Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)
بودائیزم شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)
توحید د فرد او ټولنې د معنوي ژوند بنسټ اوسرچينه ده. له توحید څخه پرته، ژوند بې‌مانا او له رښتینې خوښۍ څخه بې برخې دی. هغه کسان چې پر الله تعالی ایمان نه لري او پر شتون یې بې باوره دي، د مړو په څېر دی؛ ځکه د ایمان له سپېڅلي ماحول او حقیقي ژوند څخه بې برخې دي. له همدې امله الله تعالی کافران له توحید څخه د لرېوالي په وجهه “مړه” بللي دي.
 لکه څنګه چې فرمایي: ﴿لِيُنذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ﴾ [1]
ژباړه: «د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي.»
د الله تعالی شتون د هر عاقل او سالم فطرت لرونکي انسان لپاره یو څرګند او نه انکارېدونکی حقیقت دی. خو ځینې ناپوه او د نفس غوښتنو ته تسلیم خلک، د بې‌بنسټه فلسفي افکارو او خپلو ناقصو عقلونو په تکیه د الله تعالی له شتون څخه انکار کوي؛ سره له دې چې د دوی فطرت او باطني انګېزه ورته وايي چې الله شته، خو دوی د کینې، غرور او ناپوهۍ له امله د همدې فطري غږ مخالفت کوي او سترګې پرې پټوي.
د الله تعالی شتون د عقل، نقل او سالم فطرت له مخې ثابت او څرګند دی. لاندې به یوشمېردلایل بیان کړو، څو د بودا او د هغه د پیروانو د ناسمې ادعا لپاره روښانه ځواب واوسي:
۱- د الله تعالی د شتون نقلي دلایل
په قرآن کریم کې ګڼ شمېرداسې آیتونه شته چې د الله تعالی د وجود او بې‌مثاله قدرت نښې بیانوي؛ داسې نښې چې هر انسان یې درک کولای شي.
الله تعالی فرمایي:«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ؛ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ؛ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ[2]
ژباړه: او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى. بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې. بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى.»
په دې آیتونو کې الله تعالی د انسان د پیدایښت بېلابېل پړاوونه بیان کړي دي چې په څرګنده توګه د الله تعالی په وجود او د هغه پربشپړ قدرت دلالت کوي. همدارنګه، په دې آیتونو کې خلکو ته دا پیغام ورکول کېږي چې اې انسانانو! تاسو ما په داسې حیرانوونکي او تدریجي ډول پیدا کړئ؛ نو تاسو بیا هم زما له شتون او ربوبیت څخه منکر یئ؟»
بل ځای الله ج فرمايي: «وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ»[3]
ژباړه: او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره.
بل ځای الله ج فرمايي :«وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ»[4]
ژباړه:  او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري》
 ٢- د الله تعالی د شتون عقلي دلایل
د عادل شاهد دلیل:
که دوه عادل کسان د یوې موضوع په اړه شاهدي ورکړي، نو د هغوی شاهدي منل کېږي. الله تعالی هم د خپلې وحیې او د رښتینو پیغمبرانو (علیهم السلام) په ژبه د خپل شتون شاهدي ورکړې ده. د تاریخ په اوږدو کې زرګونه پیغمبران راغلي، چې ټول رښتیني، امانتدار او پاک‌نفسه انسانان وو. ټولو ملتونو هغوی د رښتینولۍ او نېکۍ په نوم پېژندل. هغوی د خلکو په منځ کې لوړ مقام درلود او موخه یې یوازې د حق لوري ته بلنه او د انسانانو ژغورنه وه. دغو زرګونو پیغمبرانو له څرګندو معجزو او روښانو دلایلو سره د الله تعالی پر شتون شاهدي ورکړې، او له سل زرو څخه ډېرو خلکو د هغوی خبرې په خپلو غوږونو اورېدلې دي.[5]
د حیواناتو دلیل:
چرګوړی د هګۍ دننه بند وي او نږدې هېڅ حرکت نه شي کولای. خو کله یې چې د راوتلو وخت راورسيږي، له دننه څخه په خپلې کوچنۍ مښوکې د هګۍ پر پوستکي ټکونه کوي او د الله تعالی په قدرت هغه ماتوي او بهر راوځي.
تر دې هم حیرانوونکې بېلګه د فیل‌مرغ بچی دی. د فيل‌مرغ هګۍ ډېره لويه او کلکه وي، داسې ښکاري لکه په سمنټو یا فِلز چې پوښل شوې وي؛ خو بیا هم بچی په ټاکلي وخت کې له هغې سالم راوځي. دا حیرانوونکې پدیده د الله تعالی د شتون او د هغه د بشپړ قدرت څرګند دلیل دی.
د سترو امامانو عقلي دلایل:
له امام شافعي رحمه الله څخه وپوښتل شول: «ستا په اند د الله تعالی د شتون دلیل څه دی؟» هغه وفرمایل:«د توت د ونې یوه پاڼه.»
هغوی وویل:«څنګه د توت پاڼه د الله تعالی پرشتون دلیل کېدای شي؟»
امام شافعي رحمه الله وفرمایل: «د توت پاڼه په هرځای کې یو خوند، یو رنګ او یو طبیعت لري؛ خو کله یې چې ورېښمین چینجی وخوري، ورېښم ترې جوړوي؛ که دشاتو مچۍ یې وخوري، شات ترې جوړوي؛ که وزه یې وخوري، شیدې ترې جوړېږي؛ او که هوسۍ یې وخوري، خوشبویه مُشک ترې پیدا کېږي. سره له دې چې ټول یوه پاڼه خوري، خو پایلې یې بېلابېلې وي. نو بې‌شکه د دې حیرانوونکي نظام تر شا یو ډېر پوه او ځواکمن پالونکی شته، چې هر څه یې د ځانګړي حکمت او مصلحت له مخې پیدا کړي دي.»
خلک د هغه له دې ځواب څخه ډېرحیران شول او پرالله تعالی یې ایمان راوړ.
همدارنګه له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه وپوښتل شول: «د الله تعالی د شتون د اثبات لپاره ستا دلیل څه دی؟»
هغه وفرمایل:«د هګۍ نرمه او ښویه پوسته»
خلکو وویل: «هګۍ څنګه د الله تعالی پر شتون دلیل کیدای شي؟»
امام احمد بن حنبل وفرمایل: «هګۍ دننه هېڅ درز نه لري، بهر یې سپینه او دننه یې ژېړه ده. نه چا رنګ کړې او نه چا جوړه کړې ده. څه موده وروسته، له همدې کوچنۍ او ساده هګۍ څخه یو ژوندی چرګوړی راوځي چې سترګې، وزرونه او ښکلي بڼکې لري. ایا دا د حکیم او ځواکمن الله تعالی له کار پرته د بل چا کار کېدای شي؟»[7]
٣- د الله تعالی د شتون منل شوی فلسفي دلیل
د الله تعالی شتون د قطعي او منل شوو فلسفي دلایلو له مخې هم ثابت دی، چې په لاندې ډول یې بیانوو:
هر طبیعي جسم خامخا حرکت لري؛ نو دا منل شوې خبره ده چې ټول طبیعي جسمونه متحرک دي او هر متحرک موجود داسې یوه محرک (خوځوونکي) ته اړتیا لري چې هغه ته حرکت ورکړي. دغه لړۍ همداسې دوام کوي، تر دې چې هغه لومړني محرک ته ورسېږو؛ هغه محرک چې د ټولو حرکتونو پای او سرچینه ده.
دا لومړی محرک (خوځوونکی) باید پخپله غیر متحرک وي؛ ځکه که هغه هم متحرک وي، نو بیا به د هغه لپاره هم بل محرک ته اړتیا وي، او همداسې به دا لړۍ بې‌پایه روانه وي. دا ډول نه ختمېدونکې لړۍ (تسلسل) د عقل له مخې باطله او ناشونې ده. همدارنګه، دا هم څرګنده ده چې هېڅ متحرک شی خپل ځان نه شي خوځولای. نو لازمه ده چې د داسې یوه ځواکمن محرک شتون ومنو، چې نه د بل چا له لوري خوځول کېږي او نه د بل اغېز پرې واقع کېږي؛ بلکې د ټولو حرکتونو اصلي لامل به هماغه وي.
باید په دې هم وپوهېږو چې لومړی محرک هېڅکله عَرَض نه شي کېدای؛ ځکه عرض په خپله خپلواک وجود او اختیارنه لري، تر څو نورموجودات وخوځوي. همدارنګه، لومړی محرک جوهر هم نه شي کېدای؛ ځکه هر جسم او جوهر په خپله د حرکت او د اغېز د منلو وړ وي.
له همدې امله، لومړی محرک باید له عرَض، جسم او جوهر څخه لوړ وي، او د پیدا کولو، خوځولو او اغېز کولو بشپړ ځواک او واک ولري.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچېنې:

[1] سورة یٰس ۷۰.

[2] سورةالمؤمنون، آیات ۱۲ تر ۱۴.

[3] سورة الروم: آیه ۲۲.

 [4]سورة الروم: آیه: ۲۳.

 [5]رضاء الحق، العصیدة السماویة، ج ۲، ص ۱۷۹.

 [6]رضاء الحق، العصیدة السماویة، ج ۲، ص ۱۷۹.

 [7]فخرالدین الرازی، تفسیرمفاتیح الغیب، ج ۲، ص ۳۳۳-۳۳۴.

 [8]اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۵۱، نقل له : ادریس کاندهلوی، علم الکلام، ص ۴۱.

بودا بودیزم توحید
Previous Articleمقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)
Next Article له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۷)

شنبه _13 _جون _2026AH 13-6-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ اوباورونو تحلیل (شپاړسمه برخه)

شنبه _6 _جون _2026AH 6-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD0 Views

لیکوال: ابو عائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧) روح…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD4 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩) توحید د فرد…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD23 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸) د مسائلو…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD9 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.