Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)
نظریات او فکري مکاتب چهارشنبه _3 _جون _2026AH 3-6-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)
د اسلام او نیهیلیزم له نظره د ژوند فلسفه
اړیکه او بنسټیز تضاد (دوام)
۲ ـ آزموینه
د قرآن کریم د آیتونو دویمه مجموعه د انسان د پیدایښت فلسفه، ازموینه او ابتلاء بیانوي:
﴿وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَ‌ٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً﴾[1]
ژباړه: «او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دی.»
﴿الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِیزُ الْغَفُور﴾[2]
ژباړه: «هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى.»
په دغو دواړو آیتونو کې د انسان د پیدایښت لامل آزموینه بيان شوې ده؛ آن تردې چې قرآن کریم د ځمکې نعمتونه او ښکلاوې هم د آزموینې لپاره پیدا کړې دي، لکه څنګه چې فرمایي:
﴿إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِینَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَیُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلا﴾[3]
ژباړه: «بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى.»
له آزموینې موخه څه ده؟
له ابتلاء څخه موخه هماغه امتحان او آزموینه ده. آزموینه کله د خیر په ډول وي او کله هم د شر. مصیبت او هر هغه څه چې الله تعالی پرې خپل بندګان آزمايي، ابتلاء بلل کېږي او د الله تعالی له آزموینې موخه د انسانانو ترمنځ همدغه د ژوند او نعمتونو توپیر دی؛ نو د الهي آزموینې په پایله کې نېکمرغه او بدمرغه انسانان سره جلا کېږي.
د آزموینې څو موخې کېدای شي: ځینې وخت آزموینه د علم د ترلاسه کولو اوناپوهۍ د لرې کولو لپاره وي؛ یعنې امتحان‌اخیستونکی غواړي د آزموینې له لارې پوهه ترلاسه کړي. دا موخه د الٰهي آزموینې په اړه سمه نه ده؛ ځکه الله تعالی پر هر څه پوه دی او د علم ترلاسه کولو ته اړتیا نه لري.
﴿إِنَّ اللَّهَ عَلِیمُ بِذَاتِ الصُّدُور﴾[4]
ژباړه: «بېشکه الله د سینو په خبرو باندې (هم)ښه عالم دی.»
﴿یَعْلَمُ خَائنَةَ الْأَعْیُنِ وَمَا تُخْفِى الصُّدُور﴾[5]
ژباړه: «هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي)»
کله ناکله بیا آزموینه د ناپوهۍ د لرې کولو لپاره نه وي، بلکې د استعداد د پیاوړتیا او عملي اړخ ته د رسېدلو لپاره وي؛ یعنې امتحان‌اخیستونکی غواړي د امتحان په وسیله پټ ځواک او استعدادونه را څرګند او عملي بڼه ورکړي.
نو ویلای شو چې د آزموینې اصل دا دی چې د اختیاري کړنو لپاره زمینه برابره شي، تر څو هغه څه چې پټ دي راښکاره شي او استعداد وده وکړي؛ یعنې د امتحان په مرسته د انسان پټ یا بالقوه ځواک عملي یا بالفعله بڼه خپلوي او انسان کمال ته رسوي.
الله تعالی چې انسانان د ابتلاوو او سختیو له لارې آزمایی، موخه یې دا ده چې د همدې ستونزو او کړاوونو په سیوري کې هر څوک هغه کمال ته ورسوي چې وړتیا یې لري، او هره یوه آزموینه د انسان د شخصیت یو اړخ رامنځته کوي او وده ورکوي.
الٰهي آزموینې د انسان د روح د روزنې او پیاوړتیا لپاره تمرینونه دي؛ له همدې امله هغه کسان چې د زغم او ظرفیت لوړه وړتیا لري، د آزموینې برخه یې هم زیاته وي.
له همدې امله دنیا د یوه ښوونځي او روزنیز مرکز په څېر ده او یو تعلیمي او تربیوي پړاو دی، نه د تلپاتې استوګنې او خوند اخیستنې ځای. نو هر څومره چې انسان په دې دنیا کې خوندونو او خوش‌ ګذرانۍ پسې ولاړ شي، هماغومره به د خپلې اصلي موخې او حقیقي کمال څخه لرې کېږي. برعکس، د الله تعالی لپاره د سختیو زغمل د انسان د نېکمرغۍ لامل ګرځي.
د هغو آیتونو له مخې چې یاد شول، امتحان او آزموینه د انسان د پیدایښت لامل بلل شوې ده؛ خو لکه څنګه چې په لومړي فصل کې وویل شول، د پیدایښت لامل یوازې د الله تعالی عبادت بیان شوی و. نو دا آیتونه او روایات د دغه مبارک آیت له حصر سره څنګه یوځای کېدای شي؟
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِیَعْبُدُون﴾[6]
ژباړه: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.»
امتحان د عبادت او اطاعت یوه برخه ده؛ د بندګۍ او اطاعت د بېلابېلو پړاوونو د ارزونې معیار همدا امتحان او ابتلاء ده.
د آزموینې په وسیله د انسان د بندګۍ کچه مالومېږي او کوچنۍ آزموینې انسان د سختو امتحانونو او د اطاعت لوړو مرحلو ته چمتو کوي او وړ یې ګرځوي.
لکه څنګه چې په تېره برخه کې بیان شول، د عبادت موخه په دې مبارک آیت کې اطاعت، غاړه ایښودنه او له عاجزۍ سره مل تسلیمېدل دي او دا بېلابېل پړاوونه او درجې لري. د الٰهي قضا او سختو آزموینو پر وړاندې تسلیمېدل د بندګۍ او اطاعت د لوړو مرحلو نښه ده.
له همدې امله، امتحان هم د پیدایښت وروستۍ موخه نه شي کېدای، بلکې د عبادت په څېر د کمال لپاره یوه وسیله او مقدمه ده.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. هود: 7

.2الملک: 2

.3الکهف: 7

  1. 4. المائدة: 7
  2. 5. غافر:19

.6الذاریات: 56

ټکر دین‌باوري نیهیلیزم
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤١)

یکشنبه _31 _مې _2026AH 31-5-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۰)

شنبه _16 _مې _2026AH 16-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

چهارشنبه _3 _جون _2026AH 3-6-2026AD6 Views

لیکوال: محمد فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD5 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸) د تحریم په حکمت کې د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲) د جسماني او روحاني معاد…

نور یی ولوله
Blog

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD11 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل ( برخه : ٢٣) سریزه د معاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

چهارشنبه _3 _جون _2026AH 3-6-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.