي.
د باز (صقر) اخلاق؛ د انسان لپاره د عبرت هنداره
باز د عزت، وفادارۍ او شرافت نښه ګڼل کېږي. د باز له مهمو ځانګړتیاوو څخه دا دي:
۱. له خپلو هم ډوله مرغانو څخه دفاع کوي.
۲. له زدهکړې او روزنې خوند اخلي.
۳. ذلت او خیانت نه زغمي.
۴. د اړتیا پر مهال ښکار کوي، خو چې موړ شي، نور ښکار نه کوي.
۵. له خپلې جوړې (ملګرې) سره په ډېر نرمښت او مهربانۍ چلند کوي.
۶. د خپلو بچیانو په ساتنه کې ډېرغیرتي وي.
کله چې انسان د دې مرغه دغو ځانګړتیاوو ته ګوري، نو له ځانه پوښتي: آیا کېدای شي یو مرغه له هغه انسان څخه، چې الله تعالی عزت او کرامت ورکړی، ډېرشریف واوسي؟
الله تعالی فرمایي:
﴿وَلَقَد كَرَّمنَا بَنِيٓ ءَادَمَ وَحَمَلنَٰهُم فِي ٱلبَرِّ وَٱلبَحرِ وَرَزَقنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلنَٰهُم عَلَىٰ كَثِيرٖ مِّمَّن خَلَقنَا تَفضِيلا﴾ [5]
ژباړه: «او بې شكه د آدم خېلخانې ته مو ډېر عزت وركړى او هغوى ته مو په وچه او لمده كې سپرلۍ وركړي دي او د پاكيزه شيانو روزي مو وركړې ده او پر زياترو هغو شيانو مو غوره والی وركړى، چې موږ پيدا كړي.»
د چاپېریال توازن او الهي حکمت
یو وخت په امریکا کې د بازانو د له منځه وړلو لپاره انعام وټاکل شو. په زیاته اندازه بازان یې له منځه یووړل.خو ډېر ژر یو ناورین رامنځته شو؛ داسې چې د موږکانو شمېر بېساری زیات شو او کرنیز حاصلات یې سخت زیانمن کړل. هماغه مهال انسان پوه شو چې په طبیعت کې ډېر دقیق توازن موجود دی، او هره بې پروا لاسوهنه درنه بیه لري. له همدې امله، نن سبا د کیمیاوي موادو پر ځای له بیولوژیکي مبارزې څخه کار اخیستل کېږي.
دارکوب یا ښاخ ټک (يو ډول مرغه دی چې په خپله تېره مښوکه د ونو ډډونه وهي)؛ ژوندی برمه
ښاخ ټک مرغه د الهي طبیعت د انجنیرۍ یو بېساری شهکار دی. هغه داسې مښوکه لري چې د برمې په څېر سوری کوي او د فشار او ضربو پر وړاندې ډېره کلکه ده.
دغاړې پیاوړې عضلې، پلنه او کلکه کوپړۍ، د ټکان ضد ځانګړی جوړښت، د رپېدو د جذب نسجونه، اوږده، زيږه او سریښناکه ژبه، لنډې او پیاوړې پښې، د انبُر په څېر ګوتې او کلکه لکۍ، ټول په داسې کره ډول جوړ شوي چې دغه مرغه د ونې پر تنه ټینګ ودریږي، د ونې ژورو برخو ته ځان ورسوي او زیانمن حشرات له منځه یوسي.
الله تعالی فرمایي: ﴿صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ﴾(6)
ژباړه: «د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي»
لنډیز او پایله
په دغو ټولو بېلګو کې لکه د مرغانو د حیرانوونکو الوتنو، بېساري لید، اوږدو هجرتونو، د باز ښو اخلاقو او د ښاخ ټک منظم بدني جوړښت کې یو حقیقت څرګندېږي:
دا نړۍ تصادفي نه ده؛ بلکې یوه بشپړه ، کره، له حکمت نه ډکه او هدفمنده پنځونه ده. د کایناتو هر موجود په خپل حال د الله تعالی پر یووالي شاهدي ورکوي.
الله تعالی فرمایي:
﴿قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى﴾ [7]
ژباړه: «(موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.»
له دې حیرانوونکي نظام څخه ښکاري چې د الله تعالی له قدرت پرته بل هېڅ ځواک د دې نړۍ نظم نه شي ساتلی.
که څه هم انسان تر ټولوغوره مخلوق دی، خو که عقل یې پرغوښتنو او شهوتونو برلاسی نه شي، نو تر حیوان هم ټیټېږي.
قرآن کریم خبرداری ورکوي:
﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ﴾
ژباړه: «او کله چې ورته وویل شي چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، نو غرور (عار او ننګ) یې په ګناه کولو ټینګوي»[9]
( دوام لري…)
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1] الملك: ۱۹.
[2] الملك: ۱۹.
[3] النور: ۴۱.
[4] النحل: ۷۹.
[5] الإسراء: ۷۰.
[6] النمل: ۸۸.
[7] طه: ۵۰.
[8] البقرة: ۲۰۶.
[9] د مطلب لنډیزله : موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج ۲، ص ۱۸۴-۱۹۸.


