

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۹)
د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت (ادامه)
دوهم بحث: د امام ابو حنیفه رحمه الله د استدلال قوت
امام ابو حنیفه رحمه الله ته الله جل جلاله د استدلال زیات قوت ورکړی و، امام مالک رحمه الله وايي:
«هَذَا رَجُلٌ لَوْ أَرَادَ أَنْ يُقِيمَ الدَّلِيلَ عَلَى أَنَّ هَذِهِ السَّارِيَةِ مِنْ ذَهَبٍ لاسْتَطَاعَ» السنة ومكانتها للسباعي ط المكتب الإسلامي (۱/ ۴۰۶)
ژباړه: دا داسې سړی دی که وغواړي چې په دلیل درته ثابته کړي چې دا ستنه د سرو زرو ده، نو وبه کولی شي.
عبید الله بن عمرو رحمه الله وايي: يو ځل موږ له امام اعمش رحمه الله سره ناست وو، هغه له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه د مسئلو پوښتنې کولې، امام صاحب ځواب ورکاوه، اعمش رحمه الله وپوښتل: دا مسئلې دې له کومه کړې دي؟ امام صاحب وویل: تا راته له ابراهيم څخه داسې روایت نقل کړی او له شعبي څخه دې داسې روایت راته کړی، اعمش رحمه الله په ډېره حیرانتیا سره وویل: «يَا مَعْشَرَ الْفُقَهَاءِ أَنْتُمُ الْأَطِبَّاءُ وَنَحْنُ الصَّيَادِلَةُ» الفقيه والمتفقه للخطيب البغدادي (۲/ ۱۶۴) اې فقهاوو! تاسو طبیبان یاست، او موږ درمل پلورونکي یو.
امام محمد رحمه الله وايي: يو ځل امام صاحب بغداد ته راغی ملګري يې پرې را ټول شول، چې په هغوی کې امام ابو یوسف، امام زفر، اسد بن عمرو او نورو ډېرو مشرانو فقهاوو شتون درلود، هغوی یوه مسئله ورته وړاندې کړه، چې په ښکلو دلائلو سره يې ثابته کړې وه، كله چې يې امام صاحب ته وړاندې کړه، امام صاحب بل ډول ځواب ورکړ، هغوی له يوې بلې خوا پرې چېغې کړې، چې سفر ستړي کړي یاست، امام صاحب وپوښتل: ولې؟، هغوی وویل: د دې مسئلې حکم داسې نه دی لکه تاسو چې وایاست. امام صاحب وپوښتل: په دليل که بې دليله؟ هغوی وویل: په دليل. امام صاحب وویل: دليل مو راوړئ، هغوی خپل خپل دلیلونه وړاندې کړل، امام صاحب مناظره ورسره وکړه او هغوی يې قانع کړل چې د ده خبره سمه او هغوی تېروتلي دي.
بیا يې ورته وویل: که څوک ووايي: چې هغه ستاسو خبره سمه وه او دا زما خبره غلطه ده، تاسو څه په کې وایاست؟
هغوی وویل: داسې نه شي کېدلی، ځکه هغه ستاسو خبره په دليل سره موږ ومنله چې سمه ده.
امام صاحب بیا مناظره ورسره وکړه تر دې چې هغوی یې بیا قانع کړل چې د هغوی هغه لومړنۍ خبره سمه وه، هغوی وویل: تا خو له موږ سره زیاتی وکړ، دا دی زموږ خبره سمه وه، امام صاحب ووېل: که څوک ووايي: چې دا دواړه خبرې خطا دي صحیح خبره درېمه دی تاسو به څه وایاست؟
هغوی وو یل: دا خو بېخي امکان نه لري، امام صاحب بیا مناظره ورسره وکړه، او هغوی يې په دې درېيمه خبره هم قانع کړل، هغوی ووېل: استاذه موږ ته اصلي حکم را وښایه چې کوم دی؟ امام صاحب ووېل: صحیح خبره هغه ده چې په لومړي ځل مې درته کړې وه، علتونه يې دغه، دغه دي. ([1])
لنډه دا چې امام ابو حنیفه رحمه الله ته الله جل جلاله د استدلال داسې قوت ورکړی و، چې پخپل وخت کې يې ساری نه لیدل کېده، نه یواځې شاګردانو بلکې مخالفینو يې هم د استدلال په قوت اقرار کاوه.
د احاديثو په مشهورو کتابونو کې د امام صاحب روايات
پوښتنه: امام أبو حنيفه رحمه الله دومره ستر علمي شخصيت دی ایا په صحیحینو او یا سنن اربعه کې له نوموړي څخه کوم روایت نقل شوی دی او که نه؟
ځواب: په صحیحینو، سنن ابی داود، او سنن ابن ماجه کې له امام ابو حنیفه رحمه الله څخه هيڅ روایت نه دی نقل شوی او نه هم په دې کتابونو کې د نوموړي یادونه شته، یواځې سنن الترمذي د حماني په نسخه کې ([2]) د جابر جعفي په هکله د امام صاحب جرحه نقل شوې، او امام نسائي په سنن كبري ([3])کې یو روایت ترې نقل کړی، خو د امام صاحب له شاګردانو او یا د هغوی له شاګردانو بیا په کتب سته کې ګڼ شمېر روایتونه نقل شوي دي.
پوښتنه: د احادیثو دې سترو امامانو ولې له امام صاحب څخه روایتونه نه دي نقل کړي؟
ځواب: له امام صاحب څخه د احادیثو نه اخیستل په دې معنا نه دي چې دې ټولو محدثینو په امام صاحب باور نه درلود، ځکه له نوموړي پرته نور هم ډېر امامان شته چې اکثره محدثینو روایات نه دي ترې اخيستي، او یا يې ډېر لږ روایتونه ترې نقل کړي دي.
د بېلګې په ډول:
په صحیحینو کې د امام شافعي رحمه الله په سند کې هم هيڅ روایت نشته.
امام بخاري په خپل ټول کتاب کې يواځې څلور ځله د امام احمد نوم اخيستی يو ځل يې مستقل روایت ترې کړی خو(د احمد بن حسن په واسطه) بل ځل يې(قال احمد) سره روایت ترې کړی چې محدثین يې د مذاکرې نښه ګڼي، بل ځل (زادني احمد) په ډول روایت ترې کړی چې د متابعت نښه ده، او څلورم ځل يې د علي بن المديني له خولې د احمد هغه پوښتنه نقل کړې چې له ابن مديني څخه يې د حديث په هکله کړې وه، لنډه دا چې امام بخاري له امام احمد سره ډېر وخت تېر کړی و، خو بیا یې هم يواځې درې روایتونه ترې اخيستي دي([4]).
امام مسلم په صحیح مسلم کې له امام بخاري څخه یو روایت هم نه دی نقل کړی، سره له دې چې بخاري يې خصوصي استاد و.
او همدا راز امام مسلم په خپل کتاب کې له امام احمد څخه یواځې د دېرشو په شاوخوا کې حدیثونه نقل کړي دي، سره له دې چې د هغه له همزولي ابن ابي شيبه رحمه الله څخه يې (۱۵۴۰) ([5])، له زهیر بن حرب رحمه الله څخه يې (۱۲۸۱) له محمد بن المثنی رحمه الله څخه يې (۷۷۲) او له قتيبة بن سعيد رحمه الله يې (۶۸۶) حديثونه اخيستي دي او داسې نور چې تر امام احمد د ډېرې ټيټې درجې خلک دي له هغوی يې په سلهاوو حدیثونه نقل کړي دي.([6])
امام احمد رحمه الله چې د امام شافعي خصوصي شاګرد دی په خپل کتاب اصح الاسانيد(شافعي، عن مالک عن نافع…) کې يې یواځې څلور روایتونه نقل کړي دي سره له دې چې ټوله موطأ مالک يې له امام شافعي څخه اورېدلې.
او همداراز له دې سند پرته يې هم په ټول مسند (څلوېښت زره حدیثونو کې) یواځې تر شلو پورې حدیثونه له امام شافعي رحمه الله څخه نقل کړي دي.
امام مسلم رحمه الله له علی بن المديني رحمه الله څخه هم یو روایت نه دی اخيستی سره له دې چې مشهور امام، ثقه او يو له هغه كسانو دی چې د امیر المؤمنین لقب ورکړل شوی.
او امام مسلم له أبو زرعه رازي رحمه الله څخه یواځې یو روایت په (بَابُ أَكْثَرُ أَهْلِ الْجَنَّةِ الْفُقَرَاءُ…) کې نقل کړی([7]). سره له دې چې ټول صحیح مسلم يې له لیکلو وروسته هغه ته وړاندې کړی، او د هغه له کره کتنې وروسته يې د نوموړي ټولې مشورې په کې منلې وې. ([8])
اوس د دې ټولو په هکله داسې ویل: چې خپل شاګردان پر هغوی بې باوره ول، یا هغوی په احادیثو کې ثقه نه وو؛ له عقلي او ديني پلوه د منلو نه ده، بلکې اصل وجه دا وه چې محدیثین پوهېدل د دې امامانو روایات د هغوی شاګردانو ساتلي او په خپلو کتابونو کې را غونډ کړي، نو ځکه يې ډېره اړتیا نه ليدل کېده، او په کار وه چې د هغه چا روایات را غونډ کړل شي چې د احادیثو د ضایع کېدلو وېره يې وي.
او که څوک ووايي چې په امام صاحب خو جرحه شوې، ځکه يې روایات خلکو نه دي اخيستي، ځواب دا دی چې داسې نادره او خال خال جرحه پر ډېریو امامانو شوې.
د بېلګې په ډول:
امام ثوري رحمه الله په امام صاحب جرحه کړې.
امام ابن معین رحمه الله په امام شافعي رحمه الله جرحه کړې.
امام کرابیسي رحمه الله په امام احمد جرحه کړې.
امام ذهلي په امام بخاري جرحه کړې. ([9])
خو دا جرحې هيچا ته د منلو نه دي، ځکه په مقابل کې يې مشهور محدثین توثیق کوي.
امام سخاوي رحمه الله وايي:
له ابن حجر رحمه الله څخه چا پوښتلي: امام نسائي رحمه الله خو امام ابو حنیفه په ضعفاوو کې شمېرلی(وايي: احادیث يې قوي نه دي، غلطیانې زیاتې لري) ایا دا خبره سمه ده، او نور محدثین ورسره موافق دي؟
نوموړي يې په ځواب کې ليکلي: امام نسائي لوی محدث دی، کومه خبره یې چې کړې هغه يې خپل اجتهاد دی، خو ضروري نه ده چې د یو چا ټولې خبرې دې ومنل شي، ځينې نور محدثین هم په دې کې له امام نسائي سره په یوه خوله دي… خو په داسې خبرو پسې سر ګرځول په کار نه دي، ځکه امام ابو حنیفه او د هغه په څېر نورو امامان تر دې پولو اوښتي دي، پر هغوی د چا نيوکې اغېز نه لري، بلکې هغوی الله جل جلاله داسې درجې ته رسولي چې د خلکو امامان دي، بس په همدې باور کول ضروري دي. ([10])
پایله:
امام ابو حنیفه رحمه الله يواځې د حنفي فقه سرلاری نه، بلکې د امام شافعي له قول سره سم د ټولو فقهاوو د استاد حیثت درلود.
امام ابوحنیفه (رحمه الله) د فقه په چارو کې د اجتهاد د لوی عالم په توګه د ټولنې د مختلفو اړتیاوو د حل کولو لپاره یوه پراخه او تل پاتې طریقه غوره کړې وه.
د امام ابو حنیفه رحمه الله منهج د قرآن، سنت، اجماع، قیاس، استحسان، عرف، او د صحابه کرامو د رایو پر بنسټ ولاړ و.
امام ابو حنیفه رحمه الله د استدلال د قوت له پلوه دومره مشهور و چې نه یواځې شاګردانو يې بلکې مخالفینو يې هم د استدلال پر قوت اقرار کاوه.
وړاندیزونه یا سپارښتنې
غواړو د پورتنۍ موضوع د ارزښت څرګندولو په پار د خپل حکومت مشرانو ته لاندې سپارښتنې وکړو:
د اسلامي نظام له مشر تابه څخه مو دا هیله ده چې د مکتب، مدرسې، پوهنتون په نصاب کې د حنفي مذهب اړوند داسې کتابونه ځای پر ځای کړي چې د حنفي مذهب دلائل په کې راغلي وي. لکه: په وړه دوره کې “زجاجة المصابيح”
له مسؤلینو څخه مو په درنښت دا هیله ده چې د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه امامانو او خطیبانو ته ځانګړې خطبې ورکړي څو یې عامو خلکو ته په خپلو ویناوو کې بیان کړي.
ټولو تعلیمي ادارو او اړوند جهتونو ته مو دا سپارښتنه ده چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د استنباط او استدلال په اړه سمینارونه او غونډې جوړې کړي او عامه پوهاوی رامنځته کړي.
سرچینې:
([1]) السنة ومكانتها للسباعي ط المكتب الإسلامي (1/ 405)
([2]) 817 – “ت س – النعمان” بن ثابت التيمي أبو حنيفة الكوفي …. له في كتاب الترمذي من رواية عبد الحميد الحماني عنه قال قال ما رأيت أكذب من جابر الجعفي ولا أفضل من عطاء بن أبي رباح. تهذيب التهذيب (10/ 451)
فال ابن رجب الحنبلي في شرح علل الترمذي (1/ 369) قال الترمذي:- (بَابُ مَا جَاءَ فِي فَضْلِ الأَذَانِ، رقم الحديث: 206)- (ثنا) محمود بن غيلان، (ثنا) أبو يحيى الحماني سمعت أبا حنيفة يقول: ما رأيت أحدا أكذب من جابر، الجعفي، ولا أفضل من عطاء بن أبي رباح.
قال أبو عيسى: وسمعت الجارود يقول: سمعت وكيعا يقول: لولا جابر الجعفي لكان أهل الكوفة بغير حديث، ولولا حماد لكان أه الكوفة بغير فقه. هذا يوجد في بعض النسخ، ولا يوجد في بعض.
([3]) أَخْبَرَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ، قَالَ: أَخْبَرَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ، عَنِ النُّعْمَانِ يَعْنِي أَبَا حَنِيفَةَ، عَنْ عَاصِمٍ هُوَ ابْنُ بَهْدَلَةَ، عَنْ أَبِي رَزِينٍ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: «لَيْسَ عَلَى مَنْ أَتَى بَهِيمَةً حَدٌ» قَالَ أَبُو عَبْدِ الرَّحْمَنِ: هَذَا غَيْرُ مَعْرُوفٍ وَالْأَوَّلُ هُوَ الْمَحْفُوظُ. السنن الكبرى للنسائي (6/ 486) رقم الحديث (7301).
([4]) صحيح البخاري (7/ 158) 5878 – حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الأَنْصَارِيُّ، قَالَ: حَدَّثَنِي أَبِي، عَنْ ثُمَامَةَ، عَنْ أَنَسٍ: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ لَمَّا اسْتُخْلِفَ كَتَبَ لَهُ، ” وَكَانَ نَقْشُ الخَاتَمِ ثَلاَثَةَ أَسْطُرٍ: مُحَمَّدٌ سَطْرٌ، وَرَسُولُ سَطْرٌ، وَاللَّهِ سَطْرٌ “
5879 – قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: وَزَادَنِي أَحْمَدُ: حَدَّثَنَا الأَنْصَارِيُّ، قَالَ: حَدَّثَنِي أَبِي، عَنْ ثُمَامَةَ، عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: ” كَانَ خَاتَمُ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي يَدِهِ، وَفِي يَدِ أَبِي بَكْرٍ بَعْدَهُ، وَفِي يَدِ عُمَرَ بَعْدَ أَبِي بَكْرٍ فَلَمَّا كَانَ عُثْمَانُ، جَلَسَ عَلَى بِئْرِ أَرِيسَ قَالَ: فَأَخْرَجَ الخَاتَمَ فَجَعَلَ يَعْبَثُ بِهِ فَسَقَطَ، قَالَ: فَاخْتَلَفْنَا ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ مَعَ عُثْمَانَ، فَنَزَحَ البِئْرَ فَلَمْ يَجِدْهُ “
صحيح البخاري (7/ 10) 5105 – وَقَالَ لَنَا أَحْمَدُ بْنُ حَنْبَلٍ: حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ، عَنْ سُفْيَانَ، حَدَّثَنِي حَبِيبٌ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ، عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ: «حَرُمَ مِنَ النَّسَبِ سَبْعٌ، وَمِنَ الصِّهْرِ سَبْعٌ» ثُمَّ قَرَأَ: {حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ} [النساء: 23]
صحيح البخاري (6/ 16) 4473 – حَدَّثَنِي أَحْمَدُ بْنُ الحَسَنِ، حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ حَنْبَلِ بْنِ هِلاَلٍ، حَدَّثَنَا مُعْتَمِرُ بْنُ سُلَيْمَانَ، عَنْ كَهْمَسٍ، عَنِ ابْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: «غَزَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِتَّ عَشْرَةَ غَزْوَةً»
صحيح البخاري (1/ 85) قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: قَالَ عَلِيُّ بْنُ المَدِينِيِّ: ” سَأَلَنِي أَحْمَدُ بْنُ حَنْبَلٍ رَحِمَهُ اللَّهُ عَنْ هَذَا الحَدِيثِ، قَالَ: فَإِنَّمَا أَرَدْتُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ أَعْلَى مِنَ النَّاسِ فَلاَ بَأْسَ أَنْ يَكُونَ الإِمَامُ أَعْلَى مِنَ النَّاسِ بِهَذَا الحَدِيثِ، قَالَ: فَقُلْتُ: إِنَّ سُفْيَانَ بْنَ عُيَيْنَةَ كَانَ يُسْأَلُ عَنْ هَذَا كَثِيرًا فَلَمْ تَسْمَعْهُ مِنْهُ قَالَ: لاَ “.
([5]) وفي الزهرة روى عنه البخاري ثلاثين حديثا ومسلم ألفا وخمسمائة وأربعين حديثا. تهذيب التهذيب (6/ 4)
([6]) الامام مسلم ومنهجه فی صحیحه، للدوکتور عبد الرحمن طوالبه. (ص:50).
([7]) حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الْكَرِيمِ أَبُو زُرْعَةَ، حَدَّثَنَا ابْنُ بُكَيْرٍ، حَدَّثَنِي يَعْقُوبُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ مُوسَى بْنِ عُقْبَةَ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ دِينَارٍ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ، قَالَ: كَانَ مِنْ دُعَاءِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». صحيح مسلم (4/ 2097) رقم الحديث (- (2739)
([8]) قال وسمعت مسلما يقول عرضت كتابي هذا على أبي زرعة الرازي فكل ما أشار أن له علة تركته وكل ما قال أنه صحيح وليس له علة خرجته. شرح النووي على مسلم (1/ 15)
([9]) (الرسائل الثلاثه فی علم مصطلح الحدیث، تحقیق عبد الفتاح أبو غدة علی شروط الأئمّه الخمسة للحازمي: ص: 161).
([10]) سئل ع -مَّا ذكره النَّسائي في “الضُّعفاء والمتروكين” عن أبي حنيفة رضي اللَّه عنه مِنْ أنَّه ليس يقوى في الحديث، وهو كثيرُ الغلط والخطأ على قِلَّة روايته، هل هو صحيحٌ، وهل وافقه على هذا أحدٌ مِنْ أئمة المحدِّثين أم لا؟
فأجاب بما قرأتُه مِنْ خطِّه: النَّسائي مِنْ أئمة الحديث، والذي قاله إنما هو بحسب ما ظهرَ له وأدَّاه إليه اجتهاده، وليس كل أحدٍ يُؤْخَذُ بجميع قوله. وقد وافقَ النَّسائيَّ على مطلق القول في الإمام جماعةٌ مِنَ المحدِّثين،… وفي الجملة، تَرْكُ الخَوْضِ في مثل هذا أولى، فإنَّ الإمامَ وأمثالَه ممَّن قفزوا القَنْطَرَة، فما صار يُؤَثِّرُ في أحد منهم قولُ أحدٍ، بل هم في الدرجة التي رفعهم اللَّه تعالى إليها مِنْ كونهم متبوعين مقتدى بهم، فليُعتَمَدْ هذا، واللَّه ولي التوفيق. الجواهر والدرر في ترجمة شيخ الإسلام ابن حجر (2/ 946)
مراجع او مصادر
-
قرآن کریم.
-
اسان أصول فقه ، خالد سيف الله رحماني.
-
اصول السرخسي، محمد بن أحمد بن أبي سهل شمس الأئمة السرخسي.
-
الامام مسلم ومنهجه فی صحیحه، للدوکتور عبد الرحمن طوالبه.
-
تهذیب التهذیب، أبو الفضل أحمد بن علي بن محمد بن أحمد بن حجر العسقلاني.
-
الجامع الصحيح للبخاري، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله البخاري الجعفي.
-
الجواهر والدرر في ترجمة شيخ الإسلام ابن حجر، شمس محمد بن عبد الرحمن السخاوي.
-
السنة ومكانتها في التشريع الإسلامي. مصطفى بن حسني السباعي.
-
السنن الكبرى . أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب بن علي الخراساني، النسائي.
-
سنن النسائي. أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب بن علي الخراساني، النسائي.
-
شرح علل الترمذي، زين الدين عبد الرحمن بن أحمد بن رجب ، السَلامي، البغدادي، ثم الدمشقي، الحنبلي.
-
شرح مشكل الآثار ، أبو جعفر أحمد بن محمد بن سلامة لأزدي الحجري المصري المعروف بالطحاوي
-
شرح معاني الاثار ، أبو جعفر أحمد بن محمد بن سلامة لأزدي الحجري المصري المعروف بالطحاوي
-
شروط الأئمّه الخمسة، أبو عبد الله، أحمد بن عمر بن مساعد الحازمي.
-
صحيح مسلم، مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري.
-
طبقات الفقهاء. أبو اسحاق إبراهيم بن علي الشيرازي.
-
الفکر السامي في تاریخ الفقه الإسلامي. محمد بن الحسن بن العربيّ الحجوي الثعالبي الجعفري الفاسي
-
مختصر المؤمل في الرد إلى الأمر الأول. أبو القاسم عبد الرحمن بن إسماعيل الدمشقي المعروف بأبي شامة
-
مسند الشافعي. أبو عبد الله محمد بن إدريس بن العباس بن عثمان بن شافع المطلبي القرشي المكي
-
المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج، أبو زكريا محيي الدين يحيى بن شرف النووي.