Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)
اسلامي علما یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شیخ القرآن والحدیث معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)
الحمد لأهله والصلاة علی أهلها؛ أما بعد فقد قال الله تعالی و تبارک في کتابه المجید و الفرقان الحمید: «أطیعوا الله وأطیعوا الرسول وأولی الأمر منکم» صدق الله العظیم.
زما د اسلام او عقیدې مسلمانانو وروڼو! تر ټولو لومړی، تاسو ته نبوي تحفه وړاندې کوم: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په دویم قدم کې د «کلمات» علمي او تحقیقاتي خپلواکې ادارې څخه ډېره مننه کوم او خوښ یم، چې داسې یو بابرکته مجلس یې جوړ کړ، په داسې ناسته کې ګډون د ځان لپاره ویاړ او افتخار ګڼم.
او بیا ناست کسان، اوریدونکي وروڼه ډېر نېکبخته ګڼم چې نن ورځ په دې تالار کې د یوه دومره لویې هستۍ د امت  د یوه ستر امام مناقب اوري او د هغه سره آشنا کیږي، او د علماوو له خولو څخه د هغه په باب باندې وضاحتونه اوري. محترمو ګډونوالو د الله جل جلاله ډېر شکر اداء کول پکار دي، چې الله تعالی موږ او تاسو مسلمانان پیدا کړو او د رسول الله صلی الله علیه و سلم امتیان یې وګرځولو او بیا په امامانو کې یې د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه مقلدین او د هغه پیروان جوړ کړو.
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه چېرته پیدا شوی دی؟
چېرته یې تربیت شوی دی؟
چا یې تربیت کړی دی؟
د علماوو په نظر کې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه کوم مقام لري؟
کومه مرتبه یې درلوده؟
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د کوفې په ښار کې پیدا شوی، چې د کوفې ښار د اسلام د دین، علم او د فقاهت یو لوی ځای او مرکز بللی شو، ځکه چې د دې ښار تعمیر امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه کړی دی. دا هغه ځای و، چې ډیری نوي مسلمانان  په کې استوګن وو، حضرت عمر رضی الله د دې ښار تعلیم او تربیت ته له نورو ټولو ښارونو څخه ډېره زیاته توجه وکړه او کوفې ښار ته یې د معلم په حیث باندې عبدالله بن مسعود رضی الله عنه چې «حبر الامت» باندې مشهور دی، غوره کړ او د کوفې خلکو ته یې وویل چې: «آثرتکم بعبدالله علی نفسی «عبدالله بن مسعود خو حبر الامت دی په هره اداره او په هر ځای کې ورته اړتیا تر سترګو کیږي، مګر ما په خپل ځان باندې هم د کوفې خلکو تاسو ته ترجیح درکړه او عبدالله بن مسعود مې د استاد او معلم په حیث درولیږه.»
حضرت عبدالله بن مسعود هغه شخص دی چې حضرت عمر رضی الله عنه یې په اړه فرمایي: «کنیف ملیء علماً» «دا د علم څخه ډک کوهي و» او حضرت حذیفه رضی الله عنه یې په اړه  فرمایي: «ما کان رجل اشبه برسول الله صلی الله علیه و سلم هدیا و دلا و سمتا من عبدالله بن مسعود» « په ټولو خلکو کې نبي کریم علیه الصلاة و السلام ته په سیرت او صورت کې زیات ورته کس هغه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و» د امت فقیه حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه خپل شاګرد میمون ته توصیه کوي چې ژر لاړشه د عبدالله بن مسعود څخه علم حاصل کړه.
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په کوفه کې د علم د خپرولو لپاره ډېر زیات کار وکړ، د دی د کوشش او د جهد په نتیجه کې هلته داسې یوه طبقه او ډله د علماوو تیاره شوه چې شپه او ورځ د علم حدیث په نشر او اشاعت ( خپرولو ) او د هغه په درس او تدریس کې مشغول وو، چې علماوو د هغو تعداد ۷۴ ښودلی دی او هغه علماء چې په کوفه کې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له تربیت لاندې روزل شوي وو، د هغوی تعداد علامه زاهد الکوثري رحمه الله ۴۰۰۰ ښودلی دی.
نو له دې وجې څخه کله چې د کوفې ښار ته حضرت علي کرم الله وجهه راغی او د کوفې ښار علمي شان او شوکت یې ولید؛ له خولې څخه یې حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ته دعا وځي چې «رحمه الله ابن ام عبد قد ملأ هذه القریة علما.» یعنی په حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه باندې دې الله رحم وکړي، دا قریه او ځای یې له علم څخه ډک کړی دی. او کله یې چې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه متبحر( پوه )  شاګردان ولیدل د هغوی په اړه حضرت علي رضی الله عنه وفرمایل:  «اصحاب ابن مسعود سروج هذه الامة.» «د حضرت عبدالله بن مسعود شاګردان د دې امت څراغان دي، دا د دې امت ډېوې دي.»
او د کوفې په ښار کې یوازې حضرت عبدالله رضی الله عنه نه اوسېده، له دې څخه پرته نور ډېر فقهاء صحابه کرام په کوفه کې اوسېدل چې د هغو له جملې څخه موږ د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه، د حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه، د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه، د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه، د حضرت عبدالله بن ابی اوفی رضی الله عنه او د حضرت عبدالله بن حارث بن جزء رضی الله عنه ذکر او یادونه کولای شو، له دوی څخه پرته عام صحابه رضی الله عنهم چې په کوفه کې اوسیدل د هغو تعداد امام عجلی ۱۵۰۰ ښودلی دی، یاد صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د کوفې په ښار کې استوګن وو. دا صرف هغه صحابه وو چې کوفې ته راغلي وو، هلته استوګن شوي وو او داسې صحابه کرام رضی الله عنهم چې یوه ورځ دوې ورځې، کال او نیم کال ورته راغلي او بیا بل طرف ته ګرځېدلي دي هغه خو تر دې هم زیات وو.
بیا کله چې حضرت علي کرم الله وجهه کوفه، دار الخلافه وګرځوله او خپله هم  رانقل شو، حضرت علي رضی الله عنه خو باب العلم دی هغه هم کوفې ته راغی، کوفه د علم او د دین مرکز وګرځېده ځکه مسروق بن اجدع رحمة الله علیه فرمایي چې عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او حضرت علي رضی الله عنه د ټولو صحابه کرامو د علومو جامع وو، دا د ټولو صحابه کرامو د علم خلاصه وو، ځکه مسروق بن اجدع د هغو په هکله وایي: «درتُ فی الصحابه فوجدت علمهم ینتهي الی ستة ثم نظرت فوجدت علمهم ینتهی الی اثنین علی و عبدالله» «په صحابه‌وو کې وګرځېدم د دوی علم په شپږو کې راجمع و، نو په هغو کې مې بیا نظر واچاوه نو د ټولو علم خلاصه دوه کسان وو؛ حضرت علي رضی الله عنه او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه.»
حضرت علي او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما په کوفې ښار کې اوسېدل او د احادیثو او د علم نشر او اشاعت یې کاوه، نو له دې وجې څخه لکه مخکې چې ما په اجمال سره وویل چې موږ کوفې ته د علم مخزن ( د علومو خزانه )  د علم حدیث مرکز وایو، نو دا خبره بې دلیله نه ده. او هلته د علم حدیث یو داسې شان و، چې علامه تاج الدین سبکی رحمه په طبقات الشافعیه الکبری کې د ا بوبکر بن داود قول را نقل کوي: «زه کوفې ته راغلم د علم حاصلولو ته، ځکه د علم د لاسته راوړلو لپاره سفرونه د علماء کرامو عادت دی، زما سره یو درهم و، په یو درهم باندې مې دېرش مُده  لوبیا واخیستله، د ورځې به مې یو مد لوبیا خوړله او د امام اشبه رحمه الله څخه به مې زر احادیث لیکل، چې میاشت تېریده هغه لوبیا هم ختمه شوه او ما دامام اشبه څخه دېرش زره احادیث لیکلي وو، نو کوفه د علم هغه ښار و، چې له یوه استاد څخه یوه شاګرد په یوه میاشت کې دېرش زره احادیث لیکل دلته خو په زرګونو استادان وو، څومره احادیث به د ورځې لیکل کیدل او په هغو باندې به تحقیق کېده؟ چې په کوفه کې د علم حدیث دومره لوړ کار روان و، دومره شوق و چې کور په کور، ځای په ځای د احادیثو درسونه شروع وو. علامه ابو محمد الرامهر مزۍ (رحمه‌الله) په المحدث الفاضل کې د حضرت انس بن سیرین (رحمه‌الله) مقوله نقل کړې چې وایي:  اتیت الکوفه فوجدت بها اربعه الاف یطلبون الحدیث و اربع مأتهٍ قد فقهوا.
نو زموږ او تاسو د سر تاج او سراج الامت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په دغه ښار کې زیږیدلی دی، په دغه علمي ښار کې یې دنیا ته سترګې غړولي دي، بیا د دې ښار علماوو د دی تربیت کړی دی او د دې ښار له علماوو څخه یې علم حدیث او د دې ښار له علماوو څخه یې فقه تر لاسه کړې ده، نو د دې وجهې نه امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته چې په علم کې فقاهت او علم حدیث کې چې کومه مرتبه حاصله دی هغه به ډېر کم خلک وي چې داسې مقام ولري یا دی ورته وي. وجه دا دی چې کوم استادان چې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته په لاس ورغلي وو داسې استادان بل څوک نه لري، ځکه د امام صاحب استادان صحابه، تابعین، یا تبع تابعین دي تردې د کمې درجې استادان نه لري. هر چې له صحابه کرامو رضي الله عنهم سره یې تړاو دی، نو د امام صاحب رحمه‌الله تابعيت یو منل شوی حقیقت دی چې انکار ترې نه شي کېدلی، حافظ ابن حجر رحمه‌الله وايي امام ابوحنیفه رحمه‌الله په ٨٠ هـ کال کې زیږیدلی و،امام ابن سعد رحمه‌الله په طبقات کې ذکر کړي چې امام ابوحنیفه رحمه‌الله د انس بن مالک رضي الله عنه زیارت او ملاقات کړی او ليدلی یې دی.
علامه سیوطي رحمه‌الله په(تبییض الصحیفه بمناقب ابي حنیفه) کې ګڼ روایات نقل کړي چې د هغو څخه معلومیږي چې امام ابوحنیفه رحمه‌الله…
ادامه لري…
مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleله مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD0 Views

لیکوال: شیخ القرآن والحدیث معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵) دریمه شبهه: استبعاد (ناشونې ګڼل)…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۷)

شنبه _13 _جون _2026AH 13-6-2026AD15 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۷) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD23 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴) دوهمه شبهه: د آکل (خوړونکي)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.