Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۴۰)
فراماسونري شنبه _16 _مې _2026AH 16-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ۴۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبد الله زماني
فراماسونري (برخه: ۴۰)
د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ اړیکه ( دوام)
په دې برخه کې د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ د تړاو او ژورې اړیکې د اثبات په دوام نور شواهد او دلایل هم وړاندې کوو. په دې بحث کې به تر ډېره هغو ویناوو او روایتونو ته پاملرنه کوو چې د فراماسونرۍ مشرانو په خپلو کتابونو او لیکنو کې راوړي دي.
د یهودو دایرة المعارف د یهودیت او فراماسونرۍ د ژور او پراخ تړاو په اړه په ډاګه وایي: «د فراماسونرۍ فني ژبه، نښې، سمبولونه او مراسم له یهودي اصطلاحاتو او تعبیرونو څخه ډک دي.» [1]
دا ډول ښکاره نظر پخپله د هغه ستر حاخام د شاهدۍ پخلی کوي چې وړاندې یې یادونه وشوه. همدارنګه که د اروپا د فراماسونرۍ دایرةالمعارف ته مراجعه وکړو، هلته تر دې هم له ښکاره او صریح عبارت سره مخ کېږو: «هر ماسوني محفل باید د یهودو د معبد د الګو په بڼه جوړ شي؛ د هر محفل مشر د یهودي پاچا په مقام کې دریږي او هر ماسون په حقیقت کې د یوه یهودي انسان تجسم یا ژوندی مثال دی.» [2]
له دې ښکاره بیان څخه په ډاګه کېږي چې د فراماسونرۍ خوځښت په حقیقت کې د یهودیت او د هغه د تعلیماتو عملي انځور دی او په اصل کې د دې دین فکري، نظامي او فرهنګي استازی حسابېږي.
د فراماسونرۍ لوی استاد شاهین مکاریوس، له پیل څخه تر پایه د یوه محفل د ادارې د طریقې په اړه داسې وضاحت ورکوي: «کله چې یو نوی محفل جوړېږي، پرانیسته یې د تورات د مزاميرو(مذهبي مناجاتو) د ۱۳۳مزمیر په تلاوت سره کیږي. وروسته لوی استاد یا د هغه استازی اعلان کوي: ای وروڼو! په لوړ غږ د یَهُوَه ستاینه وکړئ؛ هغه ذات چې ګنبد او معبد یې د خپل عبادت او لوړ نوم د درناوي لپاره جوړ کړل.»
له هغه وروسته د تخصیص او تقدیس دعا لوستل کېږي. بیا وروڼه درېږي او مشر داسې دعا کوي: «ای زموږ او د بني‌ اسرائیلو خدایه! ای هغه ذاته چې له تا پرته بل معبود نشته، له تا غوښتنه کوو چې د خپلو کمزورو او مخلصو بندګانو په زړونو کې سکون او رحمت واچوې…» وروسته خطیب د سفر اخبار ایام د دویم کتاب، دویم باب، تر ۱۶م آیت پورې تلاوت کوي.
په دې توګه محفل د تورات د تلاوت په اساس په رسمي ډول پیلېږي؛ شکر هم د رب تعالی پر ځای د «یهوه یا د بني‌اسرائیلو د خدای» په نوم ادا کېږي؛ هغه خدای چې ویل کېږي له هغه پرته بل معبود نشته. وروسته مجلس د تورات په تلاوت سره پای ته رسېږي.» [3]
دلته یوه بنسټیزه پوښتنه دا راولاړېږي چې: یو څوک چې په دې باور وي یهوه هغه خدای دی چې له هغه پرته بل خدای نشته، تورات هغه سپېڅلی کتاب دی چې نه تر هغه وړاندې کوم بل کتاب شتون لري او نه به تر هغه وروسته شتون ولري؛ آيا داسې یو څوک بیا هم مسلمان یا مسیحي پاتې کېدای شي؟ آیا هغه پر خپل دین ټینګ پاتې کېږي، که په حقیقت کې یهودیت ته اوړي؟
کله چې د فراماسونرۍ د محفلونو د جوړېدو او ترسره کېدو طریقه وڅېړو او وګورو چې د یهودیت له تعلیماتو او عقایدو تر کومه بریده اغېزمن دي او پکې عملي کېږي، نو څرګندېږي چې فراماسونري په اصل کې د یهودیت د فرهنګ او تمدن یوه برخه ده. تر دې چې لوړه او سوګند هم د یهودیت د عقایدو له مخې د منل شوي خدای په نوم ترسره کېږي او هغه تعبیر ورته کارول کېږي چې د یهودیت په تعلیماتو ذکر کې شوی؛ نو دا حقیقت ترې روښانه کیږي چې فراماسونري د یهودیت د فکري خوځښت یوه ستره برخه ده.
شاهین مکاریوس د محفل د جوړېدو د شرایطو په دوام کې لیکي: «سمبولیکې نښې او دودونه باید له تورات څخه اخیستل شوي وي، ځکه د لرغونې فراماسونرۍ اصلي تاریخونه پکې ثبت دي.» [4]
 همدارنګه د نوموړي په وینا، لومړني لوی استادان سلیمان، د صور پاچا حِیرام او حِیرام آبي وو.[5] وروسته د هر یوه په اړه جلا شرحه او تفسیر وړاندې کوي. که فراماسونري له یهودیت سره هېڅ تړاو ونلري او سره بېل واوسي، نو بیا پر توراتي شخصیتونو دا دوامداره ټینګار او هغوی ته د داسې مقام ورکول په کوم اساس دي؟
د فراماسونرۍ لوی استاد «فهمي صدقي الأمعري» په دې باور دی چې ماسونان بېلابېلې ډلې او څانګې لري؛ ځینې یې د ښکېلاکګرو د لاس وسیلې وې چې د هغوی واکمني پراخه او ټینګه کړي، ځینې نورې بیا د صهیونیزم په خدمت کې پاتې شوي. [6]
خو په پای کې حقیقت دا دی چې  فراماسونري په یوه وخت کې د استعمار او صهیونیزم دواړو ګټې خوندي کوي.
د بېلګې په توګه، بریتانوي استعمار به چې هر ځای ته د ننه کېده، سمدستي یې د ماسوني محفلونو په جوړولو لاس پورې کاوه؛ هماغه تګلاره یې د «قادیانیه» او «بهائیه» په اړه هم تعقیبوله. دا چاره د بریتانیا په آسیایي او افریقایي مستعمراتو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
کله چې انګریزانو د لومړي ځل لپاره بصره اشغال کړه، یوازې د څو ورځو په موده کې یې د «بابل» په نوم یو محفل جوړ کړ. بیایې چې بغداد اشغال کړ، هلته یې هم همدا لړۍ تکرار کړه، د انګریزانو ډېری کارکوونکي د فراماسونرۍ غړي وو. په همدې ډول یې فراماسونري د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خپره کړه، همدا لاره فرانسې او ایټالیا هم خپله کړه. [7]
شاهین مکاریوس د فراماسونرۍ د تعلیماتو په بله برخه او د محفل د پرانیستې د مراسمو د اصولو په شرحه کې د قسم یادونه کوي، وروسته د سپېڅلي کتاب (تورات) ښکلولو ته اشاره کوي او وایي: «ای ماسونه! کوم کتاب چې ستا مخې ته پروت دی، پر تا دا لازمه ده چې د همدې سپېڅلي کتاب له مخې عمل وکړې او خپل ټول کارونه د هغه له الهي احکامو سره برابر کړې». [8]
ډاکټر السامرائي د یهودیت او فراماسونرۍ د حکمونو او تعلیماتو په اړه لیکي: «زما هیله دا وه چې پوه شم په یهودي مناجاتو او موعظو کې څه ویل کېږي، ځکه زه دا ډيره لرې ګڼم چې حاخام تر هغه ډیر څه ووایي چې مکاریوس یې په محفل کې بیانوي او ماسونان یې پیروی ته رابولي. که ماسون مکلف وي چې خپل ژوند د تورات له مخې برابر کړي او احکام یې د عمل معیار وګرځوي، نو په دې صورت کې هغه یو ژمن یهودي ګرځي؛ بلکې ښایي د ډېرو یهودیانو په پرتله ډير مطیع او پایبند وي، ځکه هغوی ډېری وخت تر تورات تلمود ته ډېر پام کوي او درسونه یې تعقیبوي.»[9]
ختیځ‌پوه «دوزي» هم د فراماسونرۍ لپاره د پام وړ تعریف وړاندې کوي او وایي: «دا د بېلابېلو دینونو د پیروانو یوه لویه ډله ده چې د یوه ګډ هدف لپاره کار کوي، دا هدف د معبد بیا رغول دي؛ ځکه معبد د اسرائیلو د دولت سمبول ګڼل کېږي.» [10]
په دې کې هېڅ شک نشته چې دا خبره سمه ده؛ ځکه د یهودي دولت بنسټيز او مهم سمبول معبد او هیکل دی.
د فراماسونرۍ او یهودیت د اړیکې بله نښه د ماسوني محفل د غړو شمېر دی. مکاریوس په رسمي ډول د محفل د جوړېدو د شرطونو په اړه وایي چې لږ تر لږه د اوو غړو حضور اړین دی او د دې شرط په تشریح کې زیاتوي: «ځکه سلیمان پاچا پرلپسې اووه کاله یا تر دې ډير د اورشلیم د معبد په جوړولو، ودانولو او د عبادت لپاره په ځانګړي کولو کې تېر کړل.» [11]
خو آیا د یوې رسمي غونډې د غړو د نصاب او د سلیمان د معبد د جوړېدو د مودې ترمنځ کومه اړیکه شتون لري؟ که دا ډول استدلال د بل چا له لوري وړاندې شوی وای، ښایي موږ به یو ډول تکلف او له واقعیت څخه لرې خبره ګڼله؛ خو کله چې د مکاریوس له خولې بیانېږي، باید له شک پرته ومنل شي.
دا چاره تر هر څه ډیر له معبد، د معبد له څښتنانو او د هغه ځای له پېښو سره د ژورې مینې او صوفیانه زړه تړلو څرګندونه کوي.
مکاریوس د معبد او د معبد د تشکیل په اړه هم غږېږي او یادونه کوي چې سلیمان د معبد جوړوونکي په درېیو ډلو وېشلي وو: واکمنان، څارونکي یا مباشران او اجرایي کارګران. وروسته زیاتوي چې ماسونان باید همدا وېش په پام کې ونیسي. [12]
ولې پر دې موضوع دومره ټینګار شوی؟ څرګنده ده چې دا ټینګار د یهودیت او فراماسونرۍ د تعلیماتو د ژور تړاو له امله دی. ورپسې مکاریوس د معبد د جوړېدو موده اووه کاله او شپږ میاشتې یادوي او په پای کې وایي: «هغه دعاګانې چې په دغه ستر مقام کې لوستل شوې، لا هم په سپېڅلو تاریخونو کې ثبت او خوندي دي.» [13]
دا یوازې د هغو دلایلو او حقیقتونو یوه برخه وه چې موږ ته ثابتوي: د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه یوه پیاوړې، ټینګه او بنسټیزه اړیکه ده، په حقیقت کې دا دواړه خوځښتونه د یو بل نښې دي او د یوه هدف لپاره په یوه لوري حرکت کوي.
په راتلونکو بحثونو کې به نور شواهد او دلایل هم وړاندې کړو، ان‌شاءالله.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الماسونية، ص: ۱۰۴.
[2]. هماغه منبع.
[3]. الأُسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، ص: ۱۰۷-۱۰۸.
[4]. الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، ص: ۱۳۶.
[5]. هماغه منبع، ص: ۱۱۹-۱۲۴.
[6]. الماسونية، ص: ۱۳۵.
[7]. الماسونية والیهود والتوراة، ص: ۳۶.
[8]. الماسونية فی العراء، ص: ۹۸.
[9]. الماسونية والیهود والتوراة، ص: ۳۷.
[10]. الماسونية، ص: ۱۲۹.
[11]. الأُسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، ص: ۸۶.
[12]. الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، ص: ۹۰.
[13]. هماغه منبع، ص: ۹۱.

فراماسونري مکاتب نظریات یهود یهودیت
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۹)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۸)

یکشنبه _10 _مې _2026AH 10-5-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۸) 

شنبه _9 _مې _2026AH 9-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۰)

شنبه _16 _مې _2026AH 16-5-2026AD3 Views

لیکوال: عبد الله زماني فراماسونري (برخه: ۴۰) د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ اړیکه ( دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱) د…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

چهارشنبه _13 _مې _2026AH 13-5-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵) د اوښ په پیدایښت کې اعجاز…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD9 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱) په تېره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۴۰)

شنبه _16 _مې _2026AH 16-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.