لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه: ۴۳)
د یهودیت اوفراماسونرۍ ترمنځ د اړیکو اړوند دلایل او شواهد (دوام)
مسلمان او ترک لیکوال جنرال «جواد رفعت اتلخان» باورلري چې یهودیت د فراماسونرۍ اصلي محرک ځواک دی، او د ماسوني محفلونو لوړپوړي مشران د یهودیانوله ډلې څخه دي. همدارنګه د فراماسونرۍ او یهودو ترمنځ اړیکه او یووالی هم له دې امله دی چې د فراماسونرۍ په لوړو او مخکښو لیکو کې د یهودیانو شمېر زیات دی.[١]
پر دې سربېره یهودیان خپل نفوذ د ماسونانو دخدمت لپاره کاروي؛ هغوی ته پیسې او لوړې دندې برابروي، او په بدل کې ماسونان هم یهودیانو ته خدمتونه وړاندې کوي. په همدې توګه دا لړۍ دوام لري: «ته زما خدمت وکړه، ترڅو زه ستا خدمت وکړم.»
د دا ډول اړیکې او تړاو تر ټولو څرګنده بېلګه د هیکل (معبد) د بیا رغونې لپاره د پیسو راټولول دي. کله چې د اسرائیلو دولت رامنځته شو او لوېدیځو هېوادونو یې ملاتړ وکړ، نو د ماسونانو هیلې هم د هیکل د بیا رغونې لپاره زیاتې شوې. خو دا چې زوړ بیت المقدس لا هم د عربو په لاس کې وو، ماسونانو هڅې پیل کړې او داسې لیکونه یې لېږل چې پکې یې د هیکل د بیا جوړولو اجازه غوښتله.
له دغو لیکونو څخه یو لیک د قدس د «عمرجومات» مسئولینو ته استول شوی وو او لیکوالانو یې ژمنه کړې وه چې د هیکل د بیا رغونې لپاره به میلیونونه ډالر راټول کړي او دا ضمانت یې هم ورکړی وو چې دغه کار به د عمر جومات ته هېڅ زیان ونه رسوي. د قدس د چارو شاهي کمېټې دغه لیک د ١٠/١/١٩٧٩ نېټې په ۶۷مه ګڼه کې خپور کړی وو.[٢]
تر دې وړاندې یوه امریکایي ماسوني وګړي هم دې ته ورته لیک استولی وو او ژمنه یې کړې وه چې د همدې موخې لپاره به ۲۰۰ میلیونه ډالر راټولوي. دا لیک د ٣٠/٥/١٩٦٨ نېټې لیک و او د لیکوال پته هم ورباندې لیکل شوې وه. «الرأي العام» ورځپاڼې دغه لیک په ١٤/١٠/١٩٧٩ نېټه خپور کړ.
له همدې امله دا خبره چې د هیکل (معبد) بیا رغونه د ماسونانو د موخو په سر کې ده، نه دروغ دي او نه تهمت. همدارنګه د اسرائیلو هغه کیندنې چې د مسجد الأقصٰی لاندې ترسره کېږي، یوه موخه یې دا ده چې اقصٰی ونړېږي. همدارنګه هغه هڅې چې د مسجد الاقصی د سوځولو لپاره کېږي، هم همدې موخې ته د رسېدلو لپاره دي.[٣]
هغه اعلامیه چې د مصر د ماسوني محفل له لوري خپره شوې وه، د فراماسونرۍ ستر استاد «ادریس راغب» او (د مصر د لوی ختیځ محفل رازداره منشي) «عبدالمجید یونس» لاسلیکونه پرې وو، پکې له فلسطینیانو غوښتل شوي وو چې له هغو صهیونیستانو سره چې فلسطین ته بېرته راستانه شوي دي، ښه او سولهایزچلند وکړي. همدارنګه ګډوډي جوړوونکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د هغوی کړنې به یوازې دوی ته تاوان او زیان رسوي.[٤]
دا اعلامیه ښيي چې حتی د اسرائیلو له جوړېدو وروسته، د فلسطینیانو د وژلو، له خپلې خاورې د هغوی د شړلو او د هغوی د ځمکو او شتمنیو د غصب باوجود هم د ماسونانو انساني وجدان راویښ نه شو او خپل سازمان یې پرېنښود. حال دا چې که د دغو پېښو لسمه برخه هم پر بل ملت تېرې شوې وای، نو د فراماسونرۍ د له منځه تللو لپاره به يې بسنه کړې وای.
په “The jewish Tribune” مجله کې راغلي دي چې یهودیت دفرامانسورۍ بنسټ دی؛ نو که له فراماسونرۍ څخه د یهودیت شعارونه او اصطلاحات لرې شي، څه به ترې پاتې شي؟[٥]
بېشکه فراماسونري پر یهودیت او یهودیانو تکیه لري او هغه ورځ چې یهودیان ترې لاس واخلي، یا به له منځه ولاړه شي او یا به یوازې په یوه غیرسیاسي ټولنیز سازمان بدله شي. لرې نه ده چې یهودیان به وروسته د نورو نویو، محرمو او نامعلومو بنسټونو د جوړولو په فکر کې شي.
همدارنګه په «یهودي دایرة المعارف» کې راغلي دي چې هغه تخنیکي ژبه، نښې او اصول چې په اروپایي فراماسونرۍ کې کارول کېږي، له یهودي متلونو او اصطلاحاتو ډک دي.[٦]
دغه حالت د عربي فراماسونرۍ په اړه هم صدق کوي؛ ځکه ماسونان تورات سپېڅلی ګڼي او هر ماسون پرې لوړه کوي. په ماسوني محفلونو کې هم د تورات ځېنې برخې لوستل کېږي، سربېره پر دې تورات د یهودو لومړنی سپېڅلی کتاب ګڼل کېږي چې د هغوی په اند، نه تر هغه مخکې او نه وروسته بل کتاب شتون لري. نو د فراماسونرۍ منونکی، که عقیده پرې ولري او که نه، اړ دی چې پر تورات لوړه وکړي.
«حاخام بن موزیګ» د فراماسونرۍ په اړه په ډېر وضاحت سره وایي او پوښتنه کوي چې:
«دومره ویره او انکار د څه لپار چې فراماسونري موږ پورې تړلې ده؟ اصول یې زموږ له اصولو اخیستل شوي دي، او د الٰهياتو، مناظرې او مغالطې قواعد یې له قبّالا او نورو یهودي سرچینو څخه اخیستل شوي دي. نو بیا دا حیرانتیا او انکار د څه لپاره دی؟»[٧]
البته دا ډول حیرانتیا او انکار زیاتره د هغو مسلمانانو او عربو له خوا کېږي چې له فراماسونرۍ سره پر خپلې اړیکې د شرم احساس کوي او نه غواړي چې خلک پرې خبر شي؛ ځکه هغوی د سرټيټۍ او شرمندګۍ احساس کوي. خو د غرب ماسونان او نور خلک داسې احساس نه لري. له همدې امله وینو چې ماسونان دوه ډوله ژبې لري: هغه څه چې دلوېدیځ ماسون یې په ښکاره ډول بیانوي، عربي ماسونان ترې تښتي. او ښایي د اړیکو له عادي کېدو وروسته دا دواړه ژبې یوه شي او تضادونه له منځه ولاړ شي.
بل حاخام هم همدا معنا تاییدوي. «اسحاق وایز» وایي:
«فراماسونري د خپل تاریخ، درجو، تعلیماتو، رمزي کلمو او تفسیرونو له پلوه له پیل څخه تر پایه یوه یهودي مؤسسه ده»[٨]
«جنرال جواد رفعت اتلخان» په خپله ليکنه کې د یوه انګلیسي لیکوال باور رانقلوي او وایي:
«که یو ماسون په اصل او پیدايشي توګه یهودي نه وي، نو لږ تر لږه وروسته یهودي شوی دی.»[٩]
دا یو کره او سم توصیف دی؛ ځکه یو ماسون د یوه سیکولر یا چپي یهودي په پرتله تورات ته ډېر پابند وي او د یهودو تاریخ، توراتي نښو او مراسمو سره ډېره لېوالتیا لري او ښایي د دغو موضوعاتو په اړه تر یوه سیکولر یهودي هم ډېر معلومات ولري.
«آرتور ادوارد» چې ستر استاد وو، د فراماسونرۍ په اړه یې د دایرة المعارف په بڼه یو کتاب لیکلی دی. په هغه کې راغلي دي:
«هغه ډبره چې یعقوب علیه السلام ورباندې ویده شوی وو، د “فدان آرام” په نوم روحاني سیمه، او هغه زینه چې ده په خوب کې لیدلې وه، ټول د ماسونرۍ نښې دي. د دغو نښو او هغه څه ترمنځ چې په یهودي کتابونو کې د روحاني زینې په اړه راغلي، ژوره اړیکه شتون لري.»[١٠]
له دغو اشارو شاهین مکاریوس او ادریس راغب هم یادونه کړې ده؛ خو په اړه یې پوره درک د انسان د پیدایښت (تکوین) سفر له لوستلو پرته ممکن نه دی. د انسان د پیدایښت (تکوین) سفر کې راغلې دي چې:
«نواسحاق علیه السلام یعقوب علیه السلام آرام فدان ته ولېږه… یعقوب علیه السلام له بئرسبع څخه ووت او دحا ران لوري ته روان شو. یوه ځای ته ورسېد او شپه یې هلته تېره کړه. له هماغه ځایه یې یوه ډبره واخیسته، د خپل سر لاندې یې کېښوده او ویده شو. په خوب کې یې ولیدل چې یوه زینه پر ځمکه درول شوې ده او سر یې آسمان ته رسېږي.»[١١]
دغه ډول اشارې په ماسوني نښو او لیکنو کې ډېرې تکرارېږي، داسې چې لوستونکی په پیل کې له ابهام سره مخ کېږي، خو کله چې تورات ته مراجعه وکړي، نو دا ابهام په بشپړه توګه له منځه ځي.
عزیز«آرتور» یادونه کوي چې یو ماسوني محفل له اوو (٧)غړو جوړېږي؛ یعنې د غونډې د قانوني کېدو لپاره د همدې شمېرغړو شتون شرط دی. دا کار د یهودو د سبت ( هفتې) ورځې، سبتي کال او هغو اوو کلونو یاد تازه کوي چې د سلیمان علیه السلام هیکل پکې جوړ شوی و. همدارنګه د محفل تالار د موسی علیه السلام د خیمې په بڼه “په دښته کې د سرګردانۍ” د دورې په څېر جوړېږي.[١٢]
دا ډول مفاهیم په ماسوني ادبیاتو کې بیا بیا تکرار شوي دي. شیخ «محمود شاذلي» هم پراخې هڅې کړې دي او د تورات په رڼا کې یې هڅه کړې چې د ماسوني ادبیاتو ریښې تورات ته ور وګرځوي؛ داسې هڅه چې ثابتوي د فراماسونرۍ او یهودیت، یا په کره تعبیر سره د فراماسونرۍ او تورات ترمنځ نږدې اړیکه موجوده ده.[١٣]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
١. اتلخان، جواد رفعت، أسرار الماسونیة، ص: 7، بیتا، بیجا.
٢. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: 52، به نقل از الماسونیة تحت الأضواء از عبدالجبار الزیدی، ص: 60.
٣ . هماغه منبع
٤. عمر، حسین حمادة، الماسونیة والماسونیون فی الوطن العربی، ص: 260، دارالوثائق، دمشق، سوریة، 1438ه.ق.
٥. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: 53.
٦. هماغه منبع، نقل له : دائرةالمعارف الیهودیة، ج5، ص: 503.
٧. ناجی، سلیمان، المفسدون فی الأرض، جرائم الیهود السیاسیة والاجتماعیة عبر التاریخ، ص: 356، دارالبشیر، قاهره، مصر، 1429ه.ق.
٨. هماغه منبع.
٩. أسرار الماسونیة، ص: 52.
١٠. الشاذلی، محمود ثابت، الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: 19، مکتبة وهبة، قاهره، مصر، 1410ه.ق.
١١. دتکوین سفر، اصحاح: 28: 12.
١٢. الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، 20.
١٣. هماغه منبع، ص: 20-25.


