لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۸)
یهود او کمونیزم (دوام)
له لینین او ستالین پرته نور ټول هغه کسان چې په کمونیسي انقلاب کې یې لاس درلود یهودیان وو. وروسته یهودیانو د خپلو توپونو خولې د روسانو سینو ته ونیوې او میلیونونه سپینږیري، ښځې او ماشومان یې ووژل. دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده؛ ځکه کله چې په روسیه کې د کمونیست ګوند لومړنی سیاسي دفتر رامنځته شو، نو په روسیه کې د یهودیانو سلنه په لاندې ډول وه:
۱) لینین ـ نیمه یهودی؛
۲) ستالین ـ له یوې یهودۍ ښځې سره یې واده کړی و؛
۳) کامنف ـ یهودی؛
۴) سوکولنیکوف ـ یهودی؛
۵) تروتسکي ـ یهودی؛
۶) رینونف ـ یهودی؛
۷) یپنوف ـ روسی.
او د جګړې د ادارې شورا یهود غړي لاندې کسان وو:
۱) تروتسکي ـ یهودی؛
۲) جوف ـ یهودی؛
۳) لینین ـ نیمه یهودی؛
۴) بوکیج ـ قفقازی؛
۵) بودوسکي ـ روسی؛
۶) مولوتوف ـ له یوې یهودۍ ښځې سره یې واده کړی و؛
۷) فیرسکي ـ روسی؛
۸) سوِردلوف ـ یهودی؛
۹) یورتسکي ـ انشلخت، یهودی؛
۱۰) آنتونوف ـ روسی؛
۱۱) میکونسنین ـ روسی؛
۱۲) جوزف ـ یهودی؛
۱۳) آرمِیجیف ـ روسی.[1]
د لاندې احصائیې پر اساس د روسیې د کمونیستي انقلاب له بریا څو کاله وروسته، پر رسمي ادارو د یهودیانو ولکه بیخي پراخه وه:
اداره |
د کارکوونکو شمېر |
د یهودیانو شمېر |
۱. د جګړې اداره |
(۴۳) |
(۳۴) |
۲. د کورنیو چارو کمېټه |
(۶۴) |
(۴۵) |
۳. د بهرنیو چارو کمېټه |
(۱۷) |
(۱۳) |
۴. د عدلیې چارو کمېټه |
(۱۹) |
(۱۸) |
۵. د روغتیا چارو کمېټه |
(۵) |
(۴) |
۶. د عمومي رهبرۍ کمېټه |
(۵۳) |
(۴۴) |
۷. د ودانولو او عمران کمېټه |
(۲) |
(۲) |
۸. د روسیې سره صلیب اداره |
(۸) |
(۸) |
۹. د ایالتونو / سیمو اداره |
(۲۳) |
(۲۱) |
۱۰. د مطبوعاتو اداره |
(۴۲) |
(۴۱) |
۱۱. د کارکوونکو د څېړنې کمېټه |
(۷) |
(۵) |
۱۲. د اقتصاد عالي شورا |
(۵۶) |
(۴۵) |
۱۳. د کارګرانو او سرتېرو دفتر |
(۲۳) |
(۱۹) |
۱۴. د شوروي د څلورم کانګرس مرکزي کمېټه |
(۳۴) |
(۳۳) |
۱۵. د شوروي د پنځم کانګرس مرکزي کمېټه |
(۶۲) |
(۳۴) |
۱۶. د سوسیالیست ګوند مرکزي کمېټه |
(۱۲) |
(۹) |
دا د ادارو نوملړ، د مسؤلینو او د یهودیانو شمېر و، چې په ټولیز ډول ښيي په مهمو منصبونو کې د یهودیانو نسبت شاوخوا ۸۰٪ ته رسېده.[2]
ایا له دې هرڅه سربېره د یهودیانو موخه د ځمکې ابادي او د ظلم له منځه وړل وو؟ هېڅکله نه. بلکې هغوی وراني او تباهي غوښتله؛ ځکه دوی خپله د ظلم او د شرّ وسیله دي. همدغه یهودیان وو چې د ترهګرۍ هغه لارې چارې یې طرحه کړې چې بلشویکي حکومت په روسیه کې عملي کړې؛ هغه حکومت چې بنسټیز هدف یې له خدای سره جګړه او په نړۍ کې د موجود ټولنیز نظام له منځه وړل وو. په حقیقت کې د نړیوال یهودي ځواک په لاس کې بلشویزم او صهیونیزم د یوې سکې دوه مخونه، د یوې موخې لپاره دوه وسیلې، او په یوه جګړه کې دوه وسلې دي، هغه ځواک چې پر نړۍ د اقتصادي، دیني او سیاسي واکمنۍ په لټه کې دی.
هو، د یهودانو موخه همدا وه، چې د روسیې د کمونیستي دولت پر اداري او سیاسي دستګاه بشپړه ولکه ټینګه کړي، چې بېلګې یې د نړۍ په ګڼو سیمو کې لیدل کېږي: هر ځای چې کمونیزم یا سوسیالیزم واکمن شوی، هلته یو شمېر یهودیان د قدرت تر ټولو لوړو څوکیو ته رسېدلي دي. د مثال په ډول له دویمې نړیوالې جګړې مخکې په مکسیکو کې کالاس، هربرمان او وارن زاینز؛ په هسپانیه کې آزانیا او روزنبرګ؛ په هنګري کې بلا کون، شزامیولي او آګوستون؛ په بلجیم کې فاندرفال او پل هایمنز؛ په فرانسه کې لئون بلوم، ماندل، زیر، مسکي، نانین او یو شمېر نور؛ او په ایټالیا کې ناتان او کلودیو تریویس. د دغو ټولو شتون تصادفي نه و.[3]
دلته د یهودانو د ځینو مشرانو د ویناوو نقل ګټور دی، ځکه پورته ادعا لا روښانه کوي:
«جودال مګنس» وایي: «کله چې یهودی خپل ځان د نړۍ د کارګرانو او بېوزلو د خدمت لپاره وقف کوي، نو همدا د هغه ژوره انقلابي روحیه ده چې دی دې کار ته یې اړ باسي. په جرمني کې تاسې یهودي انقلابیان د مارکس، لاسال، هاس او ادوارد برونشتاین په نومونو پېژنئ؛ په اتریش کې د ویکتور آدلر او فریدریش آدلر په نومونو؛ او په روسیه کې د تروتسکي په نوم. اوس د روسیې او جرمني حالاتو ته وګورئ: انقلاب د نوښتګرو انقلابي ځواکونو لپاره د عمل ډګر پرانیست، او تاسې به د هغو ګڼو یهودیانو په شمېر حیران شئ چې په دغو دوو هېوادونو کې د انقلاب لپاره راپاڅېدل… انقلابي سوسیالیستان، منشویکان، بلشویکان، د اکثریت او اقلیت سوسیالیستان… یهودیان د دغو ټولو انقلابي ګوندونو لومړني مشران او اساسي مدیران دي.»[4]
نوموړی د «ریشبورن» د قبر پر سر چې له لویو مذهبي مشرانو څخه ؤ وایي: «موږ کولای شو د سرو زرو او بخششونو په وسیله کارګران ځانته را جذب کړو، څو وروسته هغوی پخپله د سرمایهدارۍ د له منځه وړلو مسئولیت پر غاړه واخلي. موږ کارګرانو ته د داسې مزدورۍ ژمنه ورکوو چې هغوی یې د تصور جرئت هم نه درلود؛ خو په همدې وخت کې د اړینو توکو بیې لوړوو، څو زموږ ګټې زیاتې شي. په همدې توګه انقلابونو ته لار هواروو، او د انقلاب غنیمتونه هم پخپله موږ راټولوو.» داسې ښکاري لکه له هغه فاجر سره چې تر ده مخکې خاورو ته سپارل شوی او دوزخ ته تللی، ژمنه تازه کوي چې د خپلو نیکونو طرحه به په تلمود او قبالا کې پرمخ وړي: «د غیریهودي مال لوټل د خوند سبب ګرځي» او «څوک چې د غیریهودي وینه توی کړي، نو خپل رب ته یې قرباني وړاندې کړې ده.»[5]
دا ټول د کمونیزم پر نظام او د هغه د حکومتولۍ پر طریقې د یهودیت د اغېزو یوه برخه وه؛ هغه کمونیزم چې په خپله د هغوی په خاوره کې رامنځته شوی او وده یې کړې ده. خو هغه کمونیزم چې اسلامي خاورو ته ننوتی او د عملي کېدو مرحلې ته رسېدلی، بېشکه چې د هغه لویه او اساسي برخه د یهودیت د اغېز او نفوذ پایله ده، او رهبري یې هم همدا دین پر غاړه لري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. التل، عبدالله، الأفعی الیهودیة فی معاقل الإسلام، ص: 44، المکتب الإسلامی، بیروت، لبنان.
[2]. هماغه اثر، ص: ۴۵.
[3]. الیهودیة والماسونیة، ص: ۳۵.
[4]. الیهودیة والماسونیة، ص: ۳۵.
[5]. هماغه اثر، ص: ۳۶.


