لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)
د دې لړۍ په تېرو برخو کې مو یو شمېر هغه شبهات وڅېړل چې له قیامت او همدارنګه له مرګ ورسته د بیا راژوندي کېدو د منکرانو له لوري مطرح شوي وو. د دې لپاره چې دا شبهې له منځه نهدي تللې او نن ورځ هم مطرح کېږي، په همدې اساس دې برخه کې هڅه کوو چې د همدې شبهاتو پاتې برخې بیان او ځواب یې وړاندې کړو.
پنځمه شبهه: د روح خپلواکي
ماده پالان باور لري چې له مرګ وروسته بل ژوند هېڅ حقیقت او بنسټ نه لري؛ ځکه د دوی په اند نفس له منځه ځي او فنا کېږي. کله چې انسان مړ شي، نو هر څه یې پای ته رسېږي او له مرګ وروسته بل ژوند شتون نه لري.
ارنست هکل وایي: «که مادې ته د عقل له نظره او د دین له اغېز څخه لرې وګورو، نو څرګندېږي چې د تلپاتې ژوند عقیده د تکامل او پرمختګ له حقایقو سره هېڅ اړیکه نه لري…»
هکل وروسته زیاتوي: «کله چې د دې عقیدې تاریخ څېړو، وینو چې پر تلپاتې ژوند باور د پوهانو په نزد هېڅ ځای او ارزښت نه لري.»[1]
د دوی له دې خبرو څخه جوتېږي چې د ماده پالونکو په اند د انسان روح هیڅکله بېرته نه راګرځي او که داسې وي (چې روح به بیا راګرځي) نو لازمه دا ده چې دیني عقاید د عقل له ساحې څخه بهر وګڼل شي.
هغه د دې خبرې په وضاحت کې وایي: انسان هڅه کوي هغه فکري او روحي تشه ډکه کړي چې د طبیعت په قوانینو د باور د لهمنځه تلو وروسته په ده کې رامنځته شوې ده. د دې تشې د ډکولو لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه اخلي. له همدې امله، په پای کې دیني باورونه د خپل وروستي او بنسټیز تکیهځای په توګه مني، سره له دې چې تردې وړاندې یې د علمي پرمختګ په بهیر کې هېڅ ارزښت او بنسټ نه درلود. د لیکوال موخه له دې خبرې څخه هماغه دیني عقاید دي.[2]
د شبهې ځواب:
تر هر څه وړاندې باید پوه شو چې دا شبهه یوه بېبنسټه اوناسمه شبهه ده او لاندې کوښښ کوو د دلایلو پر اساس یې ځواب وړاندې کړو:
۱. هغه خبرې چې د دې ډلې او د هغوی د پلویانوله خوا په دې اړه بیانيږي يو ډول د خپلې خوښې غوښتنې، هوا او هوس څرګندونه ده. په دې دلیل له مرګ وروسته ژوند نه منل چې ګواکې روح د بدن په فنا کېدو سره فنا کېږي، یوازې یوه بېدلیله اوناسمه فرضیه ده. دا ادعا هېڅ علمي یا عقلي دلیل نه لري، بلکې یوازې یو ګومان دی.
۲. دوی د خپلې ادعا لپاره د کالبدشګافۍ (بدن چيرونې) پایلې د سند په توګه وړاندې کوي او ادعا کوي چې په بدن کې خو روح نه لیدل کېږي؛ نو ځکه شتون هم نه لري، او چې روح شتون نه لري، نو بیا یې راګرځېدل (قیامت)هم شتون نه لري.
دا استدلال باطل دی؛ ځکه نه لیدل د نه شتون دلیل نه دی. سربېره پر دې، انسان له دوو برخو جوړ دی: یوه مادي برخه او بله روحي برخه. د ساینسي اوطبي تجربې او د آزموینې ساحه یوازې تر مادي برخې محدوده ده، نه تر روحي برخې.
پروفیسور دوکاس هم دې حقیقت ته رسېدلی و او دا خبره یې ثابته کړې ده چې «هغه په پای کې د بل ژوند پر شتون ایمان راوړ؛ ځکه د خپلو څېړنو او پلټنو په ترڅ کې یې ډېر داسې شواهد وموندل چې د انسان په وجود کې د روح پر شتون دلالت کوي، او همدې شواهدو هغه دې ته اړ کړ چې په آخرت ایمان راوړي.»
٣. هغه ذات چې انسان یې پیدا کړ، په غوره بڼه یې جوړ کړ اود خلقت بېشمېره عجایب یې ورکړل، بېشکه دا توان لري چې انسان بیا راژوندی کړي، مړي راپاڅوي او هغو هډوکو ته چې وراسته او خاورې شوي وي، بېرته ژوند ورکړي.[3]
۴. د قرآن کریم ډېر آیتونه او د رسول الله ﷺ ګڼ احادیث هم دا ثابتوي چې د بدن له فنا کېدو وروسته هم روح پاتې وي.
له هغو څخه یو هم د رسول الله ﷺ دا حدیث دی:
«د شهیدانو روحونه به د شنو مرغانو په بدن کې وي او په جنت کې به هرې خوا ګرځي اوسیاحت به کوي.»[4]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1] . المقدم، جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر في مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹ م، ص ۶۰.
[2] . هماغه، ص ۶۰.
[3] . المقدم، جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر في مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹ م، ص ۶۰.
[4] . صحیح مسلم، باب بیان أن أرواح الشهداء فی الجنة، ج ۳، ص ۱۵۰۲، دحدیث شمېره:١٢١


